د پوښتنې ځواب
پوښتنه:
BBC News عربي په خپله ویبپاڼه کې د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر په ۲۱مه خپره کړه: (د سعودي وليعهد د امریکا له Fox News شبکې سره په مرکه کې، چې ځینې برخې یې د چهارشنبې په ورځ خپرې شوې، اعلان وکړ چې دغه هېواد له اسرایيلو سره د اړیکو د عادي کولو په لور "پرمختګ کوي". هغه وویل: "موږ هره ورځ له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو ته نږدې کېږو..." ده زیاته کړه: "د ولسمشر بایډن د ادارې لخوا دې ټکي ته د رسېدو لپاره ملاتړ شتون لري...") په ورته وخت کې یو یهودي پلاوي په سعودي کې په ښکاره ګډون کړی و: (اسراییلي چارواکو په ریاض کې د ملګرو ملتونو د ښوونیزې، علمي او کلتوري ادارې (UNESCO) په غونډه کې د یوه دولتي پلاوي په ګډون خوښي څرګنده کړه او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو په لور لومړی ګام وباله. France 24، ۲۰۲۳/۹/۱۱). ایا سعودي د خیانت له عربي هوکړو سره د یوځای کېدو او د یهودو له بنسټ سره د اړیکو جوړولو په درشل کې دی؟
ځواب:
د ځواب د روښانتیا لپاره لاندې ټکي څېړو:
لومړی: د خپرو شویو خبرونو له مخې، د اړیکو د عادي کولو د پروسې خواوې د یهودو بنسټ، سعودي او امریکا دي؛ د دغو درېیو خواوو په اړه ځینې حقایق شتون لري:
۱- د یهودو بنسټ په دې باور دی چې په عربي او اسلامي سیمه کې له هر هېواد سره د اړیکو عادي کول د دوی د شتون د تثبیت او د دوی په وینا د "ابدیت" لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده. له همدې امله، د یهودو ټول حکومتونه هڅه کوي چې هره ممکنه لاره پیدا کړي ترڅو اسلامي او په ځانګړي ډول عربي هېوادونو ته ننوځي.
۲- سعودي د سیمې یو له هغو حکومتونو څخه دی چې د ټول فلسطین د ازادۍ لپاره له یهودو سره جګړه نه غواړي. د سعودي حکومت له پخوا راهیسې له یهودي بنسټ سره پټې اړیکې لري؛ له همدې امله سعودي په اصل کې له یهودو سره د اړیکو له جوړولو سره مخالفت نه لري، بلکې د دوی پخواني پاچا عبدالله بن عبدالعزیز په ۲۰۰۲م کال کې د "عربي خیانت طرحه" وړاندې کړه او سعودي په دوامداره توګه پر هغې باندې ټینګار کوي.
۳- د امریکا په اړه باید وویل شي چې د امریکا ټولو ادارو په تېرو لسیزو کې د یهودو او د دوی د عربي ګاونډیو واکمنانو ترمنځ د (سولې) لپاره کار کړی، ترڅو د یهودو بنسټ تثبیت کړي، په سیمه کې یې مدغم کړي او پردي والی یې له منځه یوسي. پر دې موضوع د امریکا دواړه ګوندونه (ډیموکرات او جمهوري غوښتونکي) متفق دي.
