Home About Articles Ask the Sheikh
حکمونه

د پوښتنې ځواب: له توبې وروسته د حرام مال حکم

July 06, 2013
5053

** (د خپلې فېسبوک پاڼې د کتونکو پوښتنو ته د حزب التحرير د امير، عالم عطاء بن خليل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ)**

د پوښتنې ځواب: له توبې وروسته د حرام مال حکم

تامر الحج محمد ته

پوښتنه:

محترم عالم عطاء بن خليل ابو الرشته، الله دې ستاسو ساتنه وکړي، السلام عليکم ورحمة الله، اما بعد:

هغه حرام مال چې د توبې له ایستلو وروسته له انسان سره پاتې وي، حکم یې څه دی؟ لکه هغه مال چې د سود (ربا)، غلا، ناوړه سندرغاړۍ یا نورو ورته لارو ترلاسه شوی وي.

آیا په دې کې کوم ځانګړی تخصیص شتون لري او که حکم یې یو دی؟

که چېرې مال حرام وي که څه هم خاوند یې توبه وباسي، نو شاید داسې څوک وي چې غواړي توبه وباسي خو د خپل مال له لاسه ورکولو څخه وېرېږي. ایا د توبې د هڅونې لپاره په دې کې کوم استثنا شتون لري، لکه څنګه چې ځینو شیوخو ویلي دي؟

ځواب:

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا

"اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی دی! الله ته نصوح (رښتينې) توبه وباسئ." (سورة التحريم: ۸)

او سبحانه وتعالی فرمایي:

إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَاعْتَصَمُوا بِاللَّهِ وَأَخْلَصُوا دِينَهُمْ لِلَّهِ فَأُولَئِكَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ وَسَوْفَ يُؤْتِ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًا

"مګر هغه کسان چې توبه یې وایستله، او اصلاح یې وکړه، او په الله پورې يې ونيښتل، او خپل دين يې الله لره خالص کړ، نو دغه کسان به له مؤمنانو سره وي، او الله به مؤمنانو ته ډېر ستر اجر ورکړي." (سورة النساء: ۱۴۶)

ترمذي له انس رضي الله عنه څخه روایت کړی چې النبي صلی الله عليه وسلم وفرمایل:

كُلُّ ابْنِ آدَمَ خَطَّاءٌ وَخَيْرُ الخَطَّائِينَ التَّوَّابُونَ

"د آدم هره اولاده خطاګار ده او په خطاګانو کې غوره هغه کسان دي چې توبه وباسي."

د دې لپاره چې توبه سمه وي او الله سبحانه وتعالی له ګناه څخه توبه کوونکی وبښي، نو پر توبه کوونکي لازمه ده چې له معصیت څخه لاس واخلي، په ماضي کې د هغې پر ترسره کولو پښېمانه شي او کلک هوډ وکړي چې بیا به هیڅکله داسې کار نه کوي. که چیرې ګناه د انسانانو له حقونو (حق العبد) سره تړاو ولري، نو شرط دا دی چې مظالم خاوندانو ته بېرته وسپارل شي او یا ترې بښنه وغوښتل شي. نو که هغه مال ورسره وي چې له هغوی څخه یې د غلا یا غصب له لارې اخیستی وي، نو واجب ده چې مال خاوندانو ته یې بېرته ورکړي او په شرعي طریقه له دې ناوړه ګټې (کسب خبیث) څخه ځان خلاص کړي؛ ځکه چې په حرامه طریقه د مال ګټلو پایله ډېره بده ده. احمد له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل:

...وَلَا يَكْسِبُ عَبْدٌ مَالًا مِنْ حَرَامٍ... إِلَّا كَانَ زَادَهُ إِلَى النَّارِ

"...هیڅ بنده له حرامې لارې مال نه ترلاسه کوي... مګر دا چې هغه به اور (دوزخ) ته د ده توښه وي."

ترمذي له کعب بن عجرة رضي الله عنه څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل:

يَا كَعْبَ بْنَ عُجْرَةَ، إِنَّهُ لَا يَرْبُو لَحْمٌ نَبَتَ مِنْ سُحْتٍ إِلَّا كَانَتِ النَّارُ أَوْلَى بِهِ

"اې کعبه د عجرة زويه! هر هغه غوښه چې له حرامو څخه راشنه شي، اور ورته ډېر لومړیتوب لري."

نو دا سړی چې تاسو یې په اړه پوښتنه کړې، څنګه غواړي توبه وباسي او حرام مال په خپل لاس کې وساتي؟! دا توبه نه ده، بلکې په ګناه کې دوام دی. نو هغه ته نصيحت وکړه چې توبه وباسي، په شرعي طریقه له حرامې ګټې څخه ځان خلاص کړي، غلا شوی یا غصب شوی مال خاوندانو ته یې بېرته ورکړي، له هغوی بښنه وغواړي او له الله سبحانه وتعالی څخه لومړی او وروستی بښنه وغواړي. الله سبحانه وتعالی رزاق او د کلک قوت خاوند دی، که وغواړي هغه ته به په بدل کې پاک او مبارک مال ورکړي چې په دنیا او اخرت کې به پرې عزتمن شي. الله سبحانه وتعالی د خپل بنده توبه خوښوي که چیرې هغه رښتینی او مخلص وي او ورته بشپړ اجر ورکوي...

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې دغه سړي ته د سمې لارې هدایت وکړي ترڅو نصوح توبه وباسي، او یقیناً الله سبحانه وتعالی د پراخې بښنې خاوند دی.

ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته

د امير له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک

د امير له ویب پاڼې څخه د ځواب لېنک: ویب پاڼه

د ګوګل پلس له پاڼې څخه د ځواب لېنک: ګوګل پلس

Share Article

Share this article with your network