د جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر امیر، د خپلي فیسبوک پاڼې «فقهي» د لیدونکو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ
د پوښتنې ځواب
ظالم ته میلان او تکیه کول د کم زیان (اخف الضررین) قاعده
اسامه الشناب ته!
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! تر هر څه وړاندې ستاسو د مبارکو هڅو مننه کوم، له الله سبحانه و تعالی څخه غواړم چې تاسو په خپل نصرت سره تایید کړي او د دې دعوت لپاره د سعد بن معاذ په څېر انصار برابر کړي. همدارنګه له هغه ذات څخه غواړو چې د امت کړاوونه ختم کړي او خپل پخواني عزت ته یې وګرځوي.
زما دوې مهمې پوښتنې دي، هیله ده تر ممکن حده مفصل ځواب ورته ووایئ. که څه هم زه پوهېږم چې ستاسو ځوابونه تل مفصل وي، خو غواړم ډېر شرعي دلیلونه له تفصیل سره ولرم ترڅو پر دې مسایلو پوره پوه شم. زما پوښتنې دا دي:
لومړی: ولې ظالم ته میلان او پر هغه تکیه کول (یا هر هغه څوک چې قدرت، نفوذ او ګټور امکانات لري، که هغه منافق وي، فاسق وي او که کافر وي) او له هغه څخه د مال او مرستې غوښتل جایز نه دي؛ ترڅو یو مسلمان پرې د اشغالګر پر وړاندې جهاد وکړي او یا د دین نصرت وکړي؟
دویم: که زه په داسې یو کوچني هېواد کې یم چې اکثریت یې مسلمانان دي او هلته د ولسمشرۍ ټاکنې وي، ټول کاندیدان نه غواړي په هغه څه حکم وکړي چې الله نازل کړي دي، یوازې یو کس غواړي په ځینو هغو حکم وکړي چې الله نازل کړي او دا کاندید به ځینې اسلامي شعائر هم ساتي. خو نور پخواني کاندیدان ممکن د دغه هېواد اوسېدونکي وشړي، ډېر اسلامي شعائر له منځه یوسي او فحشا او ناوړه ارزښتونه خپاره کړي. ایا ماته شرعاً جایز ده چې د هغوی له منځه د «بد او بدتر» (لکه په عامیانه ژبه چې ویل کېږي: له بلا څخه کمه بلا) له باب څخه هغه چا ته رایه ورکړم چې شر یې کم دی؟ په داسې حال کې چې مسلمانان د دغه ذلت د مخنیوي لپاره قدرت نه لري او دا یو تحمیل شوی واقعیت دی. که بد شخص ته اجازه ورکړم چې واکمن شي، نو زما مسلمان وروڼه به وشړي او حلال به یې کړي، خو که کم بد شخص ته رایه ورکړم، نو ما د داسې چا واکمني منلې چې په هغه څه حکم نه کوي چې الله نازل کړي دي.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
لومړی: ستاسو د لومړۍ پوښتنې ځواب په خپله پوښتنه کې نغښتی دی...
۱- تاسو پوښتنه کوئ [ولې ظالم ته میلان او تکیه کول... جایز نه دي؟] ته وا تاسو په خپله خبره کې د الله سبحانه و تعالی دغه قول ته اشاره کوئ:
وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ
"او د هغو خلکو پر لور مه میلان کوئ (تکیه مه کوئ) چې ظلم یې کړی دی، ګنې اور به مو لمس کړي او له الله پرته به ستاسو هیڅ ملاتړی نه وي او بیا به ستاسو مرسته ونه شي." (سورت هود: ۱۱۳)
له دې آیت څخه په ښکاره څرګندیږي چې ظالمانو ته میلان او پر هغوی تکیه کول حرام دي، نو بیا څنګه د دې د جواز په اړه پوښتنه کوئ؟!
