Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: دولت د مفاهیمو، معیارونو او قناعتونو د مجموعې لپاره یو اجرائیوي ارګان دی

August 15, 2022
2620

د جلیل عالم، عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر امیر، د خپلو فېسبوک پاڼې مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ

د پوښتنې ځواب

دولت د مفاهیمو، معیارونو او قناعتونو د مجموعې لپاره یو اجرائیوي ارګان دی

عبدالرحمن درویش (Abdul Rahman Darweesh) ته

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

تر پوښتنې وړاندې زه او زما په څېر ډېر نور دعوتګر وروڼه تاسو ته د خیر، اوږد عمر او ښو اعمالو دعا کوو، آمین.

زما پوښتنه د دستور (اساسي قانون) په مقدمه کې د دغې جملې د شرحې په اړه ده: "دولت د مفاهیمو، معیارونو او قناعتونو د مجموعې لپاره یو اجرائیوي ارګان دی"، د دغو دریو الفاظو کره مانا له مثال سره څه ده؟

الله درته اجر درکړي او برکت درکې واچوي.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

په پیل کې، الله تعالی ته او ستا وروڼو ته ستاسو د نېکو دعاوو بدله درکړي، موږ هم تاسو ته د خیر دعا کوو.

ته په خپله پوښتنه کې هغه څه ته اشاره کوې چې د مقدمة الدستور (د دستور مقدمه) کتاب په لومړۍ برخه کې د لومړۍ مادې په شرحه کې راغلي دي: "له همدې امله دولت د هغو مفاهیمو، معیارونو او قناعتونو د مجموعې لپاره د یو اجرائیوي ارګان په توګه پېژندل شوی چې یوې ډلې خلکو منلي وي." په ضمن کې، دا تعبیر یوازې د مقدمې په کتاب کې نه دی راغلی، بلکې په نورو کتابونو کې هم شته، لکه د الشخصیة الإسلامیة (اسلامي شخصیت) د دویمې برخې په کتاب کې چې داسې راغلي: "ځکه چې د امت وجود د خلکو یوه ډله ده چې له یو لړ مفاهیمو، معیارونو او قناعتونو سره یو ځای وي. او د دولت وجود د هغو خلکو ټولګه ده چې د حکم (واکمنۍ) واک لري او یو لړ معیارونه، مفاهیم او قناعتونه ورسره وي." خو تر ټولو ډېر چې دا تعبیر پکې کارول شوی، هغه د دخول المجتمع (ټولنې ته ننوتل) کتاب دی چې لسګونه ځله پکې راغلی دی...

د دغه تعبیر په دقیق څېړلو سره څرګندېږي چې د دغو دریو اصطلاحاتو (مفاهیم، معیارونه، قناعتونه) ترمنځ د "عموم او خصوص" اړیکه شتون لري... د هغو بیان په لاندې ډول دی:

۱- افکار د الفاظو ماناوې دي، او مفاهیم د افکارو ماناوې دي. که چېرې انسان په یو فکر تصدیق وکړي (باور پرې وکړي)، نو هغه له یو ساده فکر څخه په یو مفهوم بدلېږي چې په سلوک (کړه وړه) باندې اغېزه کوي... د الشخصیة الإسلامیة لومړي ټوک په ۱۲-۱۳ مخونو کې داسې راغلي:

[مفاهیم د افکارو ماناوې دي، نه د الفاظو ماناوې. لفظ داسې کلام دی چې پر ماناوو دلالت کوي، چې کېدای شي په واقعیت کې شتون ولري او یا نه. شاعر چې وایي:

وَمِنَ الرِّجَالِ إِذَا انْبَرَيْتَ لِهَدْمِهِمْ *** هَرَمٌ غَلِيظُ مَنَاكِبِ الصُّفَّاحِ

فَإِذَا رَمَيْتَ الْحَقَّ فِي أَجْلَادِهِ *** تَرَكَ الصِّرَاعَ مُضَعْضَعَ الْأَلْوَاحِ

