د پوښتنې ځواب معجزه او د کراماتو په اړه وینا
پوښتنه: معجزه یو داسې کار دی چې د عادت خلاف وي او یوازې د پیغمبرانو او رسولانو لپاره وي، خو ډېری وخت عالمان د "کرامت" کلیمه تکراروي او په بېلابېلو ډولونو یې تعریفوي، او هڅه کوي چې په ډېرو ایتونو او احادیثو استدلال پرې وکړي. پوښتنه دا ده چې ایا د کرامت په نوم کوم شی شته که نه؟ که ځواب هو وي، نو په دې مسئله کې پوره وضاحت غواړو، او که ځواب نه وي، نو د اصحاب کهف، اصحاب اخدود، د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د (یا ساریة الجبل) او همدارنګه په دجله سیند کې د سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه د کیسې او دې ته ورته نورو مثالونو ته څنګه ځواب ووایو؟
ځواب:
۱- الله سبحانه وتعالی کائینات، انسان او ژوند په داسې قوانینو او ځانګړتیاوو (خصایصو) سره پیدا کړي چې انسان نه شي کولای هغه بدل کړي او یا یې مات کړي:
لَا الشَّمْسُ يَنْبَغِي لَهَا أَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ
"نه لمر ته ښایي چې سپوږمۍ ته ورسیږي او نه شپه پر ورځ مخکې کېدای شي، او هر یو په یو مدار کې ګرځي." (سُوۡرَةُ یس: ۴۰)
وَفِي الْأَرْضِ آَيَاتٌ لِلْمُوقِنِينَ * وَفِي أَنْفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ
"او په ځمکه کې د یقین کوونکو لپاره نښې دي، او ستاسو په خپلو ځانونو کې هم؛ نو ایا تاسو نه ګورئ؟" (سُوۡرَةُ الذاریات: ۲۰-۲۱)
هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاءً وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ مَا خَلَقَ اللَّهُ ذَلِكَ إِلَّا بِالْحَقِّ يُفَصِّلُ الْآَيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ * إِنَّ فِي اخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ اللَّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَآَيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَّقُونَ
"هغه ذات دی چې لمر یې ځلېدونکی او سپوږمۍ یې روښانه کړه او د هغې لپاره یې منزلونه وټاکل ترڅو تاسو د کلونو شمېر او حساب وپېژنئ؛ الله دا هر څه بې له حقه نه دي پیدا کړي، هغه د پوهو خلکو لپاره خپلې نښې په تفصیل سره بیانوي. بې له شکه د شپې او ورځې په بدلېدو کې او په هغه څه کې چې الله په اسمانونو او ځمکه کې پیدا کړي دي، د پرهیزګاره خلکو لپاره نښې دي." (سُوۡرَةُ یونس: ۵-۶)
إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِبِ
"بې شکه موږ نږدې اسمان د ستورو په زینت ښکلی کړی دی." (سُوۡرَةُ الصافات: ۶)
وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِي السَّمَاءِ بُرُوجًا وَزَيَّنَّاهَا لِلنَّاظِرِينَ
"او په یقین سره موږ په اسمان کې برجونه وګرځول او هغه مو د نندارچیانو لپاره ښکلی کړ." (سُوۡرَةُ الحجر: ۱۶) او نور ایتونه.
۲- الله سبحانه وتعالی مخلوقات د هغو فطري امکاناتو سره سم ژوند کولو ته برابر کړي چې په هغوی کې یې ایښي دي؛ نو انسان نه شي کولای په خپل بدن سره په هوا کې د مرغۍ په څېر والوزي او نه په اوبو کې د سمندري مخلوقاتو په څېر لامبو ووهي. هغه په وچه کې په خپلو پښو ژوند کوي، نو نه شي کولای دا قانون مات کړي او په اوبو کې په پښو روان شي یا په هوا کې والوزي...
وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُمْ مَا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِنْ شَيْءٍ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ
"او په ځمکه کې هیڅ داسې ګرځېدونکی نشته او نه داسې مرغۍ شته چې په خپلو دوو وزرونو الوزي مګر دا چې (هغوی هم) ستاسو په څېر امتونه دي؛ موږ په کتاب (لوح محفوظ) کې هیڅ شی نه دی پرېښی، بیا به ټول د خپل رب لوري ته راټول کړای شي." (سُوۡرَةُ الانعام: ۳۸)
وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِنْ مَاءٍ فَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى بَطْنِهِ وَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى رِجْلَيْنِ وَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى أَرْبَعٍ يَخْلُقُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
"او الله هر ژوندی موجود له اوبو څخه پیدا کړ، نو ځینې یې پر خپلو خېټو څکېږي، ځینې پر دوو پښو ځي او ځینې پر څلورو پښو ځي؛ الله چې هر څه وغواړي پیدا کوي یې، بې شکه الله پر هر څه قادر دی." (سُوۡرَةُ النور: ۴۵)
۳- همدارنګه الله سبحانه وتعالی په شیانو کې داسې ځانګړتیاوې ایښي دي چې له هغو نه شي وتلی؛ مثلاً اور سوځوي، نو هیڅوک نه شي کولای د سوځولو هغه ځانګړتیا له منځه یوسي چې الله پکې پیدا کړې ده، تر هغه چې هغه اور وي؛ مګر دا چې الله سبحانه وتعالی یې پخپله له منځه یوسي، لکه څنګه چې یې ابراهیم علیه السلام له اور څخه وژغوره او د سوځولو ځانګړتیا یې ترې لرې کړه. الله تعالی فرمايي:
قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَى إِبْرَاهِيمَ
"موږ وویل: اې اوره! پر ابراهیم سړه او د سلامتۍ (ذریعه) شه." (سُوۡرَةُ الانبیاء: ۶۹) او همداسې په نورو موادو کې هم ځانګړتیاوې دي.
۴- بیا دا چې الله سبحانه وتعالی دا کائینات زموږ لپاره مسخر کړي دي ترڅو د هغو د فطري او قانوني غوښتنو سره سم پکې ژوند وکړو. د دې قوانینو هر ډول تعطیل (ځنډول) د دې تسخیر سره په ټکر کې دی. یوازې الله سبحانه وتعالی په دې کار قادر دی؛ که الله سبحانه وتعالی موږ ته د دې قوانینو د ماتېدو په اړه خبر راکړ، موږ ایمان پرې راوړو، او که یې خبر نه وو راکړی، نو دا بیا زموږ لپاره د کائیناتو د تسخیر په چوکاټ کې راځي.
وَهُوَ الَّذِي سَخَّرَ الْبَحْرَ لِتَأْكُلُوا مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُوا مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
"او هغه ذات دی چې سمندر یې مسخر کړ ترڅو تاسو له هغه څخه تازه غوښه وخورئ او له هغه څخه زیورات وباسئ چې تاسو یې اغوندئ، او کښتۍ ګورې چې په هغه کې اوبه څیري کوي ترڅو تاسو د هغه فضل ولټوئ او ښايي چې مننه وکړئ." (سُوۡرَةُ النحل: ۱۴)
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ وَالْفُلْكَ تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَيُمْسِكُ السَّمَاءَ أَنْ تَقَعَ عَلَى الْأَرْضِ إِلَّا بِإِذْنِهِ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ
"ایا تا نه دي لیدلي چې الله ستاسو لپاره هغه څه مسخر کړي چې په ځمکه کې دي او کښتۍ د هغه په امر په سمندر کې چلېږي؟ او هغه اسمان له دې څخه ساتي چې پر ځمکه راولویږي مګر د هغه په اجازه؛ بې شکه الله پر خلکو ډېر مهربان او رحیم دی." (سُوۡرَةُ الحج: ۶۵)
