(د جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر امیر، د هغه د فېسبوک پاڼې "فقهي" د مینوالو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)
د پوښتني ځواب
د Hamed Nazzal لپاره
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله،
د اسلامي شخصیت (الشخصیة الإسلامیة) د درېیم ټوک په "د شرعي حقایقو شتون" (وجود الحقائق الشرعية) موضوع کې داسې راغلي: (... پر دې سربېره، ثابت حقیقت دا دی چې شارع (الله تعالی) امت د هغو نومونو (اسماء) له لغوي مانا څخه نوي مانا ته چې شرع ورته وضع کړې، خبر کړی دی، او دا کار د دغو ماناګانو په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بیان له لارې شوی دی. الله تعالی فرمايي:
وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِليهم
"او موږ تاته دا ذکر (قرآن) نازل کړ، ترڅو خلکو ته هغه څه بیان کړې چې د دوی لوري ته نازل شوي دي." (سورة النحل: ۴۴)
دلته مطلب د ماناګانو بیانول دي، چې په هغو کې د شرعي نومونو ماناوې هم شاملې دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
صَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي
"تاسو داسې لمونځ وکړئ لکه څرنګه چې ما وینئ چې لمونځ کوم." (بخاري روایت کړی دی). نو په دې توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی په داسې عملونو مکلف کړي چې ورته یې پوه کړي هم دي، او په هغه څه یې نه دي مکلف کړي چې هغوی پرې نه پوهېدل.)
پوښتنه دا ده: ایا له دې څخه موږ داسې پوهېږو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټول قرآن تفسیر کړی او ماناوې یې بیان کړې دي؟ که د هغه تفسیر یوازې د شرعي نومونو (الأسماء الشرعية) د ماناګانو تر بیان پورې محدود و؟
جزاکم الله خیراً.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
د ځواب د روښانتیا لپاره لاندې ټکي یادوم:
لومړی: ستاسو پوښتنه په "الشخصیة الثالث" کتاب کې راغلي متن ته راګرځي:
(واقعیت دا دی چې شرعي نومونه د شرع په الفاظو کې واقع شوي دي او د لغوي حقایقو څخه د جلا حقایقو په توګه راغلي دي. دا هغه الفاظ دي چې عربو وضع کړي وو، خو شرع راغله او بلې مانا ته یې انتقال کړل او په همدې مانا مشهور شول. دغه انتقال د مجاز له قبیلې څخه نه دی، بلکې د عرفي حقیقت (الحقیقة العرفیة) د انتقال له قبیلې څخه دی؛ ځکه چې شرع دا الفاظ د یوې اړیکې (علاقه) له امله دویمې مانا ته نه دي انتقال کړي، لکه څنګه چې په مجاز کې شرط وي. پر دې سربېره، دا الفاظ په دویمه مانا کې مشهور شول. مجاز هغه لفظ دی چې د یوې مانا لپاره وضع شوی وي او بیا د یوې اړیکې له امله بلې مانا ته انتقال شي خو په دویمه مانا کې مشهور نه شي، یعنې غلبه پیدا نه کړي. له همدې امله د شرعي نوم انتقال هغې دویمې مانا ته چې شرع ورته وضع کړې، په هیڅ صورت د مجاز له ډول څخه نه دی، بلکې دا "شرعي حقیقت" (الحقیقة الشرعیة) دی... ثابته ده چې شارع، امت د هغو نومونو له لغوي مانا څخه نوي مانا ته چې شرع ورته وضع کړې، خبر کړی دی، او دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا د دغو ماناګانو د بیان له لارې شوی دی. الله تعالی فرمايي:
وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ
"او موږ تاته دا ذکر (قرآن) نازل کړ، ترڅو خلکو ته هغه څه بیان کړې چې د دوی لوري ته نازل شوي دي." (سورة النحل: ۴۴)
دلته مراد د ماناګانو بیانول دي، چې په هغو کې د شرعي نومونو ماناوې هم شاملې دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
صَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي
"تاسو داسې لمونځ وکړئ لکه څرنګه چې ما وینئ چې لمونځ کوم." (بخاري ایستلی). نو په دې توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی په داسې عملونو مکلف کړي چې ورته یې پوه کړي هم دي، او په هغه څه یې نه دي مکلف کړي چې هغوی پرې نه پوهېدل...) پای.
دویم: په قرآن کریم کې د راغلو شیانو په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان یوازې د شرعي نومونو ماناګانو پورې محدود نه دی، بلکې د قرآن لپاره د سنتو بیان په لاندې ډول دی:
1- د مجمل تفصیل (تفصيل مجمله): په دې مانا چې الله تعالی په قرآن کې د لمانځه امر کړی دی، خو د لمانځه وختونه، ارکان او د رکعتونو شمېر یې نه دی بیان کړی، نو سنتو هغه بیان کړل. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
صَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي
"تاسو داسې لمونځ وکړئ لکه څرنګه چې ما وینئ چې لمونځ کوم." (بخاري روایت کړی دی)... بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل عمل سره مسلمانانو ته د لمانځه د طریقې تفصیل بیان کړ، لکه څنګه چې ابو حمید الساعدي رضي الله عنه روایت کوي:
كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم إِذَا قَامَ إِلَى الصَّلَاةِ اعْتَدَلَ قَائِمًا وَرَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى يُحَاذِيَ بِهِمَا مَنْكِبَيْهِ فَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَرْكَعَ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى يُحَاذِيَ بِهِمَا مَنْكِبَيْهِ ثُمَّ قَالَ اللَّهُ أَكْبَرُ وَرَكَعَ ثُمَّ اعْتَدَلَ فَلَمْ يُصَوِّبْ رَأْسَهُ وَلَمْ يُقْنِعْ وَوَضَعَ يَدَيْهِ عَلَى رُكْبَتَيْهِ ثُمَّ قَالَ سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ وَرَفَعَ يَدَيْهِ وَاعْتَدَلَ حَتَّى يَرْجِعَ كُلُّ عَظْمٍ فِي مَوْضِعِهِ مُعْتَدِلًا ثُمَّ أَهْوَى إِلَى الْأَرْضِ سَاجِدًا ثُمَّ قَالَ اللَّهُ أَكْبَرُ ثُمَّ جَافَى عَضُدَيْهِ عَنْ إِبْطَيْهِ وَفَتَخَ أَصَابِعَ رِجْلَيْهِ ثُمَّ ثَنَى رِجْلَهُ الْيُسْرَى وَقَعَدَ عَلَيْهَا ثُمَّ اعْتَدَلَ حَتَّى يَرْجِعَ كُلُّ عَظْمٍ فِي مَوْضِعِهِ مُعْتَدِلًا ثُمَّ أَهْوَى سَاجِدًا ثُمَّ قَالَ اللَّهُ أَكْبَرُ ثُمَّ ثَنَى رِجْلَهُ وَقَعَدَ وَاعْتَدَلَ حَتَّى يَرْجِعَ كُلُّ عَظْمٍ فِي مَوْضِعِهِ ثُمَّ نَهَضَ ثُمَّ صَنَعَ فِي الرَّكْعَةِ الثَّانِيَةِ مِثْلَ ذَلِكَ
"رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله لمانځه ته ودرېده، نو نېغ ودرېده او خپل لاسونه به یې تر اوږو پورې پورته کول، کله به یې چې غوښتل رکوع وکړي، لاسونه به یې تر اوږو پورې پورته کړل او بیا به یې الله اکبر وویل او رکوع ته به لاړ، بیا به یې (په رکوع کې) اعتدال کاوه، خپل سر به یې نه ډېر ټیټاوه او نه به یې ډېر پورته نیوه، او خپل لاسونه به یې پر زنګونونو ایښودل، بیا به یې 'سمع الله لمن حمده' وویل او خپل لاسونه به یې پورته کړل او نېغ به ودرېده ترڅو د بدن هر هډوکی خپل ځای ته په اعتدال سره ور وګرځي، بیا به سجدې ته لاړ او الله اکبر به یې ویل، بیا به یې خپل مټونه له تخرګونو څخه لیرې نیول او د خپلو پښو ګوتې به یې (قبلې ته) کږولې، بیا به یې چپه پښه راټوله کړه او پر هغې به کېناست او نېغ به شو ترڅو هر هډوکی په خپل ځای کې قرار ومومي، بیا به سجدې ته لاړ او الله اکبر به یې ویل، بیا به یې پښه راټوله کړه او کېناست ترڅو هر هډوکی خپل ځای ته ور وګرځي، بیا به پاڅېده او په دویم رکعت کې به یې هم همداسې کول." (ترمذي ایستلی او ویلي یې دي چې دا حدیث حسن صحیح دی).
2- د عام تخصیص (تخصيص عامه): په قرآن کریم کې ځینې عام حکمونه راغلي او سنتو هغه را تخصیص کړي دي. د بېلګې په توګه الله تعالی د اولادونو د میراث حکم په عام ډول په دې آیت کې بیان کړی:
يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ
"الله ستاسو د اولادونو په اړه حکم درکوي، چې د نارینه برخه د دوو ښځو په څېر ده." (سورة النساء: ۱۱). دا حکم د هر هغه پلار لپاره چې میراث پرېږدي او هر هغه اولاد لپاره چې وارث وي، عام و. خو سنتو مړ پلار په غیر له انبیاوو څخه په دې قول سره خاص کړ:
لاَ نُورَثُ، مَا تَرَكْنَا صَدَقَةٌ
"موږ (پیغمبران) میراث نه پرېږدو، هغه څه چې موږ یې پرېږدو، صدقه ده." (بخاري او مسلم روایت کړی). همدارنګه سنتو وارث په غیر له قاتل (وژونکي) څخه خاص کړ:
.. وَلاَ يَرِثُ الْقَاتِلُ شَيْئاً
"... او قاتل ته هیڅ میراث نه رسیږي." (ابو داود ایستلی).
3- د مطلق تقیید (تقیید المطلق): په قرآن کې ځینې مطلق آیتونه راغلي او سنتو هغه په ځانګړي قید سره مقید کړي دي. لکه د الله تعالی دا قول:
وَلَا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّى يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِنْ رَأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِنْ صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ
"او خپل سرونه مه خروئ تر هغه چې قرباني خپل ځای ته ورسیږي؛ نو که له تاسو څوک ناروغ وي او یا یې په سر کې څه تکلیف وي (او سر وخروي)، نو فدیه دې ورکړي، چې هغه روژه ده یا صدقه ده او یا قرباني ده." (سورة البقره: ۱۹۶). دلته درې واړه شیان (روژه، صدقه، قرباني) په مطلق ډول راغلي دي، خو په هغه حدیث کې چې مسلم د کعب بن عجرة له لارې روایت کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:
فَاحْلِقْ رَأْسَكَ وَأَطْعِمْ فَرَقًا بَيْنَ سِتَّةِ مَسَاكِينَ وَالْفَرَقُ ثَلاَثةُ آصُعٍ أَوْ صُمْ ثلاَثةَ أَيَّامٍ أَوِ انْسُكْ نَسِيكَةً
"نو خپل سر وخروه او یو فرق (پیمانه) خواړه پر شپږو مسکینانو ووېشه (چې یو فرق درې صاع کیږي) یا درې ورځې روژه ونیسه او یا یوه وزه (پسګلی) حلال کړه." نو په دې سره د روژې اطلاق په دریو ورځو، د صدقې اطلاق په یوه فرق باندې د شپږو مسکینانو لپاره، او د قربانۍ اطلاق د یوې مېږې یا وزې په ذبح کولو سره مقید شو.
4- د حکمونو د فروعو الحاق خپل اصل ته چې په قرآن کې راغلی وي: ځینې وختونه داسې ښکاري چې یو حکم نوی تشریع دی، خو چې کله دقیق غور وشي نو څرګنده شي چې دا خپل هغه اصل ته ملحق شوی چې په قرآن کې راغلی دی، او دا ډېر زیات دي. د بېلګې په توګه الله تعالی ټاکلي فرایض یاد کړي، خو د عصباتو (هغه وارثین چې ټاکلې برخه نه لري) میراث یې نه دی ذکر کړی، مګر هغه څه چې په دې آیت کې یې نص کړی:
يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ
(سورة النساء: ۱۱) او دا قول یې:
وَإِنْ كَانُوا إِخْوَةً رِجَالًا وَنِسَاءً فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ
(سورة النساء: ۱۷۶). له دې څخه معلومیږي چې له اولادونو او خویندو وروڼو پرته بل عاصب لره ټاکل شوې برخه نشته، بلکې هغه څه اخلي چې د فرایضو له ورکړې وروسته پاتې شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم دا موضوع بیان کړه او ویې فرمایل:
أَلْحِقُوا الْفَرَائِضَ بِأَهْلِهَا، فَمَا بَقِيَ فَهُوَ لأَوْلَى رَجُلٍ ذَكَرٍ
"فرایض خپلو مستحقینو ته ورکړئ، او څه چې پاتې شول هغه تر ټولو نږدې نارینه ته دي." (بخاري ایستلی). نو په دې سره یې نور عصبات (غیر له اولادونو) له وروڼو او اولادونو سره ملحق کړل. همدارنګه خویندې یې له لورګانو سره عصبې وګرځولې، لکه له اسود څخه چې روایت دی:
أَنَّ مُعَاذَ بْنَ جَبَلٍ وَرَّثَ أُخْتًا وَابْنَةً، فَجَعَلَ لِكُلِّ وَاحِدَةٍ مِنْهُمَا النِّصْفَ، وَهُوَ بِالْيَمَنِ، وَنَبِيُّ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَوْمَئِذٍ حَيٌّ
"معاذ بن جبل یوې خور او یوې لور ته میراث ورکړ، او هرې یوې ته یې نیمه برخه ورکړه؛ دا په داسې حال کې وه چې معاذ په یمن کې و او رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوندی و." (ابو داود ایستلی). معاذ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې داسې پرېکړه نه کوله مګر د هغه دلیل پر بنسټ چې ورته معلوم و... او داسې نور.
درېیم: له دې ټولو سره سره، لکه څنګه چې زه پوهېږم، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه داسې کوم حدیث نه دی راغلی چې هر آیت یې بیان کړی وي... د تفسیر کتابونه سره له دې چې ډېر او پراخ دي، په هغو کې هم د هر آیت لپاره صحیح حدیث نه دی راغلی... له همدې امله په هغه څه تکیه کیږي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه رانقل شوي وي، او که رانقل شوي نه وي، نو بیا د تفسیر سمه طریقه په لاندې ډول تعقیبیږي:
1- هغه څه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د تفسیر په توګه رانقل شوي وي، که صحیح وي، د حدیث برخه ګڼل کیږي او د مفسرینو په اصطلاح تفسیر نه بلل کیږي؛ ځکه هغه څه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د یو آیت په بیان کې ثابت وي، هغه بیا د قرآن په څېر یو تشریعي نص وي.
2- مګر هغه څه چې له صحابه وو څخه د تفسیر په اړه رانقل شوي، له هغو څخه ګټه اخیستل کیږي (استئناس پرې کیږي)، ځکه هغوی (رضي الله عنهم) په عربي ژبه کې د لوړ مهارت او له هغه چا (رسول الله ص) سره د نږدېوالي له امله چې قرآن پرې نازل شوی و، په تفسیر کې تر ټولو خلکو حق ته نږدې دي...
3- خو په تفسیر کې معتمده طریقه دا ده چې عربي ژبه او نبوي سنت د قرآن د پوهېدو او تفسیر لپاره د یوازینۍ وسیلې په توګه وکارول شي؛ که هغه د مفرداتو او ترکیبونو له پلوه وي، او که د شرعي ماناګانو، شرعي احکامو او هغو افکارو له پلوه وي چې شرعي واقعیت لري... نو که له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د آیت په بیان کې صحیح حدیث شتون ولري، نو په هغه تکیه کیږي، که نه وي نو بیا هغې عربي ژبې ته رجوع کیږي چې قرآن پرې نازل شوی، خو د هغو ژبپوهانو له لارې چې په ژبه کې پوره مهارت لري...
دا د قرآن کریم د تفسیر هغه طریقه ده چې مفسر یې باید رعایت کړي، او هر څوک چې غواړي قرآن تفسیر کړي باید دا مسولیت پر غاړه واخلي. الله سبحانه وتعالی ښه پوه او حکیم دی.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
۲۵ ذوالحجة ۱۴۳۹ هـ ق د ۲۰۱۸/۰۹/۰۵ م کال سره سم
د امیر (حفظه الله) له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک