Home About Articles Ask the Sheikh
تحلیل

د پوښتنې ځواب: په سوريه او ليبيا کې سياسي بدلونونه

March 12, 2016
5311
استمع للمقال

پوښتنه:

په سوريه کې د وروستي اوربند د پېښو له څارلو داسې برېښي چې امريکا دا ځل د اوربند او خبرو اترو په اړه جدي ده، ترڅو په سوريه کې د مخالفينو او نظام ترمنځ يو سیکولر حکومت رامنځته کړي؛ ایا دا سمه ده؟ او ایا دا پدې معنی ده چې امريکا د اوسني لاسپوڅي (بشار) لپاره د بدیل لاسپوڅي له موندلو لاس اخیستی او د بشار پر پاتې کېدو يې بسنه کړې ده؟

بله پوښتنه که اجازه وي دا ده چې: په ليبيا کې حالات هرکله چې حل ته نږدې کېږي، بېرته پېچلي کېږي؛ دوی په "صخيرات" کې هوکړه وکړه او دې هوکړې د "طبرق" پارلمان ته مشروعيت ورکړ چې دا د طبرق لپاره يوه لاسته راوړنه وه... سره له دې هم، دوی حکومت ته د باور رایې په ورکولو کې ځنډ کوي، که څه هم "السراج" د وزيرانو شمېر له ۳۲ څخه ۱۸ ته راکم کړی، نو دا ځنډ څنګه درک کېدای شي؟ الله سبحانه و تعالی دې درته خير درکړي.

ځواب:

موږ مخکې د ۲۰۱۶/۱/۱۹ نېټه د (ليبيا د کړکېچ وروستي پرمختګونه) تر سرلیک لاندې د پوښتنې ځواب خپور کړی و، چې پکې مو د ليبيا موضوع روښانه کړې وه... همدارنګه مو د سوريې په اړه د ۲۰۱۵/۱۲/۱۱ نېټه د (دوه ستر شرونه په يو ځای کې...) تر سرلیک لاندې د رياض کنفرانس او د مذاکراتي پلاوي د جوړېدو په اړه یوه نشره خپره کړې وه، او بله نشره مو د ۲۰۱۶/۲/۲۴ نېټه د (په ميونخ کې د نظام د امنيت اوربند د امريکا په لاس اوبدل شوی و...) تر سرلیک لاندې خپره کړه چې د اوسني اوربند او مذاکراتو موضوع مو پکې په مفصل ډول بيان کړې وه. له هغو نشرو څخه ځواب درک کېدای شي، ځکه د پېښو نقشه په هماغه عمومي چوکاټ کې پاتې شوې چې موږ بيان کړې وه... سره له دې هم، دلته لا ډېر وضاحت وړاندې کوو... خو تر هغه وړاندې د سوريې او ليبيا د مبارزې ترمنځ يو توپير واضح کوم:

د ليبيا موضوع د سوريې له موضوع څخه توپير لري؛ ځکه په سوريه کې مبارزه د امريکا، د هغې د متحدينو او پيروانو او د سوريې د خلکو ترمنځ ده، نه د امريکا او کوم بل ستر ځواک ترمنځ. دا ځکه چې روسيه د امريکا پلان د يوې "کثيفې معاملې" په بدل کې پلې کوي؛ پوتين په دې فکر دی چې په سوريه کې د امريکا په خدمت کولو سره به د اوکراين په شاوخوا کې د روسيې په جنوبي پولو کې ستونزې ورته کمې شي... د اروپا په اړه بايد وويل شي چې هغوی د امريکا په شاوخوا کې چورلي او د امريکا خبرې تکراروي ترڅو يو څه لاسته راوړي! روسيه او اروپا په دې پوهېږي چې نفوذ د امريکا دی او په سوريه کې له امريکا سره د نفوذ په سر د سيالۍ تمه نه لري... يعنې مبارزه د امريکا او د سوريې د خلکو او د هغوی تر شا د هر رښتيني مسلمان ترمنځ ده.

