د جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر د امیر د پوښتنو او ځوابونو لړۍ
د هغه د فیسبوک پاڼې "فقهي" د مینه والو پوښتنو ته ځوابونه
ابو علي ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله،
زموږ جلیل شیخ، الله سبحانه و تعالی دې موږ ته ستاسو له علم څخه ګټه ورسوي او د حق دین د نصرت لپاره ستاسو هڅې دې ستاسو د نېکو اعمالو په تله کې واچوي.
زما پوښتنه دا ده: ایا موږ باید د زیتونو زکات له پخپله زیتونو څخه وباسو که له تېلو څخه یې؟
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته شکري البحري - تونس
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
ګرانه وروره، زموږ تبني (اختیار شوی نظر) دا دی چې له مېوو څخه په غنمو، اوربشو، خرما او مميزو پرته په نورو کې زکات نشته؛ دا موضوع مو په خپلو کتابونو او د پوښتنو په ځوابونو کې داسې بیان کړې ده:
۱- د خلافت په دولت کې د مالونو (الأموال) په کتاب کې، ۱۵۷-۱۵۸ مخونو کې راغلي دي:
[هغه کرنیز محصولات او مېوې چې زکات پکې واجب دی
زکات په غنمو، اوربشو، خرماوو او مميزو کې واجب دی، ځکه چې موسی بن طلحه له عمر (رض) څخه روایت کړی چې ویلي یې دي:
إِنَّمَا سَنَّ رَسُولُ اللهِ ﷺ الزَّكَاةَ فِي هَذِهِ الأَرْبَعَةِ: الْحِنْطَةِ، وَالشَّعِيرِ، وَالتَّمْرِ، وَالزَّبِيبِ
"رسول الله ﷺ زکات یوازې په همدې څلورو کې مقرر کړی دی: غنم، اوربشې، خرما او مميز." (طبراني روایت کړی).
همدارنګه له موسی بن طلحه څخه روایت دی چې ویلي یې دي: «رسول الله ﷺ معاذ بن جبل ته - کله یې چې یمن ته واستاوه - امر وکړ چې صدقه (زکات) له غنمو، اوربشو، خرما او انګورو څخه واخلي.» (ابو عبید روایت کړی).
دا احادیث په ډاګه کوي چې له محصولاتو او مېوو څخه زکات یوازې له همدې څلورو ډولونو (غنم، اوربشې، خرما او مميز) څخه اخیستل کېږي او له نورو ډولونو نه اخیستل کېږي؛ ځکه چې لومړی حدیث په «إنما» لفظ پیل شوی چې د حصر (یوازې کولو) مانا ورکوي. په دې څلورو ډولونو کې د زکات د وجوب حصر هغه حدیث هم تاییدوي چې حاکم، بیهقي او طبراني د ابو موسی او معاذ (رض) په اړه روایت کړی، کله چې نبي ﷺ دوی یمن ته د خلکو د دیني ښوونې لپاره ولېږل، نو ویې فرمایل:
لَا تَأْخُذَا الصَّدَقَةَ إِلاَّ مِنْ هَذِهِ الأَرْبَعَةِ: الشَّعِيرِ، وَالْحِنْطَةِ، وَالزَّبِيبِ، وَالتَّمْرِ
"صدقه (زکات) مه اخلئ مګر یوازې له همدې څلورو څخه: اوربشې، غنم، مميز او خرما."
بیهقي د دې حدیث په اړه ویلي: راویان یې ثقه دي او سند یې متصل دی. په دې حدیث کې په څرګنده توګه په کرنیزو محصولاتو او مېوو کې د زکات اخیستل په همدې څلورو ډولونو پورې محدود شوي دي؛ ځکه چې د «إلاّ» لفظ کله چې له نفي یا نهي وروسته راشي، نو د ماقبل حصر پر مابعد باندې افاده کوي، یعنې د صدقې اخیستل یې یوازې په هغو څلورو ډولونو پورې محدود کړل چې له هغه وروسته ذکر شوي، چې عبارت دي له: اوربشې، غنم، مميز او خرما.
او څرنګه چې د غنمو، اوربشو، خرما او مميزو الفاظ چې په احادیثو کې راغلي، جامد نومونه دي؛ نو د دغو کلمو مانا پر نورو شیانو نه صدق کوي، نه په منطوق، نه په مفهوم او نه په التزام سره؛ ځکه دا صفاتي یا معنوي نومونه نه دي، بلکې یوازې پر هغو عیني شیانو محدود دي چې نومول شوي دي. له همدې امله د دغو الفاظو څخه د قوت (خوراک)، وچوالي یا ذخیره کولو مانا نه اخیستل کېږي؛ ځکه الفاظ یې پر دغو ماناګانو او صفاتو دلالت نه کوي. دا احادیث چې د زکات وجوب یې په همدې څلورو ډولونو کې حصر کړی، د هغو عامو احادیثو لپاره «مخصص» (خاص کوونکي) دي چې فرمایي: «په هغه څه کې چې د اسمان په اوبو خړوب شوي لسمه برخه (عشر) ده، او په هغه څه کې چې د څاروي یا منجنیق په وسیله خړوب شوي نیمه لسمه ده.» په دې توګه د دغه عام حدیث مانا داسې کېږي: په غنمو، اوربشو، خرما او مميزو کې که د اسمان په اوبو خړوب شوي وي لسمه، او که د وسیلو په واسطه وي نیمه لسمه برخه زکات دی.
