Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د «أَبَعْدَ هَذَا الْخَيْرِ شَرٌّ» او «ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» دوو حدیثونو ترمنځ د تعارض حل او یووالی

February 26, 2021
3287

د جلیل عالم، شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر د امیر د هغو ځوابونو لړۍ چې د خپلې فېسبوک پاڼې پر "فقهي" برخې یې د مینه والو پوښتنو ته ورکړي دي

د پوښتنې ځواب

محمد شتات ابو صباح ته!

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

هیله لرم چې زما پیغام تاسو ته په داسې حال کې ورسېږي چې له پوره روغتیا او عافیت څخه برخمن یاست.

له تاسو غواړم چې ماته لاندې احادیث تشریح کړئ؛ ځکه دا احادیث په ظاهره یو له بل سره په ټکر کې ښکاري او ځینې خلک یې د یو بل پر وړاندې کاروي، پرته له دې چې په مانا یې پوه شي:

د لومړۍ ډلې حدیث:

عَنِ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ قَالَ: كُنَّا قُعُوداً فِي الْمَسْجِدِ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ ﷺ وَكَانَ بَشِيرٌ رَجُلاً يَكُفُّ حَدِيثَهُ فَجَاءَ أَبُو ثَعْلَبَةَ الْخُشَنِيُّ فَقَالَ يَا بَشِيرُ بْنَ سَعْدٍ أَتَحْفَظُ حَدِيثَ رَسُولِ اللَّهِ ﷺ فِي الْأُمَرَاءِ فَقَالَ حُذَيْفَةُ أَنَا أَحْفَظُ خُطْبَتَهُ فَجَلَسَ أَبُو ثَعْلَبَةَ فَقَالَ حُذَيْفَةُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ

تَكُونُ النُّبُوَّةُ فِيكُمْ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً عَاضّاً فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ

"تر هغه وخته به په تاسو کې نبوت وي چې الله یې غواړي، بیا به یې پورته کړي کله چې یې د پورته کولو اراده وکړي. بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي، تر هغه به وي چې الله یې غواړي، بیا به یې پورته کړي کله چې یې د پورته کولو اراده وکړي. بیا به عاض (چیچونکې) واکمني وي، تر هغه به وي چې الله یې غواړي، بیا به یې پورته کړي کله چې یې د پورته کولو اراده وکړي. بیا به جبري (زورواکې) واکمني وي، تر هغه به وي چې الله یې غواړي، بیا به یې پورته کړي کله چې یې د پورته کولو اراده وکړي. بیا به یو ځل بیا د نبوت پر منهج خلافت وي." (مسند احمد) بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم چوپ شو...

او د بلې ډلې حدیث هم دا دی:

عن حُذَيْفَةُ بْنُ الْيَمَانِ قَالَ

كَانَ النَّاسُ يَسْأَلُونَ رَسُولِ اللَّهِ ﷺ عَنْ الْخَيْرِ وَأَسْأَلُهُ عَنْ الشَّرِّ وَعَرَفْتُ أَنَّ الْخَيْرَ لَنْ يَسْبِقَنِي قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَبَعْدَ هَذَا الْخَيْرِ شَرٌّ قَالَ يَا حُذَيْفَةُ تَعَلَّمْ كِتَابَ اللَّهِ وَاتَّبِعْ مَا فِيهِ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ قَالَ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَبَعْدَ هَذَا الشَّرِّ خَيْرٌ قَالَ هُدْنَةٌ عَلَى دَخَنٍ وَجَمَاعَةٌ عَلَى أَقْذَاءٍ قَالَ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ الْهُدْنَةُ عَلَى دَخَنٍ مَا هِيَ قَالَ لَا تَرْجِعُ قُلُوبُ أَقْوَامٍ عَلَى الَّذِي كَانَتْ عَلَيْهِ قَالَ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَبَعْدَ هَذَا الْخَيْرِ شَرٌّ قَالَ فِتْنَةٌ عَمْيَاءُ صَمَّاءُ عَلَيْهَا دُعَاةٌ عَلَى أَبْوَابِ النَّارِ وَأَنْتَ أَنْ تَمُوتَ يَا حُذَيْفَةُ وَأَنْتَ عَاضٌّ عَلَى جِذْلٍ خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ تَتَّبِعَ أَحَداً مِنْهُمْ

"حذیفه بن یمان رضی الله عنه روایت کوي چې خلکو به له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د خیر په اړه پوښتنه کوله او ما به ترې د شر په اړه پوښتنه کوله، ځکه پوهېدم چې خیر خو ماته رسېدونکی دی. ما وویل: اې د الله رسوله! ایا له دې خیر څخه وروسته به بیا شر وي؟ هغه وویل: اې حذیفه! د الله کتاب زده کړه او پر هغه څه چې پکې دي عمل وکړه (دا یې درې ځله وویل). حذیفه وايي: ما وویل: اې د الله رسوله! ایا له دې شر څخه وروسته به بیا خیر وي؟ ویې فرمایل: یوه سوله به وي چې پر زړونو به یې دوړې (فساد) وي او یوه ډله به وي چې په منځ کې به یې کینې وي. ما وویل: اې د الله رسوله! د 'هدنة على دخن' (هغه سوله چې پرې لوګی یا فساد وي) مانا څه ده؟ ویې فرمایل: د خلکو زړونه به هغه ډول نه وي لکه پخوا چې وو. ما وویل: اې د الله رسوله! ایا له دې خیر څخه وروسته به بیا شر وي؟ ویې فرمایل: یوه داسې فتنه به وي چې ړنده او کڼه ده، په هغې کې به د دوزخ پر دروازو ولاړ بلونکي وي؛ اې حذیفه، که ته په داسې حال کې مړ شې چې د ونې ریښه دې په غاښونو نیولې وي (له چا سره ملګری نه شې)، دا ستا لپاره تر دې غوره ده چې د هغوی له کوم یو څخه پیروي وکړې." (مسند احمد)

لومړۍ ډله داسې تفسیر کوي چې د امت لپاره خیر راتلونکی دی او د نبوت پر منهج خلافت به حتماً راځي او د الله په شریعت به حکم کوي چې دا په خپله خالص خیر دی.

خو دویمه ډله بیا پر خپل حدیث استدلال کوي چې د امت د خیر زمانه تېره شوې او موږ اوس یوازې د فتنو په هغه پړاو کې یو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبر ورکړی دی، نو ځکه یو مسلمان باید د خپل دین د ژغورنې لپاره له خلکو جلا شي...

هیله ده وضاحت وکړې، په ډېر درنښت.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

لومړی حدیث احمد او طیالسي روایت کړی دی. د پوښتنې دویم حدیث هم احمد روایت کړی، خو بخاري په دغو ټکو روایت کړی دی:

...حَدَّثَنِي أَبُو إِدْرِيسَ الْخَوْلَانِيُّ أَنَّهُ سَمِعَ حُذَيْفَةَ بْنَ الْيَمَانِ يَقُولُ

