Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: "په خراجي ځمکه کې اقطاع"

January 02, 2013
3120

پوښتنه:

د الاموال کتاب په ۷۹ مخ کې له لاندې څخه په اوومه کرښه کې داسې راغلي: "که مړه ځمکه پخوا نه وي کرل شوې یا د تل لپاره نه وي اباده شوې، یا پخوا اباده وه او بیا ترې مخکې چې خراج پرې کېښودل شي، ورانه او مړه شوې وي، او دولت پرې په شرعي بڼه لاس بر کړی وي او بیا یې د رعیت کوم فرد ته په اقطاع کې ورکړي؛ نو پر دغو ځمکو هغه څه پلي کېږي چې په خراجي ځمکه کې د مړو ځمکو پر ابادولو پلي کېږي. هغه څوک چې دا ځمکه یې اقطاع کړې او اباده کړې یې ده، که مسلمان وي، د هغې د رقبي (اصل) او ګټې مالک ګرځي او پر ده باندې لسمه (عشر) یا نیمه لسمه (نصف العشر) زکات په خپله طریقه واجب دی." پای.

پوښتنه دا ده: ایا د "خراجي" ټکي پر ځای چې لاندې یې خط کښل شوی، سم ټکی "عشري" نه دی؟

ځواب:

  • داسې ښکاري چې دا ابهام تاته له دې ځایه پیدا شوی چې ته فکر کوې په خراجي ځمکه کې د هغې مړې ځمکې ابادول چې مخکې پرې خراج نه وي اېښودل شوی، عشري ګرځي. خبره داسې نه ده، بلکې دا د مسلمان لپاره عشري ګرځي، خو د کافر په نسبت پر خپل اصل یعنې خراجي پاتې کېږي.

خو هغه مړې ځمکې چې مخکې پرې خراج اېښودل شوی وي، د هغو بېرته ابادول یې خراجي صفت نه ختموي، که ابادونکی یې مسلمان وي او که کافر.

په الاقتصادي کتاب (۱۳۳ - ۱۳۴ مخونو) کې داسې راغلي:

"چا چې په عشري ځمکه کې مړه ځمکه اباده کړه، د هغې د رقبي او ګټې مالک شو، که مسلمان وي او که کافر. پر مسلمان پدې کې عشر واجب ده چې د هغو کښتونو او میوو زکات دی چې کله نصاب ته ورسېږي زکات پرې واجبېږي. خو پر کافر بیا خراج واجب دی، نه عشر؛ ځکه هغه د زکات اهل نه دی او دا ځمکه نشي کولی چې له یوې دندې (عشر یا خراج) څخه خالي وي.

او چا چې په خراجي ځمکه کې داسې مړه ځمکه اباده کړه چې مخکې پرې خراج نه و اېښودل شوی، که مسلمان وي نو د هغې د رقبي او ګټې مالک شو، او که کافر وي یوازې د ګټې مالک یې شو. پر مسلمان پکې عشر واجب دی او خراج پرې نشته. خو پر کافر پکې خراج واجب دی، لکه څنګه چې د فتحې پر مهال پر کافرانو د ځمکې په بدل کې ایښودل شوی و.

او چا چې په خراجي ځمکه کې داسې مړه ځمکه اباده کړه چې مخکې تر مړ کېدو پرې خراج اېښودل شوی و، یوازې د هغې د ګټې مالک شو نه د رقبي، که مسلمان وي او که کافر. او پر ده پکې خراج واجب دی؛ ځکه دا پر هغه ځمکه صدق کوي چې مفتوحه ده او خراج پرې ایښودل شوی، نو ځکه باید خراج پرې پاتې شي، که مالک یې مسلمان وي یا کافر، تر ابده پورې." پای.

همدارنګه په المقدمة کې د ۱۳۳ مادې په شرحه کې داسې راغلي:

(او چا چې په خراجي ځمکه کې داسې مړه ځمکه اباده کړه چې مخکې پرې خراج نه و اېښودل شوی، که مسلمان یې اباده کړي، عشري ځمکه ګرځي «زکات پکې وي»، او که ابادونکی یې ذمي وي، خراجي ځمکه ګرځي «خراج پرې وي».

او چا چې په خراجي ځمکه کې داسې مړه ځمکه اباده کړه چې مخکې تر مړ کېدو پرې خراج اېښودل شوی و، نو دا خراجي ځمکه وي، که ابادونکی یې مسلمان وي او که ذمي.) پای.

د الاموال کتاب په ۴۲ مخ کې د عشري ځمکو په بیان کې داسې راغلي:

(هر مړه ځمکه چې یو مسلمان یې اباده کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

مَنْ أَحْيَا أَرْضاً لَيْسَتْ لِأَحَدٍ فَهُوَ أَحَقُّ بِهَا

"چا چې داسې ځمکه اباده کړه چې د بل چا نه وه، نو دی ورته ډېر مستحق دی." او بخاري په دې لفظ روایت کړې: «مَنْ أَعْمَر أرضاً ليست لأحدٍ فهو أحق».

او دا عشر، عشر پاتې کېږي او په خراج نه بدلېږي، مګر په هغه حالت کې چې یو کافر له مسلمان څخه عشري ځمکه واخلي. نو په هغه صورت کې دی باید خراج ورکړي او عشر نه ورکوي؛ ځکه عشر زکات دی او کافر د زکات اهل نه دی؛ ځکه زکات د مسلمان لپاره صدقه او پاکي ده، او دا ځمکه نشي کولی چې له یوې دندې (عشر یا خراج) څخه خالي وي.) پای.

له همدې امله، ستا په پوښتنه کې چې ویلي دي: "ایا د خراجي ټکي پر ځای عشري سم نه دی؟"، نه، بلکې سم یې دا دی چې همدا "خراجي" پاتې شي؛ ځکه دلته بحث په خراجي ځمکه کې د اقطاع په اړه دی چې هغه مړه وه او مخکې پرې خراج نه و فرض شوی.

هغه فقره چې تا یې په اړه پوښتنه کړې، په همدې باب کې راغلې ده او له هغې څو کرښې مخکې داسې راغلي: (خو که اقطاع په خراجي ځمکه کې وي - چې دا هغه ټولې ځمکې دي چې په جنګ «عنوة» سره فتح شوې دي لکه عراق، شام او مصر - نو کتل کېږي...)، بیا یې تفصیل پیل کړی دی، نو موضوع په خراجي ځمکه کې د اقطاع په اړه ده.

دا پدې پوهېدلو سره چې که مسلمان په خراجي یا عشري ځمکه کې مړه ځمکه اباده کړي، هغه عشري ګرځي.

خو که ابادونکی کافر وي، نو خراجي ځمکه خراجي او عشري ځمکه عشري پاتې کېږي، خو په دواړو حالتونو کې به خراج ورکوي؛ ځکه عشر زکات دی او له کافر څخه نه اخیستل کېږي، او ځمکه له وظیفې څخه نه خالي کېږي، نو له کافر څخه پرې خراج اخیستل کېږي.

Share Article

Share this article with your network