پوښتنه: ایا په اسلامي هېوادونو کې د اوسنیو ولاړو دولتونو په پوځونو کې داخلېدل جایز دي؟ په داسې حال کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو حدیث شته چې د ظالمو امیرانو د سرتېرو له کېدو څخه منع کوي؟ او ایا له هغوی څخه د نصرت غوښتل جایز دي؟ او ایا له ظالمو حکامو سره یوځای قتال (جګړه) کول سم دي؟
ځواب: له ابو سعید او ابو هریره رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
لِيَأْتِيَنَّ عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ يَكُونُ عَلَيْهِمْ أُمَرَاءُ سُفَهَاءُ يُقَدِّمُونَ شِرَارَ النَّاسِ وَيُظْهِرُونَ بِخِيَارِهِمْ وَيُؤَخِّرُونَ الصَّلَاةَ عَنْ مَوَاقِيتِهَا فَمَنْ أَدْرَكَ ذَلِكَ مِنْكُمْ فَلَا يَكُونَنَّ عَرِيفاً وَلَا شُرْطِيّاً وَلَا جَابِياً وَلَا خَازِناً
"پر خلکو به داسې زمانه راشي چې پر هغوی به ناپوهه امیران حاکمان وي، بدترین خلک به مخته کوي او د غوره خلکو په وړاندې به (بدې کړنې) څرګندوي، لمونځونه به له خپلو وختونو څخه ځنډوي؛ نو په تاسو کې چې څوک دا زمانه ومومي، نو نه دې عریف (مشر/سرکرده) جوړېږي، نه پولیس، نه جابي (مالیه ټولوونکی) او نه خازن (خزانه دار)." (رواه ابو یعلی)
او په کنزالعمال کې یو بل روایت داسې دی:
فَمَنْ أَدْرَكَهُمْ فَلَا يَكُونَنَّ لَهُمْ عَرِيفاً وَلَا جَابِياً وَلَا خَازِناً وَلَا شُرْطِيّاً
"...نو څوک چې هغوی ومومي، نو د هغوی لپاره دې نه عریف جوړېږي، نه جابي، نه خازن او نه پولیس." (کنزالعمال - الخطیب له ابو هریره څخه)
په موضوع کې په پوره دقت سره غور کولو سره څرګندیږي چې:
۱) د ابو یعلي په حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناپوهه ظالمو امیرانو تر واکمنۍ لاندې له دغو څلورو دندو څخه په مطلق ډول منع کړې ده. مګر د کنزالعمال په حدیث کې د دغو څلورو دندو څخه په ځانګړي ډول د ظالمو حکامو لپاره منع راغلې ده، ځکه چې په حدیث کې د (لَهُمْ - د هغوی لپاره) کلمه یاده شوې ده او د (لام) توری د اختصاص (تخصیص) لپاره دی. نو دا ممانعت د هغو کسانو پورې اړه لري چې د دغو امیرانو ځانګړي ساتونکي وي او یا د هغوی لپاره مالونه ټولوي او ذخیره کوي. په دې اساس، مطلق پر مقید حمل کېږي، نو ممانعت په هغو دولتونو کې چې حاکمان یې په اسلام حکم نه کوي، د عریف، جابي، خازن او پولیس پر مطلقوالي نه دی، بلکې دا ممانعت یوازې د هغو عریفانو، پولیسو، جابانو او خازنانو په اړه دی چې د دغو حاکمانو له اشخاصو سره کار کوي، یعنې د هغوی ځانګړي (مختص) کسان وي.
