Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د نبوت پر منهج د خلافت په اړه احادیث

August 23, 2021
4052

د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د فیسبوک پاڼې د مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ

مامون سوفي (Mamoon Soofi) ته

پوښتنه:

Asalaamu Alaiykum Warahmatullahi Wabarakatuhu Dear Shaykh Ata ibn Khalil Abu Rashta.

I pray that all is well with you, your family and the Shabaab in the blessed Land of Palestine.

I pray that Allah (swt) honors us in reestablishing the Khilafah on the Methodology of our Beloved Prophet Muhammad (saw).

My name is Mamoon Soofi and I am from the Shabaab of Canada.

I wanted to ask regarding the authenticity of the Hadith in MUSNAD AHMED (no. 18596) about "the Khilafah on the method of the Prophethood"

All of my discussions thus far have resulted in just mentioning this Hadith and nothing further. Until recently, I was requested to look into the authenticity of the Hadith itself. It is important to note here that Arabic is not my first language so I am limited to what I can find and research.

As such I have come across a document that claims the following:

This hadith we use in particular from the MUSNAD AHMED (no. 18596) is one of the many versions where it says “Then there will be the Caliphate upon the way of the Prophethood…”. This final part is narrated by only one person (Ibrāhīm al-Wāsiṭī) whose narrations are matrūk (”abandoned”) meaning they are so unreliable as to be unworthy of being cited.

Here is the pdf document in Arabic taht explains this:

https://hawramani.com/wp-content/uploads/2018/12/idlibi_hadith_five_ages_islamic_state_prophethood.pdf

I would greatly appreciate it if you could clarify the matter for me so that I may be able to make sense of this cross-roads I am at.

Barak'Allahu Feekum ya Shaykh Ata!

May Allah (swt) continue to help us strive down the path of the Sirat-al-Mustaqeem

Ameen Ameen Ameen!!

Mamoon Soofi

ځواب:

و علیکم السلام و رحمته الله و برکاته

۱- تا په خپله پوښتنه کې ذکر کړي دي:

(This hadith we use in particular from the MUSNAD AHMED (no. 18596) is one of the many versions where it says “Then there will be the Caliphate upon the way of the Prophethood…”)

خو په مسند احمد کې تر دې شمېرې (۱۸۵۹۶) لاندې د نبوت پر منهج د خلافت په اړه هیڅ کوم حدیث نشته! بلکې دا حدیث په نورو مسایلو پورې اړه لري چې د نبوت پر منهج له خلافت سره هیڅ تړاو نه لري او دا حدیث د (عبدالله بن ابي اوفی رضي الله عنه د حدیث) په باب کې راغلی دی.

۲- مګر د نبوت پر منهج د خلافت په اړه احادیث په ډیرو سرچینو کې راغلي دي:

الف- په مسند احمد کې: ۱۷۶۸۰ – (حَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ بْنُ دَاوُدَ الطَّيَالِسِيُّ حَدَّثَنِي دَاوُدُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ الْوَاسِطِيُّ حَدَّثَنِي حَبِيبُ بْنُ سَالِمٍ عَنِ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ قَالَ: كُنَّا قُعُوداً فِي الْمَسْجِدِ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ ﷺ وَكَانَ بَشِيرٌ رَجُلاً يَكُفُّ حَدِيثَهُ فَجَاءَ أَبُو ثَعْلَبَةَ الْخُشَنِيُّ فَقَالَ يَا بَشِيرُ بْنَ سَعْدٍ أَتَحْفَظُ حَدِيثَ رَسُولِ اللَّهِ ﷺ فِي الْأُمَرَاءِ فَقَالَ حُذَيْفَةُ أَنَا أَحْفَظُ خُطْبَتَهُ فَجَلَسَ أَبُو ثَعْلَبَةَ فَقَالَ حُذَيْفَةُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ:

تَكُونُ النُّبُوَّةُ فِيكُمْ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً عَاضّاً فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ

"تر هغه وخته به په تاسو کې نبوت وي چې د الله خوښه وي، بیا به یې هغه پورته کړي کله چې یې د پورته کولو خوښه وي. بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي او تر هغه وخته به وي چې د الله خوښه وي، بیا به یې هغه پورته کړي کله چې یې د پورته کولو خوښه وي. بیا به ظالمه (چیچونکې) پاچاهي وي او تر هغه وخته به وي چې د الله خوښه وي، بیا به یې هغه پورته کړي کله چې یې د پورته کولو خوښه وي. بیا به جبري پاچاهي وي او تر هغه وخته به وي چې د الله خوښه وي، بیا به یې هغه پورته کړي کله چې یې د پورته کولو خوښه وي. بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي." بیا رسول الله ﷺ چوپ شو.)

