Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د مالونو (څارويو) زکات

September 29, 2018
3952

(د حزب التحرير د امير، جليل القدر عالم عطاء بن خليل ابو الرشته د هغو پوښتنو د ځوابونو لړۍ چې د هغه د فېسبوک پاڼې "فقهي" له لارې ترې پوښتل شوي دي)

د پوښتنې ځواب د مالونو (څارويو) زکات

علي السعيدي ته!

پوښتنه: زموږ جليل القدر امير، السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته، الله سبحانه وتعالی دې ستاسو ګامونه د خير په لور استواره کړي او ستاسو په لاسونو دې نصرت او تمکين راولي.

د خلافت په دولت کې د مالونو (الأموال في دولة الخلافة) کتاب په ۱۵۳ مخ کې د غواګانو د زکات په باب کې داسې راغلي: "زکات په هغو څرېدونکو (سائمه) غواګانو کې واجب دی چې د کال ډېره برخه په خپله څرېږي"، او همدارنګه د پسونو د زکات په اړه په ۱۵۵ مخ کې راغلي: "زکات په هغو څرېدونکو (سائمه) پسونو کې واجب دی چې د کال ډېره برخه څرېږي، په داسې حال کې چې د نصاب تر پوره کېدو وروسته پرې بشپړ کال تېر شوی وي."

پوښتنه دا ده: ایا په هغو پسونو او غواګانو کې زکات نشته چې څرېدونکي (سائمه) نه وي او د کال ډېره برخه ورته خوراک اخيستل کېږي؟ که زکات پرې وي، نو مقدار یې څومره دی؟

بله پوښتنه دا ده چې: ولې يوازې د مالونو (اوښانو، غواګانو او پسونو) زکات ياد شوی او د مرغانو او په ځانګړي ډول د چرګانو زکات نه دی ياد شوی چې اوسمهال په عصري فارمونو کې په زرګونو روزل کېږي، ایا دا د تجارت د مالونو (عروض التجارة) له ډلې څخه دي؟

ستاسو د لورينې او پراخې سينې څخه مننه، والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.

ځواب: وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

۱- هو، په هغو پسونو او غواګانو کې زکات نشته چې واښه ورته پېرودل کېږي (معلوفه وي)؛ ځکه چې (السَّوم) يا څرېدل داسې صفت دی چې علّيت ترې فهمېږي. د صفت مفهوم دا دی چې حکم د ذات له يو صفت سره وتړل شي، او دا په دې دلالت کوي چې کله هغه صفت نه وي، نو حکم هم نشته. د دې شرط دا دی چې صفت بايد "مفهم" وي، يعنې د علت افاده وکړي. که صفت مفهم نه وي، نو مفهوم (مفهوم مخالف) نه لري... زه بيا تکراروم چې د "مفهوم الصفة" شرط دا دی چې وصف بايد مفهم وي، لکه د رسول الله ﷺ دا قول:

«... فِي صَدَقَةِ الغَنَمِ فِي سَائِمَتِهَا...»

"د پسونو په زکات کې، په هغو پسونو کې چې څرېږي (سائمه وي) زکات شته..." (بخاري روايت کړی)

دلته "غنم" (پسونه) د ذات نوم دی او دوه صفتونه لري: څرېدل (سَّوم) او واښه ورکول (علف). کله چې د زکات وجوب د څرېدلو له صفت سره وتړل شو، نو دا په دې دلالت کوي چې په هغو پسونو کې زکات نشته چې واښه ورته اخيستل کېږي.

۲- مګر ستاسو د بلې پوښتنې په اړه چې ولې زکات په انعام (اوښانو، غواګانو او پسونو) کې دی او په نورو حيواناتو لکه مرغانو او چرګانو... او داسې نورو کې نشته؟ دا ځکه چې شرعي نصوص يوازې په همدې "انعام" کې راغلي دي، نو د نصوصو پيروي کېږي او په هماغه ځای درېږو چې نص راغلی وي... په دې دریو واړو کې لاندې نصوص راغلي دي:

  • ابوذر له نبي ﷺ څخه روايت کوي چې ويې فرمايل:

«مَا مِنْ صَاحِبِ إِبِلٍ، وَلَا بَقَرٍ، وَلَا غَنَمٍ، لَا يُؤَدِّي زَكَاتَهَا، إِلَّا جَاءَتْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، أَعْظَمَ مَا كَانَتْ، وَأَسْمَنَ، تَنْطَحُهُ بِقَرُونِهَا، وَتَطَؤُهُ بِأَخْفَافِهَا»

"د اوښانو، غواګانو او پسونو هر هغه مالوند چې د خپل مال زکات نه ادا کوي، دغه مالونه به د قيامت په ورځ په داسې حال کې راشي چې تر پخوا به ډېر لوي او چاغ وي، په خپلو ښکرونو به يې وهي او په خپلو پښو (سمونو) به يې تر پښو لاندې کوي." (متفق عليه)

  • ابو داود له ابوبکر رضي الله عنه څخه او هغه له نبي ﷺ څخه په يو اوږد حديث کې روايت کوي چې ويې فرمايل:

«... وَفِي سَائِمَةِ الْغَنَمِ إِذَا كَانَتْ أَرْبَعِينَ، فَفِيهَا شَاةٌ...»

