Home About Articles Ask the Sheikh
مسایل

د پوښتنې ځواب: د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي نښتې

August 28, 2024
2114

پوښتنه: العربیه نټ د ۲۰۲۴/۸/۱۳ نېټه خپاره کړل: (د طالبانو حکومت نن سه شنبه پاکستاني ځواکونه تورن کړل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي نښتو کې یې درې تنه ملکیان چې یوه ښځه او دوه ماشومان دي، وژلي دي... په تورخم کې د پاکستاني لوري یو سرحدي چارواکي وویل چې په دې نښته کې درې پاکستاني سرتېري ټپیان شوي دي...) له دې وړاندې (د پیسو نړیوال صندوق د جمعې په ورځ له پاکستاني حکومت سره د دریو کلونو لپاره د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت د مرستې پروګرام هوکړه لیک لاسلیک کړ. سکای نیوز عربیه، ۲۰۲۴/۷/۱۳). د دې نښتو تر شا څه دي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم ورته نښتې شوې وې؟ ایا د هغه صندوق د مرستو تر منځ چې امریکا یې کنټرولوي او له هند څخه لرې له افغانستان سره په جګړه کې د پاکستان د بوختولو تر منځ کوم تړاو شته، ترڅو هند د چین مقابلې ته وزګار شي او د چین په ځورولو کې د امریکا هیلې پوره کړي؟ که نور لاملونه شته؟

ځواب: پورته پوښتنو ته د ځواب لپاره لاندې ټکي څېړو:

۱- موږ د ۲۰۲۳ کال د جنوري پر ۲۸مه د هغې کرښې په اړه چې برتانوي استعمار د پاکستان او افغانستان تر منځ کښلې وه، په یو ځواب کې داسې ویلي وو: (په ۱۸۹۳م کال کې د هغه وخت د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر سر مورتیمر ډیورنډ او د افغانستان د شاه امیر عبدالرحمن خان ترمنځ د ځمکني سرحد د کښلو هوکړه لاسلیک شوه چې (ډیورنډ کرښه) ونومول شوه او اوږدوالی یې ۲۶۴۰ کیلومتره دی چې له شمال ختیځ څخه تر سویل لویدیځ پورې غځېدلې ده. دا سرحد د پاکستان او افغانستان د رسمي سرحد په توګه وکارول شو او پښتني قبایل یې د کرښې دواړو خواوو ته په دوو برخو ووېشل. د یادونې وړ ده چې د دواړو تر منځ سرحدي سیمه کې هغه مسلمانان مېشت دي چې اکثریت یې پښتانه دي، پښتانه په افغانستان کې تر ټولو لوی قوم دی چې نږدې ۴۰٪ نفوس جوړوي او د تېرو دوو پېړیو راهیسې د افغانستان ټول واکمنان له همدوی څخه وو. پښتانه په پاکستان کې له پنجابیانو وروسته دویم لوی قوم ګڼل کیږي. په هر صورت، افغانستان د دې کرښې له رسمیت پېژندلو ډډه کړې، په ځانګړې توګه چې هغه وخت انګلستان په ۱۸۹۳م کال د نومبر په ۱۲مه د ډیورنډ کرښې په کښلو کې د سیمې ډیموګرافیک، نژادي او قبیلوي جوړښت په پام کې نه و نیولی، بلکې دا کرښه یې په مصنوعي ډول د خپلو استعماري ګټو په پام کې نیولو سره کښلې وه. برتانویانو د نورو په څېر د سرحدي سیمو د کنټرول لپاره ډېرې هڅې وکړې.. برتانیې د ۱۸۳۹ او ۱۸۴۲ کلونو ترمنځ پر افغانستان د برید پر مهال سخته نظامي ماته وخوړه. بیا یې په ۱۸۷۸ کال کې بیا برید وکړ خو دوه کاله وروسته یې شاتګ وکړ، مګر د افغانستان د هغو واکمنانو له لارې یې سیاسي نفوذ ترلاسه کړ چې په ۱۸۷۹ کال کې یې د ګندمک تړون لاسلیک کړ او له مخې یې افغانستان د برتانوي استعمار په ګټه چې پر اسلامي هند نیمه وچه یې واکمني کوله، پراخې ځمکې له لاسه ورکړې... کله چې په ۲۰۲۱م کال کې د دوحې د تړون له مخې د امریکا له وتلو وروسته طالبان په کابل کې واک ته ورسېدل، نو په لوړ غږ یې د هغو سرحدي اقداماتو مخالفت پیل کړ چې پاکستان یې ترسره کوي، او د سرحد دواړو خواوو ته پارونکې پېښې رامنځته شوې. دا سرحد کله ناکله د افغان کډوالو او پښتنو کورنیو باندې د سختو محدودیتونو له امله ګرمېده، هغه کورنۍ چې پخوا به په اسانۍ او پرته له کوم خنډه تګ راتګ کاوه، اوس له ستونزو او نښتو سره مخ دي چې مرګ ژوبله هم لري...) د ځواب اقتباس پای ته ورسېد.