نو دا مانا په واقعیت کې شتون لري او په حس سره درک کېږي، که څه هم درک کول یې ژورتیا او روښانتیا ته اړتیا لري. خو کله چې شاعر وایي:

قَالُوا: أَيَنْظُمُ فَارِسَيْنِ بِطَعْنَةٍ *** يَوْمَ النِّزَالِ وَلَا يَرَاهُ جَلِيلاً

فَأَجَبْتُهُمْ: لَوْ كَانَ طُولُ قَنَاتِهِ *** مِيلاً إِذَنْ نَظَمَ الْفَوَارِسَ مِيلاً

نو دا مانا په هېڅ صورت شتون نه لري؛ نه ستايل شوي کس دوه سپاره په یوه نېزه ویشلي، نه چا دا پوښتنه کړې او نه هم دا ممکنه ده چې سپاره کسان تر یوه میله پورې په نېزه پیي کړي وي. د داسې جملو ماناوې یوازې تشرېح او تفسیرېږي. مګر د فکر مانا دا ده چې که د دغه لفظ مانا یو داسې واقعیت ولري چې حس پرې واقع کېږي او یا ذهن یې د یو محسوس شي په توګه انځوروي او تصدیق یې کوي، نو دا مانا د هغه چا لپاره چې حس کوي یې او تصدیق یې کوي، یو "مفهوم" ګرځي. خو د هغه چا لپاره مفهوم نه ګرځي چې حس او تصدیق یې نه کوي، که څه هم د هغې جملې مانا پوه شي... نو مفاهیم هغه ماناوې دي چې په ذهن کې یې واقعیت درک شوی وي، که هغه بهرنی محسوس واقعیت وي او که داسې واقعیت وي چې پر محسوس واقعیت باندې د بنا شوي تسلیم له مخې منل شوی وي. له دې پرته نورې د الفاظو او جملو ماناوې مفهوم نه بلل کېږي، بلکې یوازې معلومات دي.] (پای)

له همدې امله، هر هغه فکر چې تصدیق یې وشي، مفهوم بلل کېږي، پرته له دې چې د دغه مفهوم مانا تنګه وي که پراخه.

۲- ځینې مفاهیم یوازې په یوې فرعي موضوع پورې اړه لري، لکه د شرابو د څښلو حرمت (حراموالی)؛ دا یوازې یوه مانا لري چې هغه دا ده: شرع د شرابو څښل حرام کړي دي، یعنې یوازې یو فرعي حکم پکې دی... مګر ځینې مفاهیم بیا له څو ماناوو سره تړاو لري ځکه چې ډېر فرعي افکار پرې قیاس کېدی شي او په یوه موضوع پورې محدود نه وي... د مثال په توګه د "حلال او حرام" مفهوم د انسان ټول اعمال رانغاړي، نو دا د انسان د اعمالو لپاره یو معیار (مقياس) دی؛ دا یوازې په یوه کار پورې اړه نه لري، بلکې په دې حالت کې دا مفهوم یو داسې معیار دی چې نور افکار او مفاهیم پرې تلل کېږي... همدارنګه د "په شیانو کې اصل اباحت دی" مفهوم یو معیار دی چې ډېر شیان پرې قیاس کېږي... یا د "موخه وسیله نه توجیه کوي" مفهوم د ډېرو سیاسي او غیر سیاسي کارونو لپاره یو معیار دی... نو معیار د وسعت له پلوه له مفهوم څخه عام دی، خو له بلې خوا د مفهوم له اصطلاح څخه خاص دی ځکه چې مفهوم پر جزئي افکارو او معیار دواړو اطلاق کېږي. په دې توګه څرګندېږي چې هر معیار د هغه چا لپاره چې تصدیق یې کوي، یو فکر او مفهوم دی، خو هر مفهوم معیار نه دی؛ ځکه مفهوم کېدای شي یو فرعي فکر وي او کېدای شي معیار وي، خو معیار یوازې هغه څه وي چې فروع پرې بنا کېږي او نور شیان پرې قیاس کېږي، نو ځکه فرعي فکر نه شي کېدای.