أَلَمْ تَرَوْا أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَسْبَغَ عَلَيْكُمْ نِعَمَهُ ظَاهِرَةً وَبَاطِنَةً وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُنِيرٍ
"ایا تاسو نه دي لیدلي چې الله ستاسو لپاره هغه څه مسخر کړي چې په اسمانونو او ځمکه کې دي او پر تاسو یې خپل ظاهري او باطني نعمتونه پوره کړي دي؟ او ځینې خلک د الله په اړه بې له کوم علم، هدایت او روښانه کتاب څخه مجادله کوي." (سُوۡرَةُ لقمان: ۲۰)
وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ
"او لمر، سپوږمۍ او ستوري یې په خپل امر مسخر کړي دي؛ خبر اوسئ چې پیدا کول او امر کول یوازې د هغه کار دی، ډېر بختور دی الله چې د عالمیانو رب دی." (سُوۡرَةُ الاعراف: ۵۴)
وَسَخَّرَ لَكُمُ الْفُلْكَ لِتَأْكُلُوا مِنْهُ لَحْمًا طَرِيًّا وَتَسْتَخْرِجُوا مِنْهُ حِلْيَةً تَلْبَسُونَهَا وَتَرَى الْفُلْكَ مَوَاخِرَ فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ * وَسَخَّرَ لَكُمُ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ دَائِبَيْنِ وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ
"او ستاسو لپاره یې کښتۍ مسخرې کړې چې د هغه په امر په سمندر کې وچلېږي او ستاسو لپاره یې سیندونه مسخر کړل. او ستاسو لپاره یې لمر او سپوږمۍ مسخر کړل چې تل روان دي او ستاسو لپاره یې شپه او ورځ مسخر کړل." (سُوۡرَةُ ابراهیم: ۳۲-۳۳)
۵- الله سبحانه وتعالی رسولان رالیږلي او هغوی یې په معجزو سره تائید کړي دي ترڅو د هغوی د رسالت ریښتینولي ثابته کړي، یعنې د عادت خلاف چارې (خوارق للعادات). الله سبحانه وتعالی ځینې قوانین معطل کوي او هغه د خپلو رسولانو په لاس ترسره کوي، ترڅو انسانان وننګوي او هغوی ایمان راوړي چې د چا په لاس کې چې دا ډول خارق العاده کارونه ترسره کېږي، هغه د الله رالیږل شوی نبي دی.
نو الله سبحانه وتعالی یوه وچه لکړه په حقیقت کې په ژوندي ښامار بدله کړه، یعنې دا د جادو په څېر د خلکو په سترګو کې نه وه، ځکه جادوګرانو چې کله لکړه ولیده چې واقعاً ژوندۍ شوه، هغوی لومړني کسان وو چې ایمان یې راوړ چې موسی علیه السلام د رب العالمین له لوري رالیږل شوی نبي دی؛ ځکه هغوی پوه شول چې د عادت دا ډول ماتول د بشر کار نه دی. همداسې د عادت ماتول هغه وخت وو چې موسی علیه السلام او قوم یې پر اوبو روان شول او سمندر یې پرې کړ... او همداسې د عیسی علیه السلام لخوا د مړو ژوندي کول، او همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا په داسې عربي کلام خبرې کول چې عرب یې له راوړلو عاجز وو... د رسولانو او پیغمبرانو په لاس معجزې یو ثابت امر دی او دلیلونه یې څرګند دي.
۶- مګر هغه څه چې خلک یې د پیغمبرانو او رسولانو څخه پرته د نورو کسانو لپاره "کرامات" بولي، هغه د الله سبحانه وتعالی له لوري د هغه د کوم بنده لپاره په یو کار کې په داسې بڼه توفیق دی چې پام ځان ته اړوي. دا کېدای شي خارق العاده وي یعنې د کائیناتو د قوانینو خلاف وي، او کېدای شي خارق العاده نه وي بلکې انسان ته د هغه توفیق د قوت له امله داسې ښکاره شي.
