Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د پوښتنې ځواب: د برېښنا په واسطه د حشراتو د سوځولو او وژلو په اړه

January 02, 2014
4445

(د حزب التحریر امیر، عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د هغو پوښتنو د ځوابونو لړۍ چې د ده د فېسبوک پاڼې مینه والو ترې کړي دي)

Muneeb Shere ته

پوښتنه:

زه په پاکستان کې د حزب التحریر یو تن ځوان یم. ما د اجتهاد ځینې علوم لکه عربي ژبه او اصول الفقه زده کړي دي. اصول مې ستاسو له کتاب څخه لوستي دي. یو ځل زموږ په سیمه کې یوه ورور د برېښنايي رکټ "electric racquet" په اړه وپوښتل چې ایا د حشراتو د وژلو لپاره یې کارول جواز لري؟ زما مسوول (مشرف) رانه وغوښتل چې د هغه څه د پلي کولو لپاره چې زده کړي مې دي، په دې اړه څېړنه وکړم. ما د خپلې څېړنې جزییات او پایلې چې له دې لیک سره په ضمیمه شوي فایل کې دي، حزب ته هم واستولې.

خو څه وخت وروسته حزب ځواب راکړ او ځواب زما د څېړنې له پایلې سره توپیر درلود. هیله ده زما څېړنې ته پام وکړئ او ما په خپل نظر او د اصولو سره سم د استنباط د تېروتنې په ځای خبر کړئ... جزاک الله خیراً.

ځواب:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ما ستاسو څېړنه ولوسته او په اړه یې درې یادونې لرم:

۱- لومړی دا چې تاسو د احکامو استنباط ته ډېره لېوالتیا او پاملرنه لرئ؛ ستاسو د څېړنې طریقه ښه ده، ځکه چې تاسو دلایل څېړئ او زموږ د اصولي طریقې سره سم ترې حکم استنبط کوئ... دا چاره د خیر زېری ورکوي او زه له الله سبحانه وتعالی څخه ستاسو لپاره د مرستې او بریا دعا کوم.

۲- د سوځولو په اړه ستاسو "تحقیق المناط" پوره نه و؛ تاسو د اور په واسطه د سوځولو او د برېښنا په واسطه د سوځولو ترمنځ توپیر کړی، په داسې حال کې چې موضوع یوه ده. د لرګیو سوځول یوه تودوخه پیدا کوي چې په ځانګړي ډول د سوځېدو لامل کېږي او د برېښنا جریان هم تودوخه پیدا کوي چې په ځانګړي ډول د سوځېدو لامل کېږي. له همدې امله، هغه څه چې د اور په واسطه پر سوځولو پلي کېږي، د برېښنا په واسطه پر سوځولو هم پلي کېږي.

۳- کله چې تاسو د برېښنا په واسطه د حشراتو د سوځولو موضوع څېړله، د حشرې وژل مو له سوځېدو مخکې ګڼلي و، لکه څنګه چې تاسو ویلي: (د سوځېدو لامل د حشرې په بدن کې د برېښنا جریان دی چې تودوخه تولیدوي... هغه تودوخه د حشرې د بدن د سوځېدو لامل ګرځي... نو حشره د برېښنا د جریان له امله مري نه د سوځېدو له امله، ځکه چې سوځېدل د حشرې له مړینې وروسته پېښېږي). یانې د حشرې سوځول په داسې حال کې شوي چې هغه مړه وه... وروره، دا خبره د تامل وړ ده او د مسلکي کسانو ژورې څېړنې ته اړتیا لري؛ ځکه حشره په برېښنا لګېدلې او سوځېدلې ده، حشره ژوندۍ وه مړه نه وه، بیا کله چې په برېښنا ولګېده، مړه او وسوځېده. نو ولې دا وویل شي چې حشره د برېښنا په ټکان مړه شوې او بیا وروسته په برېښنا سوځېدلې ده؟ حشره د برېښنايي رکټ په واسطه د برېښنا له لګېدو وروسته مړه او سوځېدلې موندل کېږي. نو موږ د مسلکي کارپوهانو نظر ته اړتیا لرو چې په برېښنايي رکټ کې د حشراتو د مړینې لامل څه دی: ایا دا په برېښنا سوځول دي چې د ژونديو موجوداتو د سوځولو د تحریم نصوص پرې پلي کېږي، او که سوځېدل د حشرې له مړینې وروسته شوي دي؟ د همدې تحقیق المناط پر بنسټ شرعي حکم ورکول کېدی شي.

۴- په سوځولو سره د وژلو د تحریم دلایل صریح دي او له هغو جملو څخه:

بخاري له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت کړی چې هغه وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ په یوه لښکر کې ولېږلو او ویې ویل:

إِنْ وَجَدْتُمْ فُلاَنًا وَفُلاَنًا فَأَحْرِقُوهُمَا بِالنَّارِ

"که تاسو پلانی او پلانی وموندل، نو دواړه په اور وسوځوئ."

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د وتلو پر مهال وویل:

إِنِّي أَمَرْتُكُمْ أَنْ تُحْرِقُوا فُلاَنًا وَفُلاَنًا، وَإِنَّ النَّارَ لاَ يُعَذِّبُ بِهَا إِلَّا اللَّهُ، فَإِنْ وَجَدْتُمُوهُمَا فَاقْتُلُوهُمَا

"ما تاسو ته امر کړی و چې پلانی او پلانی په اور وسوځوئ، خو په حقیقت کې له الله پرته بل څوک په اور عذاب نه ورکوي؛ نو که هغوی مو وموندل، هغوی ووژنئ." (بخاري)

همدارنګه احمد په خپل مسند کې له ابو هریره څخه روایت کړی چې وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ په یوه لښکر کې ولېږلو او ویې ویل: «که مو د قریشو له ډلې پلانی او پلانی وموندل، نو په اور یې وسوځوئ.» بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د وتلو پر مهال وویل:

إِنِّي كُنْتُ أَمَرْتُكُمْ أَنْ تُحْرِقُوا فُلَانًا وَفُلَانًا بِالنَّارِ، وَإِنَّ النَّارَ لَا يُعَذِّبُ بِهَا إِلَّا اللهُ عَزَّ وَجَلَّ، فَإِنْ وَجَدْتُمُوهُمَا فَاقْتُلُوهُمَا

"ما تاسو ته امر کړی و چې پلانی او پلانی په اور وسوځوئ، په داسې حال کې چې له الله عزوجل پرته بل څوک په اور عذاب نه ورکوي؛ نو که هغوی مو وموندل، هغوی ووژنئ." (مسند احمد)

په دې توګه، د ژوندیو موجوداتو سوځول په اور باندې حرام دي؛ دا حکم عام دی او یوازې په انسان پورې محدود نه دی، نو ځکه ټول مخلوقات رانغاړي. شرعي حکم په اور باندې د تعذیب او وژلو تحریم دی او هر هغه څه چې د دې په مانا وي، لکه په برېښنا تعذیب کول یا په برېښنا وژل، هم په دې حکم کې راځي.

۵- خو کوم حدیث چې تاسو ذکر کړی او ترې پوه شوي یئ چې په اور وژل او سوځول مکروه دي نه حرام، او دلیل مو د (إني لأستحيي من الله) لفظ دی؛ دا استنباط مرجوح دی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه وروسته فرمایي: «لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ أَنْ يُعَذِّبَ بِعَذَابِ اللَّهِ»، او دا د حدیث متن دی:

سعید بن منصور په خپل سنن کې له ابن ابي نجیح څخه روایت کړی چې هغه وویل: (... نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه سریه ولېږله او ویې ویل: «که هغه مو وموند، د لرګیو د دوو پنډونو ترمنځ یې کېږدئ او بیا اور ورته کړئ.» بیا یې وویل:

إِنِّي لَأَسْتَحْيِي مِنَ اللَّهِ لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ أَنْ يُعَذِّبَ بِعَذَابِ اللَّهِ...

"زه له الله څخه حیا کوم، د هېچا لپاره ښه نه ده چې د الله سبحانه وتعالی په عذاب (اور) څوک تعذیب کړي...") پای. لکه څنګه چې وینئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلې خبرې «لَأَسْتَحْيِي مِنَ اللَّهِ» وروسته وویل: «لَا يَنْبَغِي لِأَحَدٍ أَنْ يُعَذِّبَ بِعَذَابِ اللَّهِ»، که دا خبره د بخاري له حدیث سره یوځای شي، نو څرګندېږي چې په اور باندې تعذیب او وژل حرام دي.

خلاصه دا چې شرعي حکم په برېښنايي رکټ "electric racquet" باندې د وژلو په تحقیق المناط پورې اړه لري؛ ترڅو معلومه شي چې ایا دا حشرات په سوځولو سره وژني، او که سوځول د حشرې له لګېدو او مړینې وروسته پېښېږي او بیا برېښنا د هغې په جسد کې جریان پیدا کوي او سوځوي یې. دا موضوع د متخصصینو لا زیاتې څېړنې ته اړتیا لري او پر بنسټ یې شرعي حکم استنباط کېږي.

زه بیا خپله خبره تکراروم چې: "تاسو د احکامو استنباط ته ډېره لېوالتیا او پاملرنه لرئ؛ ستاسو د څېړنې طریقه ښه ده، ځکه چې تاسو دلایل څېړئ او زموږ د اصولي طریقې سره سم ترې حکم استنبط کوئ... دا چاره د خیر زېری ورکوي او زه له الله سبحانه وتعالی څخه ستاسو لپاره د مرستې او بریا دعا کوم."

ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته

د امیر د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک

د امیر له ویبپاڼې څخه د ځواب لېنک: امیر

د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: ګوګل پلس

Share Article

Share this article with your network