ب- او د بیهقي په دلائل النبوة ۲۸۴۳ کې راغلي دي: (حدثنا أبو بكر محمد بن الحسن بن فورك رحمه الله، أخبرنا عبد الله بن جعفر الأصبهاني، حدثنا يونس بن حبيب، حدثنا أبو داود الطيالسي، حدثنا داود الواسطي، قال: وكان ثقة، قال: سمعت حبيب بن سالم، قال: سمعت النعمان بن بشير بن سعد، في حديث ذكره قال: فجاء أبو ثعلبة فقال: يا بشير بن سعد، أتحفظ حديث رسول الله ﷺ في الأمراء، وكان حذيفة قاعدا مع بشير، فقال حذيفة: أنا أحفظ خطبته، فجلس أبو ثعلبة فقال حذيفة: قال رسول الله ﷺ:

إنكم في النبوة ما شاء الله أن تكون، ثم يرفعها إذا شاء، ثم يكون خلافة على منهاج النبوة تكون ما شاء الله أن تكون ثم يرفعها إذا شاء، ثم تكون جبرية تكون ما شاء الله أن تكون، ثم يرفعها، إذا شاء أن يرفعها، ثم تكون خلافة على منهاج النبوة

"تر هغه به په نبوت کې یئ چې د الله خوښه وي، بیا به یې پورته کړي کله چې وغواړي، بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي او تر هغه به وي چې د الله خوښه وي بیا به یې پورته کړي کله چې وغواړي، بیا به جبري پاچاهي وي او تر هغه به وي چې د الله خوښه وي، بیا به یې پورته کړي کله چې یې د پورته کولو خوښه وي، بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي.")

ج- او د الطیالسي په مسند ۴۳۳ کې راغلي دي: (حدثنا أبو داود قال: حدثنا داود الواسطي، وكان ثقة، قال: سمعت حبيب بن سالم، قال: سمعت النعمان بن بشير بن سعد، قال: كنا قعودا في المسجد مع رسول الله ﷺ، وكان بشير رجلا يكف حديثه، فجاء أبو ثعلبة، فقال: يا بشير بن سعد، أتحفظ حديث رسول الله ﷺ في الأمراء؟ وكان حذيفة قاعدا مع بشير، فقال حذيفة: أنا أحفظ خطبته، فجلس أبو ثعلبة، فقال حذيفة: قال رسول الله ﷺ:

إِنَّكُمْ فِي النُّبُوَّةِ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً عَاضّاً، فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ

"تر هغه به په نبوت کې یئ چې د الله خوښه وي، بیا به یې هغه پورته کړي کله چې یې د پورته کولو خوښه وي، بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي، نو تر هغه به وي چې د الله خوښه وي، بیا به یې پورته کړي کله چې یې د پورته کولو خوښه وي، بیا به ظالمه پاچاهي وي، نو تر هغه به وي چې د الله خوښه وي، بیا به یې پورته کړي کله چې یې د پورته کولو خوښه وي، بیا به جبري وي، نو تر هغه به وي چې د الله خوښه وي، بیا به یې پورته کړي کله چې یې د پورته کولو خوښه وي، بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي.")

د- او په إتحاف الخيرة المهرة کې - د شهاب الدين أحمد بن أبي بكر بن إسماعيل البوصيري (وفات: ۸۴۰هـ) اثر:

[۴۱۶۴/۱] (أبو داود الطيالسي ویلي: ثنا داود الواسطي - وکان ثقة - سمعت حبيب بن سالم، سمعت النعمان بن بشير بن سعد قال: "موږ په جومات (د رسول الله ﷺ جومات) کې ناست وو او بشیر داسې سړی و چې ډیرې خبرې یې نه کولې، نو ابو ثعلبه راغی او ویې ویل: اې بشیر بن سعد، ایا د امرانو په اړه د رسول الله ﷺ حدیث یاد لرې؟ حذیفه له بشیر سره ناست و، حذیفه وویل: زه یې خطبه یاد لرم، نو ابو ثعلبه کښېناست او حذیفه وویل: رسول الله ﷺ وفرمایل:

