(د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د فېسبوک پاڼې د لیدونکو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)
د پوښتنې ځواب د مطلعو یووالی او د روژې د میاشتې لیدل Nafeth Aljabari ته
پوښتنه:
ګران وروره: السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! ستاسو د ۲۰۱۸/۶/۲۴ نېټې لیک په اړه چې د سږ کال د روژې میاشتې د لیدلو په تړاو و، غواړم لاندې ټکو ته اشاره وکړم: دلته زموږ په فلسطین او کالیفورنیا کې د وخت توپیر لس ساعته دی، یعنې په کالیفورنیا کې چې کله میاشت لیدل کېږي، زموږ د سهار له سپېدو شاوخوا ۳ ساعته تېر وي، چې دا پدې معنی ده چې ټوله شپه پرته له دې چې میاشت ثابته شي تېره شوې ده. نو د چهارشنبې په ورځ زموږ روژه ماتول (روژه نه نیول) سم دي. زموږ سیمه او کالیفورنیا د شپې په هیڅ برخه کې چې د میاشتې د لیدلو وخت دی، شریک نه دي. کله چې د میاشتې له لیدو پرته شپه تېره شي، که څه هم میاشت پیدا شوې وي، موږ د هغو خلکو په حکم کې یو چې میاشت ترې پټه شوې وي، نو زموږ روژه نه نیول سم دي او له شرعي حکم سره موافق دي. خو د چهارشنبې د ورځې د قضا په نیت د شوال په میاشت کې د یوې ورځې روژه نیول، د شک د ورځې قضا کول دي چې په اصل کې د هغې روژه نیول روا نه دي.
مهمه یادونه: هغه سیمې چې د نړیوال تاریخي کرښې دواړو غاړو ته نږدې پرتې دي، د میاشتې د راختلو له پلوه یو ځای دي او د قمري میاشتې په پیل کې سره شریکې دي، که څه هم د وخت توپیر یې ۲۴ ساعته وي. نو د قمري میاشتې د پیل په ټاکلو کې اعتبار د نړیوال کالیز (تقویم) د ورځې نوم نه، بلکې د میاشتې لیدل دي. والله تعالی أعلم. والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته! ستاسو لیک مې ولوست، داسې ښکاري چې د روژې د میاشتې په موضوع کې درته ابهام پیدا شوی دی... وروره! په دې موضوع کې باید ځینې شیان په بشپړه توګه روښانه وي:
۱- رسول الله ﷺ فرمایي:
صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ
"د میاشتې په لیدلو سره روژه ونیسئ او د میاشتې په لیدلو سره روژه ماته کړئ." (بخاري او مسلم)
دا خطاب ټولو مسلمانانو ته عام دی، او معنی یې دا ده چې که میاشت په هر ځای کې ولیدل شي، نو په ټوله نړۍ کې پر مسلمانانو لازمه ده چې پر هغې عمل وکړي... د دې خبرې درک کول خورا مهم دي... بیا تکراروم چې درک کول یې مهم دي...
له همدې امله، هر هغه پوهه، استنباط یا تفسیر چې وایي مسلمانان مکلف نه دي چې په ګډه روژه ونیسي او په ګډه یې ماته کړي، یو مرجوح (کمزوری) فهم دی چې له غوره شوي (متبنی) نظر سره مخالفت لري. له همدې امله، هغه پایله چې تاسو په خپل لیک کې ورته رسېدلي یاست چې د کالیفورنیا پر خلکو د هغې ورځې روژه فرض وه او د فلسطین پر خلکو نه وه، د حدیث له هغه فهم سره په ټکر کې ده چې موږ پرې ولاړ یو، یعنې د روژې او اختر یووالی.
۲- ستاسو په لیک کې د فلسطین او کالیفورنیا ترمنځ د وخت د توپیر حساب دقیق نه دی. تاسو وایاست: (دلته زموږ په فلسطین او کالیفورنیا کې د وخت توپیر لس ساعته دی، یعنې په کالیفورنیا کې چې کله میاشت لیدل کېږي، زموږ د سهار له سپېدو شاوخوا ۳ ساعته تېر وي، چې دا پدې معنی ده چې ټوله شپه پرته له دې چې میاشت ثابته شي تېره شوې ده. نو د چهارشنبې په ورځ زموږ روژه ماتول سم دي. زموږ سیمه او کالیفورنیا د شپې په هیڅ برخه کې شریک نه دي...)