۲- د دغه آیت په اړه په تفسیر قرطبي کې داسې راغلي دي:
«... په دې کې څلور مسئلې دي: لومړۍ - د الله تعالی قول (وَلَا تَرْكَنُوا): "الرُکون" په حقیقت کې تکیه کول، اعتماد کول، ارامښت موندل او پر یو څه رضا کېدل دي. قتاده ویلي: مانا یې دا ده چې له هغوی سره مینه مه کوئ او اطاعت یې مه کوئ. ابن جریج ویلي: هغوی ته مه مایل کېږئ. ابو العالیه ویلي: د هغوی په اعمالو مه راضي کېږئ؛ دا ټول یو بل ته نږدې ماناګانې دي...
دریمه - د الله تعالی قول (إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا): ویل شوي چې دا د شرک اهل دي. او دا هم ویل شوي چې دا د هغوی او ګناهکارانو لپاره عام حکم دی... او همدا د آیت په مانا کې صحیح خبره ده چې دا د کفر د اهل او بدعتګرو او نورو ګناهکارانو څخه پر لیرېوالي دلالت کوي؛ ځکه له هغوی سره ملګرتیا کفر یا ګناه ده، ځکه ملګرتیا له محبت پرته نه وي...
څلورمه - د الله تعالی قول (فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ): یعني تاسو به وسوزوي، د هغوی سره د ګډون، ملګرتیا او د هغوی د مخ اړولو په وخت کې د هغوی د ملاتړ او په چارو کې د هغوی د موافقت له امله...» پای.
د دې آیت له تفسیر څخه څرګنده ده چې ظالم ته میلان (رُکون) بې له شکه حرام دی، که هغه ظالم کافر وي او که ګناهکار مسلمان. ظالم ته میلان د هغه په مینه، اطاعت، هغه ته په تمایل، پر هغه تکیه کول، د هغه ستاینه او د هغه پر ظلم چوپتیا... او داسې نورو سره وي، چې دا ټول د "رُکون" تر عنوان لاندې راځي او د مبارک آیت په نص سره حرام دي.
۳- بیا دا چې ستاسو په پوښتنه کې ظالم ممکن کافر واکمن وي او یا یو ګناهکار یا منافق واکمن وي چې د اسلام خلاف حکم کوي، لکه څنګه چې نن سبا د مسلمانانو د واکمنانو حال دی...
الف- که واکمن کافر وي، نو له هغه څخه مرسته غوښتل شرعاً جایز نه دي، که څه هم د جهاد لپاره ترې مال اخیستل وي؛ ځکه له هغه مال اخیستل بې له شکه پر هغې ډلې باندې د هغه واکمني (سلطان) رامنځته کوي. دا یو محسوس واقعیت دی، په ځانګړې توګه کله چې خبره د جنګي ډلو او ملیشو وي؛ هغوی د هغو هېوادونو یرغمل ګرځي چې تمویل یې کوي او پریکړې یې ترې اخیستل کېږي. ځکه هر څوک چې د حقایقو لږ پوهه ولري پوهیږي چې هېوادونه صدقې نه ورکوي، بلکې هر مال چې په نړۍ کې یو هېواد له خپلو اتباعو پرته بل لوري ته ورکوي، د خپلو ځانګړو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یې ورکوي او هغوی ته د هغه لوري ګټه مهمه نه وي... نو د اشخاصو، ډلو او تنظیمونو لخوا د کفر له هېوادونو څخه د جهاد او اشغالګر سره د جګړې لپاره مال اخیستل، یقیناً له پردیو سره تړل کېدل او سیاسي ځان وژنه ده او کفارو ته پر مسلمانانو واکمني ورکوي، په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمایي:
وَلَنْ يَجْعَلَ اللهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً
"او الله به هیڅکله کافرانو ته پر مومنانو (د برلاسۍ) کومه لاره جوړه نه کړي." (سورت نساء: ۱۴۱)
ب- او که واکمن ګناهکار وي، لکه د مسلمانانو د هېوادونو اوسني واکمنان، نو هغوی هم هیڅ بهرني لوري ته مال نه ورکوي مګر د ځانګړو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره، چې ډیری وخت دا اهداف د کفري هېوادونو لخوا په جوړو شویو پلانونو کې شامل وي، ځکه د مسلمانانو واکمنان د استعمارګرو کفري هېوادونو مزدوران دي... له همدې امله، کوم لوری چې د مسلمانانو له کوم واکمن سره وتړل شي او له هغه مرسته ترلاسه کړي، هغه د دغه واکمن په لاس کې یوه وسیله ګرځي چې هر لور ته یې وغواړي کاروي یې. موږ ته د شام په خاوره کې د ډیرو ډلو اروندوالی د هغو «سیاسي ناپاکو پیسو» پورې چې د سیمې هېوادونو ورته ورکولې، لیرې نه دی... پر دې سربېره هغه ډلې چې مال اخلي د ظالمو واکمنانو صفت کوي، ملګرتیا یې کوي، څېره یې ورته پاکوي او پر هغوی نیوکه نه کوي... دا ټول بې له شکه حرام دي، ځکه د مسلمانانو د حقوقو او اهدافو د ضایع کېدو لامل ګرځي او د مال اخیستونکی د ظالم خدمتګار او د خپل امت او دین خاین ګرځوي.
