Home About Articles Ask the Sheikh
پوښتنې او ځوابونه

د "خیانت" لفظ او د هغه مفهوم

July 04, 2021
2519

د جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر د امیر، د خپلې فېسبوک پاڼې د مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ

د "خیانت" لفظ او د هغه مفهوم

راغب ابو شامه ته

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، دا پوښتنه زموږ امیر ته ده، الله دې یې وساتي...

زموږ قدرمن شیخ او امیر، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته. الله دې ستاسو ساتنه وکړي او ستاسو په لاس دې خیر جاري کړي. موږ له هغو کسانو څخه چې الله ورته پوهه ورکړې زده کړي چې اصطلاحات باید روښانه کړو، پر ماناګانو یې ودریږو او دقیق یې کړو. زما خبره دلته د (خیانت) او په اسلامي هیوادونو کې د شته نظامونو د (خاین) بللو په اړه ده.

لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ - قدرمن شیخ - خیانت دا غوښتنه کوي چې صفت کېدونکی باید مخکې پر سمه لاره و، بیا یې خیانت کړی وي؛ یا یې امانت لېږداوه او بیا یې پکې خیانت کړی وي؛ یا پر کوم عهد و او بیا یې هغه مات کړی وي. مګر دا نظامونه هیڅکله د امانت لېږدوونکي نه وو، نه له امت او نه هم له الله سره پر کوم عهد ولاړ وو، او نه یې هم کله کوم امانت ساتلی و چې بیا یې مات کړی وي. دا نظامونه پردۍ او لوېدیځې جوړونې دي چې زموږ له دین او مسایلو سره هیڅ تړاو نه لري، مګر یوازې د توطیې، عمالت (ګوډاګیتوب) او د خپلو بادارانو د حکمونو د پلي کولو تړاو.

نو زموږ دا وینا چې دوی خاین دي، دا مانا ورکوي چې دوی پر کومه (ښه) لاره وو، په داسې حال کې چې دوی هیڅکله پر سمه لاره نه وو. نو ستاسو زوی او زده کوونکی داسې انګېري چې دا نظامونه باید د خیانت پر ځای له پیله تر پایه د عمالت په صفت یاد کړو...

او الله دې تاسو ته برکت درکړي شیخ صاحب.

ستاسو زوی او زده کوونکی، راغب ابو شامه (سیف الدین عابد) فلسطین...

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،

په پیل کې، زه د ژبې په اړه ستاسو د دې پاملرنې ستاینه کوم، مګر غواړم دوو ټکو ته مو پام راوګرځوم:

لومړی: دا چې فعل له زمانې سره تړلی وي، مثلاً تاسو وایئ: جاء (راغی) او یجيء (راځي)، او احضر (حاضر شه). دا ټول په تېره، اوسنۍ، راتلونکې زمانې یا امر پورې تړاو لري... پر همدې بنسټ وایئ: خان (خیانت یې وکړ)، یخون (خیانت کوي) او خن (خیانت وکړه). دا ټول په تېر، حال یا راتلونکي وخت کې پر خیانت دلالت کوي...

دویم: دا چې مصدر هغه لفظ دی چې یوازې پر پېښه (حدث) دلالت کوي او له زمانې څخه خالي وي، خو د خپل فعل توري په لفظي ډول پکې شامل وي لکه علم علماً، یا په تقدیري ډول لکه قاتل قتالاً، او یا د حذف شوي توري په بدل کې بل توری پکې وي لکه وعد عدة، او سلم تسليماً...

په همدې ډول، د خیانت لفظ پر خیانت د یوې پېښې په توګه دلالت کوي مګر پر زمانې دلالت نه کوي، یاني دا نه ښيي چې خیانت کله شوی او له کومه وخته دی... کېدای شي نن وي او کېدای شي له کلونو راهیسې وي... نو که تاسو نن کومه چاره وګورئ چې د شرعي احکامو خلاف پر مخ وړل کېږي، وایئ چې دا خیانت دی. دا شرط نه ده چې دا چاره دې له نن څخه مخکې بې له خیانت څخه پر مخ وړل شوې وي. کېدای شي مخکې امانت و، لکه ستاسو په لیک کې چې راغلي، او دا هم کېدای شي چې له نن څخه مخکې هم خیانت و... له همدې امله، ستاسو دا خبره چې خیانت د دې مانا ورکوي چې پخوا امانت و او وروسته خیانت شو، یاني دا چې له زمانې سره یې وتړئ، دا دقیقه خبره نه ده... او داسې یوې قرینې (نښې) ته اړتیا لري چې وښيي خیانت کله پیل شوی دی...

بیا داسې ښکاري چې یو ډول ابهام رامنځته شوی! تاسو د پوښتنې په پای کې وایئ چې موږ خیانت نه وایو ځکه دا مانا ورکوي چې پخوا یې امانت ساتلی و، مګر په عین وخت کې وایئ چې دا خاین باید د (عمالت) په صفت یاد شي. نو دا څنګه کېدای شي؟ که تاسو داسې انګېرئ چې (خیانت) مخکې (غیر خیانت) و، نو (عمالت) هم همداسې دی؛ ځکه خیانت او عمالت دواړه مصدرونه دي او پر دواړو یو ډول حکم جاري کېږي...

خلاصه دا چې مصدر له پېښېدو (حدث) سره تړاو لري نه له زمانې سره... مګر فعل له زمانې سره تړاو لري...

په هر صورت، ستاسو له لیک څخه څرګنده ده چې تاسو د ژبې له مدارکو او ماناګانو سره مینه لرئ، او څوک چې داسې وي، ان شاء الله هغه د ژبې د فقهې ژورو ته روان دی... زه له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې ستاسو پوهه، علم، حکمت او فهم زیات کړي...

مګر ستاسو د لیک لاسلیک (ستاسو زوی او زده کوونکی...)، نو ته څومره نېکمرغه زوی او زده کوونکی یې... الله دې له هر بد او شر څخه وساته.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته

۲۳ ذوالقعده ۱۴۴۲هـ ق د ۲۰۲۱/۰۷/۰۴م کال سره سم

د امیر له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فېسبوک

د امیر له ویب پاڼې څخه د ځواب لېنک: ویب

Share Article

Share this article with your network