خو حساب داسې نه دی:
الف- هو، د فلسطین او د هغوی ترمنځ توپیر شاوخوا لس ساعته دی. فلسطین په ۳۵ شرقي طول البلد کې دی او کالیفورنیا په ۱۲۰ غربي طول البلد کې، یعنې د دوی ترمنځ توپیر (۳۵+۱۲۰=۱۵۵) درجې دی. هره درجه شاوخوا ۴ دقیقې وي، نو توپیر یې شاوخوا لس ساعته کیږي، خو دا مخکې دی نه وروسته. زموږ وخت له کالیفورنیا مخکې دی، نه وروسته. کله چې هلته لمر لوېږي او د پنجشنبې شپه پیلېږي، فرض کړئ د ماښام شپږ بجې (۱۸:۰۰) وي، نو زموږ د پنجشنبې شپه به نږدې پای ته رسېدلې وي، یعنې زموږ وخت به (۱۸+۱۰=۲۸) وي، چې د جمعې د ورځې د سهار شاوخوا ۴ بجې کیږي، یعنې د سهار له اذان څخه لږ مخکې... نه داسې لکه تاسو چې لس ساعته شاته حساب کړي او وایئ چې زموږ وخت به (۱۸-۱۰) یعنې د سهار اته بجې وي! ځکه په فلسطین کې د هرې ورځې د سهار اته بجې، په کالیفورنیا کې د هغې ورځې د شپې شاوخوا لس بجې وي. د ورځې شپه له ورځې مخکې وي... لمر په فلسطین کې د یوې ورځې لپاره، له هغه هېواد مخکې راخېژي... او په فلسطین کې تر هغوی مخکې لوېږي. کله چې لمر هلته مثلاً د سه شنبې د ماښام په ۶ بجو لوېږي چې د چهارشنبې شپه ده، نو زموږ سهار د چهارشنبې ۴ بجې وي. نو ډېر احتمال شته چې د شپې په یوه برخه کې شریک وي، که څه هم دا شراکت ډېر کم وي.
ب- له دې سره سره، که فرض کړو چې دوی د شپې په هیڅ برخه کې سره شریک نه دي، بیا هم د دوی روژه او اختر به یو وي. دلته یې سپړنه ده:
- فرض کړئ درې سیمې الف، ب او ج شتون لري. الف سیمه له ب سره د شپې په یوه برخه کې شریکه ده، نو له هغې سره یو ځای روژه نیسي او ماتوي... ب سیمه له ج سره د شپې په یوه برخه کې شریکه ده، نو له هغې سره یو ځای روژه نیسي او ماتوي... دا پدې معنی ده چې پر الف واجب ده چې له ج سره یو ځای روژه ونیسي او ماته یې کړي. که الف له ج سره د شپې په برخه کې شریکه وي او که نه وي، پر الف او ج واجب ده چې په ګډه روژه ونیسي او ماته یې کړي، ځکه چې الف له ب سره په شپه کې شریکه ده او ب له ج سره په شپه کې شریکه ده لکه څنګه چې مو مخکې وویل. دا حقیقت د نړۍ پر ټولو سیمو تطبیق کیږي، نو د حدیث تطبیق «صُومُوا لِرُؤْيَتِهِ وَأَفْطِرُوا لِرُؤْيَتِهِ» د نړۍ د ټولو سیمو لپاره عام دی.
۳- پر همدې اساس، که څه هم فلسطین له کالیفورنیا سره د شپې په یوه برخه کې شریک نه وي -که ستاسو په لیک کې راغلي معلومات سم وي- بیا هم د دوی ترمنځ یوه سیمه، مثلاً په افریقا کې، شته چې له کالیفورنیا سره د شپې په یوه برخه کې شریکه ده او له فلسطین سره هم د شپې په یوه برخه کې شریکه ده، نو هغه سیمه به له کالیفورنیا سره روژه نیسي او په عین وخت کې به یې له فلسطین سره هم نیسي... له همدې امله فلسطین او کالیفورنیا دواړه په ګډه روژه نیسي. په دې توګه د نړۍ ټولې سیمې په ګډه روژه نیسي او ماتوي، او بیا د رسول الله ﷺ حدیث تطبیق کیږي چې مسلمانان باید په ګډه روژه ونیسي او ماته یې کړي.
۴- خو که موږ ستاسو پر نظر عمل وکړو چې باید د کالیفورنیا او فلسطین ترمنځ د شپې شراکت وي ترڅو په ګډه روژه ونیسي، نو دا به د رسول الله ﷺ د حدیث د دلالت د معطل کولو معنی ولري، چې وایي روژه او اختر باید د ټولو مسلمانانو لپاره یو وي. طبعاً دا زموږ له هغه تګلارې سره مخالف دی چې موږ پرې ولاړ یو او د مسلمانانو د روژې او اختر د یووالي بلنه ورکوو. موږ په دې اړه د ۱۴۱۵هـ ق کال د شعبان پر ۲۵مه (۱۹۹۸/۱۲/۱۴م) یوه نشره (اعلامیه) هم خپره کړې ده.
۵- ستاسو دا خبره چې کله په فلسطین کې شپه پیلېږي او په کالیفورنیا کې لمر ولاړ وي، نو روژه به څنګه وي؟ دا کومه سخته خبره نه ده. موږ مثلاً د چهارشنبې له لمر لوېدو وروسته میاشت ګورو، نو د پنجشنبې روژه نیسو، په داسې حال کې چې په کالیفورنیا کې د چهارشنبې ورځ وي. کله چې هلته د چهارشنبې لمر ولوېږي، که میاشت وګوري او که نه، زموږ لیدل پر هغوی د پنجشنبې روژه فرضوي... خو که موږ د چهارشنبې په ماښام میاشت ونه لیده او هغوی د خپل ماښام له لمر لوېدو وروسته ولیده، خو خبر یې موږ ته د پنجشنبې په غرمه ورسېد، نو موږ هغه ورځ قضا کوو. دا د میاشتې په پیل او پای دواړو (یعنې د اختر په شپه) کې صدق کوي... دا کار د رسول الله ﷺ په وخت کې هم شوی دی، لکه څنګه چې احمد په خپل مسند کې له ابی عمیر بن انس څخه روایت کړی چې هغه ته یې د انصارو اکاګانو چې د رسول الله ﷺ اصحاب وو، کیسه کړې:
غُمَّ عَلَيْنَا هِلَالُ شَوَّالٍ فَأَصْبَحْنَا صِيَاماً فَجَاءَ رَكْبٌ مِنْ آخِرِ النَّهَارِ فَشَهِدُوا عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ ﷺ أَنَّهُمْ رَأَوْا الْهِلَالَ بِالْأَمْسِ فَأَمَرَ رَسُولِ اللَّهِ ﷺ (أَنْ يُفْطِرُوا مِنْ يَوْمِهِمْ وَأَنْ يَخْرُجُوا لِعِيدِهِمْ مِنْ الْغَدِ)
"د شوال میاشت راباندې پټه شوه، نو موږ پر هغه ورځ روژه وو، د ورځې په وروستیو کې یوه قافله راغله او رسول الله ﷺ ته یې شاهدي ورکړه چې دوی پرون میاشت لیدلې وه، نو رسول الله ﷺ حکم وکړ چې (خپله روژه ماته کړي او سبا اختر ته ووځي)."
رسول الله ﷺ ورته امر وکړ چې په هغې ورځ روژه ماته کړي چې دوی د رمضان ګڼلې وه، دا ځکه چې نورو کسانو له مدینې منورې بهر د شوال میاشت لیدلې وه. قافلې میاشت مدینې ته تر رسېدو مخکې لیدلې وه او د مدینې خلک ترې خبر نه وو نو روژه یې نیولې وه، خو کله چې خبر شول چې نورو مسلمانانو میاشت لیدلې، نو رسول الله ﷺ ورته د روژې ماتولو امر وکړ... نن سبا خو د ټولو هېوادونو رسنۍ کولی شي په څو ثانیو کې د میاشتې د لیدلو خبر ټولې نړۍ ته ورسوي، نو پر مسلمانانو لازمه ده چې د نړۍ په هر ځای کې د میاشتې د لیدلو په اورېدو سره روژه ونیسي یا یې ماته کړي... نو دا چاره ستونزمنه نه ده، بلکې د هغه چا لپاره اسانه ده چې الله ورته اسانه کړي، په ځانګړې توګه کله چې اوس اړیکې په یوه سترګو رپ کې نیول کیږي.
۶- د شک د ورځې په اړه؛ هغه داسې نه ده لکه تاسو چې یادونه کړې، بلکې هغه د شعبان ۳۰مه نېټه ده چې د نړۍ په هیڅ ګوټ کې د هیڅ مسلمان لخوا درته د میاشتې د لیدلو خبر نه وي رسېدلی، نو دا ورځ روژه نیول روا نه دي. خو که خبر در ورسېد چې چا میاشت لیدلې او تاسو په دې ګمان روژه نه وه نیولې چې دا د شک ورځ ده، نو که د ورځې په جریان کې خبر در ورسېد، بیا دا ورځ د شک ورځ نه ده بلکې قضا یې درباندې واجب ده.
خلاصه دا چې د رسول الله ﷺ حدیث (صوموا لرویته...) ټوله نړۍ رانغاړي، او له دې پرته بل هر نظر غلط یا مرجوح دی. والله أعلم وأحکم.
په پای کې، اې نافذ الخیره! ایا دا به غوره نه وه چې د پرېکړې پر ځای دې د یوې پوښتنې په توګه موضوع مطرح کړې وی؟ ایا داسې نه ده؟
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۲۲ شعبان ۱۴۴۰هـ ق مطابق د ۲۰۱۹/۰۴/۲۸م
د امیر (حفظه الله) له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: پر فېسبوک د امیر (حفظه الله) له ویبپاڼې څخه د ځواب لېنک: پر ویب