پوښتنه: په "الاجهازة" (د دولت دستګاوې) کتاب، ۱۶ مخ کې دا جمله راغلې ده: "په اسلام کې د حکومتولۍ نظام د ډیموکراسۍ په حقیقي مانا ډیموکراټیک نه دی"، داسې ښکاري چې په دې جمله کې یو څه ابهام شتون لري... نو د "حقیقي مانا" د ذکر کولو ګټه څه ده؟ هیله ده چې وضاحت ورکړئ، الله تعالی دې تاسو ته خیر درکړي.
ځواب: د "الاجهازة" په کتاب کې په ۱۶ مخ کې داسې راغلي دي:
"په اسلام کې د حکومتولۍ نظام د ډیموکراسۍ په حقیقي مانا ډیموکراټیک نه دی، له دې نظره چې په ډیموکراسۍ کې قانون جوړونه (تشریع) د خلکو حق دی، هغوی حلال او حرام ټاکي او ښه او بد مشخص کوي؛ او همداراز د ازادیو په نوم پر شرعي احکامو باندې له پابندۍ څخه ډډه کیږي. کفار په دې پوهیږي چې مسلمانان به هیڅکله ډیموکراسي په خپلې حقیقي مانا ونه مني؛ له همدې امله استعماري کفري هیوادونه (په ځانګړې توګه نن ورځ امریکا) هڅه کوي چې دا په اسلامي هیوادونو کې د تېرایستنې له لارې داسې ترویج کړي چې ګواکې ډیموکراسي یوازې د واکمن د ټاکلو یو میکانیزم دی... هغوی د ډیموکراسۍ له اصلي برخې څخه سترګې پټوي، چې هغه د الله تعالی د ربوبیت پر ځای د انسانانو لپاره د قانون جوړونې، حلال او حرام ګرځولو حق دی... هغوی له هغې حقیقي مانا څخه لیرې تښتي چې د هغې بنسټ اېښودونکو ورته ټاکلې ده، یعنې دا چې حاکمیت د ولس دی او ولس د اکثریت د رایې پر بنسټ هر څه چې وغواړي قانون ګرځولی شي، حلال او حرام او ښه او بد ټاکلی شي. همداراز فرد په خپلو کړنو کې 'ازاد' دی، هر څه چې وغواړي کولی یې شي: شراب څښل، زنا کول، مرتد کېدل، د مقدساتو سپکاوی او ښکنځل، دا ټول د ډیموکراسۍ او د هغې د ازادیو تر نامه لاندې کیږي. دا ده ډیموکراسي، او دا یې واقعیت او حقیقي مانا ده؛ نو یو مسلمان چې پر اسلام ایمان لري، څنګه جرات کولی شي ووایي چې ډیموکراسي جواز لري او یا دا چې ډیموکراسي له اسلام څخه ده؟!
مګر د امت له خوا د حاکم غوره کول، یعنې د خلیفه انتخاب، دا هغه موضوع ده چې په نصوصو کې په صراحت سره بیان شوې ده..." پای.
له دې څخه په واضح ډول معلومیږي چې د "حقیقي مانا" یادونه د دې لپاره وه ترڅو د ډیموکراسۍ حقیقي اصطلاحي مانا له هغې مانا څخه جلا کړي چې دوی یې تبلیغوي، یعنې دا چې ګواکې دا یوازې انتخاب دی... دا ځکه چې ځینې خلک داسې انګېري چې دا یوازې د ټاکنو یوه پروسه ده، په داسې حال کې چې دا د ډیموکراسۍ حقیقي مانا نه ده.
مګر د حاکم انتخاب او د هغه بیعت په اسلام کې له هغه پیړیو وړاندې شتون درلود چې لویدیځ پرې پوه شي...
۵ د ذي الحجة ۱۴۳۲هـ ۰۲/۱۱/۲۰۱۱م