۴- بیا دا چې د الله په لاره کې جهاد او د دین نصرت له کفارو یا ظالمو واکمنانو څخه په مرسته غوښتلو نه کیږي؛ ځکه کفار واکمن د مسلمانانو دښمنان دي او امت باید له هغوی سره جهاد او مقابله وکړي، دا عقل نه مني چې له هغوی څخه د هغوی پر ضد د مرستې او مال په اخیستلو سره جهاد وشي، دا یو ښکاره تضاد دی. بلکې جهاد او د دین نصرت په امت باندې په تکیه کولو او د امت د قوت او ورکړې د سرچینې په ګرځولو سره کیږي.
همدارنګه په اسلامي هېوادونو کې ظالم واکمنان د کفارو په لاس کې وسیلې دي، نو څنګه یو مسلمان تصور کولی شي چې له هغوی څخه د کفارو د جګړې او دین د نصرت لپاره مرسته او مال واخلي، په داسې حال کې چې هغوی د امت د دښمنانو په لاس کې ارزانه وسیلې دي، امت ته سخت عذابونه ورکوي او له صادقو مجاهدینو او مخلصو دعوتګرانو سره جګړه کوي؟!
دویم: ستاسو د دویمې پوښتنې په اړه:
موږ مخکې د ۲۰۱۰/۸/۲۹ نېټه د «اهون الشرین او اخف الضررین» قاعدې (یا لکه څنګه چې تاسو په پوښتنه کې ویلي: «بلاء أقل من بلاء») په اړه مفصل ځواب ورکړی دی، چې متن یې دا دی:
«د "اهون الشرین یا اخف الضررین" قاعده:
دا د یو شمېر فقهاوو په نزد شرعي قاعده ده، او هغو عالمانو چې دا قاعده اخیستې ده، ټول یوې مانا ته راګرځي: هغه د دوو حرامو کارونو څخه د یو داسې کار ترسره کول دي چې حرمت یې کم وي؛ دا په هغه صورت کې چې مکلف شخص مجبور وي د دوو حرامو څخه یو ترسره کړي او نشي کولی دواړه یوځای پریږدي؛ ځکه چې دا کار ناممکن وي، یعني په هیڅ صورت یې په وس کې نه وي.
الله تعالی فرمایي: لَا يُكَلِّفُ اللهُ نَفْساً إِلَّا وُسْعَهَا "الله پر هیڅ نفس د هغه له وسې پورته تکلیف نه ږدي." (سورت بقره: ۲۸۶)
او سبحانه و تعالی فرمایي: فَاتَّقُوا اللهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ "نو تر خپلې وسې پورې له الله څخه ووېرېږئ." (سورت تغابن: ۱۶)
مانا دا چې دا قاعده د هغو کسانو په نزد چې منلې یې ده، یوازې هغه وخت پلې کیږي چې له دواړو حرامو څخه ځان ساتل ممکن نه وي، په داسې ډول چې که له دواړو حرامو څخه ځان وساتل شي نو تر هغه لوی حرام رامنځته کیږي، په داسې وخت کې بیا "اخف الضررین" (کم زیان) اخیستل کیږي. همدارنګه دغه عالمان د کم زیان ټاکل د هوی او خواهش مطابق نه، بلکې د شرعي احکامو مطابق بولي؛ نو د دوو نفسونو ساتل تر یو نفس ساتلو لومړیتوب لري، د دریو تر دوو او همداسې نور... د نفس ساتل تر مال ساتلو مقدم دي، د دار الاسلام ساتل په دین ساتلو کې راځي او تر نفس او مال ساتلو لومړیتوب لري. همدارنګه جهاد او لویه امامت (خلافت) هم له لومړیتوبونو څخه دي چې په دین ساتلو کې راځي. عالم شاطبي په "الموافقات" کې وایي: "نفسونه محترم او خوندي دي او د هغوی ژوند غوښتل شوی دی؛ که کار د هغوی د ژوند او مال د ضایع کېدو ترمنځ وي، نو د ژوند ساتل لومړیتوب لري...".
