پوښتنه: ولې په لیبیا کې د امریکا مزدور حفتر خپل ځواکونه د لیبیا په پراخ سویل کې خپروي او خپلې هڅې د لیبیا د لویدیځ پر وړاندې چې د اروپایانو پلوي دي، نه متمرکز کوي ترڅو د لیبیا جګړه د ځان په ګټه پای ته ورسوي؟ په داسې حال کې چې ټول نفوذ او وزن په شمال (لویدیځ او ختیځ) کې دی، نه په سویل کې. ایا د سویل پر لور د هغه د لښکرکشۍ نورې موخې شته؟
ځواب: د ځواب روښانولو لپاره لاندې ټکي څېړو:
لومړی: وروسته له هغه چې د امریکا مزدور حفتر د بنغازي ښار کنټرول کړ، هغه د لیبیا پر ختیځ واکمن شو. د ۲۰۱۸ کال په نیمایي کې د درنه ښار د جګړې په ګټلو سره، حفتر پر ختیځه لیبیا خپله منګولې په بشپړه توګه ټینګې کړې. کله چې جګړه "نفتي هلال" سیمې ته ولېږدول شوه، په لیبیا کې د حفتر په مشرۍ د امریکا د مزدورانو او په طرابلس کې د سراج په مشرۍ د اروپایانو د مزدورانو ترمنځ جګړه توده شوه. پر نفتي هلال سیمې د واک په ترلاسه کولو سره، د حفتر پوځي تله د سراج د حکومت په پرتله درنه شوه. خو د هغه پوځي ځواک، چې د امریکا د بل مزدور السیسي لخوا یې ملاتړ کېږي، دومره پرېکنده نه دی چې وکولای شي لویدیځه لیبیا ونیسي؛ ځکه چې اروپایي هېوادونه خپله د هغه د پرمختګ مخه نیسي او همدارنګه دغه سیمه الجزائر ته نږدې ده چې د اروپایانو ملاتړی دی. له الجزائر څخه دا وېره د حفتر په څرګندونو کې له ورایه ښکاري (د لیبیا د بهرنیو چارو وزیر طاهر سیاله د دوشنبې په ورځ د خلیفه حفتر له هغو "غیر مسوولانه څرګندونو" څخه بېزاري وښوده چې په هغو کې یې ګواښ کړی و چې "د لیبیا جګړه به په څو شېبو کې الجزائر ته ولېږدوي..." حفتر اعلان کړی و چې الجزائر "په لیبیا کې له امنیتي وضعیت څخه ګټه پورته کوي" او "الجزایري سرتېرو د لیبیا له پولو تېری کړی دی..." فرانس ۲۴، ۲۰۱۸/۹/۱۰).
دویم: د السیسي مصر او تر شا یې د امریکا لخوا د حفتر ملاتړ، چې هغه یې پر ختیځه لیبیا او نفتي هلال واکمن کړ، او له بلې خوا د سراج حکومت او د جغرافیايي نږدېوالي له امله د الجزائر چمتووالی او تر شا یې د اروپایانو ولاړېدل... دې واقعیت یو ډول تعادل رامنځته کړی دی. که څه هم د امریکا د پراخ ملاتړ له امله پوځي تله د حفتر په ګټه ده، ځکه امریکا غواړي کله چې د حفتر موقف پرېکنده یا نیمه پرېکنده شي، بیا خبرې اترې پیل کړي. خو د سیاسي منځپانګې (وسط سياسي) له نظره، تله لا هم د سراج په ګټه ده؛ ځکه اروپايي نفوذ په پلازمېنه طرابلس باندې د هغه واکمني تضمینوي او هلته د اروپا پلوه سیاسي کادرونو وزن ډېر دی. له همدې امله حفتر نه شي کولای پلازمېنه ونیسي او نه هم له سراج سره جدي خبرې پیلولی شي چې دواړه لوري برابر ښکاره شي. په لیبیا کې د جګړې د دواړو خواوو دا بندون د جګړې د درېدو لامل شو چې هېڅ یو لوری یې بریا ته نه شو رسولی. له