له همدې امله په نورو ډولونو کې زکات واجب نه دی. نو ځکه له جوارو، وریجو، لوبیا، نخودو، نسکو او نورو دانه لرونکو محصولاتو څخه زکات نه اخیستل کېږي. همدارنګه له مېوو لکه مڼې، ناک، شفتالو، امروت، انار، مالټې، کیلې او نورو څخه هم زکات نه اخیستل کېږي؛ ځکه پر دغو غلو او مېوو د غنمو، اوربشو، خرما او مميزو الفاظ نه صدق کوي او په اړه یې کوم داسې سم نص، اجماع یا قیاس هم نشته چې د اعتبار وړ وي. قیاس ځکه پکې نه کېږي چې زکات له عباداتو څخه دی او په عباداتو کې قیاس نشته، بلکې یوازې په نص پورې محدودیږي. همدارنګه له سبزیجاتو لکه بادرنګ، خټکي، کدو، بانجان، شلغم، ګازرې او نورو څخه هم زکات نه اخیستل کېږي، ځکه له عمر، علي، مجاهد او نورو څخه روایت دی چې په سبزیجاتو کې صدقه نشته؛ دا خبره ابو عبید، بیهقي او نورو روایت کړې ده.] پای.
۲- موږ دا موضوع د ۲۰۱۳/۱۱/۰۸م نیټې د پوښتنې په ځواب کې هم تایید کړې ده...
۳- بیا مو د ۲۰۰۵/۱/۱۲ نیټې په یوه پخواني ځواب کې د مذهبونو ترمنځ د زيتونو د زکات موضوع ته داسې اشاره کړې وه:
[............
د زيتونو د زکات په اړه اختلاف لري:
د احنافو، مالکیانو، په قدیم قول کې د شافعي او د احمد (رح) په یوه روایت کې د زيتونو زکات واجب دی. خو په نوي قول کې شافعیان او امام احمد په بل روایت کې وایي چې په زيتونو کې زکات نشته. (وګورئ: المغني، شرح المنهاج او الشرح الکبیر، د زکات باب). ...... او نور قولونه هم شته.
په دې توګه تاسو وینئ چې مذهبونه له دغو څلورو ډولونو پرته په نورو کې اختلاف لري. ما ستاسو لپاره د دوی اختلاف یوازې له دې امله ذکر کړ چې تاسو ویلي وو چې مذهبونه په ټولو محصولاتو او مېوو باندې متفق دي. که نه نو، اصل اعتبار دلیل ته دی، او موږ هغه صحیح دلایل بیان کړل چې پر دې موضوع تطبیق کېږي او هغه دا چې زکات یوازې په هغو څلورو ذکر شویو ډولونو کې دی.] پای.
دلته زه د کویټي فقهي موسوعې څخه په دې اړه یو څه راخلم:
[الموسوعة الفقهية الكويتية (۲۴/ ۳۴۸): هغو کسانو چې ویلي یې دي له زيتونو څخه زکات اخیستل کېږي؛ که هغه ډول زيتون وي چې تېل ترې ایستل کېږي، نو له ایستلو وروسته ترې لسمه برخه اخیستل کېږي، که څه هم تېل یې کم وي؛ ځکه همدا تېل ذخیره کېږي او دا د نورو مېوو د وچولو په څېر دي. او که د دانې په توګه ذخیره کېږي، نو د دانې په بڼه ترې لسمه اخیستل کېږي که وزن یې پنځه وسقه (نږدې ۶۵۳ کلوګرامه) ته ورسېږي. دا د مالکیانو او حنابلو مذهب دی. مالک (رح) ویلي: کله چې زيتون پنځه وسقه ته ورسېږي، له ایستلو وروسته یې له تېلو څخه لسمه اخیستل کېږي. ابو حنیفه (رح) په دې نظر دی چې په هر حالت کې ترې لسمه برخه د دانې په ډول ایستل کېږي.] پای.
که پوښتونکی زموږ له شبابو (حزبي ملګرو) څخه وي، نو هغه پر زموږ تبني (اختیار شوي نظر) عمل کوي، نو پر هغه د زيتونو زکات واجب نه دی او دا پوښتنه ورته نه پیدا کېږي چې (له زيتونو یې وباسي که له تېلو؟). خو که له شبابو څخه نه وي، نو هغه دې پر هغه نظر عمل وکړي چې اختیار کړی یې دی او په دې اړه دې هغه مذهب ته رجوع وکړي چې دی یې پیروي کوي، چې ایا زکات له زيتونو وباسي که له تېلو.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
۲۹ جمادى الأولى ۱۴۴۴هـ د ۲۰۲۲/۱۲/۲۳م سره سم
د امیر (حفظه الله) له فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فیسبوک