هغه مثالونه چې دغو عالمانو د دې قاعدې د پلي کولو لپاره یاد کړي دي:
۱- که د یوې مور ولادت سخت شي او د مور او جنین دواړو ژغورل ممکن نه وي او چټکې پریکړې ته اړتیا وي: یا د مور ژغورل چې د جنین د مړینې لامل کیږي، او یا د جنین ژغورل چې د مور د مړینې لامل کیږي. که کار همداسې پرېښودل شي او د یو د ژغورلو لپاره بل له منځه یو نه وړل شي، ممکن دواړه مړه شي. په داسې حالت کې د "اهون الشرین" یا "کم حرام" یا "کمې مفسدې" خبره کیږي، چې هغه د مور ژغورل دي، که څه هم دا کار په خپله د بل (جنین) د وژلو لامل کیږي.
۲- یو څوک د ډوبېدو یا د بل چا لخوا د وژل کېدو یا د بدن د غړو د سخت زیانمن کېدو له خطر سره مخ وي، او یا پر یوې ښځې د زنا تېری کیږي؛ په داسې حال کې چې یو مکلف شخص هلته وي او د دې منکراتو مخه نیولی شي، خو پر هغه د فرض لمانځه وخت دی چې ممکن تېر شي. نو یا به د هغه حرام مخه نیسي چې فرض لمونځ ترې قضاکېږي، او یا به فرض په خپل وخت ادا کوي چې هغه حرام واقع کیږي، او وخت د دواړو لپاره کفایت نه کوي. دلته د قاعدې د پلي کولو ځای دی، او تله به هم د شرعې لخوا وي چې د دغو یادو شویو محرماتو مخنیوی یې تر لمانځه په داسې حالت کې اړین کړی دی؛ خو که د دواړو ترسره کول ممکن وي، نو دواړه واجب دي.
۳- دا نور مثالونه دي چې امام غزالي او عز الدین بن عبد السلام رحمهما الله یاد کړي دي، چې پکې د اهون الشرین قاعدې د کارولو طریقه او د احکامو ترمنځ تله معلومیږي. العز په خپل کتاب "قواعد الأحكام في مصالح الأنام" کې وایي: "کله چې یوازې مفسدې سره یوځای شي، که یې مخنیوی ممکن وي مخه یې نیسو، خو که د ټولو مخنیوی ناممکن وي، نو لویه مفسده او بیا تر هغې کمه مفسده مخنیوی کوو..." بیا مثالونه وایي: "یو څوک د مسلمان په وژلو مجبور کړای شي چې که ویې نه وژني نو دی خپله وژل کیږي؛ نو پر ده لازمه ده چې د وژلو مفسده پر وژلو باندې په صبر کولو سره دفع کړي؛ ځکه پر خپل وژل کېدو صبر کول د بل د وژلو په پرتله کمه مفسده ده..." دا یو ښکاره مثال دی چې د دواړو مفسدو یا حرامو څخه یو انتخابوي ځکه له دواړو خلاصون نشته، خو که د دواړو مخنیوی یې په وس کې وی، نو پرې واجب وه.
