محترم وروره،
له سلام او تحياتو وروسته،
ما د تعادل او تراجيح په باب کې کټ مټ دا متن ونه موند چې تاسو يې يادونه کړې (مظنون عام پرېښودل کېږي او په مقطوع خاص عمل کېږي)، خو په همدې مانا نږدې الفاظ راغلي دي: (که دواړه د قوت له پلوه برابر نه وي، په دې ډول چې یو یې قطعي او بل یې ظني وي، نو قطعي ته ترجیح ورکول کېږي، عمل پرې کېږي او ظني پرېښودل کېږي؛ که هغه دواړه عام وي، یا دواړه خاص وي، او یا قطعي نص خاص وي او ظني نص عام وي). دا خبره سمه ده؛ ځکه په ټولو حالاتو کې پر خاص نص عمل کېږي نه پر عام؛ یعنې که عام نص ظني وي او خاص نص قطعي وي، او یا عام نص قطعي وي او خاص نص ظني وي. نو که چېرې خاص له عام سره په ټکر کې راشي، په ټولو حالاتو کې پر خاص عمل کېږي، که څه هم عام قطعي وي او خاص ظني وي، بیا هم پر خاص عمل کېږي. له همدې امله په کتاب کې ورپسې زیاته شوې ده: (که چېرې قطعي نص عام وي او ظني نص خاص وي، نو پر ظني عمل کېږي).
يعنې که چېرې یو عام نص او بل خاص نص شتون ولري، نو پر خاص عمل کېږي؛ ځکه چې خاص پر عام حاکم دی. دا ځکه چې سنت د قرآن عام نصوص تخصيصوي، قرآن د سنتو عام نصوص تخصيصوي، د قرآن عام په خپله په قرآن سره تخصيصېږي او د سنتو عام په خپله په سنتو سره تخصيصېږي؛ او په ټولو حالاتو کې پر خاص عمل کېږي.
نو ستونزه چېرته ده؟
خو ستاسو دا خبره چې: که د زاني د جلد (دُرو وهلو) په اړه د سنتو عام نص راغلی وي او د واده شوي (محصن) زاني د رجم (سنګسارولو) په اړه د قرآن خاص نص راغلی وي، نو د عام او خاص له باب څخه پر دواړو عمل کېږي؛ په دې خبره کې داسې ښکاري چې تاسو ته تېروتنه شوې ده.
ځکه په یوه مسئله کې پر دواړو عمل نه کېږي، بلکې په دغه ځانګړې مسئله کې پر خاص عمل کېږي او عام پرېښودل کېږي؛ خو د عام نص په هغه برخه کې چې تخصیص شوې نه وي، پر عام عمل کېږي. د بېلګې په توګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:
الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ
"زنا کوونکې ښځه او زنا کوونکی سړی، هر یو ته سل سل دُرې ووهئ." (سورة النور [۲۴]: ۲)
دا یو قطعي عام نص دی، بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم فعل د واده شوي زاني د رجم په اړه راغلی چې یو ظني خاص نص دی. که تاسو ته یو واده شوی زاني راشي، ایا پر دواړو (جلد او رجم) عمل کوئ؟ نه، بلکې پر هغه ظني خاص نص عمل کوئ چې له محصن (واده شوي) سره تړاو لري، نو حکم یې رجم دی نه جلد. او د عام نص پاتې برخه (غیر محصن) په خپل حال پاتې کېږي چې په هغوی کې پر جلد (دُرو وهلو) عمل کېږي.
همدارنګه د حدیبیې د سولې په اړه د بخاري په روایت کې له براء رضي الله عنه څخه راغلي: «چې له موږ څخه به درته هېڅوک نه راځي، که څه هم ستاسو پر دين وي، مګر دا چې بېرته به يې موږ ته سپارئ» دا یو ظني عام نص دی چې سړي او ښځې دواړه پکې شامل دي. او د الله تعالی دا قول:
فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ
"بيا که تاسو هغوی مؤمنې وپېژندلې، نو بېرته يې کافرانو ته مه لېږئ." (سورة الممتحنة [۶۰]: ۱۰)
دا د ښځو په اړه یو قطعي خاص نص دی.
که یوه ښځه له مکې څخه مدینې ته راشي، ایا موږ پر دواړو نصوصو عمل کوو؟ نه، بلکې پر هغه قطعي خاص نص عمل کوو چې له ښځو سره تړاو لري. او د عام نص پاتې برخه (چې نارینه دي) په خپل حال پاتې کېږي، چې هغوی به بېرته سپارل کېږي.
همدا ډول، په یوه مسئله کې پر خاص عمل کېږي نه پر عام.
زما سلامونه ومنئ.
د ۲۰۰۴م کال د اپریل ۲۵مه
ستاسو ورور