د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د هغو پوښتنو د ځوابونو لړۍ
چې د ده د فیسبوک پاڼې "فقهي" کتونکو ترې کړي دي
پوښتنه:
بسم الله الرحمن الرحيم، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
موضوع: د اصولو فقهې په اړه ځینې پوښتنې
لومړی: د "الشخصیة الإسلامیة" (اسلامي شخصیت) کتاب په درېیم ټوک، ۱۸۲ مخ کې راغلي دي: (د اقتضاء دلالت هغه دی چې په هغه کې لازم معنی له الفاظو څخه اخیستل کېږي، په دې ډول چې هغه د هغې معنی لپاره شرط وي چې د مطابقت په واسطه پرې دلالت شوی وي.)
او په همدې کتاب کې په ۴۴ مخ کې راغلي دي: (حاصل دا چې هغه شی چې واجب پرته له هغه نه پوره کېږي، هغه هم واجب دی؛ که دا د واجب په خطاب سره وي او که په بل خطاب، که دا شی "سبب" وي -هغه چې په شتون یې شتون او په نشتوالي یې نشتوالی لازمېږي- او که "شرط" وي -هغه چې په نشتوالي یې نشتوالی لازمېږي خو په شتون یې شتون یا نشتوالی نه لازمېږي. که سبب شرعي وي لکه د واجب عتق (ازادولو) په اړه صیغه...)
دلته ماته دوه مسلې پیدا شوې دي:
۱. ولې یوازې شرط یاد شوی او سبب نه دی یاد شوی؟ سره له دې چې صیغه د واجب عتق په نسبت سبب ده، او ماته داسې ښکاري چې صیغه د اقتضاء په دلالت واجبه ده.
۲. ولې یوازې مطابقت ذکر شوی او تضمن نه دی ذکر شوی؟
دویم: د "الشخصیة الإسلامیة" کتاب په درېیم ټوک، ۲۳۹ مخ کې راغلي دي: (هغه څه چې په هر شي کې عام وي، که هغه هوښیار (عاقل) وي او که غیر عاقل، هغه لکه "أي" دی؛ وایې: أي رجل جاء (هر سړی چې راغی) او أي ثوب لبستُه (هر کالي چې ما اغوستي وي). همدارنګه "کل"، "جمیع"، "الذین"، "اللاتي" او داسې نور.)
خو ما داسې کوم مثال پیدا نه کړ چې د "الذین" کارول د غیر عاقل لپاره روښانه کړي.
درېیم: د "الشخصیة" کتاب په درېیم ټوک، ۲۴۰ مخ کې راغلي دي: (او هغه عموم چې د استنباط له لارې ثابتېږي، ضابطه یې د تعقیب او سبب بیانولو د "فاء" په واسطه پر وصف باندې د حکم مرتب کول دي، لکه د الله تعالی دا قول: "والسارق والسارقة فاقطعوا أيديهما"، او د "حُرّمت الخمرة للإسكار" (شراب د نشې له امله حرام شوي) په څېر او داسې نور.)
۱. په همدې کتاب کې په ۲۳۸ مخ کې راغلي دي: (او یا دا چې موږ ته له نقل څخه د استنباط له لارې ثابت شي، لکه دا پوهه چې معرف باللام جمع کې استثناء داخلېږي؛ ځکه موږ ته داسې نقل شوي چې استثناء د هغو شیانو ایستل دي چې لفظ یې رانغاړي. دا که څه هم استنباط دی، خو د نقل له لارې پوهه ده؛ ځکه موږ ته نقل شوي چې استثناء د لفظ د مسمولاتو ایستل دي، نو موږ ترې فهم کړل چې معرف باللام جمع د عموم لپاره ده.)
دلته د مسلې په ضبط کې ماته ستونزه پیدا شوه؛ ځکه کتاب په ۲۳۸ مخ کې د استنباط عمومي قواعد بیان کړي او په ۲۴۰ مخ کې یې هغه په داسې وصف پورې تړلي چې حکم پرې مرتب کېږي.
۲. ولې (ومثل حُرّمت الخمرة للإسكار) ذکر شوی؟ سره له دې چې ضابطه پر وصف باندې د حکم مرتب کول د تعقیب او ترتیب په "فاء" سره دي؟
۳. په همدې کتاب کې په ۱۹۱ مخ کې راغلي دي: (یو دا چې پر وصف باندې د حکم مرتب کول د علیت (علت والي) ښکارندویي کوي، یعنې هغه وصف د دغه حکم لپاره علت وي؛ نو مثلاً څرول (سائمه والی) د وجوب لپاره علت دی او په دې وخت کې د دغه صفت په له منځه تلو سره حکم هم له منځه ځي، ځکه معلول د علت په زوال سره له منځه ځي).
او د حزب التحریر د "مفاهیم" په کتاب کې په ۳۵ مخ کې راغلي دي: (هغه شرعي حکمونه چې په عباداتو، اخلاقو، خوراکونو او پوښاکونو پورې اړه لري، علت نه لري (نه تعلیلیږي)؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: "حرمت الخمرة لعينها". مګر هغه شرعي حکمونه چې په معاملاتو او عقوباتو پورې اړه لري، علت لري؛ ځکه په هغو کې شرعي حکم پر داسې علت ولاړ وي چې د حکم د شتون سبب وي).
نو ایا نشه (اسکار) د شرابو د تحریم علت دی؟ که داسې وي، نو موږ څنګه د دې او د "مفاهیم" کتاب د مطلب ترمنځ مطابقت راولو؟
بخښنه غواړم چې خبره اوږده شوه، الله تعالی دې تاسو ته برکت درکړي او ګامونه دې در ثابت کړي.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
لومړۍ پوښتنه: د اقتضاء دلالت او د هغې قاعدې په اړه چې (هغه څه چې واجب پرته له هغه نه پوره کېږي، هغه هم واجب دي)... موږ تاسو ته د ۲۰۱۹/۰۳/۳۰ نېټه ځواب درکړی و، هیله لرم چې په خیر سره دررسېدلی وي.
نورې پوښتنې:
ما د عموم بحث او د عموم د ثبوت لارې وکتلې، ستاسو د پوښتنو ځوابونه په لاندې ډول دي:
۱- د (الذین او اللاتي) په اړه؛ هو، دا د عاقلانو (هوښیارو) لپاره عمومیت افاده کوي، نه د عاقل او غیر عاقل دواړو لپاره، مګر دا چې غیر عاقل د عاقل په مقام کې راوستل شي. د ابن مالک د الفیې په شرح کې د حازمي لخوا د "الذین" په اړه راغلي دي: (اصل دا دی چې د عاقل لپاره وکارول شي، خو کله ناکله غیر عاقل د عاقل په درجه کې راوستل کېږي او "الذین" ورته کارول کېږي، الله تعالی فرمایلي دي:
إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ
"بېشکه هغه کسان چې تاسو یې له الله پرته بولئ (عبادت یې کوئ)، ستاسو په څېر بندګان دي." (د الاعراف سورت: ۱۹۴)
دلته بتان کله چې عبادت یې وشو، د عاقلانو په درجه کې راوستل شول، له همدې امله یې وروسته په دې قول کې ورته د عاقلانو ضمیر راوړی: ﴿أَلَهُمْ أَرْجُلٌ يَمْشُونَ بِهَا﴾) پای. مګر له دې حالت پرته، (الذین او اللاتي) د عاقل په عموم کې کارول کېږي.
په همدې ډول د عموم ځینې الفاظ چې د عاقل یا غیر عاقل لپاره وي، ښایي په ځانګړو حالاتو کې چې له اصل څخه خلاف وي، په دواړو کې وکارول شي، خو دا کارول یې له اصلي استعمال څخه نه باسي؛ لکه د "الذین" لفظ چې پورته مو ذکر کړ، هغه د عاقلانو په عموم کې پاتې کېږي او د غیر عاقل د عاقل په درجه کې راوستلو له امله یې وصف نه بدلېږي.
