Home About Articles Ask the Sheikh
سیاست

په نيجيريا کې سياسي منظره

March 13, 2023
2139

د پوښتنې ځواب

پوښتنه:

په نيجيريا کې د ۲۰۲۳/۳/۱۱ نېټه د ولايتونو او ايالتونو ټاکنې ترسره شوې، دا وروسته له هغه چې د ولسمشرۍ ټاکنو پايلې د ۲۰۲۳/۳/۱ نېټه اعلان شوې او په هغو کې د حاکم ګوند (پرمختللي کانګرس ګوند) نوماند بولا احمد تينوبو بريالی اعلان شو. دا ټاکنې د ۲۰۲۳/۲/۲۵ نېټه ترسره شوې وې... خو د هغه سيال عتيق ابوبکر د ولسي ډيموکراتیک ګوند څخه چې دويم مقام يې ګټلی و او همدارنګه د کارګر ګوند نوماند پيټر اوبي چې درېيم مقام يې ګټلی و، پر دغو پايلو اعتراض وکړ. امريکا د دغو پايلو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او له اعتراض کوونکو څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ او ګټونکي ته يې مبارکي ورنکړه، په داسې حال کې چې بريټانيا د پايلو په اړه خوښي وښوده او ټاکل شوي ولسمشر ته يې مبارکي ورکړه. نو په نيجيريا کې په سياسي ډګر کې کوم بدلونونه راغلي؟ امريکا او بريټانيا له دغو ټاکنو څخه څه غواړي؟ او د هغوی د دريځونو معنی څه ده؟

ځواب:

د پورته پوښتنو د ځوابولو لپاره لاندې ټکو ته کتنه کوو:

۱- نيجيريا يو مسلمان هېواد دی، اسلام د اوومې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې د نيجيريا شمالي سيمې کانو ته داخل شو او د تجارت له لارې د نيجيريا په شمال او مرکز کې د هوسا او فولاني په سيمو کې خپور شو. اسلام په حقيقت کې د لسمې ميلادي پېړۍ په نيمايي کې د اندلسي فقهاوو په لاسونو خپور شو. وروسته په دغو سيمو کې يو اسلامي امارت تاسيس شو چې د عثماني خلافت يا سوکوټو خلافت په نوم يادېده، دا د عثمان دان فوديو په نوم نومول شوی و چې دولت يې نږدې سل کاله دوام وکړ تر دې چې انګليسانو په ۱۹۰۴م کال کې له منځه يوړ. په نيجيريا کې د شرعي محاکمو لپاره مالیکي مذهب مشهور دی، ډېری مسلمانان يې اهل سنت دي او ۱۲ ايالتونه پکې د اسلامي شريعت ځينې حکمونه پلي کوي.

۲- د نيجيريا د نفوس شمېر اوس نږدې ۲۲۰ مليونو ته رسېږي، په ۲۰۲۱م کال کې د ملګرو ملتونو اټکل نږدې ۲۱۹ مليونه و، چې د بېلابېلو احصايو له مخې له ۶۵٪ څخه تر ۷۵٪ پورې يې مسلمانان دي. د نيجيريا مساحت نږدې يو مليون کيلومتره مربع دی. د ۱۹۰۰-۱۹۰۴ کلونو ترمنځ بريټانيا وتوانېده چې پر ټولو هغو سيمو چې اوس د نيجيريا په نوم يادېږي خپله ولکه ټينګه کړي، دا وروسته له هغه چې هلته يې اسلامي واکمني پای ته ورسوله. بيا بريټانيا د ۱۹۶۰/۱۰/۱ نېټه نيجيريا ته ظاهري خپلواکي ورکړه او واک يې د ایبو نصراني لږکۍ ته وسپاره او بيا يې په ۱۹۶۳م کال کې په Commonwealth (کامن ویلت) کې شامله کړه. نيجيريا له بېلابېلو توکمونو جوړه ده چې تر ټولو سترې يې درې ډلې دي: هوسا او فولاني په شمال او مرکز کې چې غوڅ اکثريت يې مسلمانان دي، يوروبا په مرکز او سوېل لوېديځ کې چې اکثريت يې نصرانيان دي خو يو لوی اسلامي لږکی هم پکې شته، او ایبو په سوېل ختيځ کې چې يوه نصراني کاتولیکه لږکۍ ده.

