Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د يهودي ارګان د له منځه وړلو لپاره دعا

October 08, 2024
2527

د جليل عالم عطاء بن خليل ابو الرشته، د حزب التحرير د امير د ځوابونو لړۍ
د هغه د فيسبوک پاڼې "فقهي" د کتونکو پوښتنو ته

Agus Trisa ته

پوښتنه:

assalamu alaikum wa rahmatullahi wa barakatuhu May Allah protect you wherever you are I want to ask you about this noble verse Allah Subhanahu Wa Ta'ala says: وَاِذَا سَاَلَكَ عِبَادِيْ عَنِّيْ فَاِنِّيْ قَرِيْبٌ ۗ اُجِيْبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ اِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِيْ وَلْيُؤْمِنُوْا بِيْ لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُوْنَ

Is it true that God answers all human prayers?

Is there a prayer that God does not answer?

Some people ask, we have prayed for Israel to be destroyed by Allah, but why are they still strong and continuing to attack Gaza?

Thank you for your answer, may Allah reward you with the best reply wassalamu alaikum wa rahmatullahi wa barakatuhu

د پوښتنې ژباړه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، الله دې په هر ځای کې ستا ساتنه وکړي. غواړم له تاسو څخه د دغه مبارک ایت په اړه پوښتنه وکړم، چې الله سبحانه وتعالی فرمايي:

وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِي فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ

"او کله چې زما بندګان زما په اړه له تا څخه پوښتنه وکړي، نو (ورته ووایه چې) زه یقیناً نږدې یم، د دعا کوونکي دعا هغه وخت قبلوم کله چې هغه ما وبولي؛ نو دوی ته په کار دي چې زما حکم ومني او پر ما ایمان ولري، ترڅو سمه لاره ومومي." (البقرة: ۱۸۶)

ایا دا سمه ده چې الله سبحانه وتعالی د انسان هره دعا قبلوي؟
ایا داسې دعا شته چې الله سبحانه وتعالی يې نه قبلوي؟
ځينې خلک پوښتنه کوي چې موږ دعا وکړه چې الله دې يهودي ارګان له منځه يوسي، خو ولې دغه ارګان لا هم قوي دی او پر غزه خپلو تيرييو ته دوام ورکوي؟
ستاسو د ځواب مننه کوم، او له الله څخه غواړم چې ستاسو د ښه ځواب په بدل کې تاسو ته غوره بدله درکړي.
والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.

ځواب:

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته.

د دعا په اړه ځينې داسې موضوعات شته چې بايد وپېژندل شي:

۱- که يو مؤمن په صادقانه زړه او پرته له دې چې په دعا کې يې ګناه يا د خپلوۍ د اړيکو پرې کول وي، له الله څخه دعا وغواړي، نو الله سبحانه وتعالی يې په هغو درېيو بڼو کې چې په کتاب الله او سنتو کې بيان شوي، قبلوي:

الله سبحانه وتعالی د دعا کوونکي دعا قبلوي او د بې وسه او مضطر دعا قبلوي:

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ

"او ستاسو رب وفرمايل: ما وبولئ (له ما دعا وغواړئ)، زه ستاسو (دعا) قبلوم." (غافر: ۶۰)

وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِي

"او کله چې زما بندګان زما په اړه له تا څخه پوښتنه وکړي، نو (ورته ووایه چې) زه یقیناً نږدې یم، د دعا کوونکي دعا هغه وخت قبلوم کله چې هغه ما وبولي." (البقرة: ۱۸۶)

أَمَّنْ يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ

"يا هغه څوک چې د بې وسه (مضطر) دعا قبلوي کله چې هغه ورته غږ وکړي او تکلیف لیرې کوي." (النمل: ۶۲)

خو د دعا د قبلېدو لپاره يو شرعي حقيقت شته چې رسول الله ﷺ بيان کړی دی:

مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَدْعُو اللهَ عَزَّ وَجَلَّ بِدَعْوَةٍ لَيْسَ فِيهَا إِثْمٌ وَلَا قَطِيعَةُ رَحِمٍ، إِلَّا أَعْطَاهُ اللَّهُ بِهَا إِحْدَى ثَلَاثِ خِصَالٍ: إِمَّا أَنْ يُعَجِّلَ لَهُ دَعْوَتَهُ، وَإِمَّا أَنْ يَدَّخِرَهَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ، وَإِمَّا أَنْ يَصْرِفَ عنْهُ مِنَ السُّوءِ مِثْلَهَا. قَالُوا: إِذًا نُكْثِرُ. قَالَ: اللهُ أَكْثَرُ

"هر هغه مسلمان چې داسې دعا وکړي چې په هغې کې ګناه او د خپلوۍ پاللو (صلة رحم) پرې کول نه وي، الله سبحانه وتعالی به يې په بدل کې د درېيو شيانو څخه یو ورکړي: یا به یې دعا په چټکۍ په همدې دنيا کې قبوله کړي، یا به یې ورته په اخرت کې ذخيره کړي، او یا به ترې د هغې (دعا) په څېر یو شر او مصيبت لیرې کړي. هغوی وویل: نو موږ به ډېره دعا کوو. رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: الله تر دې هم زیات (ورکوونکی) دی." (د احمد روایت ۳/۱۸). همدارنګه فرمايي:

لَا يَزَالُ يُسْتَجَابُ لِلْعَبْدِ مَا لَمْ يَدْعُ بِإِثْمٍ أَوْ قَطِيعَةِ رَحِمٍ مَا لَمْ يَسْتَعْجِلْ. قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ، مَا الِاسْتِعْجَالُ؟ قَالَ: يَقُولُ قَدْ دَعَوْتُ وَقَدْ دَعَوْتُ فَلَمْ أَرَ يَسْتَجِيبُ لِي فَيَسْتَحْسِرُ عِنْدَ ذَلِكَ وَيَدَعُ الدُّعَاءَ

"د بنده دعا تر هغه قبلېږي چې په ګناه او د خپلوۍ په پرې کولو کې نه وي، تر هغه چې تلوار (عجله) ونه کړي. وویل شول: یا رسول الله! تلوار څه شی دی؟ ویې فرمایل: دا چې ووايي: ما دعا وکړه، بیا مې دعا وکړه، خو و مې نه لیدل چې قبوله شوې وي؛ نو په دغه وخت کې ستړی کېږي او دعا پرېږدي." (د مسلم روایت ۴۹۱۸).

نو موږ له الله سبحانه وتعالی څخه دعا غواړو او که چېرې موږ رښتیني، مخلص او اطاعت کوونکي واوسو، نو د هغې د قبلېدو په اړه په هغه مانا ډاډمن يو چې رسول الله ﷺ بيان کړې ده.

۲- دعا په ټولو حالاتو کې د هدف ترلاسه کولو لپاره یوازنۍ "شرعي طریقه" نه ده. دعا یو مندوب (مستحب) عمل دی، خو په جګړو کې د بري يا د دولت د اقامې لپاره شرعي طریقه نه ده... رسول الله ﷺ د بدر په غزا کې لښکر تيار کړ، سرتېري يې په خپلو ځايونو کې ځای پر ځای کړل او هغوی يې د جګړې لپاره پوره چمتو کړل، بيا رسول الله ﷺ خپلې خیمې (العریش) ته ننووت او له الله څخه يې د نصرت دعا پيل کړه او دومره زياته دعا يې وکړه چې ابوبکر صديق رضي الله عنه ورته وویل: "ای د الله رسوله! همدا دعا درته بس ده." (سيرة ابن هشام ۲/۶۲۶). نو دعا د اسبابو د نيولو د تعطیل او پرېښودلو په مانا نه ده، بلکې له اسبابو سره يو ځای ده.

همدارنګه، څوک چې غواړي خلافت بیا ځلي تاسيس شي، نو باید یوازې پر دعا بسنه ونه کړي، بلکې د هغو کسانو سره یو ځای عمل وکړي چې د خلافت د بيا تاسيس لپاره کار کوي؛ او له الله څخه د مرستې او په کارونو کې د بري غوښتنه وکړي او د اسبابو له نيولو سره یو ځای په اخلاص دعا وکړي.