مثلاً د "ما" کلمه د غیر عاقل لپاره ده -لکه څنګه چې موږ د عموم په بحث کې ویلي- خو د تغلیب له بابه عاقلان هم رانغاړلی شي، لکه کله چې ډېری مخاطبان غیر عاقل وي... کله چې د الله تعالی دا قول نازل شو:
إِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ
"بېشکه تاسو او هغه څه چې تاسو یې له الله پرته عبادت کوئ، د جهنم خځلې (سونګ توکي) یاست." (د الانبیاء سورت: ۹۸)
ابن الزبعري وویل: زه به له محمد (صلی الله علیه وسلم) سره بحث وکړم او ویې ویل: اې محمده! ایا په هغه څه کې چې الله پر تا نازل کړي دا نه دي: ﴿إِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنْتُمْ لَهَا وَارِدُونَ﴾؟ هغه وفرمایل: هو. ابن الزبعري وویل: دا دی نصارا د عیسی عبادت کوي، یهود د عزیر عبادت کوي او بنو تمیم د ملایکو عبادت کوي، نو ایا دا ټول به په اور کې وي؟ هغه د "ما" په عموم استدلال وکړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه دا استدلال رد نه کړ، بلکې د الله تعالی دغه قول نازل شو چې د هغه خبره یې رد نه کړه بلکې تخصیص یې کړه:
إِنَّ الَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُمْ مِنَّا الْحُسْنَى أُولَئِكَ عَنْهَا مُبْعَدُونَ
"بېشکه هغه کسان چې له مخکې ورسره زموږ له لوري د نېکبختۍ وعده شوې ده، هغوی به له هغې (جهنم) څخه لیرې وساتل شي." (د الانبیاء سورت: ۱۰۱)
خو دا ځانګړی حالت د "ما" کلمې اصلي استعمال نه بدلوي، بلکې هغه د غیر عاقلانو لپاره پاتې کېږي.
همدا ډول د (الذین او اللاتي) اصلي استعمال په عموم کې د عاقلانو لپاره دی او هغه حالت (د غیر عاقل عاقل ته تنزیل) پرې اغېز نه کوي.
خو هغه څه چې د عاقل او غیر عاقل دواړو لپاره کارول کېږي، هغه (الذي او التي) دي... او دا چې د دغه مفرد لفظ عمومیت په عاقلانو او غیر عاقلانو دواړو کې دی، په داسې حال کې چې د جمع لفظ (الذین او اللاتي) عمومیت یې کم دی او یوازې په عاقلانو کې دی، ځکه نو دغې جمعې (الذین او اللاتي) ته غیر حقیقي جمع ویل کېږي.
۲- ستاسو پوښتنه د "أل" (الف او لام) په اړه؛ د عموم لپاره د "أل" افاده د نقل له لارې د استنباط له لارې نه ده راغلې، لکه څنګه چې د (لفظ د عموم د ثبوت لارې) په لومړۍ فقره کې ذکر شوي، چې نص یې دا دی: (د لفظ عموم یا خو موږ ته د نقل له لارې ثابتېږي چې عربو دا لفظ د عموم لپاره ایښی، یا یې دا لفظ په عموم کې کارولی دی؛ او یا دا چې موږ ته له نقل څخه د استنباط له لارې ثابتېږي، لکه دا پوهه چې معرف باللام جمع کې استثناء داخلېږي...) پای.
دا خبره دقیقه نه ده، بلکې "أل" چې د عهد لپاره نه وي، د ژبې د وضع له مخې عمومیت افاده کوي؛ لکه څنګه چې په درېیم "الشخصیة" کې د عموم د ثبوت د لارو په درېیمه فقره کې راغلي دي: (او هغه عموم چې د نقل له لارې ثابت دی، یا خو د ژبې له وضع څخه اخیستل شوی وي او یا د ژبې د خاوندانو له استعمال څخه. هغه عموم چې د ژبې له وضع څخه اخیستل شوی وي، دوه حاله لري: یو دا چې پخپله عام وي یعنې قرینې ته اړتیا نه لري، او دویم دا چې عمومیت یې د ژبې له وضع څخه وي خو له قرینې سره... او هغه چې عمومیت یې له قرینې سره وي، قرینه کله په اثبات کې وي او کله په نفي کې. مګر هغه قرینه چې په اثبات کې وي، هغه "أل" او "اضافه" ده چې پر جمع باندې داخلېږي لکه العبيد او عبيدي، او پر اسم جنس باندې لکه:
وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَى
"او زنا ته مه نږدې کېږئ." (د الاسراء سورت: ۳۲)
فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ
"نو هغه کسان دې ووېرېږي چې د هغه له امر څخه مخالفت کوي." (د النور سورت: ۶۳)
هغه "أل" او اضافه چې پر اسم جنس داخلېږي، مفردات عاموي او پر جمع چې داخلېږي، جمعې عاموي؛ ځکه "أل" د هغو افرادو عمومیت بیانوي چې پرې داخله شوې وي...) دلته واضح ده چې "أل" په لغت کې عموم افاده کوي، نه په استنباط کې.
همدارنګه په "البحر المحیط" کې راغلي:
[...الثَّانِي: مَا يُفِيدُ الْعُمُومَ لُغَةً لَا بِالْوَضْعِ، بَلْ بِوَاسِطَةِ قَرِينَةٍ، فَهُوَ إمَّا فِي جَانِبِ الثُّبُوتِ كَـ"لَامِ" التَّعْرِيفِ الَّتِي لَيْسَتْ لِلْعَهْدِ...]، دلته هم واضح ده چې "أل" د یوې قرینې په واسطه په لغت کې عموم افاده کوي، نه د استنباط له لارې.
۳- ستاسو درېیمه پوښتنه د هغه عموم په اړه ده چې د استنباط له لارې ثابتېږي؛ په کتاب کې راغلي: [او هغه عموم چې د استنباط له لارې ثابتېږي، ضابطه یې د تعقیب او سبب بیانولو د "فاء" په واسطه پر وصف باندې د حکم مرتب کول دي، لکه د الله تعالی دا قول: ﴿وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا﴾ او د "حرمت الخمرة للإسكار" په څېر او داسې نور.] پای.
دا د هغه عموم تعریف چې د استنباط له لارې ثابتېږي (ضابطه یې پر وصف باندې د حکم مرتب کول دي) سم دی، او یاده شوې ضابطه د علت یو ډول دی؛ یعنې موږ یوازې د علت پر یو ډول بسنه کړې چې هغه (د تعقیب او سبب بیانولو د "فاء" په واسطه پر وصف باندې د حکم مرتب کول) دي. خو ځینې اصولیین د علت ټول ډولونه اخلي، نه یوازې د تعقیب او سبب "فاء"، او هغوی د دغه عموم لپاره په هر علت مثال راوړي، که هغه د تعقیب او سبب "فاء" ولري او که نه. مګر موږ پر همدغه ډول بسنه کړې لکه مخکې مو چې وویل، خو راوړل شوی مثال (حرمت الخمرة للإسكار) له دوو اړخونو سم نه دی:
لومړی: دا د دغه ډول علت (پر وصف باندې د حکم مرتب کول د تعقیب او سبب په "فاء" سره) مثال نه دی.
دویم: دلته نشه (اسکار) د شرابو د تحریم لپاره علت ذکر شوی، چې دا زموږ په تبني (اخيستل شوو آراوو) کې نشته؛ موږ دا تبني کړې چې شراب علت نه لري (نه تعلیلیږي)، بلکې شراب د خپل ذات له امله حرام شوي دي.
په پای کې، موږ به ان شاء الله دا درې واړه ځایونه سم کړو.
د خبرو په پای کې زه ستاسو د دقیق فهم مننه کوم، ستاسو د هڅو قدرداني کوم او له الله تعالی څخه غواړم چې ستاسو علم او فهم نور هم زیات کړي...
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۱۴۴۲ هـ ق کال د محرم الحرام ۴مه د ۲۰۲۰/۰۸/۲۳ م کال سره سمون خوري
د امیر (حفظه الله) له فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فیسبوک
د امیر (حفظه الله) له ویب پاڼې څخه د ځواب لېنک: ویب پاڼه