Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د خير او شر او حسن او قبح ترمنځ توپير

March 10, 2016
12688

(د حزب التحریر امیر، جلیل عالم عطاء بن خليل ابو الرشته د خپلې فيسبوک پاڼې "فقهي" پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)

د پوښتنې ځواب:

د خير او شر او حسن او قبح ترمنځ توپير

ابو قصي ته

پوښتنه:

السلام علیکم یا شیخ، الله سبحانه وتعالی دې ستاسو عمر اوږد کړي ترڅو په خپلو سترګو د نصرت تحقق وګورئ، ان شاء الله...

زما پوښتنه د خیر او شر او حسن او قبح ترمنځ د توپیر په اړه ده؟ ځکه کله چې دا موضوع مطرح کېږي، د ځوانانو ځوابونه په دې اړه متفاوت وي، هیله ده چې د دواړو موضوعاتو ترمنځ توپیر راته روښانه کړئ، بارک الله فيک.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

الف- حسن او قبح، او خیر او شر د اصول الفقه د عالمانو په نزد اصطلاحات دي، نو ماناوې یې باید هغسې وپېژندل شي لوي چې هغوی وضع کړي او کارولي دي، نه هغسې چې په لغوي مانا کې راغلي دي. یعنې د دې لپاره چې د هغوی په مانا او ترمنځ یې په توپیر پوه شې، باید هغه د اصولو له عالمانو څخه واخلې نه د ژبې له عالمانو څخه. نو قاموس مه پرانیزه چې د حسن، قبیح، خیر او شر ماناوې پکې ولټوې او بیا ووایې چې دا دي، بلکې د اصولو پوهانو په اثارو کې وګوره چې هغوی ورته څه تعریف ایښی دی او بیا هماغه مانا واخیسته.

ب- اصولي عالمانو د (حاکم) په اړه بحث کړی دی، یعنې دا چې څوک پر افعالو د فرض، مندوب، مباح، مکروه یا حرام حکم صادروي؟ او پر شیانو د حلال او حرام حکم صادروي؟ دا په دې مانا چې له هغو سره اړوند امر او نهې څه ده، یعنې د هغو پر بنسټ ستاینه او غندنه څه ده، او بیا پر هغو کوم ثواب یا عقاب مرتب کېږي.

دا بحث له دې لیدلوري د هغوی په نزد حسن او قبیح ټاکي. نو کوم عمل چې د شرعي اوامرو موافق وي، ممدوح (ستایل شوی) او په اړه یې امر شوی وي، هغه "حسن" دی او ثواب پرې شته. او کوم چې د شرعي احکامو مخالف وي، مذموم (غندل شوی) او ورڅخه منع شوې وي، هغه "قبیح" دی او عقوبه (عذاب) پرې شته. له همدې امله، حسن او قبیح پر افعالو او شیانو د حکم د صادرولو پر مهال مطرح کېږي، چې دا شرعي حکم څه دی او پر هغه کومه ستاینه یا غندنه، یعنې ثواب یا عقاب مرتب کېږي.

پر همدې بنسټ، کله چې د مثال په توګه د غلا په اړه بحث کوو، د هغې د حکم د صادرولو له پلوه چې دا "حرامه" ده، او د ستاینې او غندنې او پر هغې د مرتبېدونکي اثر (ثواب یا عقاب) له پلوه چې په دنیا کې د لاس غوڅول او په اخرت کې د جهنم اور دی؛ نو دلته وایو چې غلا "قبیحه" ده.

ج- همدارنګه اصولي عالمانو د هغه مقیاس (تلي) په اړه هم بحث کړی دی چې یو شخص پرې د یو فعل زیان یا ګټه تللي او بیا پر بنسټ یې یو کار ته مخه کوي او یا ترې ډډه کوي. نو که چېرې هغوی یو ځانګړی عمل د اسلام پر هغه مقیاس وتلي چې ورته منلی دی او د دې تللو پایله د اسلام د مقیاس له مخې "ګټه" وي، نو دوی دا عمل خوښوي، ترسره کوي یې او "خیر" یې بولي. او که د دې تللو پایله "زیان" وي، نو دا عمل بد ګڼي، ترې ډډه کوي او "شر" یې بولي.

له همدې امله، کله چې د غلا په اړه د اسلام د هغه مقیاس له مخې بحث کوئ چې خپله ګټه او زیان پرې تلئ ترڅو اقدام ورته وکړئ او یا ترې ډډه وکړئ، نو دلته چې څه مطرح کېږي هغه خیر او شر دی.

نو وایې چې غلا "شر" دی، ځکه چې د اسلام په مقیاس کې زیان دی، نو ځکه یې مه کوه.

د- په همدې توګه، ته غلا ته هغه وخت "قبیحه" وایې چې کله د بحث محور د هغې د حکم صادرول وي یعنې تحریم یې، او د ثواب او عقاب له نظره وي یعنې په دنیا کې د لاس غوڅول او په اخرت کې د اور عذاب.

او غلا ته هغه وخت "شر" وایې چې کله ستا د بحث محور هغه مقیاس وي چې ګټه او زیان پرې تلې؛ نو هغه د اسلام په تله تلې، نه د خپلې مصلحت یا خواهشاتو له مخې. نو هغه زیانمنه مومې، بدې ترې راځي، له ترسره کولو یې ډډه کوې او "شر" یې بولې.

هـ- خلاصه:

که چېرې د بحث محور پر فعل او شي باندې د حکم صادرول وي او بیا پر هغو مرتبېدونکی ثواب یا عقاب وي، نو دلته د "حسن او قبح" صفت کارول کېږي.

او که چېرې د بحث محور هغه مقیاس وي چې ته پرې د یو فعل ګټه او زیان تلې او بیا ستا له خوا د هغه خوښول او اقدام ورباندې کول، یا ترې کرکه او ډډه کول وي، نو دلته د "خیر او شر" صفت کارول کېږي.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

د امیر د فيسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: facebook

د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: Googleplus

د امیر د ټویټر پاڼې څخه د ځواب لېنک: Twitter

د امیر له ویب پاڼې څخه د ځواب لېنک

Share Article

Share this article with your network