د حزب التحرير د امير، جليل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د فېسبوک پاڼې د مینوالو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ (فقهي برخه)
ام ابراهيم ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، محترم شیخ! الله سبحانه وتعالی دې ستاسو په علم او فضل کې برکت واچوي. زه غواړم یوه پوښتنه وکړم او ستاسو پر ځواب پوره باور لرم. موږ زده کړي چې حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه د "رمادې" (قحطۍ) په کال کې د غله لاس نه و پرې کړی. ایا په دغه حالت کې د حکم ځنډول د داسې علت له امله وو چې له منځه تللی و او ورسره د قطع (لاس پرې کولو) حکم هم له منځه لاړ؟ که داسې وي، نو د قطع د حکم علت څه دی؟ او ایا په بنسټیز ډول عقوبات داسې علتونه لري چې حکم ورسره ګرځي؟ بارک الله فیکم.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!
۱- د هغه څه په اړه چې حضرت عمر رضي الله عنه ترسره کړل؛ هغه په اصل کې شرعي حکم لکه څنګه چې په اسلام کې راغلی، پلي کړ. یعنې د حکم پلي کول یې نه وو ځنډولي، بلکې کټ مټ یې داسې پلي کړل لکه څنګه چې پلي کېدل یې واجب وو. ځکه ځینې داسې حالتونه شته چې هلته د لاس پرې کول جایز نه دي او په هغو کې یو هم د قحطۍ حالت دی. د قحطۍ په کال کې د لاس نه پرې کولو په اړه ځینې دلایل په لاندې ډول دي:
- سرخسي په المبسوط کې ذکر کړي چې مکحول رضي الله عنه روایت کړی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل:
لَا قَطْعَ فِي مَجَاعَةِ مُضْطَرٍّ
"د مجبور تن لپاره په قحطۍ کې (د لاس) پرې کول نشته."
- همدارنګه په المبسوط کې له حسن څخه او هغه له بل سړي څخه روایت کوي چې ویې ویل: ما دوه کسان ولیدل چې لاسونه یې تړل شوي وو او ورسره غوښه هم وه، زه له دوی سره یوځای عمر رضي الله عنه ته ورغلم. د غوښې خاوند وویل: موږ یوه لسمه میاشت امیندواره اوښه لرله چې د پسرلي په څېر مو ورته انتظار کاوه، خو ومې لیدل چې دغو دواړو حلاله کړې ده. عمر رضي الله عنه وفرمایل: "ایا ته په دې خوښ یې چې د خپلې اوښې په بدل کې دوه داسې اوښان درکړل شي چې لسمه میاشت یې وي او د لنګېدو وخت یې نږدې وي؟ ځکه موږ نه په عذق کې (لاس) پرې کوو او نه هم د قحطۍ په کال کې."
العشراء هغه امیندواره اوښه ده چې لس میاشتې یې پوره شوې وي او لنګېدو ته نږدې وي، دا د مالکانو لپاره تر ټولو ګرانبیه مال وي چې د پسرلي په څېر یې شیدو او برکت ته په تمه وي. د هغه قول "فَإِنَّا لَا نَقْطَعُ فِي الْعِذْقِ" ځینو په "العرق" (غوښه) هم روایت کړی، خو مشهور یې "العذق" دی. د دې مانا دا ده چې د ضرورت او لوږې له امله د قحطۍ په کال کې د لاس پرې کول نشته.
- ابن ابي شیبه په خپل مصنف کې له معمر څخه او هغه له یحیی بن ابي کثیر څخه روایت کوي چې عمر رضي الله عنه وفرمایل: "نه په عذق کې او نه د قحطۍ په کال کې (لاس) پرې کېږي."
۲- پر دې اساس، د رمادې (قحطۍ) په کال کې د غلا د حد نه پلي کول په خپله د شرعي حکم له مخې وو... یعنې حضرت عمر رضي الله عنه له شرعي حکم څخه تجاوز نه و کړی، بلکې هغه شرعي حکم یې پلی کړ چې په قحطۍ کې پر غلا کوونکي حد نه جاري کېږي؛ ځکه په دغه حالت کې شرعي حکم همدغه دی.
۳- په عقوباتو کې د علتونو په اړه ستاسو د پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې هو، په عقوباتو کې علتونه او قیاس داخلېدای شي... خو حدود دوه اړخونه لري: یو د عقوبې (جزاء) مانا او بل د "حدي" (ټاکلي مقدار) مانا. د "حدي" اړخ، یعنې د حد مقدار او ډول، تعلیل (د علت بیانول) نه مني. نو ځکه په حد کې نه زیاتی کېدای شي او نه کمی، که هغه د حد په مقدار کې وي او که په شمېر کې؛ ځکه دا په شرعي دلایلو پورې منحصر دي. خو په حد کې چې د عقوبې (سزا) کومه مانا ده، پر هغې د علت او قیاس په برخه کې هغه څه پلي کېږي چې پر نورو عقوباتو پلي کېږي.
د موضوع د روښانولو لپاره ځینې بېلګې وړاندې کوو:
مثلاً: روایت دی چې عمر رضي الله عنه د هغه کس د قصاص په اړه شک درلود چې اوو کسانو په ګډه وژلی وي. علي رضي الله عنه ورته وویل: اې امیر المؤمنین! که څو کسانو په ګډه غلا کړې وای، ایا لاسونه به دې نه وای ورڅخه پرې کړي؟ هغه وویل: هو. علي رضي الله عنه وویل: نو دا (قتل) هم همداسې دی. دلته یې د اوو کسانو وژل چې په قتل کې یې ګډون کړی و، پر هغو غلو قیاس کړل چې په غلا کې یې شریک وي. دلته علت "په داسې کار کې ګډون کول وو چې سزا ورباندې واجبېږي" او دا په عقوباتو کې دی. دلته قیاس وکارول شو چې د شریکانو وژل د غلا په حد کې د شریکانو پر لاس پرې کولو قیاس شول.
بله بېلګه دا چې رسول الله ﷺ فرمایلي:
ألا إن قتيل الخطأ شبه العمد قتيل السوط والعصا فيه مئة من الإبل أربعون في بطونها أولادها
"خبر اوسئ، د شبه عمد خطا وژل شوي (دیت) کې، چې په کوتک یا قمچینه وژل شوی وي، سل اوښان دي چې څلوېښت یې باید امیندواره وي."
دلته په کوتک او قمچینه له قصدي قتل څخه یو علت استنباط شو چې هغه "قصدي قتل په داسې وسیله چې غالباً وژونکې نه وي" دی، چې دې ته "شبه عمد" ویل کېږي. دا علت په داسې قصدي قتل کې د قیاس لپاره وکارول شو چې په واړه کاڼي یا په تکراري وهلو سره ترسره کېږي، یعنې په هر هغه څه چې غالباً سړی نه وژني. په دې سره په داسې قتل کې قصاص له منځه لاړ او غلیظه دیت (درنه وینه) ورباندې لازمه شوه. دا حکم یوازې په قمچینه او کوتک پورې محدود پاتې نه شو، بلکې هر هغه څه ته شامل شو چې غالباً وژونکي نه وي. خو که یې په داسې څه وواژه چې غالباً وژونکي وي، لکه چاقو یا ټوپک، نو دا بیا "عمد" (قصدي قتل) دی چې قصاص پکې شته.
دلته قیاس وکارول شو؛ په لومړۍ بېلګه کې مو په قصدي قتل کې د شریکانو وژل د غلا په حد کې د شریکانو پر قطع قیاس کړل، چې علت یې "په داسې عمل کې شریک کېدل و چې سزا ورباندې لازمېږي". په دویمه بېلګه کې مو په واړه کاڼي قتل د کوتک پر قتل قیاس کړ او "شبه عمد" مو وباله، چې علت یې "په داسې وسیلې قتل دی چې غالباً وژونکې نه وي".
هیله ده چې ځواب روښانه شوی وي.
ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۱۴۳۷ هـ د جمادی الآخرة ۱۰مه د ۲۰۱۶م کال د مارچ ۱۹مه
د امیر د فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک:
![]()
د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک:
![]()
د امیر د ټویټر پاڼې څخه د ځواب لینک:
![]()
د امیر له وېبپاڼې څخه د ځواب لینک: امیر