د پوښتنې ځواب
ځواب:
هغه نص چې تاسو د خلافت له کتاب څخه یاد کړی دی، په همدې بڼه د د حکم نظام کتاب په ۶۰ مخ (عربي نسخه) کې هم شتون لري. دا نص یو شرعي حکم بیانوي چې که خلافت په داسې یو هیواد کې قایم شي چې څلور واړه شرطونه ولري، او د هغه هیواد خلک له خلیفه سره بیعت وکړي، نو خلافت انعقاد مومي او قایم ګڼل کېږي، حتی که هغه هیواد د اسلامي نړۍ د ډېری برخو (ډېری اهل الحل والعقد) استازیتوب هم ونه کړي. نو که ستاسو په هیواد کې د خلافت بیعت وشي، خلافت قایمېږي، که څه هم ستاسو هیواد د امت د اکثریت یا د هغوی د باصلاحیته خلکو (اهل العقد) استازیتوب ونه کړي. ځکه چې د خلافت اقامه فرض کفایي دی او هر څوک چې دا فرض په صحیح ډول ادا کړي، هغه خپل فرض پوره کړی دی، او نور خلک مکلف دي چې د هغه اطاعت وکړي.
مګر د د حکم نظام کتاب په ۸۵ مخ (عربي نسخه) کې بل نص چې وایي: (نو د هغو کسانو لپاره چې واک یې ترلاسه کړی وي، روا ده چې د هغو وړ مسلمانانو څخه یو کس د حکومت او واک لپاره نوماند کړي چې د خلافت د انعقاد شرطونه ولري، او په هغه هیواد کې اهل الحل والعقد یا د هغوی اکثریت راټول کړي او له هغوی وغواړي چې له دغه نوماند شوي کس سره د خلیفه په توګه بیعت وکړي. نو اهل الحل والعقد د الله په کتاب او د رسول الله په سنتو د رضا او اختیار له مخې ورسره بیعت کوي، او په دې بیعت سره د هغه لپاره خلافت منعقد کېږي).
نو دا په هغه هیواد کې د خلافت د انعقاد د څرنګوالي پورې اړه لري.
نو لومړۍ موضوع له دویمې موضوع سره توپیر لري.
لومړی: د دې پوښتنې ځواب دی چې ایا د خلافت د قیام لپاره د ټول اسلامي امت د اکثریت اهل الحل والعقد بیعت اړین دی؟ یعنې که خلافت ستاسو په هیواد کې قایم شي، ایا ستاسو په هیواد کې د خلافت د منعقد کېدو لپاره د ډېرو عربي او نورو اسلامي هیوادونو بیعت شرط دی؟ که مثلاً مصر بیعت ونه کړي، ایا ستاسو په هیواد کې خلافت نه منعقد کېږي؟
ځواب: نه، بلکې په هر هغه هیواد کې چې شرطونه پوره وي د خلافت قیام، او د دغه هیواد د خلکو لخوا له داسې یو سړي سره بیعت چې شرطونه ولري، خلافت صحیح او منعقد ګرځوي او پر نورو ټولو مسلمانانو واجب ده چې د اطاعت بیعت وکړي او په دغه دولت کې داخل شي.
دویم: د دې پوښتنې ځواب دی چې ستاسو په هیواد کې خلافت څنګه قایمېږي، په داسې حال کې چې موږ له لومړي ځواب څخه پوه شو چې هلته (ستاسو په هیواد کې) خلافت منعقد کېږي، حتی که نور مسلمانان بیعت هم ونه کړي؟
ځواب دا دی چې مسلمانان یا په هغوی کې د قوت او نفوذ خاوندان په هغه هیواد کې واک په لاس کې واخلي او هغه حاکم چې په کفري نظامونو حکومت کوي له منځه یوسي، ترڅو د اسلام حکم قایم کړي، او یو داسې مسلمان نوماند کړي چې شرطونه ولري او په دغه هیواد کې له اهل الحل والعقد یا د هغوی له اکثریت څخه وغواړي چې د الله په کتاب او د رسول الله په سنتو له خلیفه سره بیعت وکړي، نو په دې سره د هغه لپاره خلافت منعقد کېږي.
نو له همدې امله دا دواړه موضوعګانې یو بل بشپړوي او یو له بل سره په ټکر کې نه دي.
د ۲۰۰۴ م کال د فبروري ۲۵مه