د حزب التحرير د امير، جليل عالم عطاء بن خليل ابو الرشته د خپلې فېسبوک پاڼې "فقهي" د مينه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ
د پوښتنې ځواب
د خليفه او موقتي امير په اړه شرعي حکمونه
سهيل ډار (Sohail Dar) ته!
پوښتنه:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته زما درنو وروڼو، زه زموږ امير ته ځينې پوښتنې وړاندې کوم او هيله لرم چې د الله په اجازه ورته ورسول شي. متوجه اوسئ چې عربي زما مورنۍ ژبه نه ده، که کومه تېروتنه مې کړې وي بښنه غواړم...
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته زما ګران ورور او قدرمن امير، له الله سبحانه وتعالی څخه درته د خير غوښتنه کوم.
لومړی غواړم د خپلې کمزورې عربي ژبې له امله بښنه وغواړم، سره له دې هم هڅه کوم چې خپلې پوښتنې مطرح کړم، چې د خلافت موضوع پورې اړه لري:
لومړی: په "نظام الحکم في الاسلام" کتاب کې راغلي چې جائز القاب؛ خليفه، امام، امير المؤمنين او د مانا له مخې د دوی ورته نور القاب دي لکه سلطان المؤمنين. خو په "أجهزة دولة الخلافة" کتاب کې يوازې د امير المؤمنين لقب په يادولو بسنه شوې او نور نه دي ياد شوي. نو ایا د خليفه د القابو په اړه په تبني (غوره شوي نظر) کې بدلون راغلی چې يوازې په همدې دريو القابو پورې منحصر شي؟ که تبني بدل شوی وي، نو دليل يې څه دی؟
دویم: په "أجهزة" کتاب کې د هغه څه په اړه چې عمر رضي الله عنه ته د امير المؤمنين لقب ورکولو سبب شول، ایا دا ويل سم دي چې دا يوازې د امير المؤمنين د لقب په کارولو پورې محدود دی، که د نورو القابو لکه سلطان المؤمنين کارول هم مباح دي؟
دريم: زه په دې پوه شوی یم چې د صحابو د اجماع يو شرط دا دی چې په کوم مشهور کار کې تناقض شتون ولري، لکه د رسول الله ﷺ د تدفين ځنډول او د مړي د سمدستي ښخولو وجوب. نو د عمر رضي الله عنه په "امير المؤمنين" مسمي کولو کې چېرته تناقض و چې دا د صحابو اجماع وګرځېده؟
څلورم: تاسي په تېر کې د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي وو چې د "خليفه" لفظ يو شرعي فقهي لفظ دی. ایا د "امام" لفظ په اړه هم همداسې ويل کېدای شي چې دا يو شرعي فقهي لفظ دی ځکه چې په شرعي نصوصو کې راغلی، که ووايو چې د امام لفظ اصطلاحي دی؟ د دې موضوع په اړه په ډېرو احاديثو کې د "امام" لفظ راغلی چې هغه چا ته اشاره کوي چې په لمانځه کې د خلکو مشري کوي، ایا د هغه چا په اړه چې دا لفظ ورته کارول شوی د مانا اختلاف شته؟ يعني ایا په دغو احاديثو کې مانا يوازې خليفه او د هغه له خوا ټاکل شوي واليانو او اميرانو... ته راګرځي، که هغه څوک هم پکې شامل دي چې د مسلمانانو د لمانځه مشري کوي، لکه نن سبا يې چې په جوماتونو کې وينو؟
پنځم: "موقتي امير"؛ ولې د خليفه په ټاکلو کې تنفيذي معاون (اجرائيوي مرستيال) نه ټاکل کېږي؟ سربېره پر دې، د خليفه د ټاکلو لپاره د عمر له مخې د تر ټولو مشر معاون په غوره کولو کې په څه شي استناد شوی دی؟ ولې داسې معاون نه غوره کېږي چې په خپله دنده کې ډېره تجربه لري، یا له دوی څخه عادل وي، یا په قرآن ډېر پوه وي... او داسې نور؟
او بله پوښتنه مې دا ده چې... که خليفه له بيعت وروسته د انعقاد له شرطونو څخه يو شرط نقض کړي، ایا بيعت يې باطلېږي؟ مثلاً که غير عادل شي او يا د هغو امامانو په څېر شي چې رسول الله ﷺ يې په اړه فرمايلي چې مسلمانان ترې کرکه کوي.