دویم: که څه هم د دغو درېیو خواوو ترمنځ د اړیکو عادي کولو لپاره زمینه برابره ده، خو دا مسله له لویو سیاسي پیچلتیاوو سره مل ده:
۱- نتنیاهو په ۲۰۱۵م کال کې له ایران سره د اټومي تړون په ښکاره مخالفت او د امریکا په کانګرس کې د هغې پر ضد په هڅولو سره، د اټومي مسلې په اړه د هغه وخت د امریکايي ولسمشر اوباما د پالیسۍ مخالف شو. دې کار د امریکا له ډیموکرات ګوند سره د یهودي بنسټ اړیکې خرابې کړې. کله چې ټرمپ او د هغه جمهوري غوښتونکی ټیم د ۲۰۱۷م کال په پیل کې په واشنګټن کې واک ته ورسېد، د یهودي بنسټ او د واشنګټن د ادارې ترمنځ اړیکې ډېرې تودې شوې. ټرمپ بیت المقدس د دوی د پلازمینې په توګه په رسمیت وپېژانده، د امریکا سفارت یې هلته ولېږداوه او د جولان غونډیو ضمیمه کول یې هم ومنل. خو کله چې د ۲۰۲۱م کال په پیل کې د بایډن په مشرۍ ډیموکراتان بېرته واک ته ورسېدل، د تل ابیب او واشنګټن اړیکې بیا سړې شوې؛ تر دې چې د بایډن ادارې په سپینه ماڼۍ کې د نتنیاهو له منلو ډډه وکړه، تر هغه چې په دې وروستیو کې اړیکې بیا تنظیم شوې. د نتنیاهو یو انتخاباتي شعار له سعودي سره د اړیکو عادي کول و او په دې وروستیو کې د نتنیاهو او ابن سلمان ترمنځ د حقیقي اړیکو شتون افشا شو (اسراییلي ورځپاڼې Jerusalem Post د ۲۰۲۳/۵/۲۲ دوشنبې په ورځ وویل چې د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو په تېرو څو اونیو کې دوه ځله د سعودي له ولیعهد سره په تلیفون خبرې کړې دي... او ریاض اسراییلو ته د فلسطین قضیې په اړه د غوښتنو یو لیست وړاندې کړی دی... عربي بوسټ، ۲۰۲۳/۵/۲۳).
۲- د ابن سلمان په مشرۍ اوسنی سعودي حکومت د امریکا په لاس کې تر ټولو مطیع حکومت ګڼل کېږي. وروسته له هغه چې د ټرمپ ادارې د امریکا بل ایجنټ محمد بن نایف له واکه لیرې کړ او واک یې بل ایجنټ محمد بن سلمان ته وسپاره. دا د ۲۰۱۷م کال په نیمایي کې و، یعنې د ټرمپ د ادارې له پیل څخه شپږ میاشتې وروسته. له همدې امله د ابن سلمان حکومت د امریکا په لاس کې خورا مطیع دی، خو دوی په لومړۍ درجه کې د جمهوري غوښتونکو او د ټرمپ د ډلې پوروړي دي. له همدې امله ابن سلمان د ټرمپ د ډلې په پټه هڅونه بایډن ته شا کړه او د بایډن ادارې هم ورسره ورته چلند وکړ؛ بایډن اعلان وکړ چې د خاشقجي د وژنې له امله به له ابن سلمان سره لاس نه ورکوي.
۳- د بایډن اداره په ۲۰۲۱ کال کې په داسې حال کې واک ته ورسېده چې امریکا له سختو داخلي اختلافاتو سره مخ وه، چې لا هم د دغه هېواد سیاسي ژوند ګواښي. دواړو رقیبو ګوندونو (ډیموکرات او جمهوري غوښتونکي) په داخلي او بهرنۍ کچه د خپلو پیروانو او ایجنټانو د وېشلو او د یو بل پر ضد د کارولو هڅه وکړه. لکه څنګه چې سعودي د روسیې په همغږۍ د تېلو تولید کم کړ ترڅو د ۲۰۲۲ کال د کانګرس ټاکنو کې ډیموکراتانو ته ضربه ورکړي. همدارنګه د نتنیاهو له بیا واک ته رسېدو وروسته د ایران له اټومي تړون سره د امریکا د بېرته یوځای کېدو پر ضد د یهودي بنسټ توندې څرګندونې، هغه څه دي چې جمهوري غوښتونکي او د ټرمپ ډله ترې د بیا واک ته رسېدو لپاره ګټه اخلي. له همدې امله د بایډن اداره پوهه شوه چې له یهودي بنسټ سره د سعودي د اړیکو د عادي کولو واګې یې له لاسه وتلې دي.
درېیم: امریکا له سعودي سره خپلې اړیکې بیا وڅېړلې او تودې یې کړې، همدارنګه یې د یهودي بنسټ په داخل کې خپلې اړیکې له قوي دریځ څخه پیاوړې کړې. د دې ټولو هدف دا و چې د سعودي او یهودو ترمنځ د اړیکو عادي کولو واګې په لاس کې واخلي او جمهوري غوښتونکي ترې بې برخې کړي:
۱- وروسته له هغه چې د محمد بن سلمان حکومت د ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې د بایډن د ادارې هغه غوښتنه رد کړه چې د تېلو د تولید کمول دې یوه میاشت وځنډوي، د بایډن اداره د ټرمپ د ډلې او سعودي ترمنځ د اړیکو په ژورتیا پوهه شوه. ځکه نو سمدلاسه یې پر سعودي نیوکې کمې کړې. جمهوري غوښتونکو پر بایډن ملنډې وهلې چې له ابن سلمان سره یې له لاس ورکولو ډډه وکړه او یوازې سوک یې ورسره وواهه (fist bump)، خو وروسته یې د پاچا سلمان په مشرۍ له سعودي پلاوي سره وکتل او د تېلو د بیو د لوړېدو پړه یې د بایډن پر سیاستونو واچوله.