په ټولو کارونو کې همداسې ده؛ انسان باید خپل عمل د الله لپاره خالص کړي، له رسول الله ﷺ سره په پیروۍ کې صادق وي او دعا او زارۍ وکړي، ځکه الله سبحانه وتعالی اورېدونکی او قبلونکی دی.

۳- موږ پخوا هم د دغه ډول یوې پوښتنې ځواب د ۱۴۳۲ هـ ق کال د ذي القعدې په ۴مه (۲۰۱۱/۱۰/۱م) ورکړی و، چې پکې راغلي دي:

[... اما له اسبابو سره یو ځای دعا کول پر پایلو اغېزه لري، او دا هغه څه دي چې رسول الله ﷺ او صحابه کرام رضي الله عنهم پرې وو. رسول الله ﷺ لښکر چمتو کاوه او خیمې ته به د دعا لپاره ننووت. مسلمانانو په قادسیه کې د سیند د تېرېدو لپاره تیاری کاوه او سعد رضي الله عنه به الله ته متوجه و او دعا به یې کوله... همداسې صادق مومنان تیاری کوي او بیا دعا کوي؛ لکه څنګه چې د روزۍ په لټه کې کس هڅه او زیار باسي او دعا کوي، او زده کوونکی درس وايي، زیار باسي او له الله څخه د بري غوښتنه کوي، نو دا په پایلو کې د الله په اذن اغېزه لري.

په "المفاهیم" کتاب کې په ۵۸ مخ کې راغلي دي: (خو باید پوه شو چې که څه هم هغه عمل چې طریقه پرې دلالت کوي، یو مادي عمل دی او محسوسې پایلې لري، مګر باید دغه عمل د الله په اوامرو او نواهیو سره سم ترسره شي او هدف ترې د الله رضا وي. همدارنګه باید پر مسلمان دا احساس حاکم وي چې له الله سره تړلی دی؛ نو هغه ته په لمانځه، دعا، د قرآن په تلاوت او داسې نورو سره نږدې شي، او مسلمان باید باور ولري چې نصرت یوازې د الله له لوري دی. له همدې امله په زړونو کې د تقوا شتون د الله د حکمونو د پلي کولو لپاره اړین دی، او دعا، د الله ذکر او په ټولو کارونو کې له الله سره د دایمي اړيکې شتون حتمي دی). له دې څخه څرګندېږي چې په ټولو چارو کې د دعا او اسبابو يو ځای والی څومره مهم دی.

د مادي اسبابو له نیولو سره یو ځای د دعا کارول هغه څه دي چې رسول الله ﷺ، صحابه کرامو او مومنانو ترسره کول. کله چې دا دواړه یو ځای شي، د الله په اذن پر پایلو اغېزه کوي، او د دواړو کارول د اسلام له طریقې سره هیڅ ټکر نه لري؛ بلکې هغه څه چې له طریقې سره ټکر لري، یوازې پر دعا بسنه کول دي، پرته له هغې طریقې چې نصوصو د اسلامي فکر د پلي کولو لپاره بیان کړې ده...].

له همدې امله ستاسو په پوښتنه کې چې د یهودي ارګان د له منځه وړلو لپاره د دعا په اړه دي؛ یوازې دعا بسنه نه کوي، بلکې باید د هغه دولت لښکر چې له یهودو سره جنګېږي له دعا سره یو ځای وي، لکه څنګه چې رسول الله ﷺ او صحابه کرامو رضي الله عنهم کاوه، او الله مرسته کوونکی دی.

ستاسو ورور،
عطاء بن خلیل ابو الرشته

د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربیع الآخر ۴مه
د ۲۰۲۴/۱۰/۰۷ م کال سره برابر

د امير (حفظه الله) له فيسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک:
فيسبوک

Share Article

Share this article with your network