جزاکم الله کل خير
ستاسو د ځوابونو څخه ډېره مننه کوم، تاسو، ستاسو کورنۍ او وروڼو ته د خير او عافيت غوښتنه کوم، رمضان مو مبارک شه.
ستاسو ورور ډاکټر سهيل ابو مصعب
ځواب:
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
زه په دې ډېر خوشحاله شوم چې تا ماته د قرآن په ژبه، عربي ژبه ليکلي دي، سره له دې چې ته په ليکلو کې له ستونزو سره مخ يې... په عمومي ډول ستا پوښتنې واضح دي، مګر ځينې ځايونه نور وضاحت ته اړتيا لري، چې توضيح يې دا ده:
۱- هغه لقب چې د خلافت لپاره بيعت کېدونکي شخص ته ورکول کېږي هغه خليفه، امام، يا امير المؤمنين دی، لکه څنګه چې په شريفو نبوي احاديثو او د صحابو په اجماع کې راغلي دي... خو په "نظام الحکم" کې چې له دغو دريو القابو وروسته کومه خبره شوې وه چې [دا واجب نه ده چې يوازې په همدې دريو القابو پابندي وشي، بلکې د مسلمانانو د چارو مسوول ته نور القاب هم ورکول کېدای شي چې د همدې مانا څرګندونه وکړي، لکه د مؤمنانو حاکم، د مسلمانانو رئيس، د مسلمانانو سلطان او نور چې له مانا سره يې په ټکر کې نه وي. مګر هغه القاب چې ځانګړې مانا لري او د حکم په اړه د اسلام له احکامو سره په ټکر کې وي لکه پاچا (ملک)، د جمهوريت رئيس او امپراتور، نو دا د مسلمانانو د چارو پر مشر ايښودل جايز نه دي...] پای، او همدارنګه په "شخصيه" دويم جلد کې د خلافت په باب کې د فقرې په پای کې چې راغلي [په دغه لفظ يعنې امامت يا خلافت پابندي واجب نه ده، بلکې په مانا يې پابندي لازمه ده.] پای.
دا دواړه ځايونه تعديل (اصلاح) شوي دي، او په "نظام الحکم" او "شخصيه" دويم جلد کې پورته ذکر شوي زياتوالي حذف شوي دي. القاب يوازې همدا درې پاتې شوي دي لکه څنګه چې په "أجهزة" کتاب کې دي (خليفه، امام، امير المؤمنين). همدا درې القاب به په دولت کې کارول کېږي کله چې الله سبحانه وتعالی موږ ته نصرت راکړي.
۲- په يو شرعي حکم باندې په "سکوتي اجماع" کې د دې لپاره چې هغه مقبول اجماع وګڼل شي، شرط دا دی چې: "شرعي حکم بايد داسې وي چې په عام ډول ترې انکار کېږي او صحابه کرام پرې چوپ نه پاتې کېږي؛ ځکه د منکر (ناروا) په وړاندې د صحابو چوپتيا ناممکنه ده. که چېرې حکم داسې وي چې په عادي ډول ترې انکار نه کېږي، نو په هغه کې د صحابو چوپتيا اجماع نه ګڼل کېږي"... په "شخصيه" دريم جلد کې راغلي: (سکوتي اجماع دا ده چې يو صحابي يو حکم بيان کړي او نور صحابه پرې خبر شي خو چا يې انکار ونه کړي، نو د دوی چوپتيا اجماع ده، چې دې ته د "قولي اجماع" په مقابل کې سکوتي اجماع ويل کېږي... په سکوتي اجماع کې ځينې شرطونه شته:
لومړی: شرعي حکم داسې وي چې په عادي ډول ترې انکار کېږي او صحابه پرې چوپ نه پاتې کېږي...