همدې امله سویل ته د جګړې لېږدول د حفتر لپاره یوه لار وه ترڅو خپله پوځي ساحه پراخه کړي او بیا د اروپا په پرتله د امریکا په قوي اغېز سره حللاره رامنځته شي. دا هغه څه و چې پېښ شول: (د مشیر خلیفه حفتر ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د هېواد په سویل کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل ترڅو سیمه له وسله والو ډلو، په شمول د افراطي "اسلامي دولت" (داعش) تنظیم او جنایتکارو بانډونو څخه "پاکه" کړي... فرانس ۲۴، ۲۰۱۹/۱/۱۷). امریکا د (تروریزم او جنایتکارو بانډونو) تر عنوان لاندې خپل مزدور حفتر د لیبیا سویل ته هڅوي ترڅو ډېرې سیمه ییزې او کورنۍ موخې ترلاسه کړي، خپل نفوذ پیاوړی کړي او د اروپایي هېوادونو نفوذ کم کړي.
دریم: که په دقت وګورو، د لیبیا پر سویل د حفتر برید د لیبیا د ننه شخړې په کچه دوه هدفونه او همدارنګه د اروپا او په افریقا کې د هغوی د نفوذ پر وړاندې د امریکا لپاره دوه نور هدفونه ترلاسه کوي:
۱- د لیبیا د ننه د شخړې په کچه دوه موخې دا دي:
الف- د پراخې سیمې کنټرول: که حفتر وتوانېږي د لیبیا د سویل پر دغو پراخو دښتو خپل پوځي واک ټینګ کړي، دا به په مذاکراتو کې هم د هغه موقف پیاوړی کړي. د سبها او نورو سویلي ښارونو د نیولو له پوځي اهمیت پرته، دا به هغه ته د ډېرې "مشروعیت" بڼه ورکړي، ځکه هغه به د لیبیا د ډېرې خاورې واکمن وي. دا کار په سیاسي حللارو کې ډېر اغېز لري، که څه هم له سویل څخه د الجزائر پولو ته نږدې کېدل د هغه لپاره خطرناک دي، خو شاید هغه په دې تمه وي چې الجزائر دا مهال په خپلو ولسمشریزو ټاکنو بوخت دی.
ب- د لیبیا پر اقتصاد واکمني: د ۲۰۱۸ کال په نیمایي کې د حفتر ځواکونو پر نفتي هلال ولکه ټینګه کړه او د هغې عواید یې په طرابلس کې د ملي تېلو د شرکت پر ځای په بنغازي کې د هغې څانګې ته ولېږدول. په دې سره د سراج حکومت د نفتي هلال له تېلو محروم شو او حفتر د ځان په ګټه د هغو صادرولو ته چمتو شو. بیا جګړه د تېلو بندرونو ته ولېږدېده ترڅو حفتر د تېلو له صادرولو منع کړي؛ د جضران ملېشو پر السدره او رأس لانوف بندرونو برید وکړ او د سراج حکومت هغه (جضران) د تېلو د تاسیساتو د ساتنې قانوني قومندان باله، خو دا هڅه بریالۍ نه شوه (بیا وروسته له لیبیايي پوځ سره سختې نښتې وشوې او د ۲۰۱۸ کال د جولای پر ۲۱مه د لیبیا د وسله والو ځواکونو عمومي قومندانۍ اعلان وکړ چې د رأس لانوف او السدره سیمې یې په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې راوستې دي... سپوټنیک روسیه، ۲۰۱۸/۷/۷). په دې توګه حفتر پر نفتي هلال او د صادراتو پر بندرونو واکمن شو. له هغه وخت راهیسې د سراج په مشرۍ د وفاق حکومت هڅه کوي چې هېوادونه د حفتر تر کنټرول لاندې سیمو څخه د تېلو له اخیستلو منع