** (د حزب التحریر د امیر عالم عطا بن خلیل ابو الرشته له لوري د هغه د فېسبوک پاڼې مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)**
احمد اویس ته
پوښتنه:
السلام علیکم، محترم شیخ.
که ستاسو په وخت کې لږ فرصت وي، زما د پوښتنو ځواب هیله کوم، الله دې تاسو ته برکت درکړي:
لومړۍ پوښتنه: د "نظام اجتماعي" (ټولنیز نظام) له کتاب څخه:
۱- په کتاب کې په ۵۱ مخ کې د وروستۍ کرښې څخه مخکې راغلي: "او د دواړو پښو پټولو ته اړتیا نشته ځکه چې هغې پټې دي"، ایا دا جمله پدې معنی ده چې په عامه ژوند کې د عورت (دواړو پښو) پټول فرض نه دي؟
۲- په همدې کتاب کې په ۵۱ مخ کې په اتمه کرښه کې راغلي: "ځکه هغه پراخه جامه چې تر پښو پورې لاندې را ځوړنده وي، فرض ده"، ایا دلته د "تر" (حتی) کلمه دې ته اشاره نه کوي چې پښې په دغه جامه (جلباب) کې نه شاملېږي؟ دا د ژبني تدقیق له مخې ده، که نه نو په تېره فقره کې د پټولو پر وجوب ټینګار شوی، خو ایا د "پښو تر لاندې برخې پورې" ویل به ډېر دقیق نه وي؟
دویمه پوښتنه: په Facebook کې ځینې خبرونه خپاره شوي چې د برونای سلطان د شریعت پلي کولو نیت څرګند کړی او د دې هدف لپاره په اساسي قانون کې بدلونونه راولي... د دې موضوع واقعیت څه دی؟ زموږ امیره، برکت درته غواړم.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
لومړی: د پښو په اړه پوښتنه:
۱- ستاسو د پوښتنې لومړۍ جمله: "او د دواړو پښو پټولو ته اړتیا نشته ځکه چې هغې پټې دي" هو، دا پدې معنی ده چې د یوې ښځې لپاره د عامه ژوند د جامو لاندې د پښو پټولو لپاره د بل څه اغوستلو اړتیا نشته په هغه صورت کې چې دا جامې (جلباب) پر ځمکه باندې یو بالښت (شبر) یا یو لاس (ذراع) کښل کېږي او تر هغه زیات نه وي، لکه څنګه چې په هغې پوره فقره کې راغلي چې تاسو ترې دا جمله اخیستې ده.
۲- ستاسو د پوښتنې دویمه جمله: "ځکه هغه پراخه جامه چې تر پښو پورې لاندې را ځوړنده وي، فرض ده" پدې معنی ده چې که پښې په جرابو یا ورته نورو شیانو پټې وي، نو د عامه ژوند جامې (جلباب) لپاره کفایت کوي چې تر پښو پورې ورسېږي پرته له دې چې تر پښو لاندې پر ځمکه کښل شي، ځکه په دې حالت کې په ایت کې ذکر شوی "ارخاء" (ځوړندول) پوره کېږي، او دا په هغې پوره فقره کې چې تاسو ترې جمله اخیستې، په واضح ډول بیان شوي.