۲- دا سرحدي کرښه (ډیورنډ کرښه) د هغو سختو وختونو پر مهال چې افغانستان پرې د ۱۹۷۹ کال د شوروي اتحاد او ۲۰۰۱ کال د امریکا د اشغال له امله تېر شول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو د کمېدو سبب وه، خو نن د ۲۰۲۱ کال له افغانستان څخه د امریکا له ذلیلانه وتلو وروسته د امریکا د نویو سیاسي غوښتنو سره سم بیا راپورته شوې ده. دا باید معلومه وي چې پر افغانستان د شوروي د اشغال پر مهال دا سرحدونه نرم وو، ځکه هغو مجاهدینو ته یې تګ راتګ اسان کړی و چې په پاکستان کې یې روزنه ترلاسه کوله ترڅو په افغانستان کې له شوروي سره وجنګیږي. د سرحدونو دا نرمښت له یوې خوا د سرحد دواړو خواوو ته د پښتنو کورنیو ترمنځ د ډیموګرافیک واقعیت غوښتنه وه او له بلې خوا دا په افغانستان کې د شوروي د شتون پر ضد د امریکا له سیاست سره همغږي وه. خو پر افغانستان د امریکا له اشغال وروسته، د امریکا سیاست بدل شو او له پاکستان څخه یې وغوښتل چې سرحدونه سخت کړي او د هغو مجاهدینو مخه ونیسي چې د امریکا د اشغال پر ضد جنګېدل، نو پاکستاني پوځ په خپله خاوره کې په هغو سرحدي سیمو کې سخته جګړه پیل کړه.

۳- د ۲۰۱۸ په مې میاشت کې پاکستان له افغانستان سره لګېدلې قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا ایالت سره یوځای کړې، چې په دې سره یې د هغو سیمو ابهام او د پاکستان له قوانینو، پولیسو او قضایه قوې څخه د هغوی د نشتوالي دوره پای ته ورسوله. په داسې حال کې چې پاکستان د خپل ځان او افغانستان ترمنځ سرحدي مسئله پای ته رسېدلې ګڼي (د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوار الحق کاکړ په دې وروستیو کې له افغان طلوع نیوز شبکې سره په مرکه کې دا تایید کړه او ویې ویل: "ډیورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ رسمي نړیواله پوله ده، زموږ او د نړۍ د ټولو هیوادونو لپاره له افغانستان سره د پولې مسله ختمه ده." الجزیره نټ، ۲۰۲۴/۳/۱۴). خو د تاریخ په اوږدو کې ټولو افغان حکومتونو، پرته له دې چې کومه سیاسي یا فکري تګلاره ولري، د ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو تر منځ د رسمي نړیوال سرحد په توګه رد کړې ده. په دې اړه وروستۍ څرګندونې د طالبانو په حکومت کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالدین ترابي کړې دي چې ویلي یې دي: "له پاکستان سره د افغانستان کومه رسمي پوله نشته". د دې څه باندې ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه سخته شوې ده. موږ د ۲۰۲۳/۱/۲۸ په ځواب کې ویلي وو: (بیا پاکستان محدودیتونه زیات کړل او په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره پر افغانانو د ننوتلو ویزه جبري کړه. دا کړکېچ هغه وخت لا زیات شو چې پاکستان د ۳ مترو په لوړوالي سرحدي کټارې ولګولې او پر سلګونو کیلومترو باندې یې سلګونه میلیونه ډالر مصرف کړل، دا هر څه یې د مالونو او خلکو د تګ راتګ د کنټرول او له "ترهګرو" څخه د ساتنې په پلمه وکړل. په دې توګه دا کټاره په سرحدي سیمو کې د کړکېچ او نښتو یو لامل شو. ورپسې د طالبانو حکومت پاکستاني ځواکونه د ۲۷۰۰ کیلومتره پولې په اوږدو کې د دې کټارې له پاتې برخې (چې ۹۰٪ یې بشپړه شوې وه) راوګرځول. د اشرف غني حکومت د خپل سقوط وړاندې د دې کټارې له لګولو سره موافقه کړې وه. د طالبانو حکومت هر ځل د پاکستاني ځواکونو مخه ونیوله کله چې هغوی د کټارې د بشپړولو هڅه کوله، چې په پایله کې یې په بېلابېلو سرحدي سیمو کې نښتې وشوې او د دواړو لورو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته... په دې توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ حالات هغه وخت ډېر خراب شول کله چې پاکستان پر واکمنو طالبانو تور پورې کړ چې هغوی د پاکستاني طالبانو د بریدونو مخه نه نیسي، بیا پاکستان په افغانستان کې دننه ځینې ځایونه په دې ادعا بمبار کړل چې دا د پاکستاني طالبانو مرکزونه دي...) پای.

