** (د فېسبوک پاڼې د مینه والو پوښتنو ته د حزب التحریر د امیر عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ)**
له تاجکستان څخه AbuMuhibbullohi Abdulloh ته
پوښتنه:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته اې زموږ امیره!
موږ په زندان کې د حزب ځوانان له یوې جدي ستونزې سره مخ یو. زموږ په نزد دا معلومه ده چې له شرابو جوړ شوي عطر او هغه درمل چې شراب پکې کارول شوي وي، نجس دي. خو هغه امام چې موږ په زندان کې ورپسې لمونځ کوو، دغه ډول عطر کاروي او لکه څنګه چې هغه وايي، د فتواوو له کتابونو څخه استدلال کوي... له همدې امله موږ په شک کې یو؛ ایا موږ ته جواز لري چې د هغه تر شا لمونځ وکړو، په ځانګړې توګه د هغو ستونزو په پام کې نیولو سره چې د نه جواز په صورت کې موږ ته پېښېږي؟ اې زموږ امیره، موږ ژر تر ژره ستاسو ځواب ته اړتیا لرو او ان شاء الله ستاسو ځواب ته به په تمه یو. الله سبحانه و تعالی دې تاسو ته غوره جزا درکړي.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
د هغه امام تر شا ستاسو لمونځ چې د شرابو یا الکولو لرونکي عطر کاروي، صحیح دی او نه باطلیږي. د هغه مسلمان تر شا لمونځ کول چې د حرامو کارونو مرتکب کیږي، جایز دی او ګناه یې پر امام ده، چې دلیل یې دا دی:
۱- بخاري له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
يُصَلُّونَ لَكُمْ، فَإِنْ أَصَابُوا فَلَكُمْ، وَإِنْ أَخْطَئُوا فَلَكُمْ وَعَلَيْهِمْ
"هغوی (امامان) تاسو ته لمونځ ورکوي، که یې سم ادا کړ نو (ثواب یې) ستاسو لپاره دی، او که یې خطا وکړه بیا هم (ثواب یې) ستاسو دی خو د خطا (ګناه) یې پر هغوی ده." (صحیح بخاري)
د "فلکم وعلیهم" معنی دا ده چې د لمانځه ثواب ستاسو دی او د هغوی د خطا سزا پر هغوی ده.
۲- مسلم له عبدالله بن صامت څخه او هغه له ابوذر رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته وفرمایل:
كَيْفَ أَنْتَ إِذَا كَانَتْ عَلَيْكَ أُمَرَاءُ يُؤَخِّرُونَ الصَّلَاةَ عَنْ وَقْتِهَا؟ - أَوْ - يُمِيتُونَ الصَّلَاةَ عَنْ وَقْتِهَا؟ قَالَ: قُلْتُ: فَمَا تَأْمُرُنِي؟ قَالَ: صَلِّ الصَّلَاةَ لِوَقْتِهَا، فَإِنْ أَدْرَكْتَهَا مَعَهُمْ، فَصَلِّ، فَإِنَّهَا لَكَ نَافِلَةٌ
"ستا به څه حال وي کله چې پر تا داسې امیران وي چې لمونځونه له خپل وخت څخه ناوخته کوي؟ -یا- لمونځ مړ کوي (له وخته یې باسي)؟ ما وویل: تاسي ماته څه امر کوئ؟ هغه وفرمایل: لمونځ پر خپل وخت وکړه، بیا که دې له هغوی سره وموند، نو بیا یې هم ورسره وکړه، دا به ستا لپاره نفل وي." (صحیح مسلم)
د حدیث مفهوم دا دی چې که ظالم امیران لمونځ پر خپل وخت وکړي، نو د هغوی تر شا لمونځ کول صحیح دي.