کړي، چې له امله یې د لیبیا صادرات خورا کم شول. د سراج حکومت یوازې د "مرزق" له دښتو څخه د ایستل شویو تېلو، په ځانګړي ډول د "شراره (۳۰۰ زره بېرله په ورځ کې) او فیل (۱۲۵ زره بېرله په ورځ کې)" پر صادراتو متکي پاتې شو. خو سویل ته د جګړې په لېږدولو او د سبها ښار ته نږدې د شراره تېلو د څاه په نیولو سره (د لیبیا د ختیځو ځواکونو ویاند د دوشنبې په ورځ په ټویټر کې وویل: "وسله والو ځواکونو د شراره تېلو د څاه او د هغې د ټولو تاسیساتو کنټرول په سوله ییز ډول او پرته له نښتې بشپړ کړ او اوس یې د څاه له ادارې سره په همغږۍ امنیت ساتي"... الیوم السابع، ۲۰۱۹/۲/۱۱)، دا د حفتر لپاره یو بل اقتصادي قدرت شو. دغه ستر تېلي ډګر چې د تولید کچه یې په ورځ کې ۴۰۰ زره بېرلو ته رسېدلی شي او د یو هسپانوي شرکت ملکیت دی، د امریکا د مزدور حفتر او په طرابلس کې د اروپا د مزدورانو ترمنځ د سختې شخړې ځای دی. په دې سره د سراج حکومت خپل اقتصادي رګ له لاسه ورکړ او اوس یوازې د اروپا پر نړیوال ملاتړ تکیه کوي ترڅو حفتر له صادراتو منع کړي او هغه مجبور کړي چې د طرابلس د تېلو د ادارو له لارې تېل صادر کړي. سره له دې هم، هغه د سرچینو واکمن دی او د بندرونو او نللیکو له لارې د صادراتو مسله یې مذاکراتو ته پرېښې ترڅو خپلې مالي ګټې ترلاسه کړي.
۲- د اروپا او په افریقا کې د هغوی د نفوذ پر وړاندې دوه موخې:
الف- له افریقا څخه اروپا ته د کډوالۍ موضوع د سرخوږي په توګه ساتل: دا د اروپا پر وړاندې د امریکا یو هدف دی، ترڅو هغوی په لیبیا کې د کډوالۍ د مخنیوي په پلمه د پوځي اډو له جوړولو منع کړي. د لیبیا په ژورو کې پر پوځي تاسیساتو او هوایي ډګرونو د حفتر واکمني اروپايي هېوادونه د دغو اډو له کارولو محروموي. اروپايي هېوادونه هڅه کوي چې د کډوالۍ د مخنیوي په پلمه په دغو ځایونو کې پښه کېږدي، خو امریکا او د هغوی مزدور حفتر یې مخالفت کوي (متقاعد لیبیايي جنرال خلیفه حفتر د سویل په ځینو سیمو کې د نړیوالو لورو د پوځي شتون د هڅو په اړه خبرداری ورکړ. هغه وویل چې ځینې لوري غواړي د لیبیا په سویل کې پوځي اډې جوړې کړي... لیبیايي سرچینو ویلي چې یو ایټالوي امنیتي او پوځي پلاوي د غات ښار څخه لیدنه کړې ترڅو هلته د اروپا په مالي ملاتړ یوه پوځي او ملکي اډه جوړه کړي... الجزیره نت، ۲۰۱۸/۶/۲۹). د سویل د مهمو سیمو په نیولو سره حفتر اروپایان له پوځي مرکزونو بې برخې کړل (د حفتر اړوند هوایي ځواکونو اعلان وکړ چې سویلي هوایي ډګرونو ته د الوتکو ناسته او الوتنه یوازې د دوی په اجازه کېدای شي... الیوم السابع، ۲۰۱۹/۲/۸). په دې توګه امریکا د حفتر له لارې په سویل کې د اروپایانو حرکتونه محدود کړل او د افریقایي کډوالو ستونزه یې د اروپا لپاره د یوې دوامداره شکنجه کوونکې وسیلې په توګه وساتله.