۳- په هغه ټاکنو کې چې په ۱۹۹۹م کال کې ترسره شوې، اوباسنجو بې له کوم سيال څخه وګټله او د ۱۹۹۹/۵/۲۹ څخه تر ۲۰۰۷/۵/۲۹ پورې يې د دوو دورو لپاره واک په لاس کې درلود. اوباسنجو د خپلې واکمنۍ په ټوله موده کې له امريکا سره ښکاره پلوي او د مسلمانانو پر وړاندې يې څرګنده دښمني وښوده. په ۲۰۱۵م کال ټاکنو کې محمد بخاري چې د انګليسانو پلوی و، وګټله او بولا احمد تينوبو د هغه تر ټولو لوی ملاتړی و. هغوی وتوانېدل چې د انګليسانو لاسپوڅي په سياسي ډګر کې ځای پر ځای کړي، ځکه احمد تينوبو ته د سياسي Godfather او Kingmaker (پاچا جوړونکي) لقب ورکړل شوی و. وروسته هغه د "اوس زما وار دی" تر شعار لاندې ځان د ۲۰۲۳م کال ټاکنو ته ونوماوه او ويې ګټله. د نيجيريا د ټاکنو خپلواک کميسيون د ۲۰۲۳/۳/۱ نېټه د حاکم ګوند (پرمختللي کانګرس ګوند) د نوماند بولا احمد تينوبو بریا اعلان کړه. هغه له ۱۸ نوماندانو څخه ۸.۸ مليونه رايې (۳۷٪) ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د هغه دوو اصلي سيالانو عتيق ابوبکر د ولسي ډيموکراتیک ګوند څخه نږدې ۶.۹ مليونه رايې (۲۹٪) او پيټر اوبي د کارګر ګوند څخه نږدې ۶.۱ مليونه رايې (۲۵٪) ترلاسه کړې وې. عتيق ابوبکر او پيټر اوبي پايلې رد کړې او ادعا يې وکړه چې په ټاکنو کې درغلي شوې او دا ټاکنې شفافې او عادلانه نه وې. عتيق د ۲۰۲۳/۳/۶ نېټه د خپلو پلويانو لاريون وکړ، خو له دې سره سره د ټاکنو پايلې بدلې نشوې.

۴- له همدې امله بريټانيا په نيجيريا کې د ټاکنو پروسه وستايله، لکه څنګه چې د هغې د بهرنيو چارو وزير جيمس کليورلي د ۲۰۲۳/۳/۱ نېټه په يوه بيان کې وويل او ټاکل شوي ولسمشر بولا احمد تينوبو ته يې مبارکي ورکړه. په بيان کې راغلي: ("برېتانیا د نایجیریا له رایه ورکوونکو څخه د ولسمشرۍ او ملي اسمبلۍ په ټاکنو کې د هغوی د ګډون او د خپلو ډیموکراټیکو حقونو په کارولو کې د هغوی د صبر او استقامت ستاینه کوي. موږ ټاکل شوي ولسمشر بولا احمد تینوبو ته مبارکي وایو. موږ د ټاکنو د پایلو په اړه د مخالفو ګوندونو دریځ او د څارونکو ماموریتونو او مدني ټولنې اندېښنې چې د پروسې د تنظیم په اړه یې څرګندې کړې، په پام کې نیسو. موږ له چارواکو غواړو چې ټولې اندېښنې په دقت سره وڅېړي او د پاتې مسلو د حل لپاره ګامونه پورته کړي.") دا د بريټانيا لخوا د ټاکل شوي ولسمشر څخه د ملاتړ دريځ دی. د دې ترڅنګ اروپايي ټولنې هم د امريکا پر وړاندې خپل ملاتړ څرګند کړ؛ د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ استازي جوزيب بوریل وويل: ("د نيجيريا ټاکنې په دغه هېواد کې د ډيموکراسۍ د پياوړتيا لپاره يو ښه فرصت و... د ستونزمن وضعيت او عملياتي نيمګړتياوو سره سره، د نيجيريا خلکو له ډيموکراسۍ سره خپله وفاداري وښوده" ... کونا ۲۰۲۳/۲/۲۸). دلته د نوي ولسمشر لپاره د بريټانيا او اروپا ملاتړ د امريکا د نفوذ پر وړاندې په ډاګه کېږي.

۵- د امريکا دريځ منفي و. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيد پرايس په يوه بيان کې وويل: ("نيجيريايان حق لري چې اندېښنې ولري... موږ هر هغه نوماند یا ګوند هڅوو چې غواړي پایلې ننګوي، ترڅو د قانوني لارو خپل اعتراضونه تعقیب کړي. موږ د نورو نړيوالو څارونکو سره يو ځای له ټاکنو کميسيون څخه غواړو چې وضعيت ښه کړي... موږ د رسنيو پر غړو د بريدونو د راپورونو په اړه هم اندېښمن يو" ... ليدرشيپ پاڼه ۲۰۲۳/۳/۲). امريکا دلته د مخالفو ګوندونو د اعتراضونو ملاتړ کوي او بريالي ولسمشر ته يې مبارکي نه ده ورکړې، چې دا ثابتوي نوی ولسمشر د هغوی د خوښې سړی نه دی.

