الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله، وعلى آله وصحبه ومن والاه، وبعد:
غوره اسلامي امت ته چې د خلکو (بشریت) لپاره را ایستل شوی دی:
كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللهِ
"تاسو غوره امت یاست چې د خلکو (بشریت) لپاره را ایستل شوي یاست؛ په نېکیو امر کوئ، له بدیو منع کوئ او پر الله ایمان لرئ." (سورت آل عمران [۳]: ۱۱۰)
د دعوت پاکو او پرهیزګارو لېږدونکو ته -موږ د هیچا سپیناوی (تزکیه) د الله پر وړاندې نه کوو- هغه کسان چې غوره خبرې کوي او نېک عملونه ترسره کوي، او الله سبحانه وتعالی د داسې صفتونو لرونکي کسان ستایلي دي:
وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِين
"او د هغه چا په پرتله د چا خبره غوره ده چې د الله لوري ته بلنه ورکوي، نېک عمل کوي او وايي چې زه له مسلمانانو څخه یم." (سورت فصلت [۴۱]: ۳۳)
د پاڼې درنو مینه والو ته چې په رښتینې مینه ورته راځي او د هغه خیر په لټه کې دي چې دا پاڼه یې خپروي، الله دې ورته خیر ورکړي.
تاسو ټولو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم.. الله سبحانه وتعالی دې ستاسو طاعتونه قبول کړي.. او الله د صالحانو سرپرست دی...
درنو وروڼو:
دا اختر په داسې حال کې راځي چې د یهودو مسخ شوی دولت په غزه او ټول فلسطین کې د انسانانو، ونو او ډبرو پر وړاندې جنایتونه او ناوړه اعمال ترسره کوي. دا دولت دغه جنایتونه د امریکا په ملاتړ کوي، چې په توغندیو، بمونو او الوتکو یې سمبالوي.. که څه هم دا د حیرانتیا خبره نه ده چې د یهودو وجود د امریکا په ملاتړ دا ډول جنایتونه کوي، ځکه هغوی د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي، خو د حیرانتیا خبره دا ده چې د مسلمانانو په هېوادونو کې یو حاکم هم -په ځانګړې توګه د فلسطین ګاونډیان- اقدام نه کوي چې خپل پوځ د غزې، د هغې د خلکو او د الاقصی د نصرت لپاره حرکت ورکړي، ترڅو د یهودو وجود له بېخه وباسي او ټول فلسطین بېرته خپلو خلکو ته وسپاري.. ایا هغه څوک چې د مسلمانانو خاوره یې لاندې کړې او خلک یې ترې شړلي دي، د دې مستحق نه دي چې د مسلمانانو پوځونه ورسره وجنګېږي او له هغه ځایه یې وباسي لکه څنګه چې دوی مسلمانان ترې ایستلي دي؟
وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ
"او هغوی (تېری کوونکي کافران) چې هر چېرې ومومئ وې وژنئ او له هغه ځایه یې وباسئ چې تاسو یې ترې ایستلي یاست." (سورت البقرة [۲]: ۱۹۱)
حاکمان څنګه دا حقیقت نه درک کوي؟! خو پر هغوی بدبختي غالبه شوې ده، هغوی د استعمارګرو کفارو او په ځانګړې توګه د امریکا د لاس آله دي؛ د خپلو لړزېدونکو چوکیو د ساتلو لپاره د هغوی هېڅ غوښتنه نه ردوي.
قَاتَلَهُمُ اللهُ أَنَّى يُؤْفَكُون
"الله دې هغوی تباه کړي، چېرته اړول کېږي (له حق څخه ګرځول کېږي)!" (سورت المنافقون [۶۳]: ۴)
نو اې د مسلمانانو پوځونو! په غزه کې د خپلو وروڼو نصرت ته راوړاندې شئ او که چېرې د مسلمانانو په هېوادونو کې د "جبري حکومتونو" نظامونه ستاسو د لارې خنډ شول، نو له منځه یې یوسئ.. او د هغوی پر ځای د الله حکم، یعنې د نبوت پر منهج خلافت تاسیس کړئ، ترڅو د رسول الله ﷺ دا زیری پوره شي:
ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، ثُمَّ سَكَتَ
"بیا به استبدادي او جبري واکمني وي، تر هغه وخته به وي چې د الله خوښه وي، بیا به یې کله چې د الله خوښه شي پورته کړي، بیا به د نبوت پر منهج خلافت وي؛ بیا هغه (ص) چوپ شو." (مسند امام احمد)
هغه وخت به خلیفه، د هغه مرستیالان او د اسلام سرتېري له لوړې رتبې څخه تر ټیټې پورې له یوې بریا څخه بلې ته ځي، دوی به تکبیرونه وايي او امت به ورسره تکبیرونه وايي؛ په خپل رب به قوي او په خپل دین به عزتمند وي، بیا به هېڅ دښمن دا جرات ونه کړي چې د اسلام په خاوره کې کوم وجود ولري..
وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ
"او په هغه ورځ به مومنان خوشحاله شي، د الله په مرسته؛ هغه له هر چا سره چې وغواړي مرسته کوي او هغه برلاسی او مهربان دی." (سورت الروم [۳۰]: ۴-۵)
په پای کې اې وروڼو! تاسو ته د کوچني اختر مبارکي وایم، له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې زموږ د دغې مبارکې میاشتې روژې او عبادتونه یې په هغه ډول قبول کړي وي چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول ﷺ د رضا سبب ګرځي... همدارنګه له هغه سبحانه وتعالی څخه غواړم چې دا اختر د اسلام او مسلمانانو لپاره د خیر، برکت او عزت پیلامه وګرځوي.
وَاللهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُون
"او الله پر خپلو چارو برلاسی دی، خو ډېری خلک نه پوهېږي." (سورت یوسف [۱۲]: ۲۱)
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
د ۱۴۴۶هـ ق کال د شوال لومړۍ نېټه ستاسو ورور د ۲۰۲۵/۰۳/۳۰م کال سره سمون خوري عطاء بن خلیل ابو الرشته