۳- مګر قناعتونه هغه مفاهیم او معیارونه دي چې په فرد او امت کې یې د ریښې او اصالت بڼه غوره کړې وي، او په نفسونو او ټولنه کې داسې ځای پر ځای شوي وي چې لیرې کول یې ګران وي. کله چې یو مفهوم یا معیار په نفسونو او ټولنه کې ریښه پیدا کړي، هغه یوې بلې درجې ته پورته کېږي او "قناعت" ګرځي، چې بیا یې په اسانۍ له بېخه ایستل ممکن نه وي. ځینې مفاهیم او معیارونه شته چې باید په فرد او ټولنه کې د قناعت درجې ته ورسېږي ترڅو د فرد او امت ساتنه وشي، لکه دا معیار چې: "په افعالو کې اصل د شرعي حکم پابندي ده"، او همدارنګه د اطاعت، جهاد، پر الله توکل او داسې نور مفاهیم...

د قناعت په اړه د پورته ذکر شوي اعتبار له مخې، هر قناعت یو مفهوم یا معیار دی، خو هر مفهوم او معیار قناعت نه دی. ځکه هغه مفاهیم او معیارونه چې په نفسونو او ټولنه کې یې ریښې نه وي کړي، د قناعت درجې ته نه رسېږي که څه هم تصدیق یې شوی وي؛ یعنې د هغې پاخوالي او ثبات درجې ته نه رسېږي چې د "قناعتونو" اصطلاح پرې وکارول شي. دا البته په دې مانا نه ده چې خلک په لغوي مانا ورباندې قانع نه دي (ځکه هغوی یې تصدیق کوي)، بلکې مانا یې دا ده چې هغوی په اصطلاحي مانا د قناعت وصف نه پوره کوي، که څه هم مفهوم او معیار ګرځېدلي وي...

د النظام الاجتماعي (ټولنیز نظام) کتاب په ۱۱ مخ کې راغلي: "د دغه فکري ګډوډۍ او له سمې پوهې څخه د انحراف لامل هغه ویجاړونکی یرغل دی چې غربي تمدن پر موږ وکړ او زموږ پر تفکر او ذوق یې بشپړ واک ترلاسه کړ، چې په پایله کې یې د ژوند په اړه زموږ مفاهیم، د شیانو لپاره زموږ معیارونه او زموږ هغه قناعتونه بدل کړل چې زموږ په نفسونو کې یې ریښې لرلې، لکه پر اسلام غیرت او د خپلو مقدساتو تعظیم." (پای)

لنډیز دا چې: که یو فکر فرعي وي او تصدیق یې وشي، نو هغه مفهوم دی؛ که داسې فکر وي چې نور فرعي افکار پرې بنا کېږي او تصدیق یې وشي، نو دا مفهوم بیا معیار ګرځي؛ او که مفهوم او معیار په نفسونو، ټولنې او امت کې ژورې ریښې وکړي، نو هغوی بیا قناعتونه دي... له همدې امله حزب کله چې په امت کې د بدلون او د دولت د اقامې لپاره کار کوي، باید پر هغو فرعي افکارو پوه وي چې غواړي په امت کې یې په مفاهیمو بدل کړي، پر هغو معیارونو پوه وي چې غواړي په امت کې یې رامنځته کړي، او پر هغو مفاهیمو او معیارونو پوه وي چې غواړي د اصالت بڼه ورکړي ترڅو په نفسونو او امت کې په داسې قناعتونو بدل شي چې لیرې کول یې ستونزمن وي... په دې توګه حزب کولای شي د دولت تر قیام وړاندې او وروسته په خپل کار کې لومړیتوبونه وټاکي او پر هغو مفاهیمو او معیارونو تمرکز وکړي چې د امت او دولت د ساتنې لپاره خورا مهم او اړین دي، ترڅو هغوی په داسې قناعتونو بدل کړي چې له نفسونو څخه یې په اسانۍ ایستل ممکن نه وي.

هیله ده ځواب روښانه وي.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

د امیر (حفظه الله) له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فېسبوک

د امیر (حفظه الله) له ویب پاڼې څخه د ځواب لینک: ویب

Share Article

Share this article with your network