تكون فيكم النبوة ما شاء اللّه أن تكون، ثم يرفعها إذا شاء أن يرفعها، تم تكون خلافة على منهاج النبوة، ثم تكون ما شاء اللّه أن تكون، ثم يرفعها إذا شاء أن يرفعها، ثم تكون ملكاً عاضّاً فتكون ما شاء اللّه أن تكون، ثم يرفعها إذا شاء أن يرفعها، ثم تكون ملكاً جبرية فتكون ما شاء اللّه أن تكون، ثم يرفعها إذا شاء أن يرفعها، ثم تكون خلافة على منهاج نبوة

"په تاسو کې به نبوت وي تر څو چې د الله خوښه وي، بیا به یې پورته کړي کله چې یې د پورته کولو خوښه وي، بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي، بیا به وي تر څو چې د الله خوښه وي، بیا به یې پورته کړي کله چې یې د پورته کولو خوښه وي، بیا به ظالمه پاچاهي وي، نو تر هغه به وي چې د الله خوښه وي، بیا به یې پورته کړي کله چې یې د پورته کولو خوښه وي، بیا به جبري پاچاهي وي، نو تر هغه به وي چې د الله خوښه وي، بیا به یې پورته کړي کله چې یې د پورته کولو خوښه وي، بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي." بیا رسول الله ﷺ چوپ شو.)

۳- له دغو احادیثو څخه څرګنده ده چې داود بن ابراهیم الواسطي ثقه دی چې احمد په خپل مسند کې، بیهقي په دلائل النبوة کې، طیالسي په خپل مسند کې او بوصیري په إتحاف الخيرة المهرة کې یې یادونه کړې او دا د حدیث د صحت لپاره کفایت کوي... همدا راز ابن حبان هغه توثیق کړی دی او په خپل کتاب (الثقات) کې یې د ثقه راویانو په ډله کې راوړی دی (امام حافظ ابي حاتم محمد بن حبان بن احمد التمیمي البستي، وفات ۳۵۴هـ-۹۶۵م).

۴- مګر صلاح الدین الادلببي په خپله ویب پاڼه کې چې تا یې لینک رالیږلی، د داود بن ابراهیم په اړه بحث کوي او وايي چې ایا دا الواسطي دی که العقیلي، بیا د داود بن ابراهیم العقیلي په اړه خبرې کوي او داسې روایتونه راوړي چې هغه متروک دی او وايي: (داود بن ابراهیم د قزوین قاضي هماغه العقیلي دی) او زیاتوي (ازدي ویلي چې هغه مجهول کذاب دی)... او بیا زیاتوي (کیدای شي وویل شي چې داود بن ابراهیم الواسطي د هغه شاګرد او له هغه څخه روایت کوونکي ابوداود الطیالسي چې د مسند خاوند دی، توثیق کړی دی، نو ایا د هغه چا توثیق منل کیږي چې په خپله ترې روایت کوي؟)، داسې ښکاري چې الادلببي د هغه توثیق نه مني! بلکې د ابن حبان توثیق هم ورته د منلو نه دی!

هغه زیاتوي: (که چیرې په سند کې راغلی داود بن ابراهیم الواسطي هماغه په درواغو تورن شخص وي، نو سند له منځه تللی دی، او که بل څوک وي نو سند یې باک نه لري، او که شک پیدا شو نو لږ تر لږه واجب کار دا دی چې توقف وشي.)!

او شک ولې پیدا شي؟ په داسې حال کې چې د بیهقي په دلائل النبوة، د طیالسي په مسند، او د بوصیري په إتحاف الخيرة المهرة کې د دوی په سند کې راغلي چې هغه ثقه دی او حدیث یې ورڅخه اخیستی دی، همدا راز احمد په خپل مسند کې راوړی او ابن حبان په الثقات کې یاد کړی دی... نو شک څنګه پیدا کیږي؟!

په پای کې دا چې د نبوت پر منهج د خلافت حدیث د لویو محدثینو په نزد راغلی او سند یې صحیح دی...

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۳هـ د ۲۰۲۱/۰۸/۲۳م کال سره سمون خوري

د امیر (حفظه الله) له فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: https://web.facebook.com/HT.AtaabuAlrashtah/posts/3000621850183819

د امیر (حفظه الله) له ویب پاڼې څخه د ځواب لینک: http://archive.hizb-ut-tahrir.info/arabic/index.php/HTAmeer/QAsingle/4162

Share Article

Share this article with your network