كاَنَ النَّاسُ يَسْأَلُونَ رَسُولَ اللَّهِ ﷺ عَنْ الْخَيْرِ وَكُنْتُ أَسْأَلُهُ عَنْ الشَّرِّ مَخَافَةَ أَنْ يُدْرِكَنِي، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّا كُنَّا فِي جَاهِلِيَّةٍ وَشَرٍّ فَجَاءَنَا اللَّهُ بِهَذَا الْخَيْرِ، فَهَلْ بَعْدَ هَذَا الْخَيْرِ مِنْ شَرٍّ؟ قَالَ: نَعَمْ. قُلْتُ: وَهَلْ بَعْدَ ذَلِكَ الشَّرِّ مِنْ خَيْرٍ؟ قَالَ: نَعَمْ، وَفِيهِ دَخَنٌ. قُلْتُ: وَمَا دَخَنُهُ؟ قَالَ: قَوْمٌ يَهْدُونَ بِغَيْرِ هَدْيِي تَعْرِفُ مِنْهُمْ وَتُنْكِرُ. قُلْتُ: فَهَلْ بَعْدَ ذَلِكَ الْخَيْرِ مِنْ شَرٍّ؟ قَالَ: نَعَمْ، دُعَاةٌ إِلَى أَبْوَابِ جَهَنَّمَ مَنْ أَجَابَهُمْ إِلَيْهَا قَذَفُوهُ فِيهَا. قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، صِفْهُمْ لَنَا. فَقَالَ: هُمْ مِنْ جِلْدَتِنَا وَيَتَكَلَّمُونَ بِأَلْسِنَتِنَا. قُلْتُ: فَمَا تَأْمُرُنِي إِنْ أَدْرَكَنِي ذَلِكَ؟ قَالَ: تَلْزَمُ جَمَاعَةَ الْمُسْلِمِينَ وَإِمَامَهُمْ. قُلْتُ: فَإِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُمْ جَمَاعَةٌ وَلَا إِمَامٌ؟ قَالَ: فَاعْتَزِلْ تِلْكَ الْفِرَقَ كُلَّهَا وَلَوْ أَنْ تَعَضَّ بِأَصْلِ شَجَرَةٍ حَتَّى يُدْرِكَكَ الْمَوْتُ وَأَنْتَ عَلَى ذَلِكَ.

"...حذیفه بن یمان وايي: خلکو به له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د خیر په اړه پوښتنه کوله، خو ما به ترې د شر په اړه پوښتنه کوله له دې وېرې چې هسې نه ما ونیسي. ما وویل: اې د الله رسوله! موږ په جاهلیت او شر کې وو، بیا الله دا خیر (اسلام) راکړ، ایا تر دې خیر وروسته بیا شر شته؟ ویې فرمایل: هو. ما وویل: ایا تر هغه شر وروسته بیا خیر شته؟ ویې فرمایل: هو، خو څه نا څه فساد (لوګی) به پکې وي. ما وویل: هغه فساد څه دی؟ ویې فرمایل: داسې خلک به وي چې زما له لارې پرته به بلې لارې ته بلنه ورکوي، په ځینو کارونو کې به یې پېژنې (چې سم دي) او ځینې به یې نه پېژنې (چې ناسم دي). ما وویل: ایا تر هغه خیر وروسته بیا شر شته؟ ویې فرمایل: هو، داسې بلونکي چې د جهنم پر دروازو ولاړ دي، هر څوک چې د هغوی بلنه ومني، جهنم ته به یې وغورځوي. ما وویل: اې د الله رسوله! هغوی راته بیان کړه. ویې فرمایل: هغوی زموږ له پوټکي (قوم) څخه دي او زموږ په ژبه خبرې کوي. ما وویل: که زه هغه وخت ته ورسېدم، نو څه حکم راته کوې؟ ویې فرمایل: د مسلمانانو له ډلې او د هغوی له امام سره ملګری شه. ما وویل: که چېرې هغوی نه ډله ولري او نه امام؟ ویې فرمایل: نو له هغو ټولو ډلو څخه جلا شه، که څه هم د یوې ونې ریښه په غاښونو ونیسې، تر دې چې مرګ درته په هماغه حالت کې راشي." (صحیح بخاري)

ګرانه وروره، داسې ښکاري چې خبره درته پېچلې شوې ده. تا داسې انګېرلې چې د لومړي حدیث پای: (ثم تكونُ خلافةً على مِنهاجِ نُبُوَّةٍ)، د دویم حدیث له پای سره: (قال: فِتْنةٌ عَمْياءُ صَمَّاءُ، عليها دُعاةٌ على أبوابِ النارِ)، یو ځای ده. نو ځکه درته پوښتنه پیدا شوې چې د امت حال به څنګه وي: په لومړي حدیث کې د نبوت پر منهج خلافت دی او په دویم کې (د دوزخ پر دروازو ولاړ بلونکي او فتنه)؟!