خو په ليبيا کې مبارزه د نفوذ پر سر د امريکا او اروپا ترمنځ ده، په ځانګړې توګه د برېتانيا، تر يوې کچې فرانسې او څه نا څه ايټاليا ترمنځ... له همدې امله امريکا د سوريې د ثور په پنځو کلونو کې د خپلو پلانونو پر وړاندې د سوريې د خلکو له ټينګښت څخه هک پک ده، خو په ليبيا کې د اروپا پر وړاندې پر خپل قوت ډاډه ده او له اروپا سره په دې ډاډ مبارزه کوي...

د دې توپير له بيانولو وروسته، په پوښتنه کې د مطرح شويو ټکو په اړه نور وضاحت وړاندې کوو:

لومړی: د سوريې موضوع:

دا خبره سمه ده چې امريکا د اوربند او مذاکراتو په موضوع کې جدي ده... خو دا خبره سمه نه ده چې امريکا د اوسني لاسپوڅي بشار پر ځای د بل بدیل لاسپوڅي له لټون څخه لاس اخیستی وي؛ هرکله چې هغې بدیل وموند، د بشار دنده به پای ته ورسوي لکه څنګه چې يې له پخوانیو ملګرو سره وکړل. وضاحت يې داسې دی:

امريکا خپله ټوله هڅه کړې چې د اوربند، د جګړې د درېدو او د دښمنانه اعمالو د پای ته رسولو تر نومونو لاندې انقلاب ودروي او له منځه يې يوسي... په جينوا، ويانا او رياض کې يې کنفرانسونه جوړ کړل او په امنيت شورا کې يې پرېکړه ليکونه صادر کړل... دا پر هغه نظامي هڅو سربېره دي چې د خپل لاسپوڅي بشار، ايران، په لبنان کې د هغې د حزب او روسيې له لارې يې د انقلاب د شنډولو لپاره کوي. پداسې حال کې چې خپله امريکا هم د "نړیوال ایتلاف" تر پوښښ لاندې او د داعش او تروریزم سره د مبارزې په پلمه مداخله کوي... په پای کې يې د ۲۰۱۶/۲/۱۲ نېټه د ميونخ په ناسته کې د تنفس لاره وموندله ترڅو په یوه اونۍ کې د اوربند له لارې انقلاب ودروي. کله چې دا کار ونشو، د هغې بهرنيو چارو وزير کيري د ۲۰۱۶/۲/۲۲ نېټه له خپل روسي سيال لاوروف سره وکتل او په يوې ګډې اعلاميې کې يې وويل چې د ۲۰۱۶/۲/۲۷ نېټه د جمعې او شنبې په شپه به جګړه ودرول شي. دا ټول د هغه سیکولر پلان لپاره مقدمه ده چې په جينوا کې يې په جديت سره چمتو کوي... د دې ثبوت چې امريکا جدي ده، هغه ګامونه دي چې په ځانګړې توګه د ۲۰۱۵/۱۲/۹ او ۱۰ نېټې راهيسې اخيستل شوي، کله چې په رياض کې له نظام سره د خبرو اترو لپاره د مخالفينو د هیئت د جوړولو کنفرانس جوړ شو. له دغو ګامونو څخه ځينې يې دا دي:

۱- امريکا په سوريه کې د خپلو پيروانو (ترکيې او سعودي) په واسطه د خبرو اترو لپاره د داسې فضا برابرول چې له مخالفت پرته تر سره شي. نښې يې دا دي:

الف- سعودي ته يې دنده وسپارله چې خپل پيروان په ځانګړې توګه وسله والې ډلې په رياض کې راټولې کړي او د پيسو او وسلو (د ګازرې او لښتې) په وسيله مذاکراتي پلاوی جوړ کړي... په دې کار کې بريالي شول او داسې کسان يې پکې شامل کړل چې خپل اخيرت يې د نورو په دنيا پلورلی و... په دې توګه امريکا د سوريې د انقلاب له پيل راهيسې د لومړي ځل لپاره وتوانېده چې وسله والې ډلې په مذاکراتي کمېټو کې شاملې کړي ترڅو له نظام سره په ګډ حکومت کې شريک شي. (د خليج د څېړنو د مرکز مشر عبدالعزيز الصقر د پنجشنبې په ماښام په يوې خبري ناسته کې وويل چې د مخالفينو يو پلاوی به د جنوري په لومړۍ لسيزه کې د نظام له پلاوي سره وګوري... هوکړه ليک د ۳۲ کسيزې عالي کمېټې پر جوړېدو دی، چې لس يې د وسله والو ډلو، نهه د ایتلاف، پنځه د همغږۍ د ادارې او اته مستقل کسان دي.) (الجزيره نټ ۲۰۱۵/۱۲/۱۱). پخواني مذاکره کوونکي هغه کسان وو چې په بهر کې اوسېدل او په داخل کې يې ځای نه درلود... له همدې امله هغو ډلو چې په دې هیئت کې شاملې شوې، له خلکو سره جفا وکړه، په ځانګړې توګه له هغو خلکو سره چې د دوی ملاتړ يې کاوه، ځکه دوی فکر کاوه چې دا ډلې د طاغوت د له منځه وړلو لپاره راپورته شوې دي!

ب- سعودي ته د اردوغان سفر او د اوربند او مذاکراتو په اړه بحث ترڅو په سوريه کې د امريکا پروژه پلې کړي او په سوريه کې خپلې ډلې د اوربند منلو او د مذاکراتي هیئت جوړولو ته قانع کړي: (د ترکیې ولسمشر اردوغان د سه شنبې په ورځ سعودي ته ورسېد ترڅو د سيمې د موضوعاتو په ځانګړې توګه سوريې او يمن په اړه له چارواکو سره خبرې وکړي. د سعودي د رسمي اژانس په وينا، اردوغان په رياض کې د ملک خالد په هوايي ډګر کې تر کښته کېدو وروسته الیمامه ماڼۍ ته لاړ، چېرته چې د سعودي پاچا ملک سلمان يې هرکلی وکړ.) (القدس ۲۰۱۵/۱۲/۲۹).

ج- امريکا د مذاکره کوونکو لپاره تمهيدي ناستې جوړې کړې ترڅو هغوی خپلو راتلونکو حل لارو ته اماده کړي. کله يې چې وليدل چارې د دوی په خوښه روانې دي، نو د ترکیې او ايران ترمنځ يې په چټکۍ اړيکې نږدې کړې، چې د اوغلو سفر ايران ته د هغوی ترمنځ د تودو بيانونو سره سره د امريکايي پروژې د پلي کولو لپاره همغږي وه... (د ترکیې لومړی وزير احمد داود اوغلو د جمعې په شپه د مارچ په ۴مه تهران ته ورسېد... فارس اژانس وويل چې هغه به له ايراني چارواکو سره د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پر پياوړتيا خبرې وکړي...) (روسيا اليوم ۲۰۱۶/۳/۴). داسې برېښي چې دوی دا سفر په يوه بې خونده ټوکه پوښلی و چې ګواکې دا ليدنه د سوداګريزو موخو لپاره ده!!

۲- د دغو خبيثه سياسي کړنو ترڅنګ يې د خپلو لاسپوڅو په واسطه د داسې فشار فضا رامنځته کړه چې د امريکايي پروژې پلي کول د سوريې لپاره غوره حل لار وښيي... په دې کې نظامي فشارونه هم شامل وو چې د روسيې او سيمه ييزو ابزارو په واسطه تر سره کېدل:

الف- امريکا هڅه وکړه دا فکر ترويج کړي چې د سوريې خلک د دوو غوراويو په وړاندې دي: يا په مذاکراتو کې د امريکا سیکولر پروژه منل او يا د سوريې ويشل... څرنګه چې امريکا پوهېږي خلک له ويشلو نفرت لري، نو فکر يې کاوه چې خلک به د نظام او مخالفينو ترمنځ ګډ سیکولر حکومت ومني. د دې فکر د رښتيا کولو لپاره امريکا او روسيې د سوريې د ويش په اړه بيانونه ورکړل ترڅو مذاکره کوونکي ووېروي. کيري وويل: (که موږ ډېر انتظار وکړو، ښايي د سوريې د يووالي لپاره ډېر ناوخته شي) (رويټرز ۲۰۱۶/۲/۲۳). روسيې د فدراليزم په اړه خبرې وکړې، د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال سرګي ريابکوف وويل: (مسکو هيله لري چې په مذاکراتو کې برخه وال د فدرالي جمهوريت پر جوړولو هوکړه وکړي، چې دا د کردانو غوښتنه هم ده) (الحدث ۲۰۱۶/۲/۲۹)... دا ټول پر مخالفينو د فشار لپاره وو چې که د امريکا سياسي نظام ونه منئ، نو سوريه به وويشل شي... خو امريکا او متحدينو يې هېر کړل چې د سوريې خلک لکه څنګه چې ويشل نه مني، هماغسې د امريکا سیکولر پروژه هم نه مني؛ دوی دواړه پروژې د امريکا له لوري جوړ شوي ستر شرونه بولي.

ب- د مذاکراتو پر مهال د روسيې د هوايي بريدونو زياتول مذاکره کوونکو ته دا پيغام و چې د امريکا پروژه ومني. د جينوا-۳ خبرو پر مهال چې د ۲۰۱۶ فبرورۍ په پيل کې شوې وې، د حلب کلابندي شديده شوه ترڅو پر مذاکره کوونکو فشار راوړل شي.

ج- د هر هغه چا په نښه کول چې مذاکرات نه مني. کيري د ۲۰۱۶/۲/۲۴ وويل: (اوس د "ب پلان" په اړه بحث روان دی که چېرې پر مېز بريالي نشو.) (رويټرز ۲۰۱۶/۲/۲۴). الجبير هم د خپل بادار خبره تکرار کړه: (... که اوربند دوام ونکړي، نور غوراوي هم شته، لکه څنګه چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل، د "ب پلان" شته...) (CNN عربي ۲۰۱۶/۲/۲۸).

له پورتنيو ټکو څرګندېږي چې امريکا په رښتيا هم د خپل سیکولر پلان د پلي کولو لپاره د اوربند او مذاکراتو په موضوع کې جدي ده.

داسې ښکاري چې دا وسيلې د مخالفينو د مذاکراتي هیئت لپاره يوه پلمه شوه چې له نظام سره مذاکراتو ته دوام ورکړي. دي ميستورا اعلان وکړ چې نوي مذاکرات به د مارچ له ۱۴ تر ۲۴ پورې په جينوا کې وشي. وروسته د مخالفينو هیئت د ګډون لپاره خپله امادګي وښوده.

۲- خو دا خبره سمه نه ده چې امريکا د بدیل لاسپوڅي له لټون څخه لاس اخيستی... ځکه بشار په سوريه کې د داسې باثباته حکومت د تضمين وړتيا له لاسه ورکړې چې د امريکا ګټې خوندي کړي. امريکا يوازې په انتقالي پړاو کې د هغه پاتې کېدل غواړي ترڅو په دې وخت کې د هغه پر ځای داسې څوک ومومي چې د بشار په څېر تور مخ ونه لري او وکولای شي خلک وغولوي او د امريکا ګټې خوندي کړي! امريکا په سوريه کې د يوه سیکولر لاسپوڅي حکومت په جوړولو پسې ده، لکه څنګه چې بشار او پلار يې کاوه. د سوريې ويشل د امريکا لومړيتوب نه دی، مګر دا چې د بشار د بدیل په موندلو کې په بشپړ ډول ناکامه شي... هغه څه چې اوس امريکا ته مهم دي، د جګړې درېدل دي ترڅو په ارامه فضا کې د نظام او مخالفينو ترمنځ د يوه سیکولر حکومت پر جوړولو کار وکړي.

۳- دا د امريکا، روسيې او د هغوی د پيروانو حسابونه دي... خو د سوريې د مخلصو خلکو حساب بل څه دی چې د کافرانو، استعمارګرو او د هغوی د لاسپوڅو پروژې به له منځه يوسي، او ان شاء الله د هغوی مکر به د هغوی پر ستونو ورغبرګ کړي:

﴿وَمَا كَيْدُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ﴾

"او د کافرانو مکر او حیله پرته له بې لارۍ (او ناکامۍ) بل څه نه ده." (سورة غافر: ۲۵)

د شام ننګيالي هغه کسان نه دي چې په رياض کې د پيسو او ګمراهۍ لپاره راټول شول او مذاکراتي هیئت يې جوړ کړ... دوی د امت هغه خاينان نه دي چې د پيسو لوري ته کږېږي... دوی هغه فريبکاران نه دي چې يو خوا له نظام سره مذاکرات کوي او بل خوا وايي چې د نظام مشر ته ځای نشته، ځکه څوک چې د نظام مشر نه مني هغه د هغه له نظام سره مذاکرات نه کوي! دوی هغه کسان نه دي چې سیکولر دولت پرې تپل کېږي او دوی پرې سر ټيټوي پداسې حال کې چې د اسلام دعوه کوي! دوی هغه کسان نه دي چې د بشري قوانينو د ډيموکراسۍ خبرې کوي، پداسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ﴾

"حکم یوازې د الله سبحانه و تعالی دی." (سورة یوسف: ۴۰)

دوی داسې نه دي... بلکې دوی د شام زمريان دي چې امت يې په صدق او اخلاص پېژني... دوی هغه دي چې په زړونو او ژبو چيغې وهي چې "دا یوازې د الله لپاره ده"... دوی هغه کسان دي چې لکه څنګه چې ويشل نه مني، هماغسې د امريکا سیکولر پروژې او د کافرانو او منافقانو نورې پروژې هم نه مني. دوی په شام کې هغه مخلصين دي چې پر حق ولاړ دي او پوهېږي چې باطل ته یوه ورځ ده خو حق ته تلپاتې بريا ده... دوی هغه دي چې په خپلو سترګو يې وليدل چې د دوی انقلاب "کاشفه او فاضحه" (رسوا کوونکی) دی، چې خاينان او منافقان يې رسوا کړل... دوی ډاډمن دي چې د کافرانو پروژې به له هغه ځایه ناکامې شي چې دوی يې فکر هم نه کوي:

﴿وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَبٍ يَنْقَلِبُونَ﴾

"او هغه کسان چې ظلم یې کړی، ژر به پوه شي چې کوم لوري ته ورګرځېدونکي دي." (سورة الشعراء: ۲۲۷)

دویم: د ليبيا موضوع:

لکه څنګه چې مو وويل، د ليبيا موضوع له سوريې سره توپير لري، ځکه په ليبيا کې مبارزه د نفوذ پر سر د امريکا او اروپا (برېتانيا، فرانسه او ايټاليا) ترمنځ ده. دا يو نړیوال صراع دی، که څه هم کورني ابزار پکې کارول کېږي...

د دې توپير له بيان وروسته، په پوښتنه کې د ليبيا په اړه د مطرح شويو ټکو وضاحت کوو:

۱- ليدل کېږي چې امريکا په ليبيا کې د سوريې برعکس پر سياسي حل تمرکز نه کوي، بلکې د نظامي مداخلې ګواښونه کوي او په امنيت شورا کې يې هم غوښتنه کړې. هغې د تېر کال له نومبر راهيسې جلا جلا بريدونه پيل کړي دي. د ۲۰۱۶/۲/۱۹ نېټه امريکايي الوتکو ۴۹ کسان ووژل چې دعوه يې کوله دوی د داعش غړي دي. داسې برېښي چې دا بريدونه به دوام ومومي؛ اوباما د ۲۰۱۶/۱/۲۸ نېټه د امنيت شورا په غونډه کې په ليبيا کې د تروریزم پر وړاندې د هڅو پر دوام ټينګار وکړ... په دې توګه امريکا له نړیوالو پرېکړه ليکونو پرته د داعش او تروریزم په پلمه د نظامي مداخلې پاليسي غوره کړې ده.

۲- دا پرېکړه ښيي چې په ليبيا کې امريکا ته وضعيت څومره حساس دی. دا د داعش د ګواښونو له امله نه ده بلکې دا یوازې یوه پلمه ده؛ ځکه نور ستر هېوادونه په ليبيا کې د امريکا د نفوذ مخه نيسي. له همدې امله امريکا د "صخيرات" هوکړې ته چې د ۲۰۱۵/۱۲/۱۷ نېټه په مراکش کې شوې وه، پاملرنه نه کوي او يوازې پر نظامي مداخله ټينګار کوي. که دا هوکړه د هغې په ګټه وای، نو د پلې کولو لپاره به يې ډېره هڅه کړې وای. دا وروسته له هغه وشول چې د هغې لاسپوڅی "حفتر" له ۲۰۱۴ راهيسې ونشوای کولای ليبيا په بشپړ ډول کنټرول کړي، نو ځکه امريکا مستقيمې مداخلې ته مخه کړه.

۳- امريکا په ظاهره د صخيرات هوکړه مني خو په عمل کې يې د پلي کېدو مخه نيسي. د CIA مشر جان برنان وويل چې امريکا په ليبيا کې دوه اړخيزه پاليسي پر مخ وړي: ډيپلوماټيکه هڅه او نظامي عمليات. کيري وويل که حکومت جوړ نشي، ليبيا به يو ناکام هېواد شي. امريکا د خپلو لاسپوڅو په واسطه د طبرق په پارلمان کې د حکومت د جوړېدو مخه ونيوله. السراج کله چې له مصر څخه راستون شو، د وزيرانو شمېر يې کم کړ، خو بیا هم د امريکا د پيروانو او وسله والو له لوري ورسره مخالفت وشو.

۴- د دې خنډونو لامل دا دی چې په ليبيا کې زياتره سياسي طبقه د قذافي د وخت پاتې شوني دي چې له اروپا سره وفاداري لري. هره کابينه چې جوړېږي، د اروپا په ګټه وي. امريکا پر حفتر او ځينو نظاميانو تکيه کړې او هيله يې لرله چې يو نوې سياسي طبقه رامنځته کړي چې په واک کې لویه برخه ولري، خو تر اوسه نه دي بريالي شوي. له همدې امله امريکا سياسي حل ځنډوي او پر نظامي مداخله ټينګار کوي ترڅو د غوښې لویه برخه خپله کړي.

۵- اروپا بیا برعکس د هوکړې د بريا او حکومت د جوړېدو هڅه کوي، ځکه دوی لا هم پر سياسي طبقې کنټرول لري. هولاند او د مراکش پاچا د حکومت د ملاتړ غوښتنه وکړه. د برېتانيا د بهرنيو چارو وزير په الجزایر کې د نظامي مداخلې مخالفت وکړ او پر سياسي حل يې ټينګار وکړ... برېتانيا او فرانسه خپله سيمه ييزه بريا په سياسي پروسه کې ويني.

د ځينو اروپايي هېوادونو نظامي خوځښتونه يوازې د احتياط لپاره دي ترڅو ډګر امريکا ته يوازې پرېنږدي. برېتانيا او فرانسې خپل ځانګړي ځواکونه لېږلي خو په پټه، ځکه دوی نه غواړي نظامي مداخله مشروع کړي، بلکې دوی د سياسي هوکړې ملاتړ کوي. کله چې امريکا غوښتل اروپا نظامي مداخلې ته مجبوره کړي، ايټاليا رد کړه او ويې ويل چې دا کار د قانوني حکومت غوښتنې ته اړتيا لري.

دا پدې معنی ده چې په ليبيا کې به وضعيت ژر ارام نشي. تر ټولو ډېر چې تمه کېږي یو بې واکه درېیم حکومت دی. تر هغو چې د استعمارګرو لاسونه لنډ نشي او د هغوی لاسپوڅي له منځه لاړ نشي، ليبيا به ثبات ونه ګوري. موږ د ليبيا له خلکو چې د قران کریم حافظان دي، ناهيلي نه يو؛ په هغوی کې داسې مخلصين شته چې د اسلام د دښمنانو پروژې به ناکامې کړي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ * وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْسًا لَهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُم﴾

"ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! که د الله (د دین) مرسته وکړئ، هغه به ستاسو مرسته وکړي او ستاسو ګامونه به ثابت کړي؛ او هغه کسان چې کافران شول، نو پر دوی دې تباهي وي او الله د دوی عملونه ضایع کړي دي." (سورة محمد: ۷-۸)

Share Article

Share this article with your network