دویم: دا عمل مشهور وي او صحابه پرې خبر وي...
دريم: دا له هغو چارو څخه نه وي چې امير المؤمنين ته پکې د خپل نظر له مخې د تصرف حق ورکړل شوی وي، لکه د بيت المال اموال...)
نو دا شرطونه بايد په سکوتي اجماع کې شتون ولري ترڅو استناد پرې وشي. مګر د "امير المؤمنين" لقب د کارولو په اړه د صحابو اجماع د سکوتي اجماع له باب څخه نه ده چې پورته ذکر شوی شرط ورته کېښودل شي، بلکې دا د قولي اجماع له قبیلې څخه ده، ځکه صحابه کرامو په مجموعي ډول دا لقب په خپلو خبرو کې کارولی او خلفاء يې په همدې نوم ياد کړي دي، نو دا د قولي اجماع په درجه کې ده نه د سکوتي اجماع. له همدې امله، دا لازمه نه ده چې دا حکم داسې وي چې په عادي ډول ترې انکار وشي ترڅو پکې اجماع سمه او معتبره وګرځي.
۳- ستاسو د "امام" لفظ د پوښتنې په اړه:
الف- امام په لغت کې څو ماناوې لري، له هغې جملې څخه هغه څوک چې اقتدا ورپسې کېږي. په "مختار الصحاح" کې راغلي: (... او امام هغه دی چې اقتدا ورپسې کېږي او جمع يې ائمه ده...) او په "کتاب العين" کې راغلي: (... او هر هغه څوک چې اقتدا ورپسې وشي او په چارو کې مخکې وي هغه امام دی...)، نو امام په دې مانا په مطلق ډول هر هغه څوک دی چې اقتدا ورپسې کېږي.
ب- شرعې د "امام" لفظ د يوې فقهي اصطلاح (حقيقت شرعي) په توګه د مسلمانانو د عمومي مشر په مانا کارولی دی، لکه څنګه چې شرعي نصوصو پرې دلالت کړی، له دغو نصوصو څخه:
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روايت دی چې له رسول الله ﷺ څخه يې واورېدل چې فرمايل يې:
وَمَنْ بَايَعَ إِمَامًا فَأَعْطَاهُ صَفْقَةَ يَدِهِ، وَثَمَرَةَ قَلْبِهِ، فَلْيُطِعْهُ...
"چا چې له يو امام سره بيعت وکړ، او د خپل لاس سودا (تړون) او د زړه ثمره (اخلاص) يې ورکړه، نو اطاعت دې یې وکړي..." (رواه مسلم)
له عوف بن مالک څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ وفرمايل:
خِيَارُ أَئِمَّتِكُمْ الَّذِينَ تُحِبُّونَهُمْ وَيُحِبُّونَكُمْ، وَيُصَلُّونَ عَلَيْكُمْ وَتُصَلُّونَ عَلَيْهِمْ...
"ستاسو غوره امامان هغه دي چې تاسو ورسره مينه کوئ او هغوی له تاسو سره مينه کوي، هغوی تاسو ته دعا کوي او تاسو هغوی ته دعا کوئ..." (رواه مسلم)
بخاري له ابن شهاب څخه روايت کړی... چې سالم ورته وويل چې عبدالله بن عمر رضي الله عنهما فرمايي: ما له رسول الله ﷺ څخه واورېدل چې فرمايل يې:
كُلُّكُمْ رَاعٍ، وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، الإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ...
"تاسو هر يو شپون (مسوول) يئ، او له هر يوه څخه د خپل رعيت (ترلاس لاندې کسانو) په اړه پوښتنه کېږي، امام شپون دی او د خپل رعيت په اړه مسوول دی..."
نو په دغو احاديثو کې د هغه حاکم لقب ذکر شوی چې په اسلام کې شرعي احکام پلي کوي او هغه "امام" دی، لکه څنګه چې په نورو شرعي نصوصو کې د "خليفه" لقب ذکر شوی دی. يعنې شرعي نصوصو بيان کړې چې د "امام" لفظ د "خليفه" لفظ په څېر دی او دا فقهي اصطلاحات (حقيقت شرعي) دي چې شرعې پرې نص کړی او مانا يې د مسلمانانو عمومي رياست دی، چې دې ته "امامة العظمی" او خاوند ته يې "امام اعظم" ويل کېږي...