خو وروره، خبره داسې نه ده. د لومړي حدیث پای او د دویم حدیث پای سره توپیر لري. حذیفه رضی الله عنه د دویم حدیث تر پای وروسته، یانې تر (دعاة على أبواب النار) وروسته بله پوښتنه ونه کړه چې څه به کېږي، بلکې هغه په دې کې اندېښمن و چې که دی هغه حالت ته ورسېږي، نو څه باید وکړي. پر هغه دا خبره ډېره درنه وه چې د مسلمانانو حال به داسې ځای ته ورسېږي (د دوزخ پر دروازو ولاړ بلونکي)، نو ځکه یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې په هغه حالت کې څه وکړي؟ دا یې ونه پوښتل چې تر هغه وروسته به څه وي.

خو دغه حالت چې په دویم حدیث کې یاد شوی، هماغه حالت دی چې په لومړي حدیث کې د (الملك الجبري) یا جبري پاچاهۍ په نوم یاد شوی دی. یانې هغه حالت چې د خلافت له منځه تلو وروسته راځي او تر هغه وروسته داسې واکمنۍ راځي چې د خلکو له خوښې پرته، په زور او پر اسلام له حکم کولو پرته پر مسلمانانو تپل کېږي. دا هماغه حالت دی چې مسلمانان په ۱۹۲۴م کال کې د خلافت له ړنګېدو راهیسې تر ننه پکې ژوند کوي... په دې کې ښکاره ده چې "د دوزخ پر دروازو ولاړ بلونکي" شتون لري، لکه څنګه چې په بخاري کې راغلي: (دُعَاةٌ إِلَى أَبْوَابِ جَهَنَّمَ مَنْ أَجَابَهُمْ إِلَيْهَا قَذَفُوهُ فِيهَا...)؛ او څوک چې د خلافت له نړېدو (۱۹۲۴م) وروسته پر تېرو سلو کلونو فکر وکړي، دا صفت په بشپړ ډول پکې ویني!

خو هغه څه چې ثابتوي دا په لومړي حدیث کې د (الملك الجبري) حالت او په دویم حدیث کې د (دعاة على أبواب النار) حالت یو دی، هغه د لومړي حدیث د "الملک الجبري" څخه د مخکیني پړاو او په دویم حدیث کې له "فتنة عمياء صماء" څخه د مخکیني پړاو په اړه غور کول دي. په لومړي حدیث کې له جبري پاچاهۍ مخکې، "عاض" (چیچونکې) پاچاهي یاده شوې ده، یانې هغه پرله پسې خلافت چې په یوه کورنۍ کې به پاتې کېده او شاوخوا ۱۳۰۰ کاله یې د امویانو، عباسیانو او عثمانیانو په دورو کې دوام وکړ. موږ په خپلو کتابونو کې ویلي چې په دغه دوره کې په تطبیق کې ځینې تېروتنې وشوې، په ځانګړې توګه د بیعت په برخه کې؛ ځکه بیعت به د تېر خلیفه د کورنۍ یو کس ته کېده او مسلمانان ورسره عادت شوي وو. د دې پر ځای چې بیعت د ټولو مسلمانانو لخوا د خوښې وړ کس ته وشي، یوازې په یوې کورنۍ پورې محدود شو. یانې هغه مرحله خلافت و، خو خلیفه په غاښونو د خلافت واګې نیولې وې ترڅو له کورنۍ یې بهر نه شي... او دا هماغه مرحله ده چې په دویم حدیث کې ورته (هُدْنةٌ على دَخَنٍ) ویل شوي، یا لکه څنګه چې د بخاري په روایت کې دي: (خير فيه دخن قلت وما دخنه قال قوم يهدون بغير هديي تعرف منهم وتنكر).