که دا کار خارق العاده وي، نو الله سبحانه وتعالی موږ ته د هغه په اړه خبر راکوي، ځکه نصوص په عمومي ډول د انسان لپاره د کائیناتو پر تسخیر دي، یعنې د کائیناتو د قوانینو په چوکاټ کې دي. نو په یو خاص حالت کې د دې تسخیر لغوه کول، یعنې په یو خاص حالت کې د کائیناتو د قوانینو ماتول، یو خاص نص (دلیل) ته اړتیا لري.
نو که چیرې نص راغلی وي چې دا توفیق چې الله سبحانه وتعالی دغه بنده ته ورکړی دی یو خارق العاده امر دی، موږ ایمان پرې راوړو. او که د عادت د ماتېدو په اړه نص نه وي، نو دا به یوازې د الله سبحانه وتعالی له لوري یو توفیق وي چې د الله سبحانه وتعالی لخوا د پیدا شویو قوانینو په چوکاټ کې ترسره شوی وي.
له همدې امله هغه رزق چې مریم علیها السلام ته په نا وخته ډول او پرته له دې چې څوک یې ورته راوړي، رسیدو، یعنې هغه یو خارق العاده رزق و، موږ ایمان پرې راوړو ځکه الله سبحانه وتعالی موږ ته د هغه په اړه خبر راکړی دی.
كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا الْمِحْرَابَ وَجَدَ عِنْدَهَا رِزْقًا قَالَ يَا مَرْيَمُ أَنَّى لَكِ هَذَا قَالَتْ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ
"هرکله به چې زکریا هغې ته محراب ته ورغی، نو له هغې سره به یې خواړه موندل؛ ده به ویل: اې مریمې! دا تاته له کومه شوي؟ هغې به ویل: دا د الله له لوري دي، بې شکه الله هر چاته چې وغواړي بې حسابه رزق ورکوي." (سُوۡرَةُ آل عمران: ۳۷)
او همداسې هغه څه چې په قرآن او سنتو کې د خارق العاده پېښو په اړه راغلي دي چې د پیغمبرانو او رسولانو نه پرته د نورو لپاره شوي دي، موږ په هغو لکه څنګه چې دي ایمان راوړو؛ یعنې که په قطعي الثبوت او قطعي الدلاله نص سره راغلي وي نو په جزمي ډول یې تصدیق کوو، او که قطعي الثبوت او قطعي الدلاله نه وي نو بې له جزم څخه یې تصدیق کوو.
دا ستاسو د هغو خارق العاده پېښو ځواب دی چې په نصوصو کې یادې شوې دي لکه د اصحاب کهف، اصحاب اخدود، مریم علیها السلام... دا په قرآن کریم کې راغلي دي نو موږ ایمان پرې راوړو.
مګر د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته روایت شوي نصوص بند شوي دي، مګر د صحابه وو اجماع چې هغه د کوم داسې دلیل ښکارندویي کوي چې هغوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلی وي خو روایت کړی یې نه وي، او یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه احادیث چې په خپل ژوند کې یې د ځینو صحابه وو صفت کړی وي او په نومونو یې یاد کړي وي چې د هغوی په لاسونو به داسې خبرې او کارونه د توفیق له مخې ترسره کېږي چې تر خارق العاده کچې رسیږي. نو که داسې نصوص وي چې معین اشخاص بیانوي چې د هغوی په لاسونو به په معینو حالاتو کې ځینې ویناوې یا کارونه ترسره کېږي، موږ هغه په خپله بڼه تصدیق کوو یعنې د هغو د ثبوت سره سم یې په جزمي یا غیر جزمي ډول منو.
خو له دې پرته نور هغه افعال او اقوال چې ځینې مسلمانان یې ترسره کوي او په کتاب او سنت کې یې پر اشخاصو کوم نص نشته، دا ټول افعال او اقوال خارق العاده نه دي، بلکې د کائیناتو د قوانینو په چوکاټ کې دي، او دا د الله سبحانه وتعالی له لوري خپلو پرهیزګاره بندګانو ته په خپلو چارو کې د بریالیتوب او د دښمنانو له شر څخه د ژغورل کېدو او داسې نورو برخو کې یو ډول توفیق دی.
