Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د سوداګرۍ د مالونو (عروض التجارة) د زکات په اړه د پوښتنې ځواب

March 20, 2023
1974

د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د فیسبوک پاڼې د لیدونکو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ «فقهي»

د پوښتنې ځواب

یاسر خضیر ته

پوښتنه:

یعنې د سوداګرۍ د مالونو (عروض التجارة) زکات د هغو سامانونو په قیمت کېږي چې د پلور لپاره وړاندې شوي وي، یعنې د زکات ورکوونکي لخوا پر پیرودونکو د پلور قیمت، نه هغه قیمت چې زکات ورکوونکي پرې اخیستي وي!

یعنې که ما د ۱۰ زرو په ارزښت ګرځنده ټلیفونونه اخیستي وي او په ۱۵ زرو یې پلورم، نو زکات باید له ۱۵ زرو څخه ورکړل شي.

ایا زما پوهه سمه ده؟!

ځواب:

په الأموال کتاب کې داسې راغلي: [د سوداګرۍ د مالونو (عروض التجارة) زکات

عروض التجارة له نغدو پيسو پرته هر هغه څه دي چې د ګټې په نیت د پلور او پېر (سوداګرۍ) لپاره اخیستل کېږي؛ لکه خوراکي توکي، جامې، فرشونه، صنعتي تولیدات، حیوانات، معدنیات، ځمکه، ودانۍ او نور هغه څه چې پلورل کېږي او پېرل کېږي.

په هغو مالونو کې چې د سوداګرۍ لپاره وي، زکات واجب دی او د صحابه کرامو ترمنځ په دې کې هیڅ اختلاف نشته. له سمرة بن جندب څخه روایت دی چې هغه وویل:

أَمَّا بَعْدُ، فَإِنَّ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنَ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ

«اما بعد، بېشکه رسول الله ﷺ موږ ته امر کاوه چې له هغه څه څخه زکات وباسو چې موږ یې د پلورلو لپاره چمتو کوو.» (ابو داود روایت کړی دی).

او له ابوذر څخه روایت دی چې نبي ﷺ وفرمایل:

وَفِي الْبَزِّ صَدَقَتُهُ

«او په رختونو (بز) کې زکات دی.» (دارقطني او بیهقي روایت کړی دی).

"البز" هغو جامو او ټوکرانو ته ویل کېږي چې سوداګري پرې کېږي. ابو عبید له ابي عمره بن حماس څخه او هغه له خپل پلار څخه روایت کوي چې ویې ویل: «عمر بن الخطاب پر ما تېر شو او ویې ویل: اې حماسه، د خپل مال زکات ادا کړه. ما ورته وویل: زه د غشي د بکسونو او څرمنو پرته بل مال نه لرم. هغه وویل: قیمت یې وټاکه، بیا یې زکات ادا کړه.»

او له عبدالرحمن بن عبدالقاري څخه روایت دی چې هغه وویل: «زه د عمر بن الخطاب په زمانه کې د بیت المال مسوول وم، کله به چې د عطایاوو (حقونو) د وېش وخت راغی، نو د سوداګرو مالونه به یې راټول کړل، بیا به یې حساب کړل، که هغه (مال) موجود و او که غایب، بیا به یې له موجود مال څخه د موجود او غایب دواړو زکات واخیست.» (ابو عبید روایت کړی دی). همدارنګه له ابن عمر څخه روایت دی چې ویې ویل: «هر غلام یا رخت (ټوکر) چې هدف ورڅخه سوداګري وي، نو زکات پکې شته.» په سوداګریو کې د زکات وجوب له عمر، د هغه له زوی (ابن عمر)، ابن عباس، اوو فقهاوو، حسن، جابر، طاووس، نخعي، ثوري، اوزاعي، شافعي، احمد، ابو عبید، اصحاب الرأي، ابو حنیفه او نورو څخه روایت شوی دی.

د سوداګرۍ په مالونو کې زکات هغه وخت واجبېږي چې قیمت یې د سرو زرو نصاب یا د سپینو زرو نصاب ته ورسېږي او کال پرې تېر شي.