۳- د دې لپاره چې انځور درته روښانه شي، د پخوانۍ پوښتنی ځواب درته بیا ذکر کوم:
(الف- پخوا ښځو په ځانګړي ډول په بیدیا (صحرا) کې په پښو پلې (لڅې پښې) تګ کاوه یا یې داسې څپلۍ په پښو کولې چې پښې یې په بشپړ ډول نه پټولې، نو د ښځې پښې به لڅې وې مګر دا چې خپله جامه به یې پر ځمکه کښله ترڅو یې د تګ پر مهال پښې ښکاره نشي. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د تکبر له مخې د جامې له کښلو څخه منع وکړه، ام سلمې رضی الله عنها ولیدل چې که د ښځې جامه پر ځمکه کښل نشي، نو د تګ او د پښو د حرکت پر مهال به یې پښې ښکاره شي، ځکه پښې پټې نه وې... نو هغې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: "نو ښځې به د خپلو جامو له لکۍ (ذیل) سره څه کوي؟" ځکه د ښځو جلباب یا چادر به پر ځمکه کښل کېده ترڅو یې پښې ښکاره نشي... رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته اجازه ورکړه چې تر پښو لاندې یو بالښت (شبر) او بیا یو لاس (ذراع) جامه زیاته ځوړنده کړي، ترڅو که لڅې پښې هم وي، د جامې د ځوړندوالي له امله پښې ښکاره نشي... نو موضوع دا وه: (د پښو پټولو لپاره د جامې کښل...) یعنې پوښتنه د پښو د پټولو لپاره وه. په بل عبارت، تر پښو لاندې پر ځمکه د جلباب کښل د پښو پټولو لپاره و، نو د ځوړندولو ترڅنګ پر ځمکه د جامې د کښلو علت د پښو پټول و. حکم له خپل علت سره ګرځي؛ که پښې مستورې او پټې وي، نو پر ځمکه د جامې کښلو ته اړتیا نشته، بلکې یوازې د "ادناء" (ځوړندولو) د هغه معنی پوره کول کفایت کوي چې په ایت کې راغلې ده:
يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ
"هغوی (مؤمنې ښځې) باید پر ځان باندې خپل جلبابونه (لوی چادرونه) راځوړند کړي." (سورت الاحزاب: ۵۹)
یعنې دا چې جامه تر هغو پښو پورې راځوړنده شي چې پټې دي.
ب- مګر دا چې ام سلمې رضی الله عنها دا یو شبر یا ذراع له کومه ځایه قیاس کړه، نو مسئله "پر ځمکه د جامې کښل" وه، دا هغه څه و چې ام سلمې یې په اړه پوښتنه وکړه. هغې داسې انګېرله چې که جامه پر ځمکه کښل نشي، نو د تګ پر مهال به پښې ښکاره شي، او دا خبره سمه ده؛ ځکه که جامه پر ځمکه کښل نشي او ښځه لڅې پښې وي یا داسې څپلۍ یې په پښو وي چې پښه په بشپړ ډول نه پټوي، نو د تګ پر مهال به یې د پښو ځینې برخې ښکاره شي... نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې ته اجازه ورکړه چې پر ځمکه یو شبر (بالښت) جامه وځړوي، ځکه خبره د "جر" (کښلو) وه، او د "جر" کلمه پر ځمکه باندې صدق کوي، دا پدې دلالت کوي چې دا یو شبر د پښو له لاندې برخې څخه حسابېږي.
زه بیا تکراروم چې دا د دې لپاره و چې د تګ پر مهال پښه ښکاره نشي، نو که پښه په جرابو پټه وي، نو د جلباب ځوړندول د هغې پښې تر پورتنۍ برخې پورې چې په جرابو پټه ده (یعنې تر بیجکو پورې) کفایت کوي، په هغه صورت کې چې پاتې پښه پټه وي.) پای
دویم: د برونای موضوع
هو، هغه څه چې په پوښتنه کې مو ویلي، همداسې خبرونه راغلي دي، مګر د اسلامي احکامو پلي کول یوازې د ځینو جامدو حدودو پلي کول نه دي، بلکې دا باید د داسې دولت له لوري په سمه توګه پلي شي چې اسلام په بشپړ ډول د ژوند، دولت او ټولنې د نظام په توګه غوره کړي وي. هغه باید په کور دننه اسلام پلي کړي او نړۍ ته یې د دعوت او جهاد له لارې ورسوي، او امنیت او امان یې د مسلمانانو په سلطان او ځواک وي او د استعمارګرو کفارو له نفوذ څخه پاک وي.
برونای دا شرایط نه لري، حتی هغه حدود چې ویل کېږي پلي به یې کړي، هغوی ویلي چې دا یوازې پر مسلمانانو دي او د هغوی په خاوره کې غیر مسلمانان نه شاملوي! دا معلومه ده چې برونای د بهرنیو کفارو پر مخ په کلکه خلاصه ده... بیا دا چې د هغې امنیت او امان د هغې په خپل سلطان او واک کې نه دی، بلکې د لویدیځ او په ځانګړې توګه د بریتانیې تر لاس لاندې دی... له همدې امله، دا موضوع یوازې هلته د مسلمانانو د احساساتو د سړولو لپاره ده او بس.
ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو الرشته
د امیر له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: Facebook
د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لینک: امیر
د امیر له ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: Google Plus