۴- په دې توګه د پاکستاني پوځ او طالب ځواکونو ترمنځ نښتې او اخ و ډب د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو نوی واقعیت وګرځېد. دا نښتې د سرحد د مسئلې او د "پاکستاني طالبانو" او پاکستاني پوځ ترمنځ د بریدونو له امله زور اخلي. (تېر کال د قربانیانو شمېر په تېرو ۶ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېد، چې د اسلام اباد د امنیتي څېړنو د مرکز په وینا، له ۱۵۰۰ څخه ډېر ملکیان، امنیتي ځواکونه او وسله وال وژل شوي دي. الجزیره نټ، ۲۰۲۴/۷/۱۷). د هغو تورونو سره چې پاکستاني پوځ یې پر افغانستان پورې کوي چې ګواکې پاکستاني طالبانو ته یې پناه ورکړې، اسلام اباد پر افغانستان نور محدودیتونه هم لګولي دي: (د راستنېدونکو او په خپلو اصلي سیمو کې د هغوی د مېشتولو د کمېټې ویاند قاري یوسف احمدي وویل: "دوه ګاونډي هېوادونه - پاکستان او ایران - د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې له ۴۰۰ زرو څخه ډېر کډوال په زوره ایستلي دي، چې پاکستان د ۷۵ سلنه ایستلو مسوول دی". الحره، ۲۰۲۴/۶/۱۱).

۵- له دې ټولو څخه څرګندیږي چې د پاکستان حکومت، چې د امریکا پلوی دی، په افغانستان کې د طالبانو حکومت ځوروي او پاروي یې. افغانان په سرحد کې له ازاد تګ راتګ څخه منع کوي او د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره ترې ویزه غواړي، سرحدي کټاره لګوي او د یو واقعیت په توګه یې تپي، بلکې د سرحد کرښه د افغانستان دننه لوري ته راکاږي. پر افغان کډوالو چې شمېر یې تر دوو میلیونو ډېر دی او ۶۰۰ زره یې د ۲۰۲۱ کال د امریکا له وتلو سره سم تښتېدلي دي، فشارونه راوړي او په ډله ییز ډول یې له پاکستانه باسي. په ۲۰۲۲ کال کې یې د امریکایي الوتکو تګ راتګ او په افغانستان کې بمبارۍ ته لاره هواره کړه چې پکې د القاعده امیر ایمن الظواهري ووژل شو، او د پاکستان استخبارات د افغانستان په سرحدي ښارونو کې د پاکستاني طالبانو د مهمو غړو د وژلو عملیات ترسره کوي.