۲) هغه څوک چې د ظالمو او ناپوهه امیرانو پر حکم او واکمنۍ راضي وي، هغه ګناهکار دی، که په پوځ کې وي او که نه؛ ځکه د هغو حاکمانو نه بدلول چې د الله سبحانه وتعالی په نازل کړي قانون حکم نه کوي، پر هغوی باندې نه اعتراض کول، یا پر هغوی راضي کېدل، دا ټول لویه ګناه ده، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
سَتَكُونُ أُمَرَاءُ فَتَعْرِفُونَ وَتُنْكِرُونَ فَمَنْ كره فَقَدْ بَرِئَ وَمَنْ أَنْكَرَ فَقَدْ سَلِمَ وَلُكِنْ مَنْ رَضِيَ وَتَابَعَ
"ژر به داسې امیران راشي چې تاسو به (ځینې کړنې) وپېژنئ او (ځینې به) بدې وګڼئ؛ نو چا چې بد ترې یووړل، هغه بري شو او چا چې انکار وکړ، هغه په سلامتیا کې پاتې شو، مګر څوک چې پرې راضي شو او پیروي یې وکړه (هغه هلاک شو)." (مسلم)
۳) د قدرت د خاوندانو (اهل القوة) څخه د نصرت غوښتل، که هغه د حاکم په ساتونکو کې وي او که نه، د هغو ظالمو او ناپوهو حاکمانو د بدلولو لپاره چې د الله په نازل کړي قانون حکم نه کوي، دا غوښتنه جایزه ده. خو دا باید د هغه فاسد نظام د حقیقت له بیانولو وروسته وي چې دوی پکې کار کوي، او دا چې د هغې بدلول واجب دي. که هغوی په دې قانع شول او د الله او د هغه د رسول بلنې ته یې لبیک ووایه، نو دا کار یې د الله په اذن سره یو ستر عمل دی. او که هغوی خپل موقعیتونه د الله سبحانه وتعالی د حکم (خلافت) د ژر قایمولو لپاره وکاروي، نو واقعاً یې ستر عمل ترسره کړی دی.
دا ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به قبایلو ته تللو په داسې حال کې چې هغوی کافر وو، اسلام ته به یې بلل او کله به چې هغوی ایمان راوړ، نو د الله د حکم د قایمولو لپاره به یې ترې نصرت غوښتلو. په همدې ترتیب، که د ظالمانو په پوځ کې کار کوونکي حق ته غاړه کېږدي او د ظالمانو پر وړاندې د درېدو او د هغوی د بدلولو شرعي حکم وپېژني او کار ته چمتو شي، نو له هغوی څخه د نصرت غوښتنه جایزه ده.
۴) هو، له ظالمو حاکمانو سره یوځای جګړه کول هغه وخت سم دي کله چې جګړه د کفارو پر وړاندې وي، نه د مسلمانانو پر وړاندې؛ ځکه چې جهاد په هر ډول حالاتو کې د مسلمان حاکم تر سیوري لاندې پر مسلمانانو فرض دی، که هغه حاکم نېک وي او که بدکاره، تر هغه چې د کفارو پر وړاندې جګړه کوي. ځکه چې د جګړې ایتونه په مطلق ډول راغلي دي او په هغوی کې دا شرط نشته چې حاکم دې حتماً عادل وي:
وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ
"او پر تاسو څه شوي چې د الله په لاره کې نه جنګېږئ؟" (النساء: ۷۵)
الَّذِينَ آمَنُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ
"هغه کسان چې ایمان یې راوړی د الله په لاره کې جنګېږي." (النساء: ۷۶)
فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا
"نو باید د الله په لاره کې هغه کسان وجنګېږي چې د دنیا ژوند یې (د اخرت په بدل کې) پلورلی دی." (النساء: ۷۴)
او نور ډېر داسې ایتونه شته چې دا شرط یې نه دی ایښی چې حاکم دې ظالم وي که غیر ظالم، تر هغه چې جګړه د کفارو پر وړاندې وي.
همدارنګه داسې صریح احادیث شته چې د حاکم تېری او ظلم له هغه سره یوځای د جګړې مخه نه نیسي، چې معنی یې دا ده چې له جابر (ظالم) امام سره یوځای جهاد وکړئ. له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
وَالْجِهَادُ مَاضٍ مُنْذُ أَنْ بَعَثَنِي اللَّهُ إِلَى أَنْ يُقَاتِلَ آخِرُ أُمَّتِي الدَّجَّالَ، لَا يُبْطِلُهُ جَوْرُ جَائِرٍ وَلَا عَدْلُ عَادِلٍ
"او جهاد له هغه وخته جاري دی چې الله زه مبعوث کړی یم تر هغه چې زما د امت وروستۍ ډله له دجال سره وجنګېږي، نه یې د ظالم ظلم باطلولی شي او نه یې د عادل عدل."
۲۰ د جمادی الاولی ۱۴۲۴ هـ ق ۲۰/۰۷/۲۰۰۳ م