ج- همدارنګه د "امام" لفظ په شرع کې د لمانځه د امام په مانا هم کارول شوی چې دې ته "امامة الصغری" ويل کېږي، په دې اړه هم احاديث راغلي دي:
بخاري په خپل صحيح کې له ام المؤمنين عائشه رضي الله عنها څخه روايت کړی چې ويې فرمايل: رسول الله ﷺ په خپل کور کې لمونځ وکړ په داسې حال کې چې ناروغ و، نو ناست يې لمونځ وکړ او خلکو ورپسې ولاړ لمونځ کاوه، نو هغوی ته يې اشاره وکړه چې کېنئ، کله چې فارغ شو ويې فرمايل:
إِنَّمَا جُعِلَ الْإِمَامُ لِيُؤْتَمَّ بِهِ فَإِذَا رَكَعَ فَارْكَعُوا وَإِذَا رَفَعَ فَارْخَعُوا وَإِذَا صَلَّى جَالِساً فَصَلُّوا جُلُوساً
"امام يوازې د دې لپاره ټاکل شوی چې اقتدا ورپسې وشي، نو کله چې هغه رکوع وکړي تاسو هم رکوع وکړئ، او کله چې هغه سر پورته کړي تاسو يې هم پورته کړئ، او که يې ناست لمونځ وکړ تاسو هم ناست لمونځ وکړئ."
بخاري په خپل صحيح کې له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت کړی چې نبي ﷺ وفرمايل:
إِذَا أَمَّنَ الْإِمَامُ فَأَمِّنُوا فَإِنَّهُ مَنْ وَافَقَ تَأْمِينُهُ تَأْمِينَ الْمَلَائِكَةِ غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ
"کله چې امام (آمين) ووايي نو تاسو هم آمين ووايئ، ځکه د چا آمين چې د ملايکو له آمين سره برابر شي، نو د هغه تېر ګناهونه بښل کېږي."
نو د "امام" لفظ چې په شرع کې د لمانځه د امام لپاره وضع شوی، دا هم يو شرعي اصطلاح ده لکه څنګه چې پورته ذکر شوي احاديث پرې دلالت کوي.
د- د "امام" لفظ د خليفه په مانا او د "امام" لفظ د لمانځه د امام په مانا ترمنځ شرعاً کوم لازمي تړاو نشته. هغه احاديث چې پکې د خليفه په مانا امام راغلی، ضرور نه ده چې د لمانځه له موضوع سره تړاو ولري، او هغه احاديث چې پکې د لمانځه د امام په مانا امام راغلی، ضرور نه ده چې له خليفه او حکم سره تړاو ولري. لکه پورته ذکر شوي احاديث چې د حکم د امامت او د لمانځه د امامت ترمنځ ترې لزوم نه فهمېږي...
هـ - په نصوصو کې راغلي د "امام" لفظ په خپل سياق او قرينو سره فهمېږي:
کله ناکله په شرعي نصوصو کې د "امام" لفظ په لغوي مانا کارول کېږي لکه د الله تعالی دا قول:
وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْواجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَاماً
"او هغه کسان چې وايي: اې زموږ ربه! موږ ته زموږ له مېرمنو او اولادونو څخه د سترګو يخوالی راکړه او موږ د پرهېزګارانو لپاره امام (مقتدا) وګرځوه." (سورت الفرقان: ۷۴)
ابن کثير د دې ايت په تفسير کې وايي: (د الله تعالی قول: ﴿وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَاماً﴾ ابن عباس، حسن، قتاده، سدي او ربيع بن انس ويلي دي: يعني داسې امامان چې په خير کې اقتدا راباندې وشي. او نورو ويلي: هدايت موندونکي لارښوونکي او خير ته بلونکي). له سياق څخه واضح ده چې دلته له امام څخه مراد هغه شخص دی چې په تقوی کې اقتدا ورپسې کېږي، نه د حکم يا لمانځه امام.