۶- نوماند عتيق ابوبکر چې د مخالف ګوند استازی دی، د اولوسيګون اوباسنجو په دوره کې (۱۹۹۹-۲۰۰۷) د ولسمشر مرستيال و. معلومه ده چې اوباسنجو د امريکا لاسپوڅی و. نو ښکاري چې امريکا له عتيق ابوبکر څخه ملاتړ کوي. دا چې هغه د مسلمان اصل څخه دی، امريکا وغوښتل چې هغه د بولا احمد تينوبو په مقابل کې ودروي، ځکه تينوبو هم مسلمان دی او مالي او سياسي قدرت لري، خو هغه د انګليسانو د لاسپوڅي محمد بخاري په ډله کې دی. د ولسي ډيموکراتیک ګوند محبوبيت د هغوی د واکمنۍ پر مهال د فساد له امله کم شوی و، په ځانګړې توګه د ګوډلک جوناثان په وخت کې چې د مسلمانانو پر وړاندې يې د "تروریزم ضد جګړې" په نوم تعصب کاوه. حتی امريکا پر دغه فساد نيوکه کړې وه، خو دا نيوکه د سمون لپاره نه بلکې پر هغوی د کنټرول ټينګولو لپاره وه.

۷- له همدې امله امريکا احتياط کړی و، که عتيق ابوبکر بريالی نشي، نو بل سړی يې هم تيار کړی و چې هغه پيټر اوبي دی. هغه تېر کال له خپل ګوند څخه استعفا وکړه او له کارګر ګوند سره يو ځای شو. امريکا داسې حساب کړی و چې د مسلمانانو رايې به د عتيق ابوبکر، بولا تينوبو او رابيو موسی کوانکواسو ترمنځ ووېشل شي. ځکه خو امريکايي رسنيو د پيټر اوبي لپاره تبليغات کول او هغه يې د ځوانانو د خوښې نوماند معرفي کاوه. د امريکا Bloomberg (بلومبرګ) شرکت او نورو امريکايي بنسټونو لکه ENEP او National Democratic Institute وړاندوينه کړې وه چې پيټر اوبي به وګټي. دا په داسې حال کې ده چې تر ۲۰۱۵ کال پورې سياسي ډګر د امريکا په ګټه و، خو د بريټانيا د لاسپوڅي محمد بخاري په بريا سره وضعيت بدل شو.

۸- د نيجيريا د تېلو شتمني د دې لامل شوې چې لويو قدرتونو، په ځانګړې توګه بريټانيا او امريکا، د هغو پر سر سخته سيالي وکړي. نيجيريا په نړۍ کې د تېلو د توليد له پلوه ۱۲م او د صادراتو له پلوه اتم مقام لري. د نيجيريا تېل د خپل کيفيت (خوږ او سپک تېل) له امله ډېر ارزښت لري. د انګليسانو شرکتونو پخوا پر دې تېلو بشپړ کنټرول درلود، خو له ۱۹۹۹م کال راهيسې د امريکا داخلېدو د بريټانيا يوازيتوب تر يوې کچې مات کړی دی.

۹- نيجيريا له جدي ستونزو سره مخ ده، لکه د امنيت نشتوالی، خراب اقتصاد، درانه پورونه او پراخ فساد. انفلاسيون د ۲۰۲۲ کال په پای کې ۲۱.۵٪ ته رسېدلی و او د وزګارۍ کچه ۳۳٪ ده. د نږدې ۲۲۰ مليونه نفوس څخه ۴۰٪ يې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. پورونه يې ۱۰۳ مليارده ډالرو ته رسېدلي دي. دا ټولې ستونزې د حکامو د فساد او د استعماري هېوادونو د پيروۍ له امله دي. حللاره د دغه فاسد نظام له منځه وړل دي چې بريټانيا ورته جوړ کړی دی. هغوی ته يې يو وارداتي اساسي قانون ورکړی او داسې حکام يې پرې کښېنولي چې که مسلمان وي او که نصراني، د هغوی ګټې ساتي.

۱۰- سربېره پر دې، د استعماري هېوادونو مستقیمه لاسوهنه يوه بله لويه ستونزه ده. د امريکا او بريټانيا د چارواکو څرګندونې د دغه هېواد په چارو کې ښکاره مداخله ده. اصل دا دی چې د نيجيريا سياستوال دا لاسوهنې وغندي او له دغو هېوادونو سره اړيکې پرې کړي. هغوی بايد پوه شي چې يوازې اسلام د حل لاره ده. يوازې اسلامي نظام (راشده خلافت) کولی شي د نيجيريا د ټولو خلکو، که مسلمان وي او که نصراني، حقوق خوندي کړي. دا نظام به هېواد له استعمار څخه خلاص کړي، صنعتي انقلاب به راولي، د تېلو عوايد به په عادلانه توګه پر خلکو وېشي او د بېوزلۍ او وېرې ځای به امن او سوکالي ونیسي.

إِنَّ فِي ذَلِكَ لَذِكْرَى لِأُولِي الْأَلْبَابِ

"بېشکه په دې کې د عقل خاوندانو لپاره پند او نصيحت دی." (سورت الزمر [۳۹]: ۲۱)

د ۱۴۴۴ هجري سپوږميز کال د شعبان ۲۱مه ۲۰۲۳/۳/۱۳ م

Share Article

Share this article with your network