۳- د معلوماتو لپاره باید وویل شي چې حنفي او شافعي علماوو ویلي دي چې د فاسق تر شا لمونځ کول مکروه دي خو صحیح دی، او ګناه یې پر هغه امام ده چې خلکو ته لمونځ ورکوي په داسې حال کې چې هغوی یې بد ګڼي؛ لکه څنګه چې په هغه حدیث کې راغلي چې ترمذي په خپل سنن کې له ابو امامة رضي الله عنه څخه روایت کړی، هغه وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
ثَلَاثَةٌ لَا تُجَاوِزُ صَلَاتُهُمْ آذَانَهُمْ: العَبْدُ الآبِقُ حَتَّى يَرْجِعَ، وَامْرَأَةٌ بَاتَتْ وَزَوْجُهَا عَلَيْهَا سَاخِطٌ، وَإِمَامُ قَوْمٍ وَهُمْ لَهُ كَارِهُونَ
"درې کسان داسې دي چې لمونځ یې له غوږونو پورته نه ځي: تښتېدلی غلام تر هغه چې بېرته راګرځي، هغه ښځه چې شپه تېره کړي او مېړه یې ورڅخه ناراضه وي، او د داسې قوم امام چې هغوی یې بد ګڼي." (سنن ترمذي)
۴- خلاصه دا چې که تاسو د یو نېک او پرهېزګاره امام تر شا لمونځ وکړئ، نو دا غوره ده، خو که داسې وشول چې د هغه امام تر شا مو لمونځ وکړ چې الکولي عطر حلال ګڼي، نو ستاسو لمونځ صحیح دی او ګناه یې پر هغه ده.
له دې سره سره، امام ته نصیحت وکړئ چې الکولي عطر لکه کالونیا او داسې نور حرام دي، او هغه ته لاندې ځواب ورکړئ چې د الکولي عطرو د حرمت په اړه دی، ښايي د الله سبحانه و تعالی په اجازه هدایت شي:
(هغه عطرونه چې الکول پکې دي، د شرابو احکام پرې پلي کیږي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه روایت کې چې مسلم له ابن عمر رضي الله عنه څخه کړی، فرمايي:
كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وَكُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ
"هر نشه کوونکی شی شراب دي، او هر نشه کوونکی حرام دی." (صحیح مسلم)
او رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه روایت کې چې ابوداود له جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه کړی، فرمايي:
مَا أَسْكَرَ كَثِيرُهُ، فَقَلِيلُهُ حَرَامٌ
"د کوم شي ډېر چې نشه راوړي، لږ یې هم حرام دي." (سنن ابوداود)
رسول الله صلی الله علیه وسلم دا روښانه کړې ده چې کوم مایع ته شراب ویل کیږي؛ هر هغه څه چې نشه راوړونکي وي، که لږ وي که ډېر، هغه شراب دي. دلته د "تحقیق المناط" (د واقعیت څېړنې) خبره راځي ترڅو وپېژندل شي چې ایا دا عطر یا کالونیا او داسې نور که وڅښل شي (که لږ وي یا ډېر) نشه راوړي؟ که نشه یې راوړله، نو دا شراب دي او د شرابو احکام پرې پلي کیږي، چې په لسو ډلو کې یې حرمت ثابت دی، لکه په هغه حدیث کې چې حاکم په مستدرک کې له عبدالله بن عمر رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
لَعَنَ اللَّهُ الْخَمْرَ، وَلَعَنَ سَاقِيهَا، وَشَارِبَهَا، وَعَاصِرَهَا، وَمُعْتَصِرَهَا، وَحَامِلَهَا، وَالْمَحْمُولَةَ إِلَيْهِ، وَبَايِعِهَا وَمُبْتَاعَهَا، وَآكِلَ ثَمَنِهَا
"الله پر شرابو لعنت کړی، او پر ساقي (ورکونکي)، څښونکي، زبېښونکي (جوړونکي)، د ځان لپاره زبېښونکي، وړونکي، هغه چا چې ورته وړل کیږي، پلورونکي، پېرودونکي او د هغو د بیې پر خوړونکي." (مستدرک حاکم)
د کارپوهانو د وینا له مخې چې په مایعاتو کې د الکولو د اغېز په اړه یې کړې ده، دا مایع چې کله وڅښل شي نشه کونکې ګرځي، او له دې امله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «هر نشه کونکی شراب دي او هر شراب حرام دي»، نو په همدې اساس د شرابو احکام پر هغو عطرو پلي کیږي چې له الکولو سره ګډ شوي وي.) پای
زه بیا تکراروم چې دا نصیحت باید په غوره او حکیمانه اسلوب وشي؛ که یې ومنله نو دا ښه خبره ده، خو که یې پر خپل عمل ټینګار وکړ او په بېلابېلو خبرو یې استدلال کاوه، نو ستاسو مسؤلیت د نصیحت په کولو پای ته رسېدلی او ان شاء الله تاسو ته به یې اجر او ثواب ورسیږي.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک
د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لېنک: امیر
د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: ګوګل پلس