د فېسبوک پاڼې "فقهي" پوښتنو ته د حزب التحریر د امیر، ستر عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته د ځوابونو لړۍ
د پوښتنې ځواب
ابو محمد شیخ حامد ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، زموږ محترم شیخ، الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته برکت درکړي، درسره مرسته دې وکړي او بریالی دې کړي.
زه د ارزښت (Value) د مفهوم په اړه ځینې پوښتنې لرم. ارزښت په یو شي کې د شته ګټې (منفعت) هغه اندازه ده چې د کمښت (ندرت) عامل په کې په پام کې نیول شوی وي.
۱- د یوې ځانګړې سلعې د متخصص په توګه، زه کومو وسایلو ته اړتیا لرم ترڅو په دغه سلعه کې شته ګټې وټاکم؟
۲- آیا د ګټو ټاکل یوازې د ګټو په بیانولو سره کیږي که چیرې دا په سرو زرو، سپینو زرو یا کار (هڅې) سره ارزول کیږي؟ که امکان ولري یو مثال یې هم ذکر کړئ.
۳- آیا په سلعه کې دغه شته ګټې کوم ارزښت لري او څنګه ټاکل کیږي؟
۴- د ارزښت په ټاکلو کې د "کمښت عامل - Scarcity factor" په پام کې نیولو سره څنګه چلند وکړم او له ارزښت سره یې اړیکه څه ده؟
۵- آیا د ارزښت بحث د اقتصادي نظام له بحثونو څخه دی که د اقتصادي علم له بحثونو څخه؟
۶- د ارزښت د موضوع د بحث اهمیت څه دی او د هغې له بحث څخه کومې ګټې ترلاسه کیږي؟
په پای کې، الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته برکت درکړي، خیر دې درکړي او په نږدې بریا سره دې ستاسو ملاتړ وکړي، بېشکه چې هغه د دې کار سرپرست او توانا دی. اللهم آمین آمین.
ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته،
۱، ۲ او ۳- د ارزښت د پېژندنې او د هغې په ټاکلو کې د کارول کیدونکو وسایلو په اړه باید وویل شي چې دا د انسان په توګه د انسان لپاره ګټې (منفعتونه) دي، چې د هغه اساسي اړتیاوې پوره کوي. همدارنګه د هغو موادو په اړه هم چې پخپله ارزښت لري لکه سره زر او سپین زر. ارزښتونه معمولاً د بلې سلعې په پرتله ټاکل کیږي نه د هغې د بیې په اندازه. د بېلګې په توګه: د یوې ډوډۍ ارزښت د یوې نشه يي توکې تر ارزښت لوړ دی، که څه هم د نشه يي توکې بیه ښايي لوړه وي، او داسې نور.
دا په لاندې ډول تشریح کیدی شي: د یوې سلعې حقیقي ارزښت په هغې کې د شته ګټې اندازه ده...، دا ثابت وي او نه تغیر کوي، ځکه چې ګټه یې په خپله سلعه کې موجوده ده. که وغواړو په یوه معامله کې ارزښت وټاکو، نو دې ته "فعلي ارزښت" ویل کیږي، یعنې هغه ارزښت چې د قضاوت پر مهال ورته رجوع کیږي. دا ارزښت د یوې بلې سلعې په واسطه ټاکل کیږي چې د ارزونې پر مهال دواړو لورو ته مشهوره وي، یا په داسې نغدو پیسو چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي او پخپله ارزښت ولري لکه سره زر یا سپین زر. مثلاً وایو چې دا د دومره کیلو ګرامه غنمو سره برابره ده، یا د دومره ګرامه سرو زرو یا سپینو زرو درهمو سره برابره ده. یعنې د ارزښت ټاکنه په داسې مادي شي کیږي چې پخپله ګټه ولري، نو ارزښت په هغه څه نه ټاکل کیږي چې پخپله ګټه نه لري لکه کاغذي پیسې... دا ارزونه د تر بحث لاندې سلعې د ګټې او د هغو شیانو د ګټې ترمنځ د پرتله کولو له لارې کیږي چې موږ یې د ارزونې پر مهال معیار ګرځوو. که بحث پر حقیقي ارزښت وي یا پر فعلي ارزښت، دا دواړه د ارزونې له وخت څخه وروسته ثابت پاتې کیږي او نه تغیر کوي، ځکه چې دا "ارزښت" دی...
۴- د "کمښت عامل" په اړه چې په تعریف کې راغلی، له ارزښت سره یې د اړیکې په اړه موږ مخکې هم ځواب ورکړی او دلته یې بیا راوړو: (د ارزښت دغه تعریف چې: "په سلعه کې د شته ګټې اندازه د کمښت عامل ته په پام سره"، هو دا سم دی. او په ارزونه کې د کمښت عامل ته د یوې برخې په توګه نه کتل هم سم دي. خو دا چې ولې ذکر شوی، نو وضاحت یې دا دی: د کمښت عامل په پام کې نیول د ارزونې یوه برخه نه ده، بلکې دا د ارزښت په ساتنه او پاملرنه کې د حرص او هڅې لپاره ده. د بېلګې په توګه: که تاسو یوه ډوډۍ لرئ او د هغې ارزښت د هغې د ګټې له مخې ارزوئ: د هغې اجزا، ځانګړتیاوې، کارول... او د هغې شتون کم وي، نو تاسو به یې ډېر په احتیاط ساتئ، ښايي څلورمه برخه یې سهار او بله څلورمه برخه یې ماښام وخورئ، او همداسې په بله ورځ. که یوه وړه ټوټه یې هم ترې وغورځیږي، سمدستي به یې راپورته کوئ... خو که دا ډول ډېرې ډوډۍ درسره وي، که څه هم په هغې کې شته ګټه (ارزښت) هماغه ده، خو تاسو به یې په هماغه اندازه پاملرنه نه کوئ او که یوه ټوټه یې هم وغورځیږي ښايي را پورته یې نه کړئ... له همدې امله په کتاب کې د "کمښت عامل ته پام" سره د تشریح پر مهال "په هغه وخت کې" کلمه اضافه شوې ده. نو د ۳۳مې پاڼې په پای کې راغلي: "ځکه چې د یوې سلعې ارزښت یوازې د هغې د شته ګټې په اندازه ټاکل کیږي، چې د ارزونې پر مهال په هغه وخت کې د کمښت عامل هم په پام کې نیول کیږي". یعنې ارزښت په یو شي کې ګټه ده، او د کمښت عامل د ارزښت د ټاکلو لپاره نه، بلکې د هغه ارزښت د ساتنې او ورته د پاملرنې لپاره دی، ځکه چې د ورکیدو په صورت کې د هغه په څېر بل پیدا کول سخت دي. دا ټکی د ارزښتونو د ضایع کیدو د مخنیوي او په اندازه د کارولو لپاره مهم دی. برسېره پر دې، د کمښت عامل په پام کې نیول د ثابت ارزښتونو او د بدلیدونکو بیو (چې د کمښت له امله پورته او ښکته کیږي) ترمنځ په پرتله کولو کې ګټور دي. ۲۰-۰۴-۲۰۰۷م)
۵- دا چې ارزښت د اقتصادي نظام بحث دی که د اقتصادي علم، دا د بحث په سیاق (موضوع) پورې اړه لري. که بحث له علمي پلوه د ارزښت او بیې ترمنځ وي، یعنې د دواړو ترمنځ توپیر مطرح وي، نو دا د اقتصادي علم بحث دی. موږ وایو: ارزښت په خپله سلعه کې د ګټې اندازه ده، خو بیه هغه مقدار دی چې د سلعې د اخیستلو پر مهال ورکول کیږي، که ګټه ولري او که نه. نو دا یوازې د تعریف له مخې یوه پرتله ده.
خو که بحث د تعامل او راکړې ورکړې له مخې وي، نو بیا د اقتصادي نظام له بحثونو څخه دی. د بېلګې په توګه: که یو سړي یوه سلعه په پور واخیسته چې ارزښت یې سل د سرو زرو دیناره و او په تړون کې همداسې ولیکل شول؛ نو د پور د ادا کولو پر مهال هغه کولی شي هماغه سلعه بېرته ورکړي او که سلعه له منځه تللې وي، سل دیناره ورکوي... ځکه چې ارزښت په زمان او مکان سره نه تغیر کوي. خو دا ورته جایز نه ده چې په هغو سلو دینارو بله ورته سلعه واخلي، ځکه چې بیه تغیر کوي او دا ضروري نه ده چې په سلو دینارو هماغه پخوانۍ سلعه واخیستل شي... خو که په تړون کې یوه سلعه د هغې د بیې له مخې چې سل دیناره وه ذکر شي، نو د ادا کولو پر مهال کولی شي هماغه سلعه بېرته ورکړي، او که له منځه تللې وي، کولی شي سل دیناره ورکړي یا په هغو سلو دینارو د هماغه ډول بله سلعه واخلي، که کیفیت یې ښه وي او که کم، ځکه چې بیه ثابته نه ده بلکې د زمان او مکان له مخې تغیر کوي. مګر دواړه لوري باید د ارزښت او بیې په مفهوم پوه شي، که نه نو موضوع به قضاوت او محکمې ته ځي. د معلوماتو لپاره باید وویل شي چې ارزښت یوازې په ګټورو سلعو یا په هغو نغدو پیسو ټاکل کیږي چې پخپله ارزښت ولري، نه په کاغذي پیسو، ځکه چې ارزښتونه ثابت وي. خو بیه د ارزښت په څېر هم ټاکل کیدی شي او په کاغذي پیسو هم، ځکه چې بیې تغیر کوي. نو د بیې د ارزونې پر مهال کولی شو نغدې پیسې په سرو زرو، سپینو زرو یا کاغذي پیسو ذکر کړو...
۶- د ارزښت د بحث اهمیت د هغو ګټو له توپیر څخه راځي چې په یوه سلعه کې د انسان د اساسي اړتیاوو لپاره په ثابته توګه موجودې دي، او د هغو موادو ترمنځ چې ذاتي ارزښت لري، او همدارنګه د بیې ترمنځ چې د هغې ډېرښت او لږوالی په سلعه کې په شته ګټې پورې اړه نه لري. که تاسو په اقتصادي نظام کې د مهر د ثبتولو موضوع وګورئ (چې په ارزښت وي که په بیه) او هغه مثال چې پورته په ۴ نمبر کې ذکر شو، نو د ارزښت د بحث پر اهمیت به پوه شئ. دا موضوع اقتصادي بحثونه پر دوو مهمو ټکو متمرکز کوي:
کله چې اقتصادي بحثونه پر ارزښتونو متمرکز شي، چیرته چې ارزښت له هغو ګټو سره تړاو لري چې د انسان فطري او اساسي اړتیاوې پوره کوي، او له هغو موادو سره چې ذاتي ارزښت لري، نو دا د دې لامل کیږي چې پاملرنه ګټورو موادو ته واوړي. په بل عبارت، بحث پر هغه څه کیږي چې خلکو ته ګټه رسوي، او دا اصلي بحث ګرځي او د بیو بحث ورته تابع کیږي. نو څوک زیانمنو سلعو ته حرص نه کوي که څه هم بیه یې لوړه وي، ځکه چې هغه ارزښت نه لري...
په داسې حال کې چې که د بیې بحث اصل وګرځول شي او د ارزښت بحث ورته تابع وي، نو دا د لوړې بیې لرونکو سلعو ته د حرص لامل کیږي او هغوی ته د لوړ ارزښت په سترګه کتل کیږي، که څه هم هغه زیانمن توکي وي لکه نشه يي توکي او الکول، ځکه چې بیې یې لوړې دي او ډېر عاید تولیدوي...
په دې توګه، پر ارزښتونو د اقتصادي لیدلوري تمرکز او بیې ورته تابع کول، په خلکو کې خیر او آرامښت خپروي. خو پر بیو اقتصادي لیدلوری تمرکز کول او ارزښتونه ورته تابع کول، د دې لامل کیږي چې لوړې بیې لرونکي توکي لوړ ارزښته وګڼل شي، که څه هم ټولنې ته زیانمن وي، او په پایله کې دا لیدلوری په خلکو کې شر او بدمرغي خپروي.
هیله لرم چې موضوع درته روښانه شوې وي، ان شاء الله.
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۱۴۳۸ هـ ق کال د شعبان ۲۲مه د ۲۰۱۷/۰۵/۱۹م کال سره سمون خوري
د امیر د پاڼې څخه د ځواب لینکونه: فېسبوک ګوګل پلس ټویټر ویب پاڼه