۲- د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان سعودي ته سفر وکړ او له محمد بن سلمان سره یې توده لیدنه وکړه. دا له سړښت وروسته د امریکا او سعودي د اړیکو د نوي پړاو پیل و. په دې لیدنه کې له سوډان څخه د امریکایانو په ایستلو کې له سعودي مننه وشوه، د یمن په اړه مشورې وشوې او سعودي ته د امریکا په سیاست کې لوی رول ورکړل شو، لکه له نړۍ سره د هند د نښلولو په پروژه کې رول... (France 24، ۲۰۲۳/۵/۸).
۳- د بلینکن سفر سعودي ته (د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همغږۍ او ستراتیژیکې ملګرتیا ټینګار وکړ. دواړو وزیرانو عربي اتحادیې ته د سوریې پر بېرته ګرځېدو، د سوډان پر کړکېچ او له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو پر موضوع خبرې وکړې... France 24، ۲۰۲۳/۶/۹).
۴- د ایران او سعودي ترمنځ د کړکېچونو لیرې کول؛ د سعودي او ایران ترمنځ دا هوکړه د سعودي د ثبات لپاره ډېر ارزښت لري. امریکا اعلان وکړ چې دوی په هغه څه خبر دي چې چین یې د سعودي او ایران ترمنځ ترسره کوي. همدارنګه یې د ۲۰۲۳/۵/۸ راهیسې په جده کې د سوډان د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ په خبرو کې سعودي ته د رول ورکولو له لارې د دغه هېواد مقام لوړ کړ.
۵- د ۲۰۲۳/۹/۹ په هند کې د جي-۲۰ په سرمشریزه کې، سعودي د هند او اروپا ترمنځ د نښلونکي ځمکني پل په توګه راڅرګند شو. دا د بایډن د اقتصادي دهلېز یوه مهمه برخه ده چې هند د سعودي او یهودي بنسټ له لارې له اروپا سره نښلوي. (سعودي له هند سره په لومړني ډول د ۱۰۰ ملیارده ډالرو پانګونې هوکړه وکړه. الجزیره نت، ۲۰۲۳/۹/۱۱). دا ټول ښيي چې ابن سلمان د بایډن د ادارې په سیاستونو کې ډېر ښکېل شوی، که څه هم له جمهوري غوښتونکو سره یې اړیکې نه دي پرې کړې!
۶- د بایډن اداره له ابن سلمان سره له یهودو سره د اړیکو عادي کولو پر سر مذاکره کوي. دوی غواړي دا هوکړه د دوی په لاس کې وي ترڅو په راتلونکو ټاکنو کې ترې ګټه پورته کړي او جمهوري غوښتونکي ترې بې برخې کړي. دا کار د یهودي لابي د راجلبولو او هغوی له ټرمپ څخه د لیرې کولو لپاره کاروي.
۷- د بایډن اداره د نتنیاهو حکومت له سعودي سره د سولې هوکړې ته هڅوي: (په اسراییلو کې د امریکا سفیر توماس نایډز افشا کړې چې متحده ایالات د اسراییلو او سعودي ترمنځ د اړیکو عادي کولو لپاره کار کوي. دوو امریکايي چارواکو Axios ویبپاڼې ته ویلي چې سپینه ماڼۍ غواړي د راتلونکو شپږو یا اوو میاشتو په اوږدو کې، مخکې له دې چې بایډن په انتخاباتي کمپاینونو بوخت شي، دا هوکړه نهایي کړي. عربي بوسټ، ۲۰۲۳/۵/۲۳). همدارنګه یهودي رسنیو د خپل بهرنیو چارو وزیر له قوله ویلي: "اسراییل له سعودي سره د سولې هوکړې ته تر هر بل وخت ډېر نږدې شوي دي". BBC، ۲۰۲۳/۸/۲۲).
