Home About Articles Ask the Sheikh
تحلیل

د پوښتنې ځواب: د امریکا او فرانسې ترمنځ د نږدېوالي نښې او نښانې!

July 23, 2017
4511

پوښتنه: امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د تېرې پنجشنبې په ورځ فرانسې ته د خپل وروستي سفر په اړه خبرې وکړې... (ټرمپ له "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې ماکرون «یو تکړه، هوښیار او پیاوړی شخص دی او خوښوي چې زما لاس ونیسي»، ده زیاته کړه چې «خلک نه پوهېږي چې هغه تر کومې کچې زما د لاس نیولو سره مینه لري...») (العربیه ډاټ نېټ - واشنګټن فرانس پریس، ۲۰۱۷/۰۷/۲۰). ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۷/۰۷/۱۳ نېټه پاریس ته سفر وکړ او د اوسني ولسمشر ماکرون لخوا په تودو ولولو سره استقبل شو، په داسې حال کې چې پخواني ولسمشر هولانډ د امریکا له ولسمشر څخه خپله نارضایتي ښودلې وه او د اروپايي مشرانو لخوا هم پر ټرمپ سخت تورونه لګول کېدل! نو د امریکا او فرانسې ترمنځ د دې نږدېوالي نښې نښانې او پاریس ته د ټرمپ د سفر موخې څه دي؟ ایا دا سفر به د سوریې پر حالاتو کوم اغېز ولري؟ په ځانګړي ډول چې ماکرون په سوریه کې د یوې نوې فرانسوي-امریکایۍ ستراتیژۍ خبره کوي؟

ځواب: په نړیوال سیاست کې د ټرمپ ګډوډیو د پام وړ منفي پایلې لرلې دي. د بېلګې په توګه، د ناټو (NATO) د ګټورتوب په اړه د هغه ټکان ورکوونکو څرګندونو د امریکا د سیاست پر وړاندې سخت غبرګونونه راوپارول چې تر ټولو مشهور یې د برلین غبرګون و... بیا ټرمپ د خپل کمپاین او د ۲۰۱۷/۰۱/۲۰ نېټه د ولسمشر په توګه تر لوړې وروسته له اروپايي ټولنې څخه خپله غوسه پټه نه کړه، د بریتانیا د وتلو (Brexit) ستاینه یې وکړه او په بروکسل کې د امریکا کاندید سفیر د اروپايي ټولنې د ژر پاشل کېدو وړاندوینه وکړه. امریکا د هالنډ او فرانسې ټاکنو ته په تمه وه ترڅو د اروپايي ټولنې مخالفین پکې بریالي شي او په ۲۰۱۷ کال کې د دې ټولنې د پاشل کېدو هیله پوره شي. دا هغه څه وو چې اروپا یې پر وړاندې ودرېده او بریالۍ شوه چې پر هالنډ او فرانسه باندې د بریتانیا د وتلو د اغېز مخه ونیسي او پدې توګه یې د خپلې ټولنې د پاشل کېدو وېره لرې کړه... وروسته د هغه په سیاست کې بله ګډوډي له خپلو پرېکړو څخه شا ته کېدل وو؛ کله یې ناټو یوه زړه او له کاره لوېدلې اداره وبلله او بیا په علني توګه ترې تېر شو، د پاریس د اقلیم له تړون څخه ووت او بیا یې د نويو خبرو وړاندیز وکړ، له شمالي کوریا سره د جګړې تر پولې ورسېد او بیا شاته شو، د چین په اړه یې منفي لید لوری درلود او بیا یې د شمالي کوریا په قضیه کې ورته هیله وکړه، د سوریې په اړه یې تندې څرګندونې وکړې او بیا یې چارې په استانه او جنیوا کې په خپل حال پرېښودې...

همدارنګه د هغه کورنی وضعیت هم ګډوډ و، په ځانګړې توګه د هغه د مخالفینو لخوا دا موضوع چې ګواکې روسیې په ټاکنو کې د ده ملاتړ کړی دی... د دې ستونزو او مخالفتونو پایله دا شوه چې په امریکا کې له روسیې سره د ولسمشر او د هغه د ادارې د غړو اړیکې یوه خورا حساسه مسله وګرځي. دې وضعیت له ولسمشر سره مرسته ونه کړه چې د روسیې او امریکا هوکړه بشپړه کړي، نو هوکړه وځنډېده او ټرمپ د جرمني په هامبورګ ښار کې د شلو هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې (۲۰۱۷/۰۷/۰۷) له پوتین سره یوازې یوه لیدنه وکړه. بلکې د امریکا او روسیې اړیکې نورې هم پېچلې شوې، په داسې حال کې چې کانګرس پر روسیې نوي بندیزونه ولګول او په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې راپورونو ولسمشر په کور دننه له شرم سره مخ کړ، نو هغه نشوای کولای له مسکو سره د اړیکو د رغولو لپاره ګامونه پورته کړي...