۷- مګر د هغه څه په اړه چې د عمر رضي الله عنه پر ژبه د (یا ساریة الجبل) په اړه جاري شوي، او دا چې الله سبحانه وتعالی هغه غږ هغو سرتېرو ته ورساوه او هغوی پر دښمن بریالي شول؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمر رضي الله عنه په اړه په هغه حدیث کې چې ابو داود د ابوذر رضي الله عنه له لارې روایت کړی، فرمایلي دي: «سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ إِنَّ اللَّهَ وَضَعَ الْحَقَّ عَلَى لِسَانِ عُمَرَ يَقُولُ بِهِ». (ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چې فرمایل یې: الله تعالی حق د عمر پر ژبه ایښی دی چې په هغه سره خبرې کوي). او هغه څه چې ترمذي د ابن عمر له لارې روایت کړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِنَّ اللَّهَ جَعَلَ الْحَقَّ عَلَى لِسَانِ عُمَرَ وَقَلْبِهِ» (بې شکه الله تعالی حق د عمر پر ژبه او زړه کې ایښی دی).
او هغه څه چې احمد د ابن عمر له لارې روایت کړي چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إِنَّ اللَّهَ تَعَالَى جَعَلَ الْحَقَّ عَلَى لِسَانِ عُمَرَ وَقَلْبِهِ»
له همدې امله موږ دا احادیث اخلو، او هغه څه چې عمر رضي الله عنه ویلي (یا ساریة الجبل) د روایت د ثبوت پر بنسټ یې په خپله بڼه په جزمي یا غیر جزمي ډول تصدیق کوو، او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پورته ذکر شویو احادیثو پر بنسټ دی.
۸- او هغه څه چې د سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه په اړه له سیند څخه د تیریدو په هکله راغلي، هغه هم د روایت د ثبوت سره سم په خپله بڼه په جزمي یا غیر جزمي ډول تصدیق کوو؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله د سعد صفت کړی دی. هغه صلوات الله وسلامه علیه په هغه حدیث کې چې احمد په خپل مسند کې د عبدالله بن عمرو له لارې روایت کړی، فرمایلي: «أنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ أَوَّلُ مَنْ يَدْخُلُ مِنْ هَذَا الْبَابِ رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ فَدَخَلَ سَعْدُ بْنُ أَبِي وَقَّاصٍ». (نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لومړی کس چې له دې دروازې راننوځي هغه د جنت له خلکو څخه دی، نو سعد بن ابي وقاص راننوت).
او په هغه روایت کې چې ابن حبان د ابن عمر له لارې روایت کړی، وايي: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، هغه وفرمایل: «يدخل عليكم من ذا الباب رجل من أهل الجنة»، (اوس به له دې دروازې ستاسو پر وړاندې یو جنتی سړی راننوځي)، وايي: نو سعد بن ابي وقاص راښکاره شو.
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم الله سبحانه وتعالی ته دعا کړې وه چې د سعد دعا قبوله کړي، لکه څنګه چې دا په مستدرک حاکم، دلائل النبوة بیهقي او ابن حبان کې د قیس بن ابي حازم له لارې راغلي چې وايي: ما له سعد څخه واوریدل چې ویل یې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته وویل: «اللهم استجب له إذا دعاك» (اې الله! د ده دعا قبوله کړه کله چې تاته دعا کوي). حاکم په خپل مستدرک کې د دې حدیث په اړه ویلي: "دا حدیث صحیح الاسناد دی".
او د مداین د فتحې پر مهال له سیند څخه د تیریدو په روایت کې، سعد سرتېري راټول کړل او ویې ویل: "ما دا پریکړه کړې چې مخکې له دې چې دنیا تاسو درېبلي، له دښمن سره جهاد وکړئ، خبر اوسئ چې ما هوډ کړی چې د دغه سمندر له لارې هغوی ته ورشم". بیا یې الله سبحانه وتعالی ته دعا وکړه او سرتېرو ته یې وویل: "ووایئ چې له الله څخه مرسته غواړو او پر هغه توکل کوو، الله موږ ته بس دی او هغه غوره کارساز دی. په الله قسم چې الله به د خپل ولي نصرت کوي، خپل دین به برلاسی کوي او خپل دښمن ته به ماتې ورکوي، نشته هیڅ ځواک او قوت مګر د لوی او عالي مرتبه الله په مرسته." بیا هغه تیر شو او خلک هم ورپسې په تیریدو شول او اسونو یې لامبو وهله...
