Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

پوښتنې ته ځواب: په اسلامي دولت کې ګمرکونه

January 17, 2014
4250

(د حزب التحریر د امیر، عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د فېسبوک پاڼې د مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)

سامح ریحان ابو میسره ته

پوښتنه:

السلام علیکم، په «نظام الاسلام» کتاب کې راغلي چې اسلامي دولت یوازې له مشروع لارو څخه مالي سرچینې ترلاسه کوي، او دا هم پکې راغلي چې دولت پر کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ د څارنې له امله ګمرکونه اخلي.

دا خبره نن ورځ ستاسو له لوري د ګمرکي محصول د سیاست له غندلو سره څنګه سمون خوري، په داسې حال کې چې تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر دې حدیث استدلال کوئ چې: «لا يدخل الجنة صاحب مكس»؟ او ایا له کورنۍ سوداګرۍ څخه مراد دا دی چې دولت د اسلامي دولت د ولایتونو ترمنځ پر سوداګرۍ ګمرک لګوي؟

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمته الله و برکاته

  • د مکس (ناحقې مالیې) په اړه حدیث حاکم په المستدرک کې پر صحیحین راخیستی او د هغه په اړه یې ویلي: «دا حدیث د مسلم پر شرط صحیح دی خو هغوی (بخاري او مسلم) نه دی راخیستی»، متن یې داسې دی: عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم، يَقُولُ:

لَا يَدْخُلُ صَاحِبُ مَكْسٍ الْجَنَّةَ

«د مکس (ناحقې مالیې/ګمرک) اخیستونکی جنت ته نه ننوځي.»

دا حدیث د دولت د اتباعو په اړه دی، که مسلمانان وي او که اهل ذمه؛ نو له هغوی څخه پر خپله سوداګرۍ د ګمرکي مالیې اخیستل جواز نه لري. هغوی سوداګري کوي او هېڅ ډول مالیه ترې نه اخیستل کېږي، که دا سوداګري د اسلامي دولت د ولایتونو ترمنځ وي (یعنې کورنۍ سوداګري) او که د اسلامي دولت او بهر ترمنځ وي (یعنې بهرنۍ سوداګري)... نو د اسلامي دولت له سوداګرو، مسلمانانو او اهل ذمه څخه مالیه نه اخیستل کېږي. دا خبره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغو مکتوبونو کې هم تایید شوې چې هغو خلکو ته یې لیکلي وو چې اسلام یې راوړی و، چې هغوی به «نه عُشر کېږي»، یعنې پر سوداګرۍ به ترې د لسمې برخې په څېر ګمرک نه اخیستل کېږي:

  • ابو احمد حمید بن مخلد بن قتیبه بن عبدالله الخراساني چې په ابن زنجویه (وفات: ۲۵۱هـ) مشهور دی، په خپل کتاب «الاموال» کې روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ثقیف ته د هغوی د اسلام راوړلو پر مهال یو لیک ولیکه چې پکې راغلي: حمید موږ ته وویل... له عروه بن زبیر څخه، هغه وویل: دا د ثقیف لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیک دی:

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ، هَذَا كِتَابٌ مِنْ مُحَمَّدٍ النَّبِيِّ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم لِثَقِيفٍ... وَلَا يُعْشَرُونَ...

«د الله په نامه چې ډېر مهربان او پوره رحم لرونکی دی، دا د نبي محمد، د الله د رسول له لوري د ثقیف لپاره لیک دی... او له هغوی څخه به لسمه برخه (ګمرک) نه اخیستل کېږي...» یعنې پر سوداګرۍ به ترې ګمرک نه اخیستل کېږي.