۸- خو نتنیاهو له بلې خوا پوهېږي چې د سعودي د عادي کولو دوسیه اوس په بشپړ ډول د بایډن د ادارې په لاس کې ده. له همدې امله نتنیاهو د ۲۰۲۳/۸/۱۷ نېټه واشنګټن ته یو پلاوی واستاوه ترڅو له هغو امریکايي چارواکو سره وګوري چې د سعودي دوسیه پر مخ وړي: (جېک سلیوان، برېټ مک ګورک او اموس هوکسټین). په دې توګه نتنیاهو هم د سعودي سره د اړیکو لپاره بایډن ته مخه کړه.
۹- بالاخره د ابن سلمان څرګندونې وې چې په پوښتنه کې یې یادونه وشوه: (د ۲۰۲۳/۹/۲۰ چهارشنبې په ورځ ابن سلمان له Fox News سره په مرکه کې وویل: "موږ هره ورځ له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو ته نږدې کېږو. د بایډن د ادارې ملاتړ شتون لري. زموږ لپاره د فلسطین موضوع ډېره مهمه ده، موږ باید دا برخه حل کړو... هیله لرو داسې ځای ته ورسېږو چې د فلسطینیانو ژوند اسانه کړي او اسراییل په منځني ختیځ کې مدغم کړي." له بلې خوا د اسراییلو بهرنیو چارو وزیر ایلي کوهن د پنجشنبې په ورځ وویل چې د راتلونکي کال تر پیل پورې به له سعودي سره د اړیکو چوکاټي هوکړه لاسلیک شي...)
څلورم: له دې ټولو څخه روښانه کېږي چې د سعودي اصلي واکمن ابن سلمان د خپل واک خاوند نه دی؛ هغه د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو ترمنځ د یوې لوبې وسیله ده. هغه د سعودي د ګټو لپاره نه، بلکې د خیانت او غلامۍ له مخې چې د مسلمانانو واکمنان یې د خپلو بادارانو لپاره ترسره کوي، د هغوی غوښتنو ته غاړه ږدي. دغو واکمنانو هېر کړي چې فلسطین او د هغه شاوخوا سیمې مبارکې دي:
سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ
"پاک دی هغه ذات چې خپل بنده یې د شپې له مسجد الحرام څخه مسجد الاقصی ته بوتلو، هغه چې شاوخوا مو یې برکتي کړې ده." (سورت اسراء [۱۷]: ۱)
نو واجب دا ده چې د مسلمانانو لښکرې د دغې خاورې د ازادۍ او د یهودو له پلیتۍ څخه د هغې د پاکولو لپاره حرکت وکړي، نه دا چې فلسطین د تسلیمۍ او عادي کولو له لارې یهودو ته وړاندې کړي! هرومرو به فلسطین بېرته پاک او مبارک کېږي لکه څنګه چې و، دا به د صادقو مسلمانو لښکرو په تورو او د راشده خلافت تر مشرۍ لاندې وي. د یهودو او د هغوی د ملاتړو ډله به ماتې خوري او وتښتېږي؛ د هغوی زړونه به له وېرې ډک وي، تر دې چې یو به یې تر ډبرې شاته پټېږي خو ډبره به یې رسوا کوي! رسول الله ﷺ رښتیا ویلي:
لَتُقَاتِلُنَّ الْيَهُودَ فَلَتَقْتُلُنَّهُمْ حَتَّى يَقُولَ الْحَجَرُ يَا مُسْلِمُ هَذَا يَهُودِيٌّ فَتَعَالَ فَاقْتُلْهُ
"تاسو به خامخا له یهودو سره جنګېږئ او ویې به وژنئ، تر دې چې ډبره به غږ وکړي: اې مسلمانه! دا یهودي دی، راشه او ویې وژنه." (صحیح مسلم)
او ان شاء الله دا وخت نږدې دی:
وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيباً
"او دوی وايي چې دا به کله وي؟ ووایه: ښايي چې نږدې وي." (سورت اسراء [۱۷]: ۵۱)
هغه وخت به هغو کسانو ته چې له یهودو سره یې د اړیکو په عادي کولو جرم کړی، یوازې سپکاوی او سخت عذاب ور په برخه شي:
سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِنْدَ اللهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ
"هغو کسانو چې جرم یې کړی دی، ژر ده چې د الله سبحانه وتعالی په وړاندې په سپکاوي او سخت عذاب اخته شي، د هغو مکرونو په بدل کې چې دوی کول." (سورت انعام [۶]: ۱۲۴)
۱۰ ربیع الاول ۱۴۴۵هـ ۲۰۲۳/۹/۲۵م