Home About Articles Ask the Sheikh
سیاست

د پوښتنې ځواب: په لیبیا کې د کړکېچ وروستي بدلونونه

April 08, 2021
3811

پوښتنه: په لیبیا کې د ملي یووالي حکومت جوړ شو او داسې ښکاري چې په لیبیا کې د شخړې دواړه لوري پرې متفق دي؛ نو ایا دا توافق حقیقي دی که نه؟ دا کار له لس کلنې وسله والې شخړې وروسته چې هر لوري پکې د بل د له منځه وړلو هڅه کوله، څنګه وشو؟ په لیبیا کې له دغه توافق څخه د امریکا، برتانیا، اروپايي هېوادونو، ترکیې او نورو ښکېلو هېوادونو د دریځونو حقیقت څه دی؟

ځواب: په تېرو دوو کلونو کې د لیبیا په کړکېچ کې وروستیو بدلونونو ته په کتو، په ځانګړې توګه د ۲۰۲۱/۲/۵ راهیسې کله چې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د سیاسي خبرو اترو فورم یو موټی اجرایوي واک وټاکه او د ۲۰۲۱/۳/۱۶ نیټې څخه یې خپل کار پیل کړ، دا بدلونونه د یو لړ پرله پسې پېښو له امله رامنځته شول:

لومړی: د تېر کال په وروستۍ ربع کې د لیبیا په ډګر کې د امریکا او برتانیا د خبرو اترو جګړه پیل شوه؛ برتانیا د خپلو اجیرانو له لارې په مراکش کې د خبرو اترو کنفرانسونه جوړول او امریکا د ملګرو ملتونو د سرپرستې استازې سټیفاني ویلیمز (چې امریکايي ډیپلوماټه ده) له لارې په تونس او جنیوا کې ناستې کولې. موږ دا موضوع د ۲۰۲۰/۱۱/۲۵ نیټې په ځواب کې په تفصیل سره بیان کړې وه، له هغه وروسته حالات داسې پرمختللي دي:

1- برتانیا د خپلو اجیرانو له لارې د طرابلس او طبرق د ۱۳ + ۱۳ استازو په ګډون د ۲۰۲۱/۱/۲۴ په ورځ د مراکش په بوزنیقه کې د اجرایوي چارواکو د ټاکلو او د حاکمیتي پوستونو د وېش په موخه کنفرانس جوړ کړ.. تر دې چې امریکا وتوانیده د جنیوا کنفرانس د ۲۰۲۱ د فبرورۍ له لومړۍ څخه تر پنځمې نیټې پورې جوړ کړي، چې پکې ۷۵ سیاسي شخصیتونو برخه اخیستې وه چې هغې د مذاکراتو او د نویو مشرانو د ټاکلو لپاره غوره کړي وو. پر هغوی له بېلابېلو لورو فشارونه راوړل شول ترڅو د نوي ریاستي شورا او نوي لومړي وزیر په ټاکلو رایه ورکړي. نو د ۲۰۲۱/۲/۵ نیټه اعلان وشو چې محمد المنفي د ریاستي شورا د رئیس او عبدالحمید الدبیبه د لومړي وزیر په توګه غوره شول او موسی الکوني او عبدالله اللافي د ریاستي شورا د غړو په توګه وټاکل شول. پدې توګه امریکا وتوانیده چې په لیبیا کې اجرایوي واکمنان وټاکي او له برتانیا سره په مبارزه کې یې دا پړاو وګاټه، او په پایله کې برتانیا دا پړاو وبایلود او په بوزنیقه کې یې په وروستي کنفرانس کې د نویو مشرانو په ټاکلو کې بریا ترلاسه نه کړه. دا د برتانیا لپاره یوه درنه ماته ګڼل کیږي، په ځانګړې توګه په ۲۰۱۵ کال کې د مراکش په صخیرات کنفرانس کې د هغې له پخوانۍ بریا وروسته چې هغه وخت یې لومړی وزیر او د ریاستي شورا رئیس غوره کړی و او په تونس کې یې د فایز السراج په مشرۍ حکومت جوړ کړی و...

2- د لیبیا د سیاسي خبرو اترو فورم له لوري د یو موټي اجرایوي واک (د ریاستي شورا رئیس او لومړی وزیر) په ټاکلو سره، چې د امریکا ډیپلوماټې او د ملګرو ملتونو سرپرستې استازې سټیفاني ویلیمز د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر کې بنسټ ایښی و او ناستې یې د ۲۰۲۰ کال په وروستیو میاشتو کې پیل شوې وې؛ امریکا په عملي توګه په لیبیا کې د سیاسي پروسې رهبري په غاړه واخیسته. پدې سره امریکا په مشروط ډول وتوانیده چې د لیبیا غالۍ د انګرېزانو او اروپایانو له پښو لاندې وباسي، که څه هم دا پدې معنی نه ده چې هغې د لیبیا د ډګر پر ټولو پاڼو بشپړ کنټرول ترلاسه کړی دی.

3- په لیبیا کې نوي اجرایوي واک چې د امریکايي استازې ویلیمز د فورم (د لیبیا سیاسي خبرو اترو فورم) لخوا ټاکل شوی و، په اسانۍ سره د لیبیا د استازو جرګې رایې ترلاسه کړې، (د لیبیا د استازو جرګې د مارچ په ۱۰مه د الدبیبه په مشرۍ د ملي یووالي حکومت ته له ۱۸۸ څخه د ۱۳۲ استازو په رایو د باور رایه ورکړه... بي بي سي، ۲۰۲۱/۳/۱۴). همدارنګه په طرابلس کې د السراج د حکومت لخوا چې له اروپایانو سره نږدې و، د واک د لېږد پروسه په ډېرې نرمۍ سره ترسره شوه: (لیبیا په ډېره اسانۍ او پرته له کوم خنډه د نوي حکومت لخوا د چارو د تسلیمولو شاهده وه. فایز السراج د پخواني حکومت رئیس، نوي لومړي وزیر عبدالحمید الدبیبه ته د واک سپارلو پر مهال هغه په غېږ کې ونیوه... او الدبیبه د دوشنبې په ورځ د هېواد په ختیځ کې په طبرق ښار کې لوړه وکړه، چیرته چې په ختیځ کې مېشتې ادارې د هغه د ټاکل کېدو هرکلی وکړ. دویچه ویله... ۲۰۲۱/۳/۱۶). له دې ټولو څخه معلومیږي چې په لیبیا کې د برتانیا او اروپا اجیران د امریکا له حل لارې سره ملګري شول، او دا کار د برتانیا او اروپا له رضایت پرته، که څه هم موقتي وي، امکان نلري.

4- د صحنې د بشپړولو لپاره، د لیبیا د ختیځ حکومت لخوا هم چې په نړیواله کچه په رسمیت نه و پېژندل شوی او د مصر او امریکا ملاتړ ورسره و، د واک لېږد په اسانۍ ترسره شو. (په ختیځ لیبیا کې موازي حکومت د سې شنبې په ورځ خپل واکونه د عبدالحمید الدبیبه په مشرۍ د ملي یووالي نوي حکومت ته وسپارل. د سپارلو مراسم په بنغازي کې د عبدالله الثني په شتون کې ترسره شول. د نوي حکومت په استازیتوب د لومړي وزیر مرستیال حسین القطراني وویل چې د وېش پړاو "پای ته ورسېد". فرانس ۲۴، ۲۰۲۱/۳/۲۳).

دویم: د لیبیا د کړکېچ په اړه اوسنیو نړیوالو او سیمه ییزو دریځونو ته په کتو لاندې ټکي موندلای شو:

امریکا او ملګري ملتونه: لدې امله چې د دغې سیاسي حل لارې نقشه په مستقیمه توګه د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو د امریکايي استازې لخوا کښل شوې او څارنه یې شوې، نو امریکا او ملګري ملتونه په یقیني توګه د دغه بهیر ملاتړ کوي. سټیفاني ویلیمز د نویو مشرانو له ټاکل کېدو وروسته خپله بریا ولمانځله او ویې ویل: ("زه خوښه یم چې د دغې تاریخي شېبې شاهده یم" او لیبیایي لورو ته یې وویل "دا یوه رسمي ژمنه ده او ټاکل شوی اجرایوي واک باید هغه پوره کړي"... العربیه ۲۰۲۱/۲/۵). نو هغه کار چې هغې ترسره کړ، یو رسمي او پر لورو باندې لازم الاجرا عمل وګرځېد او هغوی یې د مخالفت حق نلري، کنې د امریکا له هغو بندیزونو سره به مخ شي چې مخکې یې پرې ګواښل شوي وو؛ دا د امریکا د تکبر او فرعونیت طریقه ده چې حل لارې تپي او مخالفین یې ګواښي. په لیبیا کې د امریکا سفیر ریچارډ نورلانډ هم د ریاستي شورا له رئیس محمد المنفي سره په ټیلیفوني اړیکه کې وویل: ("امریکا د دغې شورا او حکومت ملاتړ کوي" او د خبرو اترو ټولو ګډونوالو او مشرانو ته یې مبارکي ورکړه. هغه وویل: "له واشنګټن څخه به نږدې اړیکې ونیول شي"... بوابة الوسط لیبي ۲۰۲۱/۲/۱۲).

د ترکیې دریځ: (د ترکیې ولسمشر اردوغان له نوي اجرایوي واک "د ریاستي شورا رئیس محمد المنفي او د ملي یووالي حکومت له رئیس عبدالحمید الدبیبه" سره اړیکه ونیوله او اشاره یې وکړه چې په لیبیا کې د دایمي حل په اړه د هیلو نښې شته... الجزیره نټ، ۲۰۲۱/۳/۲۰). بیا محمد المنفي د ۲۰۲۱/۳/۲۶ نیټه له ترکیې څخه لیدنه وکړه. (المنفي له اردوغان سره په لیدنه کې وغوښتل چې د لیبیا د انتقالي مرحلې ژمنو ته ژمن پاتې شي چې د روان کال د ډسمبر په ۲۴مه د ټاکنو په ترسره کېدو پای ته رسیږي، العربیه نټ... ۲۰۲۱/۳/۲۷). بیا داسې ښکاري چې د ترکیې لخوا د لیبیا څخه د سوریايي جنګیالیو د ایستلو غوښتنه شوې ده، (د بشري حقونو د سوریې د څار ډلې خبر ورکړی چې "په لیبیا کې د انقره پلوه سوریايي جنګیالیو ته امر شوی چې سوریې ته د ستنېدو لپاره خپل کالي او ځانونه چمتو کړي... اینډیپنډنټ عربیه، ۲۰۲۱/۳/۲۰). دا ټول د امریکايي استازې ویلیمز تر مشرۍ لاندې د سیاسي حل له بهیر سره د ترکیې پراخې همغږۍ ته اشاره کوي.

رسنیو یادونه کړې چې عبدالحمید الدبیبه په جنیوا کې تر ټاکل کېدو سمدستي وروسته ترکیې ته لاړ، او دا خبرې او د ترکیې د ولسمشر د سلاکار یاسین اکتاي څرګندونې دا تاییدوي. اکتاي وویل: "هغه هوکړې چې ترکیې له پخواني حکومت (السراج) سره کړې وې او په لیبیا کې د ترکیې پوځي شتون به د نوي حکومت په ټاکل کېدو اغېزمن نشي. نوی حکومت د ترکیې له شتون او هوکړو سره مخالف نه دی". فرانسوي ورځپاڼې لومونډ د ۲۰۲۱/۲/۸ په ورځ وویل: "د نوي لومړي وزیر سوداګریزې ګټې هغه ترکیې ته ډېر نږدې کوي، ځکه هغه په لیبیا کې د ترکیې د هغو رسمي دولتي ادارو استازی دی چې د لیبیا بازار ته لېواله دي...".

د مصر دریځ: د مصر ولسمشر السیسي په خپله په قاهره کې د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۱/۳/۲۵ نیټه د ریاستي شورا نوي رئیس محمد المنفي ته ښه راغلاست ووایه (سکای نیوز عربي، ۲۰۲۱/۳/۲۵)، چې دا په لیبیا کې د دغه سیاسي بهیر څخه د مصر د ملاتړ روښانه نښه ده. د مصر دریځ هم د امریکا او ملګرو ملتونو د ډیپلوماسۍ د پرمختګ تر اغېز لاندې بدلون موندلی دی. شاید د دواړو هېوادونو "ترکیې او مصر" د دریځونو هممهاله بدلون دا ښکاره نښه وي چې دواړه هېوادونه له یوې سرچینې څخه اوبه څښي. د لیبیا نویو مشرانو هم هڅه وکړه چې د لیبیا په ډګر کې د دغو دوو اغېزمنو سیمه ییزو هېوادونو (مصر او ترکیه) څخه لیدنه وکړي، چې هلته هر یو د خپل رول سره سم د امریکا سیاست پلي کوي. السیسي د ۲۰۲۱/۲/۱۸ نیټه د لیبیا د نوي حکومت له رئیس عبدالحمید الدبیبه سره ولیدل: ("هغه ته یې د نوي لیبیایي مشرتابه مبارکي وویله او د بشپړ ملاتړ چمتووالی یې وښود. دواړه لوري د چارواکو پر تبادلې او په ټولو برخو کې پر مشورو سلا شول" او الدبیبه وویل: "د لیبیا حکومت او ولس مصر سره پراخو همکاریو ته لیواله دي ترڅو د هغوی د پراختیايي تجربو څخه ګټه پورته کړي"... الحرة ۲۰۲۱/۲/۱۸).

د مراکش درې واړه هېوادونه "مراکش، الجزایر او تونس" چې په لیبیا کې فعال سیمه ییز هېوادونه دي، د لیبیا د نوي اجرایوي واک ملاتړ اعلان کړ. د مراکش پاچا د ریاستي شورا نوي رئیس ته خپل تایید واستاوه ("د ټولو هغو اقداماتو او هڅو څخه د مراکش ملاتړ چې تاسې یې د لیبیا د ننګونو د لرې کولو او د دغې حساسې مرحلې د بریالیتوب لپاره کوئ.. هغه محمد المنفي ته د باور ترلاسه کولو مبارکي وویله"... انادولو ۲۰۲۱/۳/۳۱). د تونس د بهرنیو چارو وزیر عثمان الجرندي او د هغه الجزایري سیال صبري بوقدوم د ۲۰۲۱/۴/۱ نیټه په تونس کې وکتل او د لیبیا د دوسیې په اړه یې بحث وکړ او ټینګار یې وکړ چې: ("د نوي اجرایوي واک څخه ملاتړ د دې لپاره مهم دی چې د راتلونکو ټاکنو په درشل کې د لیبیا سیاسي بهیر بریالی شي او د دغه ورور هېواد یووالی خوندي پاتې شي"... انادولو ۲۰۲۱/۴/۲). د الجزایر د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د خپل هېواد مخالفت په لیبیا کې د "هر ډول بهرنیو ځواکونو له شتون" سره اعلان کړ او د امنیتي بنسټونو پر یووالي یې ټینګار وکړ (اینډیپنډنټ عربیه، ۲۰۲۱/۳/۲۰).

دغه درې هېوادونه چې په لیبیا کې د اروپایانو (په ځانګړې توګه برتانیا) په ګټه کار کوي، اړ شول چې هغه اجرایوي واک په رسمیت وپېژني چې امریکا په لیبیا کې جوړ کړی دی؛ ترڅو په دغه انتقالي مرحله کې د اروپا د اجیرانو د ملاتړ لپاره ځان ته فرصت پیدا کړي. ځکه چې په لیبیا کې د امریکا بریا او هلته مېشتېدل پدې معنی دي چې امریکا به په شمالي افریقا کې نفوذ پیدا کړي او د هغو هېوادونو د هغو واکمنانو لپاره به ګواښ شي چې له اروپایانو (په ځانګړې توګه برتانیا) سره تړلي دي. دا له لسیزو وروسته لومړی ځل دی چې امریکا د شمالي افریقا یو هېواد ته پدې کچه داخله شوې ده...

د اروپايي هېوادونو دریځونه: هیڅ یو اروپايي هېواد په لیبیا کې د نوي اجرایوي واک په اړه منفي دریځ ندی ښودلی، د هغوی دریځونه پدې ډول دي:

1- د اروپايي شورا رئیس شارل میشیل طرابلس ته لاړ او د ۲۰۲۱/۴/۴ نیټه یې له المنفي او دبیبه سره وکتل. هغه پر خپل ټویټر اعلان وکړ: ("اروپايي ټولنه د نوي لیبیایي حکومت تر څنګ ولاړه ده او د هغې د یووالي، حاکمیت او سوکالۍ لپاره ملاتړ چمتو کوي". دا د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د یوه لوړپوړي اروپايي چارواکي لومړی سفر و. هغه په یوې خبري ناسته کې وویل: "موږ غواړو ستاسې ملاتړ وکړو ترڅو خپل هېواد جوړ کړئ، مګر په شرایطو؛ ټول بهرني 'مرتزقه' او سرتېري باید له هېواده ووځي، موږ پر خپل وخت د ټاکنو ترسره کېدو ته هڅوو. ثبات، امنیت او مهاجرت مهمې موضوعګانې دي"... انادولو ۲۰۲۱/۴/۴). د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل وویل: ("په تېر کال کې په لیبیا کې پوځي شتون او د مرتزقه جنګیالیو راتګ زیات شوی"، هغه وویل چې د Irini ماموریت په لیبیا باندې د لګول شوي بندیز په څارنه کې ښې پایلې لرلې دي. اروپايي ټولنې څو ورځې وړاندې د لیبیا د ساحلونو د څارنې لپاره د Irini سمندري عملیات تر ۲۰۲۳ کاله وغځول. اینډیپنډنټ عربیه، ۲۰۲۱/۳/۲۰).

2- (د ایټالیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران نن پنجشنبه د لیبیا پلازمینې طرابلس ته ورسېدل، چې موخه یې له نوي حکومت سره د خبرو اترو د لارو خلاصول دي... د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس طرابلس ته د رسېدو پر مهال وویل: "هغه پرمختګ چې په لیبیا کې لیدل کیږي، په تېر کال کې د بهرني سیاست یو له محدودو روښانه ټکو څخه دی. هغه زیاته کړه کله چې لیبیایان یو ځل بیا خپل راتلونکی پخپله اداره کړي، یوازې هغه وخت اوربند په حقیقي سوله او پخلاینه بدلېدای شي"، هغه ټینګار وکړ چې د وسلو پر بندیز څارنه وشي او "د بهرنیو ځواکونو او مرتزقه کسانو وتل د راتلونکو ټاکنو لپاره یو بنسټیز شرط دی"... الجزیره نټ، ۲۰۲۱/۳/۲۵).

د دغو ټولو اروپايي دریځونو څخه چې برتانیا پکې غایبه ده، په روښانه توګه څرګندیږي چې اروپا د امریکا له دغه حل سره په مشروط ډول موافقه ده، او هغه شرط له لیبیا څخه د بهرنیو ځواکونو، په ځانګړې توګه د ترکي او روسي ځواکونو وتل دي. اروپا پوهېده چې په لیبیا کې د ترکیې او روسیې شتون د هغوی سیاستونه څومره ګډوډ کړي وو او له امله یې ستونزې جوړې شوې وې.

خو د برتانیا دریځ له وارخطایۍ او په عین حال کې له مکر او تزویر سره مل و:

1- (د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د جمعې په ورځ له خپل نوي لیبیایي سیال عبدالحمید دبیبه سره ټیلیفوني خبرې وکړې، هغه ته یې مبارکي ورکړه او په لیبیا کې یې د سیاسي پروسې څخه د بریتانیا ملاتړ اعلان کړ... هغوی هوکړه وکړه چې په راتلونکو میاشتو کې به له نږدې اړیکه کې وي... میډل ایست مانیټور، ۲۰۲۱/۲/۱۲). دا اړیکه د دبیبه تر ټاکل کېدو یوه اونۍ وروسته وه، چې د برتانیا پر وارخطایۍ دلالت کوي...

2- د لیبیا څخه د وسلو د صادراتو د بندیز د لرې کولو په اړه د اردن وړاندیز ته د جانسن په ځواب کې، (د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هامونډ مادرید ته د سفر پر مهال وویل: "ستونزه دا ده چې په لیبیا کې داسې حکومت نشته چې اغېزمن وي او پر خپله خاوره کنټرول ولري. د لیبیا داسې اردو نشته چې نړیواله ټولنه یې ملاتړ وکړي". هغه زیاته کړه: "لومړی شرط باید د ملي یووالي حکومت جوړول وي، بیا باید نړیواله ټولنه د هغه حکومت شاوخوا راټوله شي"... سکای نیوز عربي، ۲۰۲۱/۲/۲۰). د هغه له خبرو څرګندیږي چې برتانیا د امریکا له هغو پلانونو بیخي خبره نه وه چې په پایله کې یې د ریاستي شورا رئیس او د ملي یووالي حکومت لومړی وزیر وټاکل شول... او دا بله وارخطایي وه!

3- له امریکا سره ملګرتیا وروسته له هغه چې پوه شول اوسمهال په لیبیا کې د امریکا مخه نشي نیولای؛ نو ځکه کله چې د امریکا تر مشرۍ لاندې د سیاسي بهیر ملاتړ زیات شو، (امریکايي سفیر ریچارډ نورلانډ پر ټویټر ولیکل چې د استازو جرګې لخوا نوي حکومت ته د باور رایه ورکول په بېړنۍ توګه پکار دي، ترڅو خپل کار پیل کړي... الشرق الاوسط ۲۰۲۱/۳/۷) نو برتانوي سفیر هم د همدغه بهیر په غېږ کې اړ شو چې د امریکايي څرګندونو په لوري ټویټ وکړي (نیکولاس هوپټون، په لیبیا کې د برتانیا سفیر هم د هغو کسانو په ډله کې شامل شو چې د دبیبه حکومت ته یې د باور رایې د ورکولو غوښتنه کوله، او ویې ویل چې دا مهمه ده چې د پارلمان غونډه ژر جوړه شي او د جنیوا د پایلو پر بنسټ د باور رایه ورکړل شي).

4- له دې ټولو څرګندیږي چې برتانیا د امریکا د ډیپلوماسۍ د پرمختګ پر وړاندې په ډېر ستونزمن حالت کې واقع شوې او بله لاره ورته پاتې نه وه مګر دا چې له دغه سیلاب سره ملګري شي. نو ځکه یې په طرابلس کې خپلو پلویانو ته لارښوونه وکړه چې واک په اسانۍ سره د دبیبه حکومت ته وسپاري. دا په لیبیا کې د برتانیا لپاره یوه سیاسي ماته ده چې نه هغې او نه یې پلویانو وتوانېدل چې د مراکش د بوزنیقه د مذاکراتو له لارې او نه د رایو د ورکولو د پروسې د ګډوډولو له لارې یې مخه ونیسي. کوم څه ته چې سټیفاني ویلیمز "فاسد سیاسي مال" وویل: ("هغه کسان چې هڅه کوي ګډونوالو ته پیسې ورکړي، د بهیر د خنډوونکو په توګه به وپېژندل شي او د بډو اخیستلو په اړه به تحقیقات وشي"... الشرق الاوسط ۲۰۲۰/۱۱/۱۷). د فاسدو پیسو دغه شکونه د متحده عربي اماراتو رول او د هغوی هڅو ته اشاره وه چې غوښتل یې د لیبیا د فورم پر غړو اغېز وکړي (الجزیره نټ، ۲۰۲۰/۱۱/۱۶).

دریم: مګر دا چې امریکا څنګه وتوانېده چې د لیبیا غالۍ د برتانیا له پښو وباسي، دا موضوع یوازې د لاندې حقایقو پر بنسټ پوهېدلای شو:

1- د لیبیا دننه نفوذ: په ۲۰۱۱ کال کې د برتانیا د اجیر قذافي په پای ته رسېدو سره، د امریکا پر وړاندې خنډونه له منځه لاړل او په لیبیا کې یې نفوذ پیدا کړ. دا نفوذ مخ په زیاتېدو و، د لیبیا پر ختیځ د امریکا د اجیر حفتر کنټرول پدې معنی و چې امریکا د لیبیا پر نیمایي برخه واک لري. بیا جان بولټن د ټرمپ په اداره کې پر طرابلس د حفتر د برید اجازه ورکړه او امریکا د برتانیا هغه وړاندیز رد کړ چې د حفتر د برید د درولو لپاره یې وړاندې کړی و. مګر دا برید ناکام شو او حفتر نږدې و چې سقوط وکړي، خو ترکیې چې د السراج د حکومت ملاتړ کاوه، خپل ملاتړ د سرت او جفرة (د حفتر استراتیژیک مرکزونه) له نیولو څخه منع کړ. ترکیې له السراج څخه وغوښتل چې ودریږي او مذاکرات وکړي...

امریکا غوښتل د السراج حکومت د دوو انتخابونو ترمنځ راګیر کړي: لومړی دا چې هغه د ترکیې د ملاتړ یرغمل کړي ترڅو د اردوغان غېږې ته ورشي او ترکیه یې له اروپايي قیدونو خلاصه کړي. دویم دا چې ترکیه وکولای شي په هغو "معتدلو اسلامپالو" ډلو کې نفوذ وکړي چې په طرابلس او مصراته کې د ځواک اصلي هسته ده، او په هغوی کې د سوریې سناریو پلي کړي، ترڅو دغه ملېشې د هغې تابع شي او پدې توګه د السراج د حکومت د ځواک دغه هسته کمزورې کړي، ترڅو برتانیا ترې ګټه وانخلي، په ځانګړې توګه کله چې دغو ډلو له اردوغان سره ډېره مینه وښوده! داسې ښکاري چې دا دواړه چارې د امریکا لپاره تر یوه بریده ترسره شوې. پدې توګه د سیاسي مشرۍ د اخیستلو لپاره د امریکا هڅې له کمو خنډونو سره مخ شوې، ځکه ترکیې په لوېدیځه لیبیا کې ورته فضا برابره کړې وه. په پایله کې، په لیبیا کې د امریکا نفوذ د لوېدیځ د نفوذ په قیمت زیات شو، په داسې حال کې چې د برتانیا او اروپا نفوذ حتی په لوېدیځه سیمه کې هم د کمېدو په حال کې و.

اوس امریکا خپل هدف ته ورسېده او د نوې ریاستي شورا او نوي حکومت په بڼه یې نوي مشران وړاندې کړل. نو ځکه لرې نه ده چې پر حفتر د امریکا تکیه کمه شي او یوازې د فشار د یوې وسیلې په توګه ترې کار واخلي. شاید د هغه کار پای ته ورسیږي که چیرې د امریکا سیاسي بریا دوام وکړي، په ځانګړې توګه دا چې هغه ته په نوي حکومت کې هیڅ دنده ورنکړل شوه، که څه هم هغه د دفاع وزارت یا د پوځ د قومندانۍ تمه لرله، مګر نوي لومړي وزیر د دفاع وزارت او ریاستي شورا د پوځ د اعلى قومندانۍ منصب له ځان سره وساته.

2- په امریکا کې د ادارې بدلون: د بایډن د ادارې راتګ او د ټرمپ د ادارې ماتې د لیبیا د غالۍ په ویستلو کې ډېر رول درلود. که څه هم د بایډن ادارې د هغه څه میوه وخوړه چې د ټرمپ ادارې په لیبیا کې کرلي وو، مګر د ادارې بدلون د بدلونونو په چټکتیا کې پرېکنده و. د بایډن تر ولسمشرۍ دوه اونۍ وروسته د نوي حکومت مشران وټاکل شول. په امریکا کې د ادارې د بدلون اغېزې پدې ډول وې:

الف- له متحدینو سره یوځای کېدل او د چین او روسیې پر وړاندې د هغوی کارول:

د بایډن ادارې اعلان وکړ چې هغوی خپلو اروپايي متحدینو ته بېرته ورګرځېدلي دي، (بایډن وویل چې "امریکا بېرته راګرځېدلې او ډیپلوماسي بېرته راګرځېدلې". سپوټنیک، ۲۰۲۱/۲/۴). د بایډن شعار "امریکا بېرته راګرځېدلې" د ټرمپ د شعار "امریکا لومړی" ځای ناستی شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په بروکسل کې وویل: (موږ غوښتل دلته په یو مرکزي ماموریت سره راشو چې هغه له ناټو، اروپايي ټولنې او خپلو متحدینو سره پر خپلو ژمنو ټینګار دی... تکراروم: چې امریکا پخپلو ژمنو کې بېرته راګرځېدلې ده. یورو نیوز، ۲۰۲۱/۳/۲۶). امریکا خپلو متحدینو ته د دې لپاره ورګرځي چې هغوی د چین او روسیې پر وړاندې وکاروي، او دا د لیبیا پر کړکېچ لوی اغېز لري. امریکا غواړي اروپایانو ته په لیبیا کې یو څه نفوذ پریږدي ترڅو هغوی د چین او روسیې پر وړاندې د هغې تر څنګ ودریږي. (د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن له خپل ایټالوي سیال سره د چین، افغانستان او لیبیا په اړه خبرې وکړې. هغوی هوکړه وکړه چې د لیبیا د سیاسي اصلاحاتو د ملاتړ لپاره غوره لارې ولټوي. آر ټي، ۲۰۲۱/۳/۲۳).

لدې ټولو څرګندیږي چې په امریکا کې د ادارې بدلون د امریکا په ګټه په لیبیا کې د سیاسي بدلون د چټکتیا اصلي لامل و...

ب- د Brexit له پلي کېدو وروسته له برتانیا سره د اروپا د اړیکو خرابېدل: له اروپايي ټولنې څخه د برتانیا د وتلو ستونزمنو خبرو اترو د برتانیا او اروپايي هېوادونو ترمنځ درز پیدا کړ. د انګرېزانو خودخواهي پدې مذاکراتو کې په ښکاره توګه څرګنده شوه او د دوی ترمنځ اړیکې خرابې شوې. دا کار په لیبیا کې د فرانسې، جرمني او ایټالیا د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډ سفر کې هم ولیدل شو، چې د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ورسره نه و. پدې معنی چې له برتانیا سره د اروپايي ټولنې د اړیکو خرابوالي هغوی اړ کړل چې په لیبیا کې له امریکا سره همغږي شي او له برتانیا سره همغږي پرېږدي. کله چې برتانیا ځان د امریکا د لوی سیلاب پر وړاندې یوازې ولید، نو سر یې ورته ټیټ کړ او له خپلو اجیرانو یې وغوښتل چې په طرابلس کې واک تسلیم کړي.

څلورم: لدې ځایه څرګندیږي چې امریکا له اروپایانو سره په مبارزه کې د دغه اسلامي هېواد پر سر دا پړاو وګاټه، کوم چې په افریقا کې د تېلو ترټولو بډایه هېواد دی. امریکا د لیبیا ثروتونو او پانګونې ته سترګې نیولي دي. هغې مخکې د حفتر ملاتړ کړی و ترڅو د تېلو جریان ورته خوندي کړي، لکه څنګه چې ټرمپ په ۲۰۱۹/۰۴/۱۹ نیټه له هغه سره په اړیکه کې ویلي وو. بیا یې خپل ګامونه تعقیب کړل ترڅو پر ریاستي شورا او لومړي وزیر هم برلاسي ومومي... خو د امریکا او اروپا ترمنځ مبارزه به په راتلونکي کې هم روانه وي، ځکه برتانیا هلته پخوانۍ سیاسي ریښې لري او فرانسه او ایټالیا پکې پانګوال شرکتونه او ګټې لري...

او دا ډېره د درد خبره ده چې دا اسلامي هېواد د نورو اسلامي هېوادونو په څېر د استعمارګرو ترمنځ د نفوذ او د ثروتونو د لوټلو ډګر ګرځېدلی دی! پدې وخت کې چې د مسلمانانو په خاوره کې واکمنان له دغه یا هغه استعمارګر سره تړلي دي، او د دغه ذلیل پیوستون څخه د خلاصون فکر نه کوي! پر امت او په ځانګړې توګه پر مخلصو زامنو یې فرض ده چې په سیاسي کار کې مخکښ شي او د دغو واکمنانو د بدلولو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو د رانسکورولو لپاره خپله پوره هڅه وکړي؛ ترڅو داسې یو دولت رامنځته کړي چې د الله شریعت پلي کړي او نړۍ ته یې ورسوي، ثروتونه بېرته خپلو مالکانو ته وګرځوي او پر امت یې داسې وویشي چې هیڅ فقیر او اړمن پاتې نشي... دا د نبوت پر تګلاره راشده خلافت دی چې الله سبحانه وتعالی یې وعده کړې ده:

وَوَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ

"الله له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي دي، وعده کړې ده چې خامخا به هغوی په ځمکه کې خپل خلیفه ګان (ځایناستي) وګرځوي لکه څنګه چې یې تر دوی وړاندې کسان ګرځولي وو..." (النور: ۵۵)

او رسول الله ﷺ د دغې جبري واکمنۍ څخه وروسته چې موږ پکې اوسېږو، د هغې په اړه داسې زیری ورکړی دی:

ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ

"بیا به جبري واکمني وي، تر هغه وخته به وي چې د الله خوښه وي، بیا به یې پورته کړي کله چې د هغې د پورته کولو اراده وکړي، بیا به د نبوت پر تګلاره خلافت وي، بیا هغه (صلی الله علیه وسلم) چوپ شو." (احمد له نعمان بن بشیر څخه روایت کړی)

۱۴۴۲هـ ق، د شعبان ۲۵مه ۲۰۲۱/۰۴/۰۷م

Share Article

Share this article with your network