دې ټولو مسایلو د امریکا او اروپايي ټولنې ترمنځ په نړیوال سیاست کې درز رامنځته کړ، دا درز د دې هېوادونو د ګټو او د امریکا له نوي سیاست څخه د ګټې اخیستنې د وړتیا له مخې د مثبت او منفي ترمنځ روان و. موږ به دلته د ټرمپ د سیاست په اړه د اړوندو هېوادونو دریځونه وڅېړو او بیا به د فرانسې د دریځ نښو ته ورشو چې د ټرمپ بلنې او د هغه تود استقبال ته یې لاره هواره کړه:

۱- د بریتانیا په اړه؛ د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې تریزا مې لخوا واشنګټن ته د ۲۰۱۷/۰۱/۲۶ نېټه وختي سفر او له واشنګټن سره د سوداګریزې هوکړې لپاره د هغې هڅه د دې لپاره وه چې د نورو هېوادونو لپاره د اروپايي ټولنې څخه د وتلو یوه بېلګه شي. پدې توګه بریتانیا یو ځل بیا له امریکا سره خپل نږدېوالی وښود او د ټرمپ له ادارې یې ډېرې هیلې لرلې، خو کله چې د اروپايي ټولنې د پاشل کېدو لپاره د امریکا هیلې کمزورې شوې (چې نښه یې په هالنډ او فرانسه کې د اروپا د پلویانو بریا وه)، نو د بریتانیا په اړه د ټرمپ مثبت نظر هم بدل شو. ځکه هغه غوښتل بریتانیا د اروپا د پاشلو مشري وکړي، مګر کله چې د لندن "بریتانیا د وتلو" پېښه په پاریس او امستردام کې تکرار نه شوه، امریکا بېرته د بریتانیا نړیوالې ګټې وګواښلې چې لندن ته یې سخت ټکان ورکړ. امریکا خپل اجیر سیسی د حفتر ملاتړ ته وهڅاوه او په لیبیا کې یې د بریتانیا ګټو ته پام ونه کړ، همدارنګه امریکا خپل اجیران وهڅول چې پر قطر فشار راوړي، کوم چې په عربي او اسلامي سیمه کې د بریتانیا د نفوذ مهمه وسیله ده. پدې او ورته نورو کړنو سره د بریتانیا سیاست ګډوډ شو او پر ټرمپ یې خپل باور له لاسه ورکړ، ځکه ځان یې له یوې خوا د امریکا د فشار او له بلې خوا د اروپا د فشار ترمنځ ولید. له همدې امله لومړۍ وزیرې د وخت څخه مخکې ټاکنې اعلان کړې چې د هغې د کابینې غړي یې هم حیران کړل. د ۲۰۱۷/۰۶/۰۸ نېټې د ټاکنو پایلو بریتانیا د اروپايي ټولنې څخه د وتلو او یا پکې د پاتې کېدو ترمنځ لاندې باندې کړه، ځکه ټاکنو وښوده چې د وتلو پلویان کمزوري شوي دي. پدې توګه څرګنده شوه چې د امریکا نوي سیاست بریتانیا څنګه له ننګونو سره مخ کړه.

۲- د روسیې په اړه چې یو ډېر مهم اړخ دی؛ په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې لخوا د کریمیا تر یوځای کولو او د اوکراین په ختیځ کې د جګړې تر پیل وروسته د اروپا او امریکا لیدلوري یو شان وو. د امریکا او اروپا بندیزونو دا ښودله چې هغوی د پوتین لخوا په ختیځه اروپا کې د پولو د ماتولو په اړه یو ډول اندېښنه لري. خو ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین راهیسې پر هغو بندیزونو نیوکې کولې او له روسیې سره یې د نږدې اړیکو ژمنه کوله، چې دې چارې اروپا د روسیې د نوي ځواک په وړاندې یوازې پرېښوده. که څه هم اروپايي مشران پوهېدل چې د اوباما ادارې روسیې ته د پورته کېدو اجازه ورکړې وه (په ځانګړې توګه په سوریه کې د هغې په شریکولو سره)، خو ټرمپ ګواښ وکړ چې په نړیوالو مسایلو کې به له روسیې سره دوه اړخیزو هوکړو ته دوام ورکړي، چې دې چارې په نړیوالو بحرانونو کې د اروپا د رول هیلې له منځه وړلې.

۳- د جرمني دریځ د امریکا د نوي سیاست په وړاندې خورا تند او پرېکنده و. جرمني د ناټو پر اروپايي غړو د امریکا نیوکې رد کړې او دا یې د منلو وړ ونه بلله چې ګواکې اروپا په دفاعي چارو کې د امریکا پوروړې ده. همدارنګه یې د اقلیم له تړون څخه د امریکا وتل وغندل او د نویو خبرو وړاندیز یې رد کړ. هغوی له سعودي سره د ټرمپ د وسلو پر هوکړو نیوکه وکړه او هغه یې په یوه لمبه شوې سیمه کې پر اور د تېلو شیندل وبلل. جرمني پر خپل دې دریځ ولاړ پاتې شو، که څه هم د فرانسې په دریځ کې بدلون راغی. د جرمني د "دویچه ویله" د خبر له مخې: «د شلو هېوادونو په سرمشریزه کې د میرکل دریځ د امریکا د ولسمشر په وړاندې سخت و، خو د فرانسې ولسمشر هڅه کوله چې ټرمپ ناراضه نه کړي...» (دویچه ویله، ۲۰۱۷/۰۷/۱۴). په ټوله کې ویلای شو چې جرمني د امریکا د نویو سیاستونو له امله د یو لوی ځواک په توګه د ځان ثابتولو هڅې خورا زیاتې کړې دي.

۴- له دې وروسته فرانسې ته د ټرمپ د سفر د نښو او د امریکا او فرانسې ترمنځ د نږدېوالي په اړه خبرې کوو... او دا چې د فرانسې موخې د امریکا د ولسمشر په بللو او د هغه سره په ملي جشن (۲۰۱۷/۰۷/۱۳) کې د ګډون او د لومړۍ نړیوالې جګړې د سل کلنۍ د یادولو څخه څه وې. دا یو پخوانی مناسبت دی چې د لمانځلو لپاره یې خاصې موخې په کار دي. په داسې حال کې چې ټرمپ له ټولې اروپا سره اړیکې خړې کړې وې، فرانسې ورته د خپل ملي جشن بلنه ورکړه! د "ایلاف" ورځپاڼې د ویب پاڼې په خبره: «ماکرون د سې شنبې په ورځ له ټرمپ سره په ټیلیفوني اړیکه کې هغه ته فرانسې ته د سفر او په ملي جشن کې د ګډون بلنه ورکړه. ماکرون د لومړي ځل لپاره د تېرې مۍ میاشتې په پای کې په بروکسل کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې ټرمپ ته دا بلنه ورکړې وه...» (ایلاف، ۲۰۱۷/۰۶/۲۸). په جرمني کې د شلو هېوادونو په وروستۍ سرمشریزه کې (۲۰۱۷/۰۷/۰۷) ماکرون هغه په دومره تودو ولولو وپاله چې هغه انزوا یې ورته ماته کړه چې په نورو مشرانو په ځانګړي ډول اروپایانو کې یې درلوده، ځکه هغوی د اقلیم د تړون له امله پر هغه سختې نیوکې کولې. ان تر دې چې ټرمپ پخپله هم په داسې یو حالت کې د ماکرون پر بلنه حیران شوی و؛ «ټرمپ وویل چې هغه د اقلیم له تړون څخه د وتلو تر پرېکړې وروسته د دې بلنې په ترلاسه کولو "حیران" شو...» (العربیه ډاټ نېټ، ۲۰۱۷/۰۷/۲۰).

۵- د فرانسې د دې نوي لیدلوري د اهدافو په اړه باید وویل شي چې فرانسه، چې په اروپايي ټولنه کې د محور حیثیت لري، د ټرمپ پر وړاندې یو له تر ټولو سختو منتقدو هېوادونو څخه وه او د امریکا او اروپا پر اړیکو یې د هغه د سیاستونو له اغېز څخه وېره درلوده. دا یوازې د پخواني ولسمشر هولانډ پورې منحصره نه وه، بلکې اوسني ولسمشر ماکرون هم د انتخاباتي کمپاین څخه نیولې تر نږدې وختونو پورې پر ټرمپ سختې نیوکې کولې. د فرانسې دا تمایل د امریکا په لور یوازې له څو اونیو راهیسې رامنځته شوی چې د ټرمپ په بلنه او د هغه په خورا تود استقبال کې څرګند شو. د دې بدلون په مطالعه کولو سره جوتېږي چې دا دوه اړخونه لري چې دواړه یو شان مهم دي:

  • لومړی اړخ د فرانسې د دې بدلون د سوریې له موضوع سره تړاو لري؛ کله چې ماکرون اعلان وکړ چې «دی د بشار لپاره کوم مشروع بدیل نه ویني او فرانسه نور د بشار لیرې کېدل د حل لپاره شرط نه بولي...» (رویټرز، ۲۰۱۷/۰۶/۲۱). ماکرون د امریکا د ولسمشر تر استقبال وړاندې وویل: «موږ د سوریې په اړه د فرانسې عقیده بدله کړې ترڅو یو هراړخیز سیاسي حل ته ورسېږو او د بشار لیرې کېدل به د هغې لپاره شرط نه ګرځوو...» (الشرق الاوسط، ۲۰۱۷/۰۷/۱۳). پدې توګه فرانسه هڅه کوي امریکا ته نږدې شي، کومه چې په سوریه کې د نظام او ډېرو ډلو واک په لاس کې لري. دا نږدېوالی د دې لپاره دی چې فرانسه په سوریه کې رول ولري، کوم څه ته چې هغې له پخوا راهیسې هوس کاوه... او هغه پوهېږي چې دا رول د امریکا له اجازې پرته نشي ترلاسه کولی. نو دا د ټرمپ تود استقبال او د بشار پر لیرې کېدو ټینګار نه کول د دې لپاره دي چې فرانسه پوهېږي امریکا اوس د هغه لیرې کېدل نه غواړي ترڅو د اوسني اجیر پر ځای بل اجیر پیدا کړي، چې تر اوسه یې نه دی موندلی... له همدې امله فرانسې خپل پخواني دریځونه چې د هغې د ګډون په لاره کې خنډ وو، لیرې کړل. همدارنګه د هغې د «ترهګرۍ سره مبارزې» غږ هم د ټرمپ له غږ سره یو ځای شو. له همدې امله ماکرون له ټرمپ سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «هغه له ولسمشر ټرمپ سره هوکړه کړې چې په عراق او سوریه کې د جګړې څخه د وروسته مرحلې لپاره د لارې نقشه جوړه کړي. ماکرون زیاته کړه چې د امریکا له ولسمشر سره یې هوکړه کړې چې د (ترهګرۍ) په وړاندې د مبارزې لپاره ټولې هڅې په کار واچوي...» (روسیا الیوم، ۲۰۱۷/۰۷/۱۳).

  • دویم اړخ د جرمني د رول د زیاتېدو په اړه د فرانسې اندېښنې دي. دې اندېښنو فرانسه دې ته اړ کړه چې له جرمني سره مخالفت وکړي. په داسې حال کې چې جرمني پر ټرمپ نیوکې کوي، فرانسه ورته مینه ښکاره کوي! بلکې په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازي فرانسوا ډیلاتر د ټرمپ د سفر تر پای ته رسېدو سمدستي وروسته وویل: «د سوریې په اړه د تماس ډله چې پاریس یې د جوړولو وړاندیز کوي، باید د امنیت شورا غړي هېوادونه او سیمه ییز فعال لوري پکې شامل وي. ډیپلوماټانو ته یې وویل چې دا ډله باید "سوله خپره کړي او د لارې نقشه تیاره کړي". ده زیاته کړه چې تر ټولو مهمه دا ده چې د نړیوالې ټولنې غږ یو شي او د سوریې لپاره د نړیوال استازي سټیفن ډیمیسټورا د هڅو په ملاتړ نوي نوښتونه وړاندې شي...» (روسیا الیوم، ۲۰۱۷/۰۷/۱۴). پدې توګه فرانسه د داسې یوې ډلې غوښتنه کوي چې یوازې د امنیت شورا غړي پکې وي، ترڅو جرمني چې د امنیت شورا غړی نه دی، له دې رول څخه محروم کړي. دا د جرمني د پورته کېدو په اړه د فرانسې وېره ښيي او نه غواړي چې هغوی نړیوال رول ولري.

۶- پدې توګه د ټرمپ په سیاست کې ګډوډۍ او په ځانګړي ډول فرانسې ته د هغه سفر د امریکا او اروپايي ټولنې ترمنځ په نړیوال سیاست کې بدلون رامنځته کړی، تر دې چې ځینو رسنیو دا سفر د یوه نوي نړیوال نظام پیل وباله: «بریتانوي "ټایمز" ورځپاڼې پاریس ته د ټرمپ سفر د یوه نوي نړیوال نظام پیل ګڼلی، چیرته چې ولسمشر ماکرون خپل هېواد له امریکا او جرمني سره د نوو اړیکو په لور بیايي. ورځپاڼې وویل چې ماکرون د بریتانیا تر وتلو وروسته ځان د اروپايي ټولنې د واقعي مشر په توګه وړاندې کوي. د ورځپاڼې په وینا، اروپايي ټولنه داسې جوړه شوې چې نه جرمني او نه فرانسې ته اجازه ورکوي چې یوازې پرې واکمن شي، خو اوس دواړه په دوو مخالفو لورو کې روان دي؛ فرانسه د ماکرون تر مشرۍ لاندې د اروپا د رهبرۍ هڅه کوي او جرمني د میرکل تر مشرۍ لاندې غواړي اروپا سالمه او بشپړه وساتي...» (الوفد ورځپاڼه، ۲۰۱۷/۰۷/۱۴).

