** (د حزب التحرير د امير، عالم عطاء بن خليل ابو الرشته د هغو پوښتنو د ځوابونو لړۍ چې د هغه د فېسبوک پاڼې مینه والو ترې کړې دي)**
ابو حذیفه ته
پوښتنه:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ایا ښځه کولی شي په داسې حال کې لمونځ وکړي چې پښې یې لوڅې وي؟
ځواب:
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته
د عورت پټول د لمانځه د صحت له شرطونو څخه يو شرط دی، نو لمونځ د عورت له پټولو پرته نه صحيح کېږي. په دې حکم کې نارینه او ښځینه یو شان دي، که لمونځ د خلکو پر وړاندې وي او که په یوازېتوب کې وي، لمونځ کوونکی باید په لمانځه کې خپل عورت پټ کړي. دا د هغه روايت له مخې چې ابن عمر رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه کړی، چې فرمايي:
إِذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ فَلْيَتَّزِرْ وَلْيَرْتَدِ
"کله چې ستاسو څخه څوک لمونځ کوي، نو باید لنګ (تهبند) وتړي او څادر پر اوږو واچوي." (ابن حبان، احمد، بيهقي او طحاوي روايت کړی دی)
او له عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
لَا يَقْبَلُ اللَّهُ صَلَاةَ حَائِضٍ إِلَّا بِخِمَارٍ
"الله سبحانه و تعالی د پیغورې (بالغې) ښځې لمونځ پرته له پړوني څخه نه قبلوي." (ابن ماجه، احمد، ابو داود او ابن حبان روايت کړی دی)
د ښځې عورت د هغې ټول بدن دی، پرته له مخ او دواړو ورغوو څخه، او د دې دليل دا دی:
ابن ابې شيبه په خپل مصنف کې له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت کړی چې د دغه ايت په اړه:
وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا
"او دوی (ښځې) دې خپله ښکلا نه ښکاره کوي، مګر هغه څه چې ترې څرګند دي." (د النور سورت [۲۴]: ۳۱)
وويل: "مخ او ورغوی يې."
همدارنګه بيهقي په الآداب کې روايت کړی چې: (الله عز وجل فرمايلي: «او دوی دې خپله ښکلا نه ښکاره کوي، مګر هغه څه چې ترې څرګند دي». امام شافعي رحمه الله فرمايلي: له مخ او دواړو ورغوو پرته. او موږ ته د دې مطلب په اړه له عایشې، ابن عباس او ابن عمر رضي الله عنهم څخه روایتونه رارسېدلي دي.)
او ابو داود په خپلو مراسیل کې له قتاده څخه روايت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
إِنَّ الْجَارِيَةَ إِذَا حَاضَتْ لَمْ يَصْلُحْ أَنْ يُرَى مِنْهَا إِلَّا وَجْهُهَا وَيَدَاهَا إِلَى الْمَفْصِلِ
"کله چې نجلۍ بالغه شي، نو روا نه ده چې له مخ او د لاسونو له مړوندونو پرته يې بل څه وليدل شي."
له پورته ذکر شویو دلیلونو څخه دا پوهېدل کېږي چې د ښځې ټول بدن عورت دی، پرته له مخ او دواړو ورغوو څخه؛ یعنې دا چې دواړه پښې هم د عورت برخه ده. دا خبره د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث هم تائیدوي چې له ام سلمه رضي الله عنها څخه روایت دی، هغې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: ایا ښځه په کمیس (درع) او پړوني کې لمونځ کولی شي، په داسې حال کې چې لنګ يې نه وي اغوستی؟ هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
إِذَا كَانَ الدِّرْعُ سَابِغًا يُغَطِّي ظُهُورَ قَدَمَيْهَا
"هو، په هغه صورت کې چې کمیس یې دومره اوږد وي چې د پښو شا (پورتنۍ برخه) هم پټه کړي." (حاکم روايت کړی او ويلي یې دي: "دا حدیث د بخاري پر شرط صحیح دی، خو هغوی دواړو نه دی روايت کړی"، او ذهبي هم په التلخيص کې د بخاري پر شرط صحیح بللی دی.)
ستاسو ورور، عطاء بن خليل ابو الرشته
د امير له فېسبوک پاڼې څخه د ځواب لېنک