که څه هم په ځینو روایتونو کې راغلي چې په سیند کې داسې ځایونه وو چې د اس تر خېټې پورې اوبه وې کله به چې اوبه زیاتې نه وې، مګر کله به چې اوبه زیاتې وې نو سطح به یې ډیره پورته وه، په ځانګړې توګه کله چې سعد سیند ته ورننوت... کېدای شي هغوی له ځانګړو ځایونو تیر شوي وي، خو بیا هم د مداین د فتحې له روایت څخه دا پوهیدل کېږي چې سعد او لښکر له سیند څخه په داسې حال کې تیر شول چې اوبه یې ډیرې وې.
په ځینو روایتونو کې دا هم راغلي چې یو کس د تیریدو پر مهال غرق شوی و، ابن الکلبي ذکر کړي چې سلیل بن زید د عراق پهفتوحاتو کې حاضر و او هغه ورځ غرق شو چې مسلمانان په دجله کې مداین ته تیریدل، او له ده پرته بل څوک غرق نه شو. طبری په خپل تاریخ کې ذکر کړي چې مسلمانان کله له دجلې څخه تیر شول ټول روغ رمټ وو مګر یو سړی د بارق له قبیلې څخه چې غرقدة نومیده د خپل اس له شا څخه وغورځید، نو قعقاع بن عمرو ورته د خپل اس واګې وغورځولې او لاس یې ورته کړ ترڅو هغه یې پورې کړ.
یعنې داسې کسان وو چې غرق شول او داسې هم وو چې له اس څخه وغورځیدل او بیا قعقاع د هغه لاس ونیو...
خو په ټولو حالاتو کې، که دا کار خارق العاده وي او که مهارت وي، دا چې سعد مستجاب الدعوة و او ده د نصرت او د دښمن د ماتې دعا کړې وه... او دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم سعد د جنت له خلکو څخه یاد کړی و او ورته یې د دعا د قبلیدو غوښتنه کړې وه، نو موږ دا احادیث اخلو او روایت په خپله بڼه د هغه د ثبوت سره سم په جزمي یا غیر جزمي ډول تصدیق کوو.
خلاصه:
- کائینات د خپلو قوانینو او ځانګړتیاوو سره سم د انسان لپاره مسخر شوي دي.
- د دې قوانینو او ځانګړتیاوو له منځه وړل د هغو عامو نصوصو تخصیص دی چې د کائیناتو تسخیر د انسان لپاره بیانوي.
- له همدې امله د هر ډول عادت ماتولو (خارق العاده چارو) تصدیق نص ته اړتیا لري.
- که چیرې نص شتون ونلري، نو چارې د هغه فطرت سره سم روانې دي چې الله مخلوقات پرې پیدا کړي دي.
- او که چیرې نص شتون ولري، موږ پر هغه په خپله بڼه ایمان راوړو، لکه د پیغمبرانو معجزې او د غیر پیغمبرانو لپاره کرامات چې په نصوصو کې راغلي دي.
- له دې پرته، یعنې هغه څه چې نص پکې نشته، هر هغه ستر او د پام وړ کارونه یا خبرې چې یو مسلمان یې ترسره کوي، که هر څومره پرهیزګار هم وي، هغه خارق العاده نه دي او نه هم د کائیناتو قوانین ماتوي، بلکې دا د الله سبحانه وتعالی له لوري خپلو بندګانو ته په چارو کې بریا یا د دښمن له شر څخه ساتنه او توفیق دی.
۲۰ د جمادی الآخر ۱۴۳۰ هـ ۱۳/۶/۲۰۰۹ م