ب- په صحرا سیمه کې د اروپا د نفوذ پر وړاندې کار کول: د حفتر د سویل د برید موخې یوازې په لیبیا پورې محدودې نه دي؛ امریکا پلان لري او په مستقیم ډول یې د پلي کولو هڅه کوي ترڅو په "صحرا" سیمه کې د فرانسې نفوذ ولړزوي. په طرابلس کې د مرکزي حکومت د کمزورۍ له امله د لیبیا په سویل کې رامنځته شوې تشې د افریقایي مخالفو وسله والو ډلو لپاره مناسبه زمینه برابره کړه. د چاد، نایجر او سوډان مخالفې ډلې هلته وده وکړه او د لیبیا په کورنیو معادلاتو کې په یو مهم عنصر بدلې شوې. (د چاد "الوحده" ورځپاڼې لیکلي چې شاوخوا ۱۱ زره چادي مخالف وسله وال دا مهال د لیبیا په سویل کې شتون لري... بوابة الوسط، ۲۰۱۸/۴/۴). امریکا د "تروریزم" په پلمه چې خپلو لاسوهنو ته پرې مشروعیت ورکوي، په ښکاره په لیبیا کې مداخله پیل کړه (یوه لیبیايي چارواکي وویل چې امریکايي او لیبیايي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د اوباري ښار په څنډو کې د القاعدې پر مرکز ګډ برید وکړ... یورو نیوز عربي، ۲۰۱۹/۱/۱۴). حفتر هم له همدې امریکایي پلمې څخه ګټه اخلي ترڅو "سیمه له تروریستي او وسله والو ډلو پاکه کړي".
په سویل کې تر ټولو قوي وسله والې ډلې د چاد مخالفین دي. (د خلیفه حفتر په مشرۍ لښکر د تېرې جنوري میاشتې راهیسې د هېواد په سویل لویدیځ کې د وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات پیل کړل چې تر ټولو ستره یې د چاد د اپوزیسیون ډله ده... آر ټي، ۲۰۱۹/۲/۱۲). د حفتر پوځ په یوه بیان کې وویل: (د عربې لیبیا هوایي ځواک الوتکو په پرله پسې ډول زموږ په ګران سویل کې د چاډي بانډونو او د هغوی د متحدینو پر مرکزونو بریدونه وکړل... العربیه نت، ۲۰۱۹/۲/۸).
ج- له دې څخه په بشپړه توګه روښانه کېږي چې د لیبیا په سویل کې د حفتر لښکرکشي د دغو ډلو د ایستلو یو منظم بهیر دی؛ یعنې دوی له لیبیا څخه بهر ته شړي ترڅو په چاد کې بله دنده ترسره کړي، چې هغه د فرانسې د نفوذ پر وړاندې د ګډوډۍ رامنځته کول دي. دا کار سمدستي وشو: (د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جان ایو لو دریان د سه شنبې په ورځ وویل چې فرانسوي ځواکونو په چاد کې د یاغیانو یو کاروان بمبار کړ ترڅو د ولسمشر ادریس ديبي پر وړاندې د کودتا مخه ونیسي. د ديبي په غوښتنه فرانسوي جنګي الوتکو د یاغیانو پر هغه کاروان برید وکړ چې تېره اونۍ له لیبیا څخه تېر شوی او د چاد خاورې ته ننوتلی و.