له دغه پړاو وروسته، رسول الله صلی الله علیه وسلم په لومړي حدیث کې خبر راکوي چې د نبوت پر منهج خلافت به له جبري پاچاهۍ وروسته بېرته راګرځي... خو په دویم حدیث کې حذیفه رضی الله عنه له "ړندې او کڼې فتنې" او "د دوزخ پر دروازو له ولاړو بلونکو" وروسته پوښتنه نه ده کړې چې تر دې شر وروسته به څه وي، بلکې پر هغه خبره درنه شوه او د هغه وخت په اړه یې د خپل عمل پوښتنه وکړه.

نو پایله دا شوه چې د دواړو حدیثونو یووالی په لاندې ډول دی:

۱- لومړي حدیث جبري پاچاهي یاده کړه خو د هغې د شرونو جزیات یې بیان نه کړل، او موږ ته یې خبر راکړ چې د نبوت پر منهج خلافت به تر جبري پاچاهۍ وروسته بېرته راځي. خو په دویم حدیث کې حذیفه ونه پوښتل چې تر هغې فتنې وروسته به څه وي؟ یانې هغه د جبري پاچاهۍ له مرحلې وروسته پوښتنه ونه کړه، بلکې یوازې یې دا وپوښتل چې دی پخپله په هغه حالت کې څه وکړي. په دې توګه د دواړو حدیثونو پای یو ډول نه دی: لومړی د جبري واکمنۍ وروسته د نبوت پر منهج په خلافت پای ته رسېږي، او دویم د دوزخ د بلونکو په مرحله کې درېږي ځکه حذیفه تر هغه وروسته پوښتنه نه وه کړې.

۲- یوه بله مسئله پاتې شوه چې د پوښتنې په پای کې راغلې وه: (وَأَنْتَ أَنْ تَمُوتَ يَا حُذَيْفَةُ وَأَنْتَ عَاضٌّ عَلَى جِذْلٍ خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ تَتَّبِعَ أَحَداً مِنْهُمْ) او د بخاري په روایت کې: (قُلْتُ فَمَا تَأْمُرُنِي إِنْ أَدْرَكَنِي ذَلِكَ قَالَ تَلْزَمُ جَمَاعَةَ الْمُسْلِمِينَ وَإِمَامَهُمْ قُلْتُ فَإِنْ لَمْ يَكُنْ لَهُمْ جَمَاعَةٌ وَلَا إِمَامٌ قَالَ فَاعْتَزِلْ تِلْكَ الْفِرَقَ كُلَّهَا وَلَوْ أَنْ تَعَضَّ بِأَصْلِ شَجَرَةٍ حَتَّى يُدْرِكَكَ الْمَوْتُ وَأَنْتَ عَلَى ذَلِكَ).

دا حکم طبعاً د هغه چا لپاره دی چې حق ورته نه وي څرګند شوی ترڅو ورته بلنه ورکړي او دا ټول بلونکي د جهنم پر دروازو ویني، نو پر ده لازمه ده چې له ټولو جلا شي... خو که حق ورته څرګند وي او داسې خلک وویني چې حق ته بلنه ورکوي، نو باید له هغوی سره ملګری شي او په ګوښه کې پاتې نه شي، بلکې یوازې له هغو ډلو جلا شي چې د اور په لور بلنه ورکوي...

نو په همدې توګه د دواړو حدیثونو ترمنځ په پورتني وضاحت سره یووالی او همغږي راتللی شي. الله سبحانه وتعالی تر هر چا ښه پوهېدونکی او حکیم دی.

ستاسو ورور، عطا بن خلیل ابو الرشته

۱۴ رجب المرجب، ۱۴۴۲هـ ق د ۲۰۲۱م کال د فبرورۍ ۲۶مه

د امیر (حفظه الله) له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک د امیر (حفظه الله) له ویب پاڼې څخه د ځواب لېنک

Share Article

Share this article with your network