Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د مال د کنز (زېرمه کولو) واقعیت او حکم یې

January 21, 2019
6416

(د حزب التحریر د امیر، جلیل القدر عالم شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ، چې د ده د فېسبوک پاڼې «فقهي» پر پوښتنو ورکړل شوي دي)

د پوښتنې ځواب د مال د کنز واقعیت او حکم یې

نازیه رحمان (Nazia Rehman) ته

پوښتنه:

(Assalaam u alaykum Dear Shiekh, May Allah swt protect you and honour you.

Can you elaborate the definition of Hoarding? Living in this time of uncertainty with a capitalist system over us, it is easy to think we should have money aside as it is not known when an emergency will arise and the sudden cost of healthcare or emergency travel can be too much to bare.

Also in some cultures it is very normal to keep wedding gold as an asset for the children for their marriages.

Using this reality and the clear understanding of hoarding, please can you explain. Is it allowed for us to have savings for the future or are we obliged to circulate all wealth? JazakAllah hu Khairan.

Waslaam u alaykum

Umm Emaan – Pakistan) پای.

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمۃ الله و برکاته

په پیل کې زه تاسو ته د "اقتصادي نظام" له کتاب څخه د کنز د منع او د هغه د تعریف په اړه ځینې برخې را نقلووم:

(د سرو او سپینو زرو د کنز منع کول ... دا ډول لویه شتمني خاوندانو ته د سپما چانس برابروي او د لوی عاید په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته کوي؛ نو تر هغه چې مال ډېر وي، لویه شتمني به هم موجوده وي، ځکه چې مال، مال راکښکاږي. که څه هم د شتمنۍ په لاسته راوړلو او د مالونو د پانګونې د فرصتونو په برابرولو کې د انسان د هڅو اثر شته، خو دا د اقتصاد لپاره کوم خطر نه رامنځته کوي، بلکې برعکس د ټولنې او فرد اقتصادي وده زیاتوي. مګر خطر له هغو نغدو پیسو څخه پیدا کېږي چې د ځینو هغو کسانو لخوا کنز (زېرمه) کېږي چې لویې شتمنۍ لري. د نغدو پیسو په کنز کولو سره د عاید کچه راټیټېږي، وزګاري خپرېږي او خلک د فقر حالت ته رسېږي، له همدې امله باید د نغدو پیسو د کنز درملنه وشي. پیسې د مال او مال، مال او کار او کار او کار ترمنځ د تبادلې وسیله ده او د دې تبادلې لپاره یو معیار دی؛ نو که چېرې دا له بازاره ورکه شي او د خلکو لاس ورته ونه رسېږي، دا تبادله له منځه ځي او د اقتصاد څرخ درېږي. تر کومې کچې چې دا وسیله د خلکو په لاسونو کې ډېره وي، هغومره د کار جریان مخکې ځي...

... خو کومه خبره چې باید پرې پوه شو، هغه دا ده چې دا زیان د نقدو پیسو له کنز کولو څخه پیدا کېږي، نه له سپما (ادخار) څخه. سپما د کار څرخ نه دروي، مګر کنز یې دروي. د کنز او سپما ترمنځ توپیر دا دی چې کنز په دې معنی دی چې نغدې پیسې بې له کوم ضرورت څخه یو پر بل پسې جمع شي، چې دا له بازاره د نغدو پیسو د بندولو په معنی ده. خو سپما د کوم ضرورت لپاره د نغدو پیسو ساتل دي؛ لکه یو څوک نغدې پیسې جمع کوي ترڅو کور جوړ کړي، واده وکړي، فابریکه واخلي، تجارت پیل کړي او یا نور داسې کارونه. د نغدو پیسو دا ډول جمع کول پر بازار او د کار پر څرخ اغېز نه کوي؛ ځکه چې دا د مال حبس (بندول) نه دی، بلکې د مصرفولو لپاره د هغه راټولول دي او کله چې مصرف شي، نو بېرته په جریان کې لوېږي. له همدې امله په سپما کې کوم خطر نشته، بلکې خطر په کنز کې دی، یعنې بې له ضرورته د پیسو یو پر بل پسې راټولول.