  • ابن شبه په «تاریخ المدینه» کې روایت کړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د نجران عیسویانو ته د اهل ذمه په توګه لیک ولیکه چې د هغوی له سوداګرۍ څخه به ګمرک نه اخیستل کېږي... پکې راغلي: ابوالولید موږ ته وویل... له ابوالفتح څخه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د نجران له خلکو سره سوله وکړه او هغوی ته یې یو لیک ولیکه:

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ، هَذَا كِتَابُ مُحَمَّدٍ النَّبِيِّ رَسُولِ اللَّهِ لِأَهْلِ نَجْرَانَ إِذَا كَانَ حُكْمُهُ عَلَيْهِمْ... وَلَا يُعْشَرُونَ

«د الله په نامه چې ډېر مهربان او پوره رحم لرونکی دی، دا د نبي محمد، د الله د رسول له لوري د نجران د خلکو لپاره لیک دی کله چې د هغه حکم پر هغوی نافذ وي... او له هغوی څخه به لسمه برخه (ګمرک) نه اخیستل کېږي.» یعنې له اهل ذمه څخه پر سوداګرۍ ګمرک نه اخیستل کېږي، ځکه چې د نجران له عیسویانو سره د اهل ذمه په توګه سوله شوې وه، د دې جملې په استناد چې: «إِذَا كَانَ حُكْمُهُ عَلَيْهِمْ...» یعنې کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم پر هغوی وي.

  • ابو عبید په «الاموال» کې له عبدالرحمن بن معقل څخه روایت کړی چې وایي: ما له زیاد بن حدیر څخه وپوښتل: تاسو له چا څخه لسمه برخه (ګمرک) اخیستله؟ هغه وویل: «موږ نه له مسلمان څخه لسمه برخه اخیسته او نه له معاهد (تړون لرونکي) څخه. ما وویل: نو له چا څخه مو اخیستله؟ هغه وویل: د حربي هېوادونو له سوداګرو څخه، لکه څنګه چې هغوی له موږ څخه اخیستله کله چې به موږ ورغلو.» او «عاشر» هغه څوک دی چې پر هغو مالونو لسمه برخه (ګمرک) اخلي چې له دار الحرب څخه دار الاسلام ته ننوځي.

له همدې امله، هغه سوداګر چې د اسلامي دولت تابعیت لري، که مسلمان وي او که ذمي، له هغوی څخه ګمرکي محصول نه اخیستل کېږي.

• خو د حکمي محاربو (هغه هېوادونه چې عملاً جګړه نه وي خو د دښمنۍ حالت وي) پر سوداګرۍ ګمرک اخیستل کېږي، لکه څنګه چې د هغوی هېوادونه زموږ له سوداګرو څخه ګمرک اخلي... دا هماغه ډول ده چې د ابو عبید په «الاموال» کې راغلي: «ما وویل: نو له چا څخه مو اخیستله؟ ویې ویل: له حربي سوداګرو څخه، لکه څنګه چې هغوی له موږ څخه اخیستله کله چې به موږ ورغلو» او لکه څنګه چې ابن قدامه په «المغني» کې روایت کړي: له ابي مجلز لاحق بن حمید څخه روایت دی چې ویې ویل: «عمر ته وویل شول: له حربي خلکو څخه چې کله موږ ته راشي، څنګه محصول واخلو؟ هغه وویل: هغوی له تاسو څخه څنګه اخلي کله چې ورشئ؟ هغوی وویل: لسمه برخه. هغه وویل: نو تاسو هم له هغوی څخه همدومره واخلئ.»

خلاصه دا چې:

• د اسلامي دولت له سوداګرو څخه، که مسلمان وي او که ذمي، ګمرک نه اخیستل کېږي.

• له معاهد (تړون لرونکي) سوداګر څخه د هغه تړون د شرایطو مطابق ګمرک اخیستل کېږي چې لاسلیک شوی وي.

• له حکمي محاربو هېوادونو له سوداګرو څخه هغومره ګمرک اخیستل کېږي څومره چې هغه هېوادونه زموږ له سوداګرو څخه اخلي.

• خو هغه هېوادونه چې فعلي محارب دي (یعنې موږ او هغوی په فعلي جګړه کې یو)، سوداګر یې زموږ هېواد ته نشي داخلېدلی، ځکه له هغوی سره اړیکه د فعلي جګړې ده.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

د امیر د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک

د امیر له وېبپاڼې څخه د ځواب لېنک: امیر

د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: ګوګل پلس

Share Article

Share this article with your network