"...او په څرېدونکو پسونو کې کله چې شمېر يې څلوېښتو ته ورسېږي، نو يو پسه (زکات) پکې دی..."

  • او له علي رضي الله عنه څخه روايت دی چې ويې فرمايل:

«لَيْسَ فِي الْبَقَرِ الْعَواملِ صَدَقَةٌ»

"په هغو غواګانو کې زکات نشته چې کار پرې کېږي." (ابو عبيد او بيهقي روايت کړی)

  • له عمرو بن دينار څخه روايت دی چې هغه ته رسېدلي چې رسول الله ﷺ فرمايلي:

«لَيْسَ فِي الثَّوْرِ الْمُثِيرَةِ صَدَقَةٌ»

"په هغه غويي کې زکات نشته چې ځمکه قلبه کوي." (ابو عبيد روايت کړی). همدارنګه له جابر بن عبدالله څخه روايت دی چې ويې فرمايل: «لَا صَدَقَةَ عَلَى مُثِيرَةٍ»، يعنې په هغه حيوان زکات نشته چې ځمکه اړوي (قلبه کوي).

  • حاکم په المستدرک کې له بهز بن حکيم، هغه له خپل پلار او هغه له خپل نيکه څخه روايت کړی چې ويې ويل: له رسول الله ﷺ څخه مې واورېدل چې فرمايل يې:

«فِي كُلِّ إِبِلٍ سَائِمَةٍ فِي كُلِّ أَرْبَعِينَ ابْنُ لَبُونٍ...»

"په هرو څلوېښتو څرېدونکو اوښانو کې، يو ابن لبون (دوه کلن اوښ) زکات دی..." حاکم ويلي چې دا حديث صحيح الاسناد دی. "سائمه: هغه څاروي دي چې په دښتو او ورشوګانو کې څرېږي او واښه ورته نه اخيستل کېږي."

۳- په همدې اساس، په دغو دريو ډولونو انعام کې زکات واجب دی، لکه څنګه چې پورته بيان شول، زکات په "سائمه" کې دی، يعنې هغه چې د کال ډېره برخه په خپله څرېږي. د بل هر ډول حيوان، مرغانو او يا سمندري ژويو د زکات په اړه کوم نص نه دی راغلی، نو ځکه د انعام په زکات پورې اړوند نصوصو باندې اکتفا کېږي. مګر که دغه حيوانات د تجارت لپاره وي، نو د تجارت د مالونو (عروض التجارة) د احکامو سره سم زکات پکې واجبېږي، لکه څنګه چې د "الاموال" په کتاب کې په خپل باب کې توضيح شوي دي.

۴- خلاصه دا چې د حيواناتو په عين (خپله ذات) کې زکات نشته مګر يوازې په انعام (پسونو، غواګانو او اوښانو) کې. مګر د تجارت د مالونو په برخه کې، هر حيوان چې د تجارت (پلورلو او پېرلو) لپاره وي، زکات پکې شته؛ ځکه چې د تجارت د هر ډول مالونو په زکات کې عمومي نصوص راغلي دي، که هغه غله وي، ټوکر وي او که حيوان... او داسې نور. د تجارت د مالونو په اړه ځينې نصوص دا دي:

  • له سمرة بن جندب څخه روايت دی چې ويې فرمايل:

«أَمَّا بَعْدُ، فَإِنَّ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنَ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ»

"اما بعد، رسول الله ﷺ به موږ ته امر کاوه چې له هغو شيانو څخه زکات وباسو چې د خرڅلاو لپاره مو تيار کړي وي." (ابو داود روايت کړی)

  • له ابوذر څخه روايت دی چې نبي ﷺ وفرمايل:

«وَفِي الْبَزِّ صَدَقَتُهُ»

"او په ټوکر (بز) کې زکات شته." (دارقطني او بيهقي روايت کړی). "البز" هغه کالي او ټوکران دي چې تجارت پرې کېږي.

  • ابو عبيد له ابي عمرة بن حماس څخه او هغه له خپل پلار څخه روايت کوي چې ويې ويل: "عمر بن الخطاب رضي الله عنه په ما تېر شو او راته ويې ويل: اې حماسه، د خپل مال زکات ادا کړه. ما وويل: زه خو د غشي له بکسونو (جعاب) او څرمنو (أدم) پرته بل مال نه لرم. هغه وفرمايل: قيمت يې وټاکه او بيا يې زکات ورکړه..."

هيله لرم چې دا ځواب بسنه وکړي، الله سبحانه وتعالی تر ټولو ښه پوه او حکيم دی.

ستاسو ورور، عطاء بن خليل ابو الرشته

۱۹ محرم الحرام ۱۴۳۹ هـ د ۲۰۱۸/۰۹/۲۹ م کال سره سمون خوري

د امير (حفظه الله) د فېسبوک پاڼې د ځواب لينک: فېسبوک

د امير (حفظه الله) د ګوګل پلس پاڼې د ځواب لينک: ګوګل پلس

Share Article

Share this article with your network