Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د وضعي نظامونو په سیوري کې شرعي جزاګانې

July 03, 2017
4980

(د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ، چې د هغه د فېسبوک پاڼې «فقهي» برخې پوښتنو ته یې ورکړي دي)

د پوښتنې ځواب

د وضعي نظامونو په سیوري کې شرعي جزاګانې

M Dalih Akbar Sembiring ته!

پوښتنه:

السلام علیکم، ایا یو څوک باید د خلافت د بیا تاسیس انتظار وکړي ترڅو د اعدام د جزا غوښتنه وکړي؟ فرض کړئ یو څوک په یوه سیکولر هېواد کې ژوند کوي او داسې ګناه یې کړې چې د شرعیت له مخې یې جزا اعدام ده. که هغه غواړي چې دا جزا ورباندې پلي شي، ایا دا به شرعي وګڼل شي چې له ځینو باوري ملګرو څخه وغواړي چې دا حکم ورباندې پلي کړي؟

Question: Should one wait for Khilafah to be re-established to ask for a death penalty? Say someone is living in a secular country, and he conducted a misdeed that is punishable by death under shari'a. If he wishes to be punished to death, does it count as shar'i if he asks for it to be done by, for example, trusted companions?

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

ستاسو له پوښتنې څخه څرګندیږي چې تاسو له ګناه او په اخرت کې له عذاب څخه خلاصون ته لېواله یاست او په دې باور یاست چې که په دنیا کې جزا درکړل شي، نو د اخرت عذاب به چې خورا سخت او لوی دی، درڅخه ساقط شي؛ ځکه نو پوښتنه کوئ چې ایا داسې کوم لوری شته چې ورته مراجعه وکړئ ترڅو جزا ورباندې پلي کړي... خو وروره، ځینې مسایل شته چې باید درته روښانه وي:

۱- هغه دنیوي جزا چې د قیامت په ورځ د ګناه کفاره ګرځي، شرط پکې دا دی چې دا باید د یوه اسلامي دولت له لوري شرعي جزا وي، یعنې د داسې دولت له لوري چې د الله په شریعت حکم کوي، نه د وضعي قوانینو له مخې. پر دې یو دلیل هغه حدیث دی چې مسلم له عبادة بن صامت رضي الله عنه څخه روایت کړی، هغه وایي: موږ له رسول الله ﷺ سره په یوه مجلس کې وو، نو ویې فرمایل:

تُبَايِعُونِي عَلَى أَنْ لَا تُشْرِكُوا بِاللهِ شَيْئًا، وَلَا تَزْنُوا، وَلَا تَسْرِقُوا، وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللهُ إِلَّا بِالْحَقِّ، فَمَنْ وَفَى مِنْكُمْ فَأَجْرُهُ عَلَى اللهِ، وَمَنْ أَصَابَ شَيْئًا مِنْ ذَلِكَ فَعُوقِبَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَهُ، وَمَنْ أَصَابَ شَيْئًا مِنْ ذَلِكَ فَسَتَرَهُ اللهُ عَلَيْهِ، فَأَمْرُهُ إِلَى اللهِ، إِنْ شَاءَ عَفَا عَنْهُ، وَإِنْ شَاءَ عَذَّبَهُ

"له ما سره پر دې بیعت وکړئ چې له الله سبحانه و تعالی سره به هېڅ شی نه شریکوئ، زنا به نه کوئ، غلا به نه کوئ، او هغه نفس چې الله تعالی حرام کړی دی پرته له حقه به یې نه وژنئ؛ نو چا چې له تاسو څخه (پر دې لوظ) وفا وکړه، اجر یې پر الله دی، او چا چې له دې کارونو څخه کوم یو وکړ او په دنیا کې ورباندې جزا ورکړل شوه، نو دا ورته کفاره ده، او چا چې له دې څخه کوم کار وکړ او الله تعالی پرې پرده واچوله، نو کار یې الله ته دی، که ویې غوښتل بښي یې او که ویې غوښتل عذاب ورکوي."

