Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: ابراهيم خباص ته د باروکه (مصنوعي وېښتانو) د اغوستلو په اړه

June 28, 2013
4931

** (د حزب التحریر د امیر، عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د هغو ځوابونو لړۍ چې د هغه د فېسبوک پاڼې مینه والو ترې پوښتلي دي)**

د پوښتنې ځواب:

د باروکه (مصنوعي وېښتانو) د اغوستلو په اړه

ابراهيم خباص ته

پوښتنه:

الله سبحانه و تعالی دې تاسو ته خیر درکړي او موږ ته دې ستاسو له علم څخه ګټه ورسوي، مګر د پوښتنې یو اړخ پاتې دی چې ځواب یې نه دی ورکړل شوی، هیله ده چې په پام کې یې ونیسئ - زموږ شیخه - هغه دا چې (په ټولیزه توګه د هغې حکم څه دی؟) یعنې که یوه ښځه په خپل کور کې وي، ایا هغې ته د باروکه اغوستل جواز لري که دا د وېښتانو د وصله کونکې (واصله) او هغې ښځې حکم لري چې وېښتان ورته وصله کېږي (مستوصله

ځواب:

وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته

موږ مخکې د دې مسلې ځواب ورکړی او په پاڼه (Facebook) کې مو خپور کړی دی:

دا چې د باروکه اغوستل او په هغې سره بهر وتل جواز نه لري، ځکه چې دا تبرج دی. موږ ویلي چې د عام ژوند په لباس کې دا درې واړه شرطونه یوځای اړین دي: (د عورت پټول، تبرج نه کول، او د جلباب اغوستل). د باروکه اغوستل تبرج دی، نو په هغې سره وتل جواز نه لري، مګر دا چې خمار (ټیکری) هغه په بشپړه توګه پټه کړي.

که ستاسو مطلب له "کلیه" (ټولیزه توګه) څخه دا وي چې ښځه پوهنتون یا کالج (College) ته په باروکه کې لاړه شي، نو دا جواز نه لري. خو د خپل کور دننه یې اغوستل جواز لري، په دې شرط چې په کور کې یې یوازې محارم او مېړه وګوري، مګر د مېړه ورور (لېور) ته جواز نه لري چې د هغې پر سر باروکه وګوري.

خو دا چې ایا باروکه د واصله او مستوصله په مانا ده، نو خبره داسې نه ده؛ ځکه واصله هغه ښځه ده چې خپل وېښتان له نورو وېښتانو سره تړي ترڅو وېښتان یې ورسره اوږده شي، نه دا چې پر خپلو وېښتانو باروکه واغوندي، بلکې نور وېښتان له خپلو وېښتانو سره تړي ترڅو اوږده ښکاره شي. دا په هر ځای کې چې ښځه وي حرام دي، حتی په خپل کور کې هم، د هغه حدیث پر بنسټ چې بخاري له ابي هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی چې النبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

لَعَنَ اللَّهُ الوَاصِلَةَ وَالمُسْتَوْصِلَةَ

"الله سبحانه و تعالی پر وصله کونکې (هغه ښځه چې وېښتان پیوندوي) او مستوصله (هغه ښځه چې وېښتان ورته پیوندېږي) لعنت کړی دی." (صحیح بخاري)

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

د امیر د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فېسبوک

د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لینک: امیر

د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: Google Plus

Share Article

Share this article with your network