کله ناکله د "امام" لفظ د خليفه په مانا کارول کېږي لکه په هغه حديث کې چې مسلم له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت کړی چې نبي ﷺ وفرمايل:
إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ فَإِنْ أَمَرَ بِتَقْوَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ وَعَدَلَ كَانَ لَهُ بِذَلِكَ أَجْرٌ وَإِنْ يَأْمُرْ بِغَيْرِهِ كَانَ عَلَيْهِ مِنْهُ
"امام يوازې سپر دی چې تر شا يې جنګ کېږي او پناه ورته وړل کېږي، که هغه د الله عزوجل د تقوی حکم وکړي او عدالت وکړي نو د دې په بدل کې ورته اجر شته، او که له دې پرته بل حکم وکړي نو وبال يې پر ده دی." له حديث څخه واضح ده چې دلته مراد حاکم دی، ځکه حاکم هغه څوک دی چې تر شا يې جګړه کېږي او هغه عدالت يا ظلم کوي، دلته نه مطلق لغوي مقتدا مراد دی او نه د لمانځه امام.
کله ناکله د "امام" لفظ د لمانځه د امام په مانا کارول کېږي لکه مسلم چې په خپل صحيح کې له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت کړی چې رسول الله ﷺ وفرمايل:
إِذَا قَالَ الْإِمَامُ سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ فَقُولُوا اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ فَإِنَّهُ مَنْ وَافَقَ قَوْلُهُ قَوْلَ الْمَلَائِكَةِ غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ
"کله چې امام (سمع الله لمن حمده) ووايي نو تاسو (اللهم ربنا لک الحمد) ووايئ..." دلته واضح ده چې خبره د لمانځه او د لمانځه د امام په اړه ده.
۴- د موقتي امير په اړه ستا د پوښتنې په اړه:
دا په پوره ډول واضح نه ده چې ستا له دې خبرې څخه مراد څه دی: ("موقتي امير"؛ ولې د خليفه په ټاکلو کې تنفيذي معاون نه ټاکل کېږي)...
او د موقتي امير په توګه د عمر له مخې د تر ټولو مشر معاون غوره کولو په اړه، موږ د دې سبب د ۱۴۳۵هـ کال د شعبان په ۲مه نېټه (۲۰۱۴/۰۵/۳۱م) په يو ځواب کې بيان کړی دی او له هغه ځواب څخه تاته دا برخه رانقل کوم:
[... او دويمه خبره دا ده چې که خليفه تر مړينې وړاندې موقتي امير نه وي ټاکلی، نو د هغه د ټاکلو کيفيت او اولويتونه يو اداري امر دی، او د دې اداري چارې د تفصيل لپاره د مادې تبني کول جايز دي. له همدې امله په ۳۳مه ماده کې ذکر شوي: (... نو تر ټولو مشر معاون به موقتي امير وي، مګر دا چې هغه وغواړي خلافت ته کانديد شي، نو بيا به له ده وروسته په عمر کې مشر معاون وي... او همداسې نور. که ټول معاونين وغواړي چې کانديد شي، نو بيا تر ټولو مشر تنفيذي وزير او که هغه کانديد و بيا ترې کشر... او که ټولو تنفيذي وزيرانو وغوښتل چې کانديد شي، نو موقتي امارت به په تر ټولو کشر تنفيذي وزير کې حصر شي).
د معلوماتو لپاره بايد وويل شي چې په دغه تبني کې معقولو اعتبارونو ته پاملرنه شوې ده؛ ځکه معاونين د حکم په چارو تر ټولو ښه پوهېږي او د تېر خليفه د وخت له جرياناتو ډېر خبر وي، له هغوی وروسته په پوهه او تجربه کې تنفيذي وزيران دي ځکه هغوی له خليفه او د هغه له کارونو سره نږدې وي، نو دا خلک د موقتي امارت لپاره غوره دي. څرنګه چې معاونين په معاونت کې سره برابر دي او وزيران هم همداسې، نو عمر (سن) د لمانځه د امامت په څېر د غوره والي لپاره مناسب معيار وګرځېد؛ ځکه که لمونځ کوونکي د امامت په شرطونو کې سره برابر وي، نو د عمر له مخې مشر ته لومړيتوب ورکول کېږي. مسلم په خپل صحيح کې له شعبه، له اسماعيل بن رجاء څخه روايت کړی چې ويې ويل: له اوس بن ضمعج څخه مې واورېدل، ويې ويل: له ابومسعود څخه مې واورېدل، ويې ويل: رسول الله ﷺ موږ ته وفرمايل:
يَؤُمُّ الْقَوْمَ أَقْرَؤُهُمْ لِكِتَابِ اللهِ، وَأَقْدَمُهُمْ قِرَاءَةً، فَإِنْ كَانَتْ قِرَاءَتُهُمْ سَوَاءً، فَلْيُؤُمَّهُمْ أَقْدَمُهُمْ هِجْرَةً، فَإِنْ كَانُوا فِي الْهِجْرَةِ سَوَاءً، فَلْيُؤُمَّهُمْ أَكْبَرُهُمْ سِنّاً، وَلَا تَؤُمَّنَّ الرَّجُلَ فِي أَهْلِهِ، وَلَا فِي سُلْطَانِهِ، وَلَا تَجْلِسْ عَلَى تَكْرِمَتِهِ فِي بَيْتِهِ إِلَّا أَنْ يَأْذَنَ لَكَ، أَوْ بِإِذْنِهِ
"د خلکو امامت دې هغه څوک وکړي چې د الله پر کتاب ډېر پوه وي، که په قرائت کې برابر وو نو هغه څوک چې په هجرت کې لومړی وي، که په هجرت کې برابر وو نو هغه څوک چې په عمر کې مشر وي. او هېڅوک دې د بل چا په کور او سلطنت کې د هغه امامت نه کوي، او د هغه په کور کې دې د هغه په خاص ځای کې نه کښېني، مګر دا چې هغه اجازه ورکړي." له همدې امله، په دې مسئله کې غوره شوی اداري امر دا دی چې تر ټولو مشر معاون ته لومړيتوب ورکړل شي، بيا له هغه وروسته، بيا تر ټولو مشر تنفيذي وزير ته او بيا له هغه وروسته او داسې نور.] له پخواني ځواب څخه اقتباس پای ته ورسېد.
۵- د خليفه له بيعت وروسته د انعقاد د شرطونو څخه د يو شرط د له منځه تلو په اړه ستا د پوښتني ځواب دا دی (لکه د عدالت شرط): په لنډ ډول دا چې د انعقاد د يو شرط له منځه تلل خامخا د خلافت د تړون د سمدستي بطلان په مانا نه دي. مثلاً د عدالت د شرط له منځه تلل خليفه د عزل (ګوښه کولو) مستحق ګرځوي، مګر هغه په سمدستي ډول نه عزل کېږي، بلکې په دې اړه د مظالمو محکمې پرېکړه لازمه ده؛ يعنې تر هغو چې مظالمو محکمې په دې اړه پرېکړه نه وي کړې، د هغه خلافت پر ځای پاتې وي... موږ د خپلو کتابونو په ډېرو ځايونو کې د دې موضوع تفصيل بيان کړی دی، او د "مقدمة الدستور" په لومړي جلد کې مو په (۴۰+۴۱) مادو کې له شرحې سره واضح کړی دی، ته کولای شې د جزئیاتو لپاره د "مقدمة" کتاب ته مراجعه وکړې.
په پای کې، زه ستا له دعاوو څخه مننه کوم، تاته هم د خير دعا کوم او بيا ځلي خپله هغه خبره تکراروم چې په پيل کې مې کړې وه، چې زه ستا په دې ليکنه ډېر خوښ شوم چې د قرآن په ژبه، عربي ژبه دې ليکلې وه.
ستاسو ورور عطاء بن خليل ابو الرشته
۲۶ ذو الحجة ۱۴۴۱هـ ۲۰۲۰/۰۸/۱۶م
د امير (حفظه الله) له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک