Home About Articles Ask the Sheikh
مسایل

د پوښتنې ځواب: په سوډان کې د جنګي عملیاتو ګړندي کېدل

February 11, 2025
3103
استمع للمقال

پوښتنه:

العربية نت پر خپله وېبپاڼه د ۲۰۲۵/۲/۴ نېټه خپاره کړل: (پوځ او ملاتړې ځواکونه یې په تېرو څو ساعتونو کې د الخرطوم ولایت سویل ختیځو برخو ته له الجزیره ولایت څخه ننوتلي دي...)، او د اليوم السابع وېبپاڼې د ۲۰۲۵/۲/۲ نېټه خبر ورکړ: (د قاهرة الإخبارية کانال خبریال په یوه عاجل خبر کې وویل چې د سوډان پوځ د الخرطوم ولایت د نیل ختیځ یو شمېر کلي بېرته ونیول)، له دې وړاندې د ۲۰۲۵/۱/۱۱ نېټه د الجزیره ولایت او د هغې د مرکز "ود مدني" په محور کې د سوډان د پوځ لخوا د چټک ملاتړ ځواکونو ته ماتې ورکړل شوې وه، (د چټک ملاتړ ځواکونو قوماندان حمیدتي په یو منسوب غږیز کلیپ کې په الجزیره ولایت کې د خپلو ځواکونو پر ماتې اعتراف کړی و... الجزيرة ۲۰۲۵/۱/۱۳). بیا د پلازمینې په دریو واړو ښارونو (الخرطوم، بحري او ام درمان) کې د جګړو لوری د سوډان د پوځ په ګټه شو، په دې ښارونو کې یې څو مهمې سیمې ونیولې او پر عمومي قوماندانۍ یې کلابندي ماته کړه... نو په جګړو کې د دې غیرعادي ګړندي توب تر شا څه دي؟ ایا دا ټول محلي اقدامات دي چې د سوډان د پوځ په څېر د یو لوري د ناڅاپي ځواکمن کېدو پایله ده، که دا جګړې پر سوډان د شخړې نړیوال ابعاد لري؟

ځواب:

د پورتنیو پوښتنو د ځواب روښانه کولو لپاره لاندې ټکي څېړو:

لومړی: په سوډان کې د جنګي عملیاتو ګړندي کېدل:

۱- هو، دا سمه ده چې په سوډان کې د جنګي عملیاتو ګړندي کېدل د پام وړ دي. د ۲۰۲۳ کال له اپریل څخه د سوډان د واکمنۍ د دواړو لورو ترمنځ د جګړې له پیل وروسته، جګړې د ځمکې پر سر د کنټرول له پلوه په یوه محدوده دایره کې روانې وې؛ هر لوري هڅه کوله چې خپلې سیمې وساتي او د یو بل په وړاندې پرمختګ په تېرو میاشتو کې خورا لږ و. (د جګړې له پیل څخه د یو کال په اوږدو کې، پوځ کوم د پام وړ پرمختګ نه و کړی، یوازې د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې یې په ام درمان کې د ملي راډیو او ټلویزیون مرکزي دفتر او ځینې نورې سیمې ونیولې او د نورو نظامي مرکزونو د ساتنې لپاره یې دفاعي تکتیک غوره کړی و. الراکوبة سوداني وېبپاڼه، ۲۰۲۵/۱/۲۵).

۲- مګر میداني وضعیت د ۲۰۲۴ کال له سپټمبر راهیسې بدلون وموند؛ کله چې د سوډان پوځ خپل صفونه تنظیم کړل، ملا یې وتړله او هغه څه یې مات کړل چې "سټراټیژیک صبر" او "اوږد نفس" یې باله او د چټک ملاتړ ځواکونو په وړاندې یې جبهې پرانیستې. پوځ د حلفایا او سپین نیل پلونه ونیول او د پلازمینې د مرکز او الخرطوم بحري په لور یې لاره پرانیسته. له یوې میاشتې کمه موده کې میداني پېښو نور هم سرعت واخیست؛ پوځ د ۲۰۲۵/۱/۱۱ نېټه د "ود مدني" ښار کنټرول تر لاسه کړ، چې یو کال وړاندې یې د چټک ملاتړ ځواکونو ته بایللی و. دا ښار د الجزیره ولایت مرکز دی چې د سوډان په زړه کې پروت دی، نو دا د دواړو لورو ترمنځ په شخړه کې یوه پرېکنده جګړه وبلل شوه؛ ځکه دا د سوډان دویم لوی ښار دی او په داسې ځای کې دی چې کنټرولونکی یې کولی شي په نورو ولایتونو په ځانګړې توګه د پلازمینې په سیمه کې خپلو ځواکونو ته اکمالات ورسوي. د پوځ لخوا د ود مدني نیول کېدو چټک ملاتړ ځواکونو ته لویه صدمه ورکړه او د هغوی حرکتونه یې ګډوډ کړل. د دې ښار په بایللو سره په الخرطوم کې د هغوی د اکمالاتو وړتیا کمزورې شوه. له بلې خوا، چټک ملاتړ ځواکونو هغه نقطه له لاسه ورکړه چې له هغې یې د الجزیره، سنار، سپین نیل او ختیځ سوډان پر نورو برخو بریدونه کول. په دې سره د هغوی خوبونه او هیلې راکمې شوې. (د انتقالي حاکمیت شورا مشر او د پوځ قوماندان جنرال عبدالفتاح البرهان د ود مدني ښار له ازادولو وروسته د لیدنې پر مهال اشارې وکړې چې په پلازمینه الخرطوم او د نورو ښارونو په شاوخوا کې د چټک ملاتړ ځواکونو پر پاتې شونو د پراخ نظامي برید لپاره تیاری روان دی. إندبندنت عربية، ۲۰۲۵/۱/۲۰).

دویم: د ود مدني له نیولو وروسته، پوځ د پلازمینې په سیمه کې په شدت سره بریدونه پیل کړل:

۱- (د سوډان پوځ اعلان وکړ چې د الخرطوم د تېلو د تصفیې کارخانه یې، چې د الخرطوم بحري په شمال کې پرته ده، له چټک ملاتړ ځواکونو سره له یو کال زیاتې جګړې وروسته بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوسته. بي بي سي، ۲۰۲۵/۱/۲۵).

۲- (د العربية خبریال نن جمعه راپور ورکړ چې د سوډان پوځ هغه کلابندي ماته کړه چې چټک ملاتړ ځواکونو له یو نیم کال راهیسې په الخرطوم کې د پوځ پر عمومي قوماندانۍ لګولې وه. همدارنګه ځايي راپورونو ویلي چې پوځ د الخرطوم بحري په مرکز کې له جګړو وروسته د سګنال قول اردو (سلاح الإشارة) کلابندي هم ماته کړې ده. العربية، ۲۰۲۵/۱/۲۴).

۳- (پوځ په پلازمینه الخرطوم کې تر ټولو لوی نظامي پرمختګ وکړ، وروسته له هغه چې له خپلو متحدو ځواکونو سره یې د خپلو دوو مرکزونو کلابندي ماته کړه؛ لومړی په مرکز کې عمومي قومانداني او دویم د سګنال قول اردو مرکز. همدارنګه یې دا مرکزونه د ام درمان په شمال کې د "وادي سیدنا" نظامي اډې سره وتړل او د "الجیلي" تصفیه خانه او شاوخوا استوګنیزې او نظامي سیمې یې بېرته ونیولې. الراکوبة سوداني وېبپاڼه، ۲۰۲۵/۱/۲۵).

۴- العربية نت د ۲۰۲۵/۲/۴ نېټه خپاره کړل: (پوځ او ملاتړې ځواکونه یې په تېرو څو ساعتونو کې د الخرطوم ولایت سویل ختیځو برخو ته له الجزیره ولایت څخه ننوتلي دي...).

۵- د اليوم السابع وېبپاڼې د ۲۰۲۵/۲/۲ نېټه خبر ورکړ: (د قاهرة الإخبارية کانال خبریال په یوه عاجل خبر کې وویل چې د سوډان پوځ د الخرطوم ولایت د نیل ختیځ یو شمېر کلي بېرته نیولي دي).

دریم: په دې توګه د سوډان پوځ جګړې په پراخه کچه پیل کړې ترڅو د پلازمینې له دریو واړو ښارونو څخه چټک ملاتړ ځواکونه وباسي، او دا سیمې بېرته د پوځ کنټرول ته وسپاري چې په سوډان کې د دولت نښه ده، په داسې حال کې چې البرهان له یاغیانو سره مذاکرات ردوي. د دې اقداماتو په غور سره موږ لاندې پایلې اخلو:

۱- د سوډان پوځ د "سټراټیژیک صبر" او "اوږد نفس" پالیسۍ ته د پای ټکی ږدي، او دا کار د دواړو لورو ترمنځ په نظامي توازن کې له کوم لوی بدلون پرته ترسره کوي؛ پدې معنی چې هغه د پرېکنده جګړې لپاره راپاڅېدلی او د ۲۰۲۳ له اپریل راهیسې یې د دې کار وړتیا لرله، خو ویې نه کړل، او دا بې له کوم علت څخه نه شي کېدی!

۲- دا سمه ده چې چټک ملاتړ ځواکونه د ود مدني له لاسه ورکولو وروسته په پلازمینه کې له تلفاتو سره مخ دي، مګر د هغوی ځواکونه د جګړې له جبهو په شا کېږي او د دارفور په لور ځي؛ دارفور هغه ځای دی چې دوی یې د پنځو مرکزونو څخه د څلورو کنټرول لري. پدې معنی چې دوی له هغو سیمو (دارفور) څخه چې د ځواک مرکز یې دی، پلازمینې ته مرسته نه راغواړي، بلکې هغو سیمو ته پر شا کېږي. په حقیقت کې په دارفور کې جګړې بیا په شدت پیل شوې دي، چې هلته برلاسی لاس د چټک ملاتړ ځواکونو دی. داسې ښکاري چې پوځ د دوی د تسلیمولو پر ځای، دارفور ته د وتلو لارې ورته پرانیزي!

۳- پر دې ټولو هغو معلوماتو دلالت کوي چې إندبندنت عربية د ۲۰۲۵/۱/۲۰ نېټه ذکر کړي چې چټک ملاتړ ځواکونه د "المنشية" او "سوبا" پلونو څخه په ګټنې "جبل اولیاء" سیمې ته پر شا کېږي، چې دا لویدیځ سوډان او دارفور ته د وتلو نږدې یوازینۍ خلاصه لاره ده. په دې پر شا کېدو کې امنیتي کسان، د هغوی کورنۍ او همکاران شامل دي. دغې سرچینې ویلي: (په منځني سوډان کې چټک ملاتړ ځواکونو ته د تلفاتو اوښتل هره ورځ د هغوی لویې ډلې اړ کوي چې د مشخصو او معلومو لارو له لارې چې پوځ د خپلو مرحليي ترتیباتو په ترڅ کې خلاصې پرېښې دي، دارفور ته پر شا شي). همدارنګه یې یادونه کړې چې چټک ملاتړ ځواکونه په دارفور کې په متمرکز ډول سرتېري جلب او جذب کوي: (له همدې امله دوی د عربو قبایلو د ځوانانو جلب او جذب زیات کړی دی... او چټک ملاتړ ځواکونو پر ټیلیګرام افشا کړه چې په سویل دارفور کې څو قبایلو له دوی سره بشپړ ملاتړ اعلان کړی او ۵۰ زره جنګیالي یې د هغوی صفونو ته لېږلي دي).

څلورم: په دې توګه دارفور د راتلونکې جګړې د ډګر په توګه چمتو کېږي، چې هلته برلاسی لوری د چټک ملاتړ ځواکونه دي او دا سیمه د ځان لپاره یو ولسي ملاتړ بولي:

۱- (د چټک ملاتړ ځواکونو د رسمي ویاند په یوه اعلامیه کې راغلي چې دوی پرون شنبه وکولای شول په شمالي دارفور کې د الحلف، دریشقی او ماو سیمو بشپړ کنټرول ترلاسه کړي. إندبندت عربية ۲۰۲۵/۱/۲۰).

۲- همدارنګه (په الفاشر کې، چې د شمالي دارفور مرکز دی، د چټک ملاتړ ځواکونو او سوډاني ګډو ځواکونو ترمنځ چې پوځ، وسله والې ډلې او پولیس پکې شامل دي، سختې نښتې پیل شوې. فرانس ۲۴، ۲۰۲۵/۱/۲۵).

۳- او همدا راز: (د لویدیځ محور په اړه، د پوځ او ګډو ځواکونو ته د ۴۸ ساعته ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته چې الفاشر ښار پرېږدي، چټک ملاتړ ځواکونو پر ښار له څو لورو برید وکړ. او دا نښتې د روانې جنوري میاشتې د ۲۴مې نېټې له سهار څخه د شپږو ساعتونو لپاره روانې وې. إندبندت عربية ۲۰۲۵/۱/۲۵).

۴- دا ټول ښیي چې په سوډان کې ګړندۍ میداني پېښې پر یو لوري روانې دي؛ او هغه د سوډان پر ډېری سیمو د پوځ د کنټرول بیا رامنځته کول او لویدیځه سیمه په ځانګړې توګه دارفور چټک ملاتړ ځواکونو ته پرېښودل دي. که دا بهیر بشپړ شي، نو هېواد د عملي تقسیم (تجزیې) په لور روان دی. چټک ملاتړ ځواکونه چې په دارفور کې (له الفاشر پرته) پر پراخو سیمو حاکم دي، د دې وړتیا یې لرله چې په الجزیره او پلازمینه کې خپلو ځواکونو ته اکمالات وکړي، خو د ټولو چیغو سره سره یې له هغو سیمو څخه دارفور ته شاتګ وکړ. دا د یو نړیوال لوري شتون ته اشاره کوي چې میداني حرکتونه تنظیموي، لکه د شطرنج د تختې مهرې چې په سوډان کې یې کنټرولوي!

پنځم: دا له پامه نه شي غورځېدی چې دا چټک میداني بدلونونه له واشنګټن څخه د نویو او پرله پسې دریځونو سره هممهاله دي:

۱- (د روانې جنوري میاشتې په اوومه نېټه، نوي حکومت ته د واک له سپارلو څو ورځې وړاندې، د بایډن ادارې چټک ملاتړ ځواکونه په دارفور کې پر "نسل وژنې" تورن کړل، او د دې تور له مخې یې د هغوی پر مشرانو او اوو شرکتونو چې باور کېږي متحده عربي امارات یې مالي تمویل کوي، مالي بندیزونه ولګول. خو لا څو ورځې نه وې تېرې شوې، چې د همدې میاشتې په ۱۶مه، همدې امریکایي ادارې د سوډان د پوځ پر قوماندان او د هېواد پر فعلي واکمن، جنرال عبدالفتاح البرهان هم بندیزونه ولګول او هغه یې په "بې ثباتۍ او د ډیموکراسۍ د لېږد په مخنیوي" تورن کړ، او په امریکا کې یې د هغه ټولې شتمنۍ کنګل کړې. بي بي سي، ۲۰۲۵/۱/۲۶).

۲- په دې توګه په بشپړه توګه روښانه شوه چې د سوډان په صحنه کې بدلونونه په امریکا کې د بدلونونو مستقیم انعکاس دی؛ کله چې امریکا د سوډان دوسیه پرانیسته او پر دواړو لورو یې بندیزونه ولګول، نو د سوډان د جګړې خواوو د کنټرول د نوې نقشې مطابق خپل فعالیتونه تنظیم کړل. امریکا په خپلو پالیسیو کې نااعلان شوې بیاکتنې کوي، او نوي حکومت ته د واک سپارلو مرحله د دغو بیاکتنو غوښتونکې وه. داسې ښکاري چې د امریکا نوی ولسمشر ټرمپ د اورنیو قضیو د حل لپاره نوې تګلاره لري ترڅو د امریکا ګټې خوندي او خپل شان لوړ کړي. هغه د یهودو له وجود سره د اړیکو د عادي کولو لپاره ابراهیمي تړونونه په لاس کې لري او غواړي سوډان هم ورسره یوځای کړي. ټرمپ غواړي د یو ځواکمن سوله جوړونکي په توګه راڅرګند شي، او په واشنګټن کې دا نوې لیدلوری د سوډان جګړه هم رانغاړي. ټرمپ غواړي سوډان په ابراهیمي تړونونو کې ګډون ته اړ کړي. پخواني امریکایي ډیپلومات ډیویډ شین وړاندوینه کړې چې (د ډونالډ ټرمپ اداره به په دې برخه کې زیاتې هڅې وکړي، "په ځانګړې توګه دا چې د بهرنیو چارو نوی وزیر مارکو روبیو د سوډان دوسیې سره ډېره لېوالتیا لري"). الحرة، ۲۰۲۵/۱/۲۵).

۳- د دې خبرې تصدیق د سوډان د بهرنیو چارو د وزیر علي یوسف په خبرو کې هم کېږي: (وزیر افشا کړه چې د امریکا د تګلارې د بیاکتنې لپاره یو لیدلوری او پروګرام شتون لري، چې د نوې ادارې له کار پیلولو وروسته به پیل شي. الشرق ورځپاڼه، ۲۰۲۵/۱/۲۳). همدارنګه د اخبار السودان ورځپاڼې د ۲۰۲۵/۱/۲۵ نېټه راپور ورکړ: (د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خپل مصري سیال بدر عبدالعاطي سره وکتل... دواړو وزیرانو په سوډان کې د وضعیت پر پرمختګونو خبرې وکړې او پر جګړه مارو لورو یې د فشار پر اچولو ټینګار وکړ ترڅو جګړه پای ته ورسوي).

شپږم: له همدې امله، غالب ګومان دا دی چې په سوډان کې میداني پرمختګونه د ټرمپ په مدیریت او ترتیب سره دي او موخې یې لاندې ټکي دي:

۱- د امریکایي پلان چټکول ترڅو د امریکا د دوو ګوډاګیانو ترمنځ د هېواد د وېشلو لپاره فضا برابره کړي؛ پدې ډول چې دارفور د حمیدتي او چټک ملاتړ ځواکونو تر کنټرول لاندې وي، او مرکزي او ختیځ سوډان د البرهان په مشرۍ د پوځ تر کنټرول لاندې وي. پدې توګه په سوډان کې دوه بنسټونه رامنځته کېږي... موږ مخکې د ۲۰۲۳/۱۲/۱۹ په ځواب کې ویلي و چې (امریکا د تقسیم لپاره فضا برابروي... کله چې د امریکا ګټې دا غوښتنه وکړي... حتی که د سویل سوډان له جلا کېدو وروسته د امریکا ګټه په بل جلاوالي کې وي، نو دا کار به په دارفور کې وکړي... داسې ښکاري چې د دې جلاوالي وخت نږدې شوی دی...). دا هغه څه دي چې موږ پخوا ویلي و، او داسې ښکاري چې د دارفور د جلا کولو لپاره د امریکا ګټې نږدې شوې دي... که ټرمپ د دې په پلي کولو کې بریالی شي، دا به خورا خطرناکه وي... نو امت باید د هغه په وړاندې ودرېږي او داسې چوپ پاتې نه شي لکه د سویل سوډان د جلا کېدو پر مهال چې چوپ و!

۲- د یهودو له وجود سره د ټرمپ د اړیکو نورمالولو (تطبیع) په کاروان کې د سوډان ګډون؛ موږ مخکې د ۲۰۲۳/۳/۱۹ نېټه د سوډان سره د اړیکو عادي کولو په اړه ویلي و چې: [(دا شرعاً حرام دي، ځکه دا د فلسطین د غاصب په رسمیت پېژندل دي، چې د مسلمانانو یو له ډېرو ګرانو سیمو څخه ده. سره له دې، د سوډان حاکمیت شورا اعلان وکړ چې البرهان له کوهین سره په الخرطوم کې کتلي... د سوډان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دواړو لورو د اړیکو د عادي کولو په لاره کې پر پرمختګ هوکړه کړې ده... د سوډان خبري اژانس ۲۰۲۳/۲/۲)]. داسې ښکاري چې امریکایي ولسمشر ټرمپ د خپل مخکني بایډن برعکس، غواړي دا کار په چټکۍ سره ترسره کړي.

اووم: دا ټول د سوډان د پېښو انځور نور هم روښانه کوي چې واشنګټن یې څنګه حرکت ورکوي. د سوډان خلک او مسلمانان باید پوه شي چې دا جګړه چې پکې په لسګونو زره کسان ووژل شول، ۱۲ میلیونه سوډانیان بې ځایه شول، او د هېواد کرنیز او اقتصادي سیسټم پکې له منځه لاړ، یوازې د ګوډاګیانو ترمنځ د یوې بې ځایه جګړې پایله ده. البرهان او حمیدتي د امریکا د ګټو او نفوذ لپاره دا جګړه پر مخ وړي. دواړو لورو د مسلمانانو د وینې حرمت ته هیڅ پام ونه کړ، په داسې حال کې چې د هغوی پیروانو باید د دې جنایت مخه نیولې وی. خو د یو بل په وړاندې کرکې او تعصب د هغوی سترګې پټې کړې دي او د مسلمان د وینې د ناحقه تویدو په اړه د اسلام سخت تحریم یې ونه لید. په هغه حدیث شریف کې چې بخاري روایت کړی، له احنف بن قیس څخه روایت دی چې وایي: ما له رسول الله ﷺ څخه واورېدل چې ویل یې:

إِذَا الْتَقَى الْمُسْلِمَانِ بِسَيْفَيْهِمَا فَالْقَاتِلُ وَالْمَقْتُولُ فِي النَّارِ. قُلْتُ يَا رَسُولَ اللهِ هَذَا الْقَاتِلُ فَمَا بَالُ الْمَقْتُولِ؟ قَالَ: إِنَّهُ كَانَ حَرِيصاً عَلَى قَتْلِ صَاحِبِهِ

"کله چې دوه مسلمانان په خپلو تورو سره مخامخ شي (یو بل سره وجنګیږي)، نو قاتل او مقتول دواړه په اور کې دي. ما وویل: اې د الله رسوله! دا خو قاتل دی (چې اور ته ځي)، خو د مقتول ګناه څه ده؟ هغه ﷺ وفرمایل: هغه هم د خپل ملګري د وژلو لېواله و."

نو د هغه چا حال به څه وي چې دا جګړه د امریکا او د هغې د ملګرو د ګټو لپاره کوي؟ دا خو لا ډېره سخته او ترخه ده...

په پای کې، حزب التحریر چې خپل ولس ته دروغ نه وایي، تاسو ته غږ کوي اې په سوډان کې زموږ خلکو:

تاسو هغه کسان یئ چې د خلیفه عثمان رضي الله عنه غږ ته مو لبیک ووایه او په ۳۱ هجري کال کې مو اسلام قبول کړ... تاسو د علي بن دینار لمسیان یئ چې په میقات کې یې د حاجیانو د خدمت لپاره "ابیار علي" جوړ کړل او بیا د کفارو سره په جګړه کې شهید شو...

موږ پر تاسو غږ کوو چې د دې دریو لویو جنایتونو په وړاندې ودرېږئ چې عبارت دي له: (د سویل له جلا کولو وروسته د دارفور په جلا کولو سره د هېواد وېشل... د یهودو له وجود سره اړیکې عادي کول چې مبارکه ځمکه یې اشغال کړې ده... او د مسلمانانو ترمنځ دا حرامه جګړه...).

دا درې ګونې دسیسه شنډه کړئ، او هڅه وکړئ چې هېواد یو واحد پوځ ولري چې ټوپک یې د استعمارګرو کفارو په لور وي. په دې کې لویه بریا ده:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ

"اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! د الله او د هغه د رسول بلنه ومنئ کله چې هغه تاسو داسې یو څه ته بولي چې تاسو ته ژوند بښي." (سورت الانفال [۸]: ۲۴)

نو ایا تاسو لبیک ویونکي یئ؟

د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د شعبان ۷مه د ۲۰۲۵ میلادي کال د فبروري ۶مه

Share Article

Share this article with your network