اسلام د سرو او سپینو زرو سپما مباح کړې ده، ځکه چې دا د ضرورت لپاره د نغدو پیسو جمع کول دي. اسلام "مُکاتب" مري ته اجازه ورکړې چې کار وکړي او پیسې جمع کړي ترڅو خپل بادار ته یې د خپلې ازادۍ لپاره ورکړي. همدارنګه یو سړي ته یې اجازه ورکړې چې د مهر لپاره پیسې ټولې کړي ترڅو واده وکړي، او د حج د فریضې د ادا کولو لپاره یې د پیسو ټولول روا کړي دي. په دې جمع شوي مال کې یې یوازې زکات فرض کړی، په هغه صورت کې چې نصاب ته ورسېږي او کال پرې تېر شي.

کله چې د سرو او سپینو زرو د کنز د منع په اړه ایت نازل شو، دا دواړه د تبادلې وسیله او د کار او مال د ګټې معیار وو، که هغه سکه وه لکه درهم او دینار او که سکه نه وه لکه خښتې (سبائک). له همدې امله، د کنز ممانعت پر سرو او سپینو زرو د تبادلې د وسیلې په توګه متمرکز دی.

مګر د سرو او سپینو زرو کنز کول اسلام د قران کریم په څرګند نص سره حرام کړي دي. الله تعالی فرمایي:

وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ

"او هغه کسان چې سره زر او سپین زر کنز (زېرمه) کوي او د الله په لاره کې یې نه مصرفوي، نو هغوی ته د دردناک عذاب زېری ورکړه." (سورت التوبه [۹]: ۳۴)

نو د سخت عذاب دا ګواښ د هغو کسانو لپاره دی چې سره زر او سپین زر کنز کوي، دا ښکاره دلیل دی چې شارع د کنز پرېښودل په کلکه (جازم ډول) غوښتي دي، نو ځکه د سرو او سپینو زرو کنز کول حرام دي...) د اقتصادي نظام له کتاب څخه نقل پای ته ورسېد، دا برخه باید په ښه توګه درک شي ځکه چې ځوابونه پر همدې تکیه لري.

موږ ته مخکې ستاسو د پوښتنې په څېر یوه پوښتنه رارسېدلې وه چې زما ځواب په ۲۰۱۴/۱/۱۳ نېټه په لاندې ډول و:

(۱- د مال کنز کول بې له کوم ضرورت څخه د هغه ټولول دي؛ خو که کوم شرعي ضرورت وي، لکه د کور جوړولو، ځمکې اخیستلو، فابریکې جوړولو، واده کولو، یا خپلو اولادونو ته په ښوونځي کې د تعلیمي فیسونو د برابرولو او یا د موټر اخیستلو لپاره پیسې ټولول، دا د ضرورت لپاره ټولول دي او کنز نه بلل کېږي. بلکې دا یو حلال کار دی او زکات یې هغه وخت ورکول کېږي چې نصاب ته ورسېږي او کال پرې تېر شي. مګر د کوم خیالي امر لپاره د مال ټولول کنز دی او جواز نه لري؛ مثلاً یو څوک په دې احتمال پیسې ټولوي چې که زلزله وشي او کور مې ونړېږي نو کور به پرې جوړوم، او یا پیسې یو پر بل پسې ټولوي او وایي چې دا د راتلونکو شلو کلونو لګښت دی!