په بل مثال کې وایي: "همدارنګه که په وژلو سره پر درواغو شاهدي ورکولو یا باطل حکم کولو مجبور شي؛ که هغه شاهدي یا حکم د یو چا د وژل کېدو، غړي غوڅېدو یا د ناموس د تېري لامل کیږي، نو شاهدي او حکم ورکول جایز نه دي؛ ځکه د وژلو منل تر دې غوره دي چې د یو مسلمان د بې ګناه وژل کېدو، بې جرمه غړي غوڅېدو یا پر ناموس د تېري لامل شي..." یعني که کار داسې وي چې یا به وژل کیږي او یا به پر بل چا د درواغو شاهدي ورکوي چې هغه ووژل شي، نو ده ته جایز نه ده بلکې پر وژل کېدو دې صبر وکړي...
مانا دا چې هغه حالت چې پکې د کم حرام یا مفسدې کارولو ته پناه وړل کیږي، هغه د دواړو حرامو څخه د ځان ساتلو یا د هغوی د مخنیوي د عجز حالت دی.
دا د "اخف الضررین" قاعدې د پلي کولو مثالونه و، لکه څنګه چې هغو عالمانو یاد کړي چې دا قاعده مني، خو هغه څه چې د پاچاهانو درباري ملایان یې د مسلمانانو د ګمراه کولو لپاره وړاندې کوي، په دې مثالونو کې نه راځي.
هغه کسان چې دا قاعده د یو حرام کار د ترسره کولو لپاره کاروي ترڅو بل حرام ونکړي، او عذر دا وړاندې کوي چې هغوی له زندان یا له دندې ایستلو څخه وېرېږي، دا په دې قاعده کې نه راځي.
همدارنګه هغه کسان چې وایي موږ په کفري حکومت کې ګډون کوو که څه هم حرام دی، ترڅو ټول منصبونه فاسقانو ته پاتې نشي، ځکه فاسقانو ته د حکومت پرېښودل لوی حرام دی... دا د قاعدې له تطبیقاتو څخه نه دی، بلکې دا د هغه چا په څېر دی چې وایي موږ شرابخانه خلاصوو او پیسې یې موږ ګټو، د دې پر ځای چې کافر یې خلاصه کړي او پیسې هغه یوسي...
او دا هم د قاعدې له تطبیقاتو څخه نه دی چې یو شخص ته دوه حرام وړاندې شي او هغه کم یې ترسره کړي، په داسې حال کې چې هغه د دواړو د پرېښودلو توان لري. لکه هغه څوک چې وایي: فلاني ته رایه ورکړئ که څه هم هغه سیکولر کافر یا فاسق وي، یا د فلاني ملاتړ وکړئ او د بل مه کوئ؛ ځکه لومړی راسره مرسته کوي او دویم نه... بلکې دلته دا ویل کیږي چې: دواړه وړاندې شوي کارونه حرام دي، نو د سیکولر انتخابول جایز نه دي او نه هم هغه د مسلمان د نظر استازی (وکیل) نیول جایز دي؛ ځکه هغه په اسلام پابند نه دی او داسې حرام کارونه کوي چې مؤکل ته یې ترسره کول جایز نه دي، لکه قانون جوړول، د حرامو پروژو منل او د حرامو غوښتنه کول. په لنډه توګه هغه له معروف څخه منع کوي او په منکر امر کوي. له همدې امله د هیڅ یو انتخابول جایز نه دي، ځکه د دې یا هغه انتخابول حرام دي، او د دواړو نه انتخابول د انسان په وس کې دي.
د "اخف الضررین" له تطبیقاتو څخه دا نه ده چې مسلمان له دوو حرامو سره مخ شي او د دواړو پرېښودل یې په وس کې وي، خو هغه د خپل هوی او خواهش مطابق یو انتخاب کړي او ادعا وکړي چې د دواړو پرېښودل ګران دي...! بلکې د ټولو محرماتو پرېښودل واجب دي تر هغه چې د شرعي احکامو مطابق یې پرېښودل په وس کې وي.
دا د "اخف الضررین" یا "اهون الشرین" په اړه لنډ تصویر و.» د پخواني ځواب پای.
امید لرم چې دا بسنه وکړي، او الله ډېر پوه او حکیم دی.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالحجې ۲۳مه د ۲۰۲۳/۰۷/۱۱م کال سره سم
د امیر د فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: https://www.facebook.com/HT.AtaabuAlrashtah/posts/828230945530943