Home About Articles Ask the Sheikh
تحلیل

د جلیل عالم عطاء بن خليل ابو الرشته وینا، د ۱۴۳۸ هـ ق کال (۲۰۱۷ م) د مبارکې روژې میاشتې د رارسېدو او د "الواقیه" ټلویزیوني شبکې د پرانیستلو په مناسبت

May 26, 2017
6642
استمع للمقال

الحمد لