** (د حزب التحریر د امیر، جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د هغو پوښتنو د ځوابونو لړۍ چې د هغه د فیسبوک پاڼې "فکري" له لارې ترې پوښتل شوي)**
د پوښتنې ځواب
Ntham Rd ته
پوښتنه:
بسم الله الرحمن الرحيم، السلام عليكم ورحمة الله وبركاته،
زه یوه پوښتنه لرم: د Al-Shakhsiyya (اسلامي شخصیت) کتاب په دویم ټوک، ۳۳ مخ کې د خليفه د شرطونو په اووم بند کې "قدرت" (توانايي) ياد شوی او ورپسې د قدرت په اړه توضيح ورکړل شوې ده، تر دې چې دغه جملې ته رسېږي: (همدارنګه د خلافت د انعقاد لپاره دا شرط نه دی چې خليفه دې خامخا زړور وي، يا دې د داسې نظر خاوند وي چې د رعیت سياست او د مصالحو (ګټو) تدبير ته لاره هواروي). پوښتنه دا ده: ایا دا موارد پخپله له "قدرت" څخه نه شمېرل کېږي؟
ځواب:
وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته
هغه څه چې په کتاب کې راغلي دا دي: (همدارنګه د خلافت د انعقاد لپاره دا شرط نه دی چې خليفه دې خامخا زړور وي، يا دې د داسې نظر خاوند وي چې د رعیت سياست او د مصالحو تدبير ته لاره هواروي، ځکه په دې اړه کوم صحيح حديث نشته او نه هم د داسې کوم شرعي حکم لاندې راځي چې دا د انعقاد شرط وګرځوي؛ که څه هم غوره دا ده چې خليفه باید زړور، د نظر خاوند او بصیرت لرونکی وي) پای. لکه څنګه چې پوهېږئ، د انعقاد شرط پدې مانا دی چې که امت داسې یو خليفه وټاکي چې د انعقاد شرطونه پوره نه کړي، نو خلافت یې باطل دی... د دغو دوو مواردو په تدبر او غور سره چې تاسو ياد کړي، څرګندېږي چې دا د انعقاد له شرطونو څخه نه دي؛ پدې مانا چې که امت داسې خليفه وټاکي چې دا دوه صفتونه ونه لري، نو خلافت یې نه باطلېږي، ځکه شرعي دليلونه پرې دلالت نه کوي. مګر دا د "افضليت" (غوره والي) له شرطونو څخه دي، يانې غوره ده چې امت د خليفه د ټاکلو پر مهال دا دوه شرطونه په پام کې ونیسي، ترڅو د داسې چا پر ټاکلو حرص وکړي چې د انعقاد د شرطونو ترڅنګ د افضليت ډېر شرطونه هم ولري، ځکه دا کار ډېر غوره او سم دی.
خو "قدرت" (توانايي) د انعقاد له شرطونو څخه دی او مانا یې دا ده چې خليفه بايد د خلافت د مسؤليتونو او درنو بارونو د پورته کولو توان ولري، پرته له دې چې دا توانايي په کوم ځانګړي شي پورې محدوده شي. نو هر هغه څه چې د خلافت د چارو په سرته رسولو کې داسې ناوړه اغېز وکړي چې هغه ګډوډ کړي، د قدرت د شرط ماتوونکی ګڼل کېږي. دا ځکه چې د خليفه دنده د شرعي احکامو پلي کول دي او دا کار دې ته اړتيا لري چې خليفه پخپله چارې پر مخ يوسي او يا که یې بل چا ته سپاري، نو په خپله یې څارنه وکړي. که چېرې هغه پدې کار کې عاجز وي، نو نشي کولای د خلافت هغه تړون پوره کړي چې د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره د هغه په شخص پورې تړلی دی. پدې کې د انعقاد د شرطونو پوره کول بسنه کوي چې یو یې همدا "قدرت" دی؛ که دا شرط له منځه لاړ شي، د خلافت تړون سم نه پاتې کېږي. د بېلګې په توګه: که خليفه د حافظې له لاسه ورکولو په ناروغۍ اخته شي، یا د ډېر وخت لپاره په بې هوشۍ (کوما) کې پاتې شي، او یا داسې نورې ناروغۍ چې د ډېر وخت لپاره دوام وکړي او په دولت کې د حکم پر سلامتيا اغېز وکړي، پدې ډول چې خليفه ونه شي کولای چارې پخپله ترسره کړي او یا د هغو کسانو څارنه وکړي چې ده ورته مسؤليتونه سپارلي وي... په داسې حال کې د مظالمو محکمه د ناوسۍ (عدم قدرت) د ډاډ ترلاسه کولو اقدامات کوي او بیا د خلافت د مقام د خالي کېدو اعلان په اړه لازم تصميم نیسي.
مګر د افضليت د شرطونو نه شتون د خلافت تړون نه باطلوي. نو دا چې خليفه دې زړور وي او د جګړې په عصري فنونو کې مهارت ولري، یا دا چې د لوړ نظر خاوند او د تر ټولو غوره پوهنتونونو فارغ وي... دا ټول د انعقاد شرطونه نه دي او د خلافت تړون نه باطلوي؛ ځکه نه پرې شرعي دليل شته او نه هم دا ډول شرطونه د خلافت د چارو په سرته رسولو کې داسې منفي اغېز کوي چې هغه له کاره وغورځوي. ځکه که چېرې په ځینو چارو کې لکه جګړه کې مناسبې مېړانې ته اړتیا پېښه شي، خليفه کولای شي په دې برخه کې له زړورو کسانو څخه مرسته واخلي. همدارنګه که د لوړو علمي څېړنو خاوندانو نظر ته اړتيا وي، خليفه کولای شي په خپل رعيت کې داسې کسانو ته مراجعه وکړي. سره له دې، لکه څنګه چې مو مخکې وویل، غوره دا ده چې امت داسې خليفه وټاکي چې هم د انعقاد شرطونه ولري او هم د افضليت؛ خو که یې داسې څوک وټاکل چې یوازې د انعقاد شرطونه یې پوره کړي وي او د افضليت ټول شرطونه ونه لري، نو تر هغه چې د انعقاد شرطونه پوره وي، خلافت یې صحيح دی، ځکه صحيح شرعي دليلونه همداسې وايي.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د امیر د فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک: فیسبوک
د امیر له وېبپاڼې څخه د ځواب لېنک: وېبپاڼه
د امیر د ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لېنک: ګوګل پلس