۶- دا ټول کارونه چې پاکستان یې ترسره کوي، د امریکا د هغه سیاست برخه ده چې غواړي په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر فشار لاندې راولي ترڅو په بشپړ ډول تسلیم شي. دا د واشنګټن د هغو هیلو برخه هم ده چې غواړي پاکستاني پوځ په کورنۍ جګړه او له افغانستان سره په جګړه کې بوخت کړي ترڅو د هند لپاره لاره هواره شي چې د چین پر وړاندې د امریکا ملګرتیا وکړي. بلکې دا د امریکا د هغې هڅې برخه هم ده چې نه غواړي چین په افغانستان کې له کانونو او طبیعي زېرمو ګټه پورته کړي. ځکه د امریکا او طالبانو ترمنځ له دوو لسیزو څخه زیاتې دښمنۍ د چین هیلې راټوکولې وې، چین چې خپلو صنعتونو ته هر ډول خامو موادو ته اړتیا لري، غوښتل یې د ۲۰۲۱ کال د امریکایانو له وتلو وروسته له افغانستان څخه ګټه پورته کړي. خو د پاکستان او افغانستان تر منځ سرحدي شخړه د چین د خوبونو د رښتیا کېدو مخه نیسي، هغه چین چې په پاکستان کې یې پر اقتصادي دهلیز (CPEC) میلیارډونه ډالر لګولي دي.

دا د افغانستان په وړاندې د پاکستاني سیاست عمومي چوکاټ دی، او له دې څخه څرګندیږي چې امریکا د دې شخړې اصلي محرک ده. په دې چوکاټ کې د دښمنۍ پارول، وسله واله سرحدي شخړه، په ټولو برخو کې د کړکېچ زیاتول او په افغانستان کې دننه د پاکستان هوایي بریدونه شامل دي. (د افغانستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان هوایي ځواک الوتکو د سرحد په اوږدو کې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې پر مېشتو سیمو بریدونه کړي، چې د دوی په وینا بې ګناه ښځې او ماشومان پکې وژل شوي دي. پاکستاني پوځ یا حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي. دا بریدونه د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې پر یوې نظامي پوسته د دوو ځانمرګو بریدونو په پایله کې د ۶ پاکستاني سرتېرو له وژل کېدو وروسته شوي دي. دا هوایي بریدونه د خالي په ورځ د پاکستان په شمال لویدیځ کې د افغانستان پولې ته نږدې په شمالي وزیرستان کې د ۷ پوځیانو له وژل کېدو وروسته ترسره شول. الشرق الاوسط، ۲۰۲۴/۳/۱۸).

۷- د دواړو هېوادونو ترمنځ دا کړکېچنې اړیکې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د زیاتوالي په لور روانې دي، ځکه چې (امریکایي) لاملونه یې پر ځای دي. که پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق څخه پورونه واخلي او که یې وانخلي، دا کړکېچ د زیاتېدو په لور روان دی. که څه هم د پیسو د نړیوال صندوق رسمي شرایط او د پورونو هوکړې د کورني اسعارو، د تبادلې نرخ، سوداګرۍ، انرژۍ او مالیاتو پورې تړاو لري او "رسمي" ډول له افغانستان سره د پاکستان اړیکې پکې شاملې نه دي، خو دا استثنا نشي کېدای چې د امریکا ناوړه سیاست د پاکستان په حکومت کې د خپلو لاسپوڅو خولې په دې پورونو خوږوي ترڅو د هغوی انګېزه د امریکا د ګټو د پوره کولو لپاره زیاته کړي، چې پکې له افغانستان سره د کړکېچ زیاتول هم شامل دي. پاکستان د ۲۰۲۳ په دوبي کې د هغه نړیوال صندوق څخه چې امریکا پرې واکمنه ده، ۳ میلیارده ډالره پور ترلاسه کړ او نن ورسره د نورو مرستو ژمنه شوې ده (د پیسو نړیوال صندوق د جمعې په ورځ له پاکستاني حکومت سره د دریو کلونو لپاره د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت د مرستې پروګرام هوکړه لیک لاسلیک کړ. سکای نیوز عربیه، ۲۰۲۴/۷/۱۳)، دا هغه څه دي چې د امریکا د غوښتنو پوره کولو ته د هغوی لېوالتیا زیاتوي.

۸- د همدې لپاره، د پاکستان د اوسني امریکا پلوه حکومت په بیانونو کې د کړکېچ د کچې لوړوالی څرګندیږي، او دا د ۲۰۲۴ کال د جولای په نیمایي کې د پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو په پېښه کې ښکاره وه:

الف- (د پاکستان دفاع وزیر بي بي سي ته وویل چې پاکستان به د ترهګرۍ په وړاندې د نویو نظامي عملیاتو په چوکاټ کې پر افغانستان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي... BBC English، ۲۰۲۴/۷/۲) او د همدې سرچینې په وینا (طالبانو دا بیان "غیر مسؤلانه" وباله او پاکستان ته یې خبرداری ورکړ چې سرحدي بریدونه به "ناوړه پایلې" ولري).

ب- د سفیر غوښتنه: (د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه د طالبانو په مشرۍ د افغان حکومت د ماموریت مرستیال راوغوښت او له دغه غورځنګ څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د هغو وسله والو ډلو پر ضد اقدام وکړي چې اسلام اباد وايي په دې اونۍ کې یې پر یوې پوځي اډې برید کړی دی. الجزیره نټ، ۲۰۲۴/۷/۱۷).

ج- (پاکستان له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د هغه برید د عاملینو په وړاندې چې د سه شنبې په ورځ یې ۸ سرتېري ووژل، "فوري او اغېزناک" ګامونه پورته کړي، په خیبر پښتونخوا کې له "ترهګرو" سره په نښته کې... په بیان کې ویل شوي چې دا برید په افغانستان کې د مېشتې پاکستاني طالبانو پورې تړلې ډلې "حافظ ګل بهادر" لخوا شوی چې پکې ۸ سرتېري وژل شوي دي. انادولو اژانس، ۲۰۲۴/۷/۱۷).

د- العربیه نټ د ۲۰۲۴/۸/۱۳ په نېټه خپاره کړل: (د طالبانو حکومت نن سه شنبه پاکستاني ځواکونه تورن کړل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي نښتو کې یې درې تنه ملکیان چې یوه ښځه او دوه ماشومان دي، وژلي دي... په تورخم کې د پاکستاني لوري یو چارواکي وویل چې په دې نښته کې درې پاکستاني سرتېري ټپیان شوي دي).

۹- پایله: سرحدي اختلافات، د افغان کډوالو پر سر کړکېچ او همدارنګه د پاکستان پرله پسې تورونه چې د افغانستان حکومت پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې او بریدونه له هغه ځایه کیږي؛ دا ټول د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ کچه لوړوي او د سرحدي نښتو او په افغانستان کې دننه د پاکستان د بمباریو لپاره پلمې جوړوي. غالبه دا ده چې دا لاره له ۲۰۲۱ کال راهیسې کله چې د بایډن اداره له افغانستانه ووتله، د زیاتوالي په لور روانه ده او د دې کړکېچ لاملونه په لومړۍ درجه کې امریکایي دي لکه څنګه چې مو بیان کړل... امریکا په سیمه کې او د چین په وړاندې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره دې لوري ته هڅونه کوي. که څه هم د پیسو د نړیوال صندوق شرایط دا په ښکاره نه وایي، خو امریکا دا پورونه په پاکستان کې خپلو لاسپوڅو ته د هغې بډې په څېر ورکوي ترڅو د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړې زیاتې کړي. د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو تر منځ د امریکا د ټاکنیزې سیالۍ په سیوري کې، کله چې ټرمپ پر بایډن تور پورې کوي چې په ۲۰۲۱ کال کې یې له افغانستان څخه شرمناکه وتنه کړې، نو د بایډن اداره ښايي پاکستان له طالبانو سره سختو جګړو ته وهڅوي ترڅو امریکایانو ته ووایي چې هغې پاکستان د طالبانو په وړاندې د خپل ځان په استازیتوب جګړې ته ګمارلی دی... له همدې امله په پاکستان کې د امریکا د لاسپوڅو څرګندونې د کړکېچ، ګواښونو او اخطارونو څخه ډکې دي، یعنې دا نښې نښانې ښایي په سرحدي جګړو بدلې شي، خو بعیده ده چې په بشپړې جګړې بدلې شي، ځکه چې قوي لوری - پاکستان - له افغانستان څخه ځمکنۍ غوښتنه نه لري...

