السلام عليكم ورحمة الله وبركاته،
په انټرنېټ باندې یو داسې ځای (سایټ) شته چې یو سړی پکې لیکل کوي، چې ځان ته (ابو نعیم) وایي. داسې ښکاري چې هغه د حزب التحریر او د هغه د خلکو په وړاندې له قهر او غصې څخه تقریباً مري. هغه په حزب، د هغه په رهبرۍ، ځوانانو، رسنیزو کارکوونکو او ټولنیزو شبکو باندې په بې شرمۍ او ناوړه ډول کنځاوې او بد ویل کوي، داسې کنځلې چې عقل لرونکی یا حیا لرونکی څوک یې په خوله نه شي راوړی.
او هغه په ځانګړې توګه د الخلیل ښار او د هغه خلکو ته هم ډېرې سپکاوی او کنځاوې کوي، ځکه چې دغه ښار د حزب ډېر ځوانان روزلي دي...
اې ورونو، زه غوره ګڼم چې پرې ځواب ونه وایو، ترڅو زموږ ژبې، چې د الله په ذکر سره تازه دي، د هغه چا (ابو نعیم) له چټلیو څخه پاکې او سپېڅلې پاتې شي. بلکې موږ هغه د الله جل جلاله، پیاوړي، بې ساري ځواکمن او غچ اخیستونکي ته سپارو، چې د مؤمنانو دفاع کوي.
او زه له تاسو ټولو څخه غواړم چې د هغه او د هغه تر شا د نورو ټولو، که هغه دولتونه وي یا خوځښتونه، په وړاندې د دریو ورځو لپاره قنوت (دعا) ووايئ.
او الله مرسته کوونکی دی، او توکل یوازې پر هغه (سبحانه وتعالی) دی.
عطا بن خلیل ابو الرشته د حزب التحریر امیر