** (د فېسبوک پاڼې د مینه والو پوښتنو ته د حزب التحرير د امیر، عالم عطاء بن خليل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ)**
ابو غازي الزين ته
پوښتنه:
اسلام عليکم، زموږ امیره ستاسو حال څنګه دی؟ ستاسو لپاره د روغتیا او عافیت دعا کوو، او له الله عزوجل څخه غواړو چې د هغه څه توفیق درکړي چې هغه یې خوښوي او ترې راضي وي او ستاسو ګامونه ثابت کړي. زما پوښتنه دا ده:
په دې ورځو کې له خلکو څخه دا پوښتنه ډېره اورېدل کېږي چې کله الله تعالی موږ ته د نبوي منهج پر اساس د خلافت دولت په رامنځته کولو سره احسان وکړي، نو موږ به څنګه وکولی شو چې په اسلام حاکمیت وکړو؟ په داسې حال کې چې موږ پوهېږو اسلام باید له لومړۍ ورځې څخه په بشپړ ډول پلي شي. نو هغه کومې پرېکړې، اقدامات او عملي ګامونه دي چې د اسلامي خلافت له اعلان سره سم باید سمدستي پورته شي؟ او د خلافت دولت شاوخوا هېوادونو کې د دې کتلې د ځوانانو په توګه زموږ رول څه دی؟ کله چې د الله په اجازه دغه اعلان وشي...
ستاسو له پاملرنې څخه مننه، الله دې تاسو ته خیر درکړي.
ابو غازي، له طرابلس الشام څخه
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
هر کار خپل وخت لري، نو بیړه مه کوه؛ ځوانان په عمومي ډول د دې کار لپاره چمتو دي، ځکه د حزب افکار، مفاهیم او په کتابونو کې یې ذکر شوي نظامونه او دستور... او هغه طریقه چې دوی پرې روان دي، دا ټول ځوانان د الله په اجازه د دې کار لپاره اهل او چمتو کوي، دا په عمومي بڼه...
خو په ځانګړې بڼه به ان شاء الله په خپل وخت وویل شي. الله دې ستاسو په حرص او پاملرنې کې برکت واچوي.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر پر فېسبوک پاڼه د ځواب لېنک