دا حدیث روښانه کوي چې چا ته چې په دنیا کې جزا ورکړل شي، نو دا جزا د قیامت په ورځ ورته کفاره ده او په اخرت کې پر دغه ګناه نه عذاب کیږي. همداراز له حدیث څخه دا هم په ډاګه کیږي چې کفاره ګرځېدونکې جزا یوازې د هغه اسلامي دولت جزا ده چې پکې له خلیفه سره په اسلام باندې د حکم کولو بیعت کیږي؛ ځکه د رسول الله ﷺ حدیث په دې خبره پیل شوی: «تُبَايِعُونِي... فَمَنْ وَفَى مِنْكُمْ فَأَجْرُهُ عَلَى اللهِ، وَمَنْ أَصَابَ شَيْئًا مِنْ ذَلِكَ فَعُوقِبَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَهُ»؛ نو د کفارې جزا په بیعت پورې تړلې ده او بیعت د هغه حاکم لپاره وي چې په اسلام حکم کوي، نو په همدې اساس، هغه دنیوي جزا چې په اخرت کې د ګناه کفاره ګرځي، یوازې د هغه دولت جزا ده چې په اسلام حکم کوي.

۲- له همدې امله، کله به چې ځینو مسلمانانو ګناه وکړه، رسول الله ﷺ ته به ورتلل ترڅو ورباندې جزا جاري کړي چې د اخرت له عذاب څخه خلاص شي، کوم چې د دنیا تر جزا خورا سخت دی. مسلم په خپل صحیح کې له سلیمان بن بریدة او هغه له خپل پلار څخه روایت کوي چې ماعز بن مالک نبي کریم ﷺ ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله، ما پاک کړه! رسول الله ﷺ ورته وفرمایل:

«وَيْحَكَ، ارْجِعْ فَاسْتَغْفِرِ اللهَ وَتُبْ إِلَيْهِ»

"افسوس دې وي پر تا، وګرځه او له الله څخه بښنه وغواړه او توبه وباسه."

راوي وایي: هغه لږ لرې لاړ او بېرته راغی، ویې ویل: اې د الله رسوله، ما پاک کړه! رسول الله ﷺ ورته بیا همغه خبره وکړه، تر څلورم ځل پورې یې دا خبره تکرار کړه، بیا رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: «په څه شي کې دې پاک کړم؟» هغه وویل: له زنا څخه. رسول الله ﷺ پوښتنه وکړه: «ایا هغه لېونی دی؟» خبر ورکړل شو چې لېونی نه دی. بیا یې وفرمایل: «ایا شراب یې څښلي؟» یو سړی پورته شو او بوی یې کړ، خو د شرابو بوی یې ترې حس نه کړ. رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: «ایا تا زنا کړې؟» هغه وویل: هو. نو امر یې وکړ او هغه رجم (سنګسار) شو... بیا رسول الله ﷺ راغی، صحابه ناست وو، سلام یې ورته وکړ او کېناست، ویې وفرمایل: «د ماعز بن مالک لپاره بښنه وغواړئ»، هغوی وویل: الله دې ماعز بن مالک ته بښنه وکړي. رسول الله ﷺ وفرمایل:

«لَقَدْ تَابَ تَوْبَةً لَوْ قُسِمَتْ بَيْنَ أُمَّةٍ لَوَسِعَتْهُمْ»

"هغه داسې توبه وایستله چې که پر یوه امت وویشل شي، ټولو ته به بسنه وکړي."

لکه څنګه چې دلته وینئ، دې رښتیني مؤمن غوښتل چې په دنیا کې د حد په جاري کېدو سره د اخرت له عذابه خلاص شي، ځکه نو رسول الله ﷺ ته د هغه ورتلل د دې لپاره چې حد ورباندې جاري شي، رسول الله ﷺ د یوې رښتینې او ناصحانه توبې په توګه وګاڼه او ویې فرمایل: «لَقَدْ تَابَ تَوْبَةً لَوْ قُسِمَتْ بَيْنَ أُمَّةٍ لَوَسِعَتْهُمْ». شاید تاسو دا حدیث لوستی وي او غوښتي مو وي چې د هغه په څېر عمل وکړئ ترڅو دغه لوړ مقام ته ورسېږئ، خو توپیر یې روښانه دی؛ هغه سړی مسلمان حاکم ته تللی و چې حد ورباندې جاري کړي، خو په اوسني وخت کې د مسلمانانو په هېوادونو کې شته وضعي دولتونه، جزاګانې یې د ګناه کفاره نه ګرځي؛ ځکه چې هغه شرطونه نلري چې موږ په پیل کې (۱ نمبر بند کې) ذکر کړل.