۱۰- دا د مسلمانانو حال دی چې د اسلام د حکمونو په نشتوالي کې ژوند کوي، هغه حکمونه چې د مسلمانانو ترمنځ د سرحدونو نړول او د یو خلیفه تر سیوري لاندې د هغوی یووالی غواړي. دا حال به تر هغه دوام ولري ترڅو چې امت او په ځانګړې توګه په امت کې د ځواک خاوندان د خپل رب او امت لپاره غوسه نشي او د دې لاسپوڅو واکمنانو د نسکورولو لپاره راپا نه څي، هغه واکمنان چې د لمر په لوېدو سره د خپل امت په وړاندې په دسیسو بوخت وي او د لمر په ختو سره د الله د دښمنانو لکه امریکا او نورو د خوشاله کولو لپاره هغه دسیسې پلې کوي... د مسلمانانو کار به سم نشي مګر په هغه څه چې د دې امت لومړنۍ برخه پرې سمه شوې وه: یعنې په هغه څه حکم کول چې الله نازل کړي دي، په هغه خلافت کې چې د نبوت پر طریقه وي او د کافرانو زړونه لړزوي:

فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِمْ مَنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ

"نو که ته دوی په جګړه کې ومومې، نو په هغوی (سختې سزا ورکولو) سره هغو کسانو ته هم ماتې ورکړه چې د دوی تر شا دي، ترڅو هغوی عبرت واخلي." (سورت الانفال: ۵۷)

هغه خلافت چې دستور یې د الله له کتاب، د رسول الله له سنتو او هغه څه څخه چې د صحابو اجماع او شرعي قیاس ورته لارښوونه کړې، اخیستل شوی وي، نه وضعي دستور وي؛ که هغه د ۱۹۶۴ کال دستور وي چې د محمد ظاهر شاه په دوره کې و (د هغه واکمني په ۱۹۷۳ کې پای ته ورسېده او طالبانو په ۲۰۲۱/۹/۲۸ د عدلیې وزیر له لارې د هغه د کارولو اعلان وکړ - الجزیره او انادولو) او که نور وضعي دستورونه وي چې د مسلمانانو په نورو هېوادونو کې چلیږي، دا ټول د هغه څه خلاف دي چې الله ورته امر کړی دی:

وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللهُ إِلَيْكَ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللهُ أَنْ يُصِيبَهُمْ بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ

"او (ای پیغمبره!) د هغو تر منځ په هغو احکامو پرېکړه وکړه چې الله نازل کړي دي او د هغوی د غوښتنو پیروي مه کوه، او له هغوی څخه ځان وساته چې تا له ځینو هغو احکامو څخه وا نه ړوي چې الله تاته درکړي دي؛ نو که هغوی مخ واړاوه، پوه شه چې الله غواړي هغوی ته د ځینو ګناهونو په سزا کې مصیبت ورسوي." (سورت المائده: ۴۹)

د افغانستان او پاکستان لپاره لازمه ده چې درک کړي چې دواړه مسلمان هېوادونه دي او تر منځ یې جګړه حرامه ده... لازمه ده چې تر منځ یې د اسلامي ورورولۍ اړیکې ژورې کړي، له مستعمر کافرانو او په سر کې له امریکا سره هر ډول اړیکه پرې کړي، او د خلافت د تاسیس لپاره د حزب التحریر نصرت ته لبیک ووایي، ترڅو مسلمانان عزتمند شي او کافران ذلیل شي:

وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوة الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ

"او په هغه ورځ به مومنان خوشحاله شي، د الله په مرسته؛ هغه د هر هغه چا مرسته کوي چې وغواړي او هغه برلاسی او ډېر مهربان دی." (سورت الروم: ۴-۵)

د ۲۲م صفر الخير ۱۴۴۶هـ د ۲۰۲۴م کال د اګست ۲۷مه

Share Article

Share this article with your network