۲- د خپل ځان او د هغو کسانو لپاره چې نفقه یې پر ده فرض ده، د یوه کال د نفقې ټولول جایز دي او کنز نه بلل کېږي؛ ځکه چې رسول الله ﷺ به د "امهات المؤمنین" (خپلو میرمنو) ته د یوه کال نفقه ورکوله. په صحیح مسلم کې له عمر رضي الله عنه څخه روایت دی: «د بني نضیرو مالونه له هغو غنیمتونو څخه وو چې الله تعالی خپل رسول ته ورکړي وو، چې مسلمانانو پر هغو باندې اسونه او اوښان نه وو ځغلولي، نو دا په ځانګړي ډول د رسول الله ﷺ لپاره وو؛ هغه به له دې څخه د خپلې کورنۍ د یوه کال نفقه ورکوله او څه به چې پاتې کېدل هغه به یې د الله په لاره کې د اسونو او وسلو په برابرولو کې مصرفول.» نووي د صحیح مسلم په شرحه کې وایي: (د هغه دا قول چې ویلي یې دي "خپلې کورنۍ ته یې د یوه کال نفقه ورکوله" یعنې د هغوی لپاره یې د یوه کال نفقه بېلوله، خو هغه به دا مال د کال له ختمېدو مخکې د خیر په کارونو کې مصرفاوه، نو کال به پرې نه پوره کېده...). له همدې امله، د یوه کال د نفقې لپاره د مال ټولول کنز نه دی او که کال پرې تېر شي، زکات یې باید ورکړل شي.

۳- که یوه کارکوونکې ښځه د خپل واده لپاره پیسې ټولوي، دا کنز نه دی... همدارنګه کله چې اولادونه ولري، نو ورته جایز ده چې د هغوی د مکتب فیسونو او نورو اړتیاوو لپاره پیسې ټولې کړي... دا ټول کنز نه دی، بلکې که نصاب ته ورسېږي او کال پرې تېر شي، زکات پرې لازمېږي.

۴- همدارنګه د سړي لپاره هم جایز ده چې د واده لپاره مال ټول کړي، دا کنز نه دی. او کله چې اولادونه ولري، د هغوی د مکتب فیسونو او نورو ضرورتونو لپاره مال ټولولی شي... دا ټول کنز نه دی، بلکې که نصاب ته ورسېږي او کال پرې تېر شي، زکات پرې شته.

۵- مګر د هغو احتمالي پېښو (کوارثو) لپاره چې احتمال یې ډېر لیرې وي د مال جمع کول، لکه که چېرې زلزله وشي کورونه به ونړېږي او جایدادونه به خراب شي... نو که دی غواړي د داسې غیر عادي پېښو لپاره د احتیاط په توګه مال ټول کړي، دا جواز نه لري.

۶- کوم حل چې زه د هغو کسانو لپاره وینم چې الله تعالی ورته ډېر مال ورکړی او د دوی او د دوی د کورنۍ له یوه کلن لګښت څخه زیات دی، او د مصرف کوم بل ضرورت هم نه لري، نو زما په نظر د مال خاوند باید دا مال په کومه حلاله صنعتي، تجارتي او یا کرنیزه پروژه کې پانګونه (انوسټ) کړي، یا صدقه ورکړي، یا د یتیمانو کفالت وکړي او یا یې د خیر په رښتینو لارو کې مصرف کړي. مال باید داسې پاتې نشي چې یو پر بل پسې جمع شي او هیڅ مصرف ترې ونشي؛ ځکه په هغه صورت کې پرې د کنز حکم پلي کېږي، یعنې "بې له کوم ضرورت څخه یې ساتل" چې دا حرام دي.)

هیله ده چې دا ځواب بسنه وکړي.

ستاسو ورور، عطا بن خلیل ابو الرشته

۱۴ جمادی الاول ۱۴۴۰هـ ۲۰۱۹/۰۱/۲۰م

د امیر (حفظه الله) له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: https://web.facebook.com/AmeerhtAtabinKhalil/photos/a.122855544578192/986160044914400/?type=3&theater

د امیر (حفظه الله) له ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: https://plus.google.com/u/0/b/100431756357007517653/100431756357007517653/posts/RbN483GQEsr

Share Article

Share this article with your network