Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: په خلافت دولت کې د ټولو ډولونو کارخانې باید د جګړې د سیاست پر بنسټ جوړې شي

August 03, 2023
2343

د حزب التحریر امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د خپلې فیسبوک پاڼې "فقهي" د مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ

د پوښتنې ځواب

په خلافت دولت کې د ټولو ډولونو کارخانې باید د جګړې د سیاست پر بنسټ جوړې شي

احمد بنفتيته ته

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

زموږ قدرمن شېخ، عطاء الخیر، الله سبحانه وتعالی دې تاسو ژوندي وساتي او ګامونه دې استواره کړي،

د دې خبرې مانا څه ده چې "د ټولو ډولونو کارخانې باید د جګړې د سیاست پر بنسټ وي"؟ لکه څنګه چې د خلافت دولت د دستګاوو په کتاب (په حکم او اداره کې) کې راغلي: "...او د ټولو ډولونو کارخانې باید د جګړې د سیاست پر بنسټ جوړې شي."

ایا په دې اړه کوم مثالونه شته؟

زموږ امیره، الله سبحانه وتعالی دې په تاسو کې برکت واچوي او په خپل نصرت او لښکرو دې ستاسو ملاتړ وکړي او ستاسو په واسطه دې اسلامي امت ته بریا ور په برخه کړي.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

ستاسو د پوښتنې ځواب د اجهزة الدولة (د دولت دستګاوې) کتاب د ورډ فایل په ۱۰۷ پاڼه او همدارنګه د مقدمة الدستور (د اساسي قانون سریزه) لومړي ټوک په ۲۳۲ پاڼه کې شتون لري، زه هغه څه چې په دې اړه راغلي دلته درته رانقل کوم:

[دا چې اسلامي دولت د دعوت او جهاد له لارې د اسلامي دعوت لېږدونکی دولت دی، نو ځکه به دا دولت د جهاد لپاره تل چمتو وي. دا چمتووالی ایجابوي چې په هغه کې صنعت، که دروند وي او که سپک، د جګړې د سیاست پر بنسټ ولاړ وي؛ ترڅو هرکله چې د هر ډول جنګي تولیداتو د ترلاسه کولو لپاره د دغو کارخانو بدلون ته اړتیا پېښه شي، په هر وخت کې چې دولت یې وغواړي، دا کار ورته اسانه وي. له همدې امله باید په خلافت دولت کې ټول صنعت د جګړې د سیاست پر بنسټ جوړ شي او ټولې کارخانې، که هغه د درنو صنعتونو تولیدوونکې وي او که د سپکو صنعتونو، باید د همدغه سیاست پر بنسټ جوړې شي؛ ترڅو هرکله چې دولت ورته اړتیا ولري، په اسانۍ سره یې تولید پر جنګي تولید بدل کړي.] پای

مانا دا چې په خلافت دولت کې ټولې کارخانې باید په داسې ډول وي چې د تولید څرخ په اسانۍ سره د هغو تولیداتو په لور واړول شي چې له جنګي اړخ سره تړاو لري، نه د هغو چې په عادي حالت کې یې تولیدوي. د بېلګې په توګه: که د ملکي موټرو د جوړولو کارخانه وي، نو باید په داسې ډول (فني او عملي لحاظ) جوړه شي چې د تولید څرخ یې د هغو نظامي موټرو د جوړولو لپاره وکارول شي چې دولت یې د کفارو پر وړاندې په جګړه کې کاروي... همدارنګه که د جامو جوړولو کارخانه وي، باید په داسې ډول وي چې په اسانۍ سره د نظامي جامو تولید ته واړول شي... په همدې ډول، د کارخانو د جوړولو سیاست باید د تولید په څرخ، د کارخانو په ودانیو، له بریدونو څخه د خوندیتوب په امکاناتو او تر ځمکې لاندې ودانیو کې د کار کولو په وړتیا کې د جګړې پر سیاست ولاړ وي... او داسې نور هغه امور چې متخصصین یې ټاکي او دولت پرې څارنه کوي.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

۱۵ د محرم الحرام، ۱۴۴۵ هـ ق د ۲۰۲۳م کال د اګسټ ۲مه نېټه

د امیر (حفظه الله) له فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فیسبوک

Share Article

Share this article with your network