نو که سوداګر خپله سوداګري له نصاب څخه په کم مال پیل کړي او د کال په پای کې مال نصاب ته ورسېږي، نو زکات پرې نشته؛ ځکه چې پر نصاب باندې کال نه دی تېر شوی. پر دغه نصاب باندې هغه وخت زکات واجبېږي چې یو پوره کال پرې تېر شي.

خو که سوداګر خپله سوداګري په داسې مال پیل کړي چې له نصاب څخه زیات وي، مثلاً خپله سوداګري په زر دینارو پیل کړي او د کال په پای کې یې سوداګري وده وکړي، ګټه وکړي او ارزښت یې درې زره دیناره شي، نو پر هغه واجب ده چې د درې زره دینارو زکات وباسي، نه د هغو زرو دینارو چې پیل یې پرې کړی و؛ ځکه چې ګټه (نماء) د اصل تابع ده، او د ګټې کال د اصل کال دی، لکه د وزو او پسونو بچي، چې له هغو سره یوځای حسابېږي او زکات یې ورکول کېږي، ځکه چې د هغو کال د مېندو کال دی. همدارنګه د مال ګټه، چې کال یې د هغه اصلي مال له کال سره حسابېږي چې ګټه یې ورڅخه کړې ده. کله چې کال پوره شي، سوداګر د خپلو سوداګریزو مالونو قیمت ټاکي، که هغه مالونه داسې وي چې په خپله په عین کې یې زکات واجب وي لکه اوښان، غواګانې او پسونه، او که داسې وي چې په عین کې یې زکات واجب نه وي لکه جامې، صنعتي تولیدات، ځمکه او ودانۍ؛ دا ټول په یو ځل د سرو زرو یا سپینو زرو له مخې قیمت ګذاري کوي، او که ارزښت یې د سرو زرو یا سپینو زرو نصاب ته ورسېد، نو څلورمه لسمه (۲.۵٪) برخه زکات یې وباسي او هغه زکات په مروجه نغدو پیسو ادا کوي. او که ورته اسانه وي، جایز ده چې د زکات جنس (خپله مال) ورکړي؛ لکه یو څوک چې د پسونو، غواګانو یا جامو سوداګري کوي او د زکات اندازه یې د یوه پسه، یوې غوا یا یوې جوړې جامې په قیمت وه، نو هغه اختیار لري چې قیمت یې ورکړي او که پخپله پسه، غوا یا جامه ورکړي؛ هر یو چې وغواړي ترسره کولی یې شي.

د سوداګرۍ هغه مالونه چې په عین کې یې هم زکات واجب وي، لکه اوښان، غواګانې او پسونه، د هغو زکات د سوداګرۍ د مالونو په څېر ورکول کېږي، نه د مالدارۍ (څارویو) د زکات په څېر، ځکه چې د هغو له ساتلو څخه هدف سوداګري ده نه د نسل زیاتول او ساتل...].

په همدې ترتیب، سوداګري په پیل کې قیمت ګذاري کېږي، که نصاب یا له هغه زیات و، دا د کال پیل ګڼل کېږي او د کال په پای کې یو ځل بیا قیمت ګذاري کېږي، بیا یې زکات د وجوب د وخت د ارزونې له مخې ورکول کېږي. لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، ګټه د سوداګرۍ د ارزښت د حسابولو پر مهال له اصل سره یوځای کېږي، که څه هم پر ګټې باندې کال نه وي تېر شوی، ځکه چې د ګټې کال د سرمايې (رأس المال) کال دی.

یعنې د سوداګرۍ ارزونه د نصاب په پیل کې کېږي او بیا د نصاب له پیل څخه د کال په پای کې، یعنې د زکات د وجوب پر مهال کېږي.

هیله ده همدا کفایت وکړي، الله سبحانه و تعالی خورا پوه او حکیم دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

۲۸ شعبان ۱۴۴۴هـ د ۲۰۲۳/۰۳/۲۰م کال سره سمون خوري

د امیر (حفظه الله) له فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک

Share Article

Share this article with your network