۷- خو هغه څه چې موږ یې د دې ځواب په پای کې وایو دا دي چې د سوریې ډګر ته د فرانسې د ننوتلو خوبونه به ډېر دوام ونه کړي او د امریکا له هغه دریځ سره به ټکر وکړي چې یوازې د سوریې په کړکېچ کې خپله یو اړخیزه واکمني غواړي. امریکا چې د فرانسې پر وړاندې کوم نرمښت ښودلی، دا یوازې د فرانسې او جرمني ترمنځ د شخړې د زیاتولو لپاره دی، ترڅو په اروپايي ټولنه کې اختلاف ډېر او هغه وپاشل شي...

او د جرمني د پورته کېدو په اړه د فرانسې وېره یوه رښتونې وېره ده، ځکه د یوه هېواد په توګه د جرمني امکانات د فرانسې تر امکاناتو لوړ دي او دا له تاریخي او جغرافیایي پلوه معلومه ده. په داسې حال کې چې جرمني د دویمې نړیوالې جګړې له هغو (اخلاقي) محدودیتونو څخه ځان خلاصوي چې هغه یې له نړیوال نظامي رول څخه منع کوله او یوازې یې پر صنعتي او اقتصادي نفوذ تمرکز کاوه، نو ډېر احتمال شته چې جرمني به په اروپا کې یو ځل بیا د فرانسې په پرتله ډېر وړاندې شي، که څه هم فرانسه امریکا ته هر څومره نږدې شي.

موږ له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې د هغوی خپلمنځي شخړه سخته کړي ترڅو د هغوی ودانۍ ونړېږي:

فَأَتَى اللَّهُ بُنْيَانَهُم مِّنَ الْقَواعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ السَّقْفُ مِن فَوْقِهِمْ وَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ

"نو الله د هغوی د ودانۍ بنیادونه ولړزول، بیا پر هغوی باندې چت له پاسه راوغورځېد او له داسې لوري ورته عذاب راغی چې هغوی یې تصور هم نه کاوه." (سورت النحل: ۲۶)

او د اسلام دولت به ژر د هغوی کورونو ته نږدې حل شي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به خیر خپور کړي، او د رسول الله ﷺ هغه خبره به پوره شي چې احمد په خپل مسند کې له تمیم الداري څخه روایت کړې ده چې وايي، ما له رسول الله ﷺ څخه واورېدل چې فرمایل یې:

لَيَبْلُغَنَّ هَذَا الْأَمْرُ مَا بَلَغَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَلَا يَتْرُكُ اللَّهُ بَيْتَ مَدَرٍ وَلَا وَبَرٍ إِلَّا أَدْخَلَهُ اللَّهُ هَذَا الدِّينَ بِعِزِّ عَزِيزٍ أَوْ بِذُلِّ ذَلِيلٍ عِزًّا يُعِزُّ اللَّهُ بِهِ الْإِسْلَامَ وَذُلًّا يُذِلُّ اللَّهُ بِهِ الْكُفْرَ

"دا دین (امر) به حتماً تر هغو ځايونو رسېږي تر کومه چې شپه او ورځ رسېږي او الله به هېڅ کور که هغه له پخو خښتو وي او که د وړیو (خېمې)، پرې نه ږدي مګر دا چې دا دین به پکې داخل کړي؛ که هغه په عزتمن ډول وي (چې ایمان راوړي) او یا هم په ذلیل ډول (چې جزیه ومني). داسې عزت چې الله به ورسره اسلام ته عزت ورکړي او داسې ذلت چې الله به ورسره کفر ذلیل کړي."

بیهقي په سنن الکبری او حاکم په مستدرک کې هم ورته روایت کړی دی. دا به د الله په مرسته او توفیق سره واقع شي، او دا پر الله باندې ستونزمنه نه ده.

د ۱۴۳۸ هـ ق کال د شوال ۲۹مه ۲۰۱۷/۰۷/۲۳ م

Share Article

Share this article with your network