لو دریان پارلمان ته وویل: "یوې وسله والې ډلې چې له سویلي لیبیا څخه راغلې وه، برید پیل کړ... ترڅو په نجامینا کې واک په زور ترلاسه کړي. ولسمشر ديبي له موږ څخه د مداخلې غوښتنه وکړه ترڅو د کودتا مخه ونیسو او د هغه هېواد وساتو" - رویټرز، ۲۰۱۹/۲/۱۲). ځکه چې دا خطرونه چې حفتر یې د چاد په لور شړي حقیقي دي، نو فرانسه په پلازمېنه نجامینا کې د خپل مزدور ادریس ديبي د ساتنې لپاره ستر ځواکونه ساتي (فرانسې په نجامینا کې د "برخان" ځواکونو په چوکاټ کې ۴۵۰۰ سرتېري ځای پر ځای کړي دي).
د- په دې ټولو سره څرګندېږي چې امریکا په لیبیا کې د خپل نفوذ له پراخولو سره سره، که څه هم د سراج له حکومت څخه د اروپایي ملاتړ له امله یې مزدور ونه شوای کولای لویدیځه لیبیا ونیسي، خو امریکا په چاد کې د فرانسې د نفوذ لړزولو ته مخه کړه. د ادریس ديبي د مخالفانو پرمختګ چې له سویلي لیبیا څخه چاد ته ننوتل، کېدای شي د هغه څه پیل وي چې په راتلونکي کې پېښېږي؛ یعنې په چاد او شاید له هغې وروسته په نایجر کې د فرانسې د نفوذ او د هغوی د شرکتونو (په ځانګړي ډول د یورانیوم کانونو) پر وړاندې جګړې پیل شي.
څلورم: خلاصه دا ده چې حفتر د امریکا د پراخ پوځي ملاتړ په مرسته، په ځانګړي ډول د مصر له لارې، وتوانېد لیبیا په دوو برخو وویشي. هغه پر ختیځه برخه او د اقتصاد پر رګ "نفتي هلال" بشپړ کنټرول ترلاسه کړ، په لویدیځه برخه کې یې هم نفوذ وکړ او اوس یې امریکا سویل ته لیږي ترڅو نوره پوځي او اقتصادي واکمني هم ترلاسه کړي. په داسې حال کې چې د لویدیځې لیبیا جګړه د الجزائر د وېرې او د اروپایانو د ملاتړ له امله په ټپه ولاړه ده، امریکا حفتر کاروي ترڅو خپلې نورې موخې ترلاسه کړي، اروپایان د کډوالۍ په مسله کې ستړي کړي او له بل لوري په ګاونډیو هېوادونو (لکه چاد) کې د فرانسې پر نفوذ برید وکړي...
دا په سویلي لیبیا کې د حفتر د لښکرکشۍ اړخونه دي. له دې څخه څرګندېږي چې کفري هېوادونه په لیبیا کې د خپلو ګټو او نفوذ لپاره فساد خپروي او د مسلمانانو ځینې ډلې د الله د حرمتونو خیال نه ساتي او د خپلو وروڼو په وژلو او د هېواد د تېلي شتمنیو په ضایع کولو کې یو له بل سره جنګېږي. د دغو مزدورو واکمنانو، د هغوی تر شا ولاړو کفري هېوادونو او د هغوی د شر مخه به یوازې هغه وخت ونیول شي چې مسلمانان په رښتینې توګه راپورته شي، د الله شریعت پلي کړي او خپل خلافت اعلان کړي؛ هغه خلافت چې هر څه به خپل ځای ته راولي او د اسلامي خاورو په اړه به د کفري هېوادونو هیلې په وېروونکو خوبونو بدلې کړي...
إِنَّ فِي هَذَا لَبَلَاغاً لِقَوْمٍ عَابِدِينَ
"بېشکه په دې (قرآن) کې د عبادت کوونکو خلکو لپاره (د حق) پیغام دی." (الانبیاء: ۱۰۶)
د ۱۴۴۰ هـ ق کال د جمادي الآخرې ۱۵مه د ۲۰۱۹ م کال د فبرورۍ ۲۰مه