۳- نو له همدې امله ستاسو لپاره جواز نلري چې د مسلمانانو په هېوادونو کې اوسنیو وضعي دولتونو ته ورشئ ترڅو جزا درکړي او نه هم کومې ډلې یا ټولنې ته؛ ځکه چې دا اسلامي دولت نه دی چې په اسلام حکم کوي او جزاګانې یې شرعي نه دي، نو د قیامت په ورځ ستاسو د ګناه کفاره نه ګرځي... اوس ستاسو لپاره د ګناه او اخروي عذاب څخه د خلاصون لاره دا ده:

  • دا چې الله سبحانه و تعالی ته رښتینې (نصوحه) توبه وباسئ او له هغه څخه وغواړئ چې ګناه مو دروبښي... الله تعالی فرمایي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يُكَفِّرَ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ

"اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! الله ته نصوحه (رښتینې) توبه وباسئ، هیله ده چې رب مو ستاسو ګناهونه دروبښي." (سورت تحریم [۶۶]: ۸)

  • دا چې نېک کارونه ډېر کړئ... الله تعالی فرمایي:

وَأَقِمِ الصَّلَاةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ

"او د ورځې په دواړو سرو او د شپې په ځینو برخو کې لمونځ قایم کړه، بېشکه چې نېکۍ بدۍ له منځه وړي، دا د پند اخیستونکو لپاره یو پند دی." (سورت هود [۱۱]: ۱۱۴)

او د نېکو کارونو په سر کې دا دی چې د اسلامي خلافت د تاسیس لپاره کار وکړئ، هغه چې پر ګناهکارانو شرعي جزاګانې پلي کوي او په دې توګه هغوی له ګناه او اخروي عذاب څخه ژغوري...

په دې توګه، پر مسلمانانو لازمه ده چې کله په اسلام حکم کوونکی حاکم "خلیفه" شتون نلري، د هغه د پیدا کولو لپاره خپله پوره هڅه وکړي؛ د خلیفه شتون یو ستر فرض دی، ځکه هغه د رب العالمین له لوري واجب شوي حدود قایموي، او کوم واجب چې پرته له یو شي نه پوره کیږي، نو هغه شی هم واجب دی. په ځانګړي ډول د حدودو پلي کول یو ستر فرض دی چې د امت اصلاح او د چارو استقامت پکې دی. ابن ماجه په خپل سنن کې له ابوهریرة څخه روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «حَدٌّ يُعْمَلُ بِهِ فِي الْأَرْضِ، خَيْرٌ لِأَهْلِ الْأَرْضِ مِنْ أَنْ يُمْطَرُوا أَرْبَعِينَ صَبَاحًا» "په ځمکه کې د یوه حد جاري کېدل د ځمکې د اوسېدونکو لپاره تر دې غوره دي چې څلوېښت ورځې پرې باران وشي."

هیله من یم چې موضوع پوښتونکي ته روښانه شوې وي او ورته څرګنده شوې وي چې په سیکولر دولت کې له هېڅ چا څخه د شرعي جزاګانو غوښتنه کول سم نه دي، که څه هم جزا ورکوونکي باوري اشخاص وي... دا کار ګناه نه پاکوي، ځکه هغه جزا چې ګناه پاکوي باید د یوه اسلامي دولت له لوري شرعي جزا وي چې په اسلام حکم کوي، لکه څنګه چې مو پورته تشرېح کړه.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

۰۸ شوال ۱۴۳۸هـ د ۲۰۱۷/۰۷/۰۲م مطابق

د امیر له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک

د امیر له ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: ګوګل پلس

د امیر له ټویټر پاڼې څخه د ځواب لېنک: ټویټر

د امیر ویب پاڼې څخه د ځواب لېنک: امیر ویب

Share Article

Share this article with your network