Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د خلافت د اقامې لپاره کار کول فرض کفايي دی تر هغه چې اقامه شي، نو تر هغه چې اقامه شوی نه وي هر هغه څوک ګناهکار دی چې ورته کار نه کوي

February 13, 2022
3421

د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د هغو پوښتنو لړۍ چې د هغه د Facebook پاڼې «فقهي» برخې ته رارسېدلې دي

ابو عمار احمد او ابو الهیثم اشقیرات ته!

پوښتنه: Abu Ammar Ahmad

شیخ صاحب، الله سبحانه وتعالی مو په خیر ونازوه. د دغه ځواب په اړه یوه پوښتنه لرم: تاسو ویلي چې د خلافت د اقامې لپاره د دعوت لېږدول فرض کفایي دی. ایا دا په دې معنا ده چې څوک دعوت نه لېږدوي ګناهکار نه دی، ځکه چې په یو ځای کې د دعوت لېږدونکي شتون لري؟

پوښتنه: ابو الهیثم اشقیرات

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته. کله چې د ځینو اسلامي ډلو لخوا د غوښتل شوي امارت په څېر یو امارت رامنځته شي، ایا دا له امت او هغو ډلو څخه چې د اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره کار کوي، فرض کفایي ساقطوي؟ که نه یوازې هغه وخت ساقطېږي چې په لومړي قدم کې د خلافت دولت تاسیس شي؟ مهرباني وکړئ لارښوونه وکړئ، الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته د خیر جزاء درکړي. ابو الهیثم شقیرات.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته.

ستاسو د دواړو پوښتنې په ورته موضوع دي، نو ځواب یې دا دی:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته، الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته هر خیر درکړي...

د دعوت لېږدول یو فرض کفایي دی او د دغه فرض معنا دا ده چې دا پر هر هغه چا چې د ترسره کولو توان یې لري تر هغه وخته واجب پاتې کېږي چې اقامه (ترسره) شي، نو کله چې اقامه شو، بیا وجوب ساقطېږي. خو تر هغه چې نه وي اقامه شوی، پر هر توانمند واجب دی... په همدې اساس، د خلافت د اقامې لپاره کار کول فرض کفایي دی تر هغه چې اقامه شي، نو تر هغه چې اقامه شوی نه وي، هر هغه څوک چې کار ورته نه کوي ګناهکار دی.

  • په «الخصیه» درېیم ټوک کې راغلي: (خو فرض د ادا کولو له نظره په دوو برخو ویشل شوی: فرض عین او فرض کفایه؛ د وجوب له نظره د دواړو ترمنځ هیڅ توپیر نشته، ځکه چې په دواړو کې ایجاب یو دی او دواړه د یو فعل د ترسره کولو جازم طلب (غوښتنه) ده. مګر د دوی ترمنځ توپیر دا دی چې فرض عین له هر فرد څخه په مشخصه توګه غوښتل شوی، او فرض کفایه له ټولو مسلمانانو څخه غوښتل شوی دی. که د هغه په اقامه کولو سره کفایت حاصل شو، نو فرض واقع شو، که دا کار هر فرد کړی وي او که ځینو یې کړی وي. او که د هغه په اقامه کولو سره کفایت حاصل نشو، نو پر هر فرد واجب پاتې کېږي تر څو چې فرض شتون پیدا کړي.)

  • په «الفکر الاسلامي» کې راغلي: [فرض کفایي پر هر مسلمان فرض دی: فرض د شارع هغه خطاب دی چې د یو فعل د ترسره کولو غوښتنه په جازمه توګه کوي، لکه د الله سبحانه وتعالی دا قول:

وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ "او لمونځ برپا کړئ." (سورت البقره [۲]: ۴۳)

انْفِرُواْ خِفَافًا وَثِقَالاً وَجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ "تاسو (د جهاد لپاره) سپک او درانده راووځئ او د الله په لاره کې په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد وکړئ." (سورت التوبه [۹]: ۴۱)

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول:

إِنَّمَا جُعِلَ الإِمَامُ لِيُؤْتَمَّ بِهِ "امام یوازې د دې لپاره ټاکل شوی چې اقتدا ورپسې وشي."

وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً "او څوک چې داسې حال کې مړ شي چې په غاړه کې یې (د خلیفه) بیعت نه وي، نو هغه د جاهلیت په مړینه مړ شو."

دا ټول نصوص د شارع خطاب دی چې د فعل غوښتنه یې په جازمه توګه کړې ده. هغه څه چې دغه غوښتنه یې جازمه کړې ده، هغه قرینه ده چې له غوښتنې سره یوځای راغلې او هغه یې جازمه کړې ده، نو ځکه یې ترسره کول واجب دي. فرض په هیڅ صورت نه ساقطېږي تر هغه چې هغه کار چې فرض شوی دی، ترسره نشي. د فرض پرېښودونکی د هغه د پرېښودو له امله د عذاب مستحق دی او تر هغه وخته ګناهکار پاتې کېږي چې ترسره یې کړي. په دې کې د فرض عین او فرض کفایه ترمنځ هیڅ توپیر نشته، دا ټول پر ټولو مسلمانانو فرض دي. د الله سبحانه وتعالی دا قول (وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ) فرض عین دی، دا قول یې (انْفِرُواْ خِفَافًا وَثِقَالاً وَجَاهِدُواْ) فرض کفایه دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول (إِنَّمَا جُعِلَ الإِمَامُ لِيُؤْتَمَّ بِهِ) فرض عین دی او دا قول یې (وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ... الحديث) فرض کفایه دی. دا ټول هغه فرضونه دي چې د شارع د هغه خطاب له لارې ثابت شوي چې د یو کار غوښتنه په جازمه توګه کوي. نو د وجوب له نظره د فرض عین او فرض کفایه ترمنځ د توپیر هڅه کول د الله په وړاندې ګناه، د الله له لارې څخه منعه کول او د الله تعالی د فرایضو په ترسره کولو کې د سستۍ لپاره یوه مغالطه ده.

مګر د هغه چا له ذمې څخه د فرض د ساقطېدو له نظره چې ورباندې واجب دی، بیا هم د فرض عین او فرض کفایه ترمنځ توپیر نشته. فرض نه ساقطېږي تر هغه چې شارع غوښتل شوی کار ترسره نشي، که هغه له هر مسلمان څخه غوښتل شوی وي لکه لمونځ، او که له ټولو مسلمانانو غوښتل شوی وي لکه د خلیفه بیعت. د دې هر یو تر هغه نه ساقطېږي چې کار ترسره نشي، یعنې تر هغه چې لمونځ ادا نشي او تر هغه چې خلیفه ونه ټاکل شي او بیعت ورسره ونشي. نو فرض کفایه له هیڅ مسلمان څخه نه ساقطېږي کله چې ځینې یې په ترسره کولو بوخت وي تر هغه چې کار بشپړ شي، نو هر مسلمان تر هغه وخته ګناهکار پاتې کېږي چې د هغه کار ترسره کول بشپړ نشي.

په همدې اساس دا خبره غلطه ده چې وویل شي: فرض کفایه هغه دی چې که ځینو یې ترسره کړ نو له نورو ساقطېږي؛ بلکې فرض کفایه هغه دی چې که ځینو «اقامه» کړ (تر پایه یې ورساوه) نو له نورو ساقطېږي. په دغه وخت کې د هغه ساقطېدل یو واقعي امر دی، ځکه غوښتل شوی کار ترسره او موجود شو، نو د پاتې کېدو ځای یې پاتې نشو. دا فرض کفایه دی او کټ مټ د فرض عین په څېر دی. له همدې امله د اسلامي دولت (خلافت) اقامه پر ټولو مسلمانانو فرض ده، یعنې د مسلمانانو پر هر فرد فرض ده. دا فرض له هیڅ مسلمان څخه نه ساقطېږي تر هغه چې اسلامي دولت اقامه نشي. که ځینې د اسلامي دولت د اقامې لپاره په کار بوخت وي، فرض له هیڅ مسلمان څخه نه ساقطېږي تر هغه چې اسلامي دولت عملاً نه وي اقامه شوی، او فرض پر هر مسلمان پاتې کېږي او ګناه هم پر هر مسلمان پاتې کېږي تر هغه چې د دولت اقامه بشپړه شي. له هیڅ مسلمان څخه ګناه نه ساقطېږي تر هغه چې د هغې د اقامې لپاره په کار پیل ونه کړي او پر هغه دوام ونه کړي تر څو چې اقامه شي...

همدا ډول هر فرض کفایه پر هر مسلمان فرض پاتې کېږي او دا فرض نه ساقطېږي تر هغه چې غوښتل شوی کار ترسره نشي.]

۳- د ۲۰۰۹/۵/۲۸ د یوې پوښتنې په ځواب کې راغلي: (...ب- او د اسلامي ژوند د بیا پیل لپاره کار کول فرض کفایه دی، او له دې امله چې دا کار لا نه دی تحقق موندلی، نو له ټولو څخه یې غوښتنه کېږي، نو ټول ګناهکار دي تر هغه چې تحقق ومومي، پرته له هغه چا چې په کار کې یې بوخت وي...)

امید لرم چې ځواب روښانه وي، الله سبحانه وتعالی ډېر پوه او حکیم دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

۱۱ رجب الخیر ۱۴۴۳هـ د ۲۰۲۲/۰۲/۱۲م سره سم

#الخلافة_101 #أقيموا_الخلافة #خلافت_کو_قائم_کرو #ReturnTheKhilafah #YenidenHilafet #TurudisheniKhilafa

د امیر (حفظه الله) د فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک

Share Article

Share this article with your network