** (د حزب التحریر د امیر، عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د هغو ځوابونو لړۍ چې د هغه د فېسبوک پاڼې د مینه والو پوښتنو ته یې ورکړي دي)**
محمد علي بوعزيزي ته
پوښتنه:
السلام علیکم زموږ محترم شېخ صاحب
د أجهزة دولة الخلافة (د خلافت د دولت دستګاوې) په کتاب کې او په ځانګړې توګه د کاندیدانو د محدودولو په فقره کې، ۳۱ مخ کې راغلي دي:
...بیا عبدالرحمن د نورو پاتې پنځو کسانو سره بحث وکړ او هغوی یې په دوو کسانو، علي او عثمان کې محدود کړل... له هغه وروسته یې د خلکو نظر وغوښت او رايه پر عثمان د خليفه په توګه ثابته شوه. او په ۳۳ مخ کې راغلي: ...علي او عثمان ما ته راوغواړه... بیا یې د علي لاس ونیو. پوښتنه دا ده چې ولې علي؟ په داسې حال کې چې عثمان د خلافت لپاره ټاکل شوی و؟ ستاسو ورور بوعزيزي.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
هغه څه چې عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه ته څرګند شول، دا وو چې خلک علي غواړي خو په دې شرط چې که کومه مسئله ورته پېښه شي، په هغې کې هماغه حکم وکړي کوم چې ابوبکر او عمر رضي الله عنهما کړی و؛ البته په هغه صورت کې چې ورته مسئله د هغوی په وخت کې پېښه شوې وي. خو علي رضي الله عنه دا شرط ونه مانه او عثمان رضي الله عنه ورسره موافقه وکړه، نو په دغه وخت کې عثمان د خلیفه په توګه وټاکل شو...
نو دا جمله چې (عمر رضي الله عنه د مسلمانانو لپاره شپږ تنه کانديدان کړل او خلافت یې په هغوی کې محدود کړ ترڅو له منځه یې یو تن خلیفه وټاکي، بیا عبدالرحمن بن عوف له نورو پنځو کسانو سره بحث وکړ او وروسته له دې چې نورو هغه وکیل کړ، هغوی یې په دوو کسانو علي او عثمان کې محدود کړل. او له هغه وروسته یې د خلکو نظر وغوښت او رايه پر عثمان د خليفه په توګه ثابته شوه.) په دې معنا نه ده چې عثمان رضي الله عنه د مشورې په جریان کې د خلیفه په توګه ټاکل شوی و، بلکې هغه وخت د خلیفه په توګه وټاکل شو کله چې علي رضي الله عنه (یاد شرط) رد کړ او عثمان رضي الله عنه ورسره موافقه وکړه.
داسې ښکاري چې تاته دا ابهام ځکه پېښ شوی چې ته د (استطلع رأي الناس - د خلکو نظر یې وغوښت) او (استقر الرأي على عثمان خليفة - رايه پر عثمان د خليفه په توګه ثابته شوه) ترمنځ د عطف توری "واو" (و) داسې انګیرې چې د ترتیب او د کار د سمدستي کېدو لپاره دی، خو داسې نه ده. د عطف توری "واو" یوازې د مطلق عطف (تړاو) لپاره دی. مثلاً که ته ووایې: "عمر او خالد راغلل"، نو دا په دې معنا نه ده چې هغوی دواړه یوځای راغلل یا یو د بل پسې سمدستي راغلل، بلکې کېدای شي د هغوی ترمنځ وخت وي؛ یو له غرمې مخکې راغلی وي او بل له غرمې وروسته.
په همدې ډول، په پورته ذکر شوې جمله کې (استطلع رأي الناس) کېدای شي په شپه کې پای ته رسېدلې وي، او (استقر الرأي على عثمان خليفة) بیا د سهار له لمانځه وروسته او له علي او عثمان رضي الله عنهما څخه له پوښتنو وروسته پېښه شوې وي.
د هغه څه د روښانتیا لپاره چې پېښ شوي وو، موږ لاندې ټکي وایو:
- "عبدالرحمن د خلکو نظر وغوښت" (استطلع عبد الرحمن رأي الناس)، نو ویې موندل چې خلک علي غواړي که هغه د هغوی شرط ومني، که نه نو بیا عثمان غواړي که هغه شرط ومني...
- له هغه وروسته عبدالرحمن وویل: "علي او عثمان ما ته راوغواړئ" (فادع إلي علياً وعثمان)، بیا یې علي ته شرط وړاندې کړ خو هغه ونه مانه، ورپسې یې عثمان ته وړاندې کړ او هغه قبول کړ...
- له دغو پړاوونو وروسته پایله دا شوه چې: "رايه پر عثمان د خليفه په توګه ثابته شوه" (واستقر الرأي على عثمان خليفة).
هیله ده چې موضوع روښانه شوې وي.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک
د امیر له وېبپاڼې څخه د ځواب لېنک: امیر
د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: ګوګل پلس