(د جلیل القدر عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته، د حزب التحریر د امیر، د خپلې فیسبوک پاڼې "فقهي" د مینه والو پوښتنو ته د ځوابونو لړۍ)
د پوښتنې ځواب
د خلافت په انعقاد کې د عدالت شرط
عبدالکریم (Abdul Kareem) ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبركاته
One of the conditions of the Khaleefah is that he must be 'adl (just). We use qiyas to derive this hukm but can the following verse of Qur'an be used as a daleel for this condition also
وَإِذا حَكَمتُم بَينَ النّاسِ أَن تَحكُموا بِالعَدلِ
"او کله چې تاسو د خلکو ترمنځ پرېکړه (قضاوت) کوئ، نو په عدالت سره یې وکړئ." (النساء: ۵۸)
جزاك اللهُ خيرا
ځواب:
وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته،
ستاسو پوښتنه د خلیفه لپاره د انعقاد له هغو شرطونو څخه یو پورې اړه لري چې زموږ په کتابونو کې ذکر شوي دي:
(د "اجهزة الدولة" په کتاب کې راغلي: «پنځم: دا چې عادل وي. نو فاسق نشي کېدای. عدالت د خلافت د انعقاد او د هغې د دوام لپاره یو لازمي شرط دی؛ ځکه چې الله سبحانه وتعالی د شاهد لپاره د عادل توب شرط ایښی دی. الله تعالی فرمایي:
وَأَشْهِدُوا ذَوَيْ عَدْلٍ مِّنكُمْ
"او له خپلو څخه دوه تنه عادل شاهدان ونیسئ." (الطلاق: ۲)
نو هغه څوک چې مقام یې له شاهد څخه لوړ دی، چې هغه خلیفه دی، د لومړیتوب له مخې (من باب أولى) لازمه ده چې عادل وي؛ ځکه که عدالت د شاهد لپاره شرط وي، نو د خلیفه لپاره خو په لومړي قدم کې شرط دی.»)
لکه څنګه چې تاسو وینئ، مسئله پدې پورې اړه لري چې خلیفه باید "عادل" وي، یعنې په خلیفه کې باید عدالت تحقق ومومي او دا یې یو صفت وي، نه دا چې یوازې په عدالت سره حکم وکړي یا د خلکو ترمنځ په عدالت پرېکړه وکړي. ځکه کله ناکله یو کافر هم د دوو کسانو ترمنځ په عدالت پرېکړه کوي، سره له دې چې کافر د خپل فسق له امله "عادل" نه دی... له همدې امله د عدالت پر شرط سم استدلال همدا دی چې موږ ذکر کړ، یعنې دا چې عدالت د شاهد لپاره واجب دی، نو د خلیفه لپاره د لومړیتوب له مخې لازمي دی.
خلاصه دا چې په خلیفه کې د عدالت د شرط تحقق پدې مانا دی چې هغه عادل دی او په عدالت حکم کوي، او دلته دلیل د شاهد د عدالت شرط دی چې د خلیفه لپاره د لومړیتوب له مخې ثابت دی؛ او که خلیفه عادل وي، نو هغه په عدالت سره حکم کوي.
خو پر هغه مبارک ایت استدلال کول چې تاسو یاد کړی، مانا یې په عدالت سره حکم کول دي، او دا حتمي نه ده چې هر هغه څوک چې په عدالت حکم کوي یا د خلکو ترمنځ په انصاف پرېکړه کوي، هغه دې خامخا "عادل" وي. لکه څنګه چې مو مخکې وویل، یو کافر هم کولی شي د دوو لوریو ترمنځ عدل وکړي په داسې حال کې چې هغه پخپله عادل نه دی. نو ځکه هغه استدلال چې موږ ذکر کړی، ډېر غوره او راجح دی.
والله أعلم وأحكم.
د یادولو وړ ده چې د "حکَم" لفظ چې عربو ایښی دی، یعنې په ژبه یا هغه څه چې لغوي حقیقت بلل کیږي، مانا یې "قضاوت" (قضى) ده:
په "لسان العرب" کې راغلي: (والحُكْمُ: العلم او فقه او په عدالت سره قضاوت کول دي، او دا د "حکَم یحکُم" مصدر دی... قضى: القضاء مانا الحکم...)
او په "قاموس المحیط" کې راغلي: (الحُكْمُ، په ضمه سره: القضاء)... او په "مختار الصحاح" کې راغلي ("الْحُكْمُ" القضاء...).
خو دغه لفظ "حکم" د رسول الله ﷺ، خلفاء راشدینو او له هغوی وروسته د عربو په زمانه کې د اصطلاح له مخې د "پاچاهۍ او واکمنۍ" (الملک والسلطان) په مانا کارول شوی دی، یعنې دا یو اصطلاحي کارول یا "عرفي حقیقت" دی.
په دې اساس، د "حکم" لفظ په قضاوت کې لغوي حقیقت دی، او په واکمنۍ او قدرت کې یو ځانګړی عرفي حقیقت یا اصطلاح ده.
ستاسو ورور، عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۱۴۳۹ هـ ق کال د ذوالقعدې ۲مه د ۲۰۱۸/۰۷/۱۵م کال سره سمون خوري
د امیر (حفظه الله) له فیسبوک پاڼې څخه د ځواب لینک: فیسبوک
د امیر (حفظه الله) له ګوګل پلس پاڼې څخه د ځواب لینک: ګوګل پلس
د امیر (حفظه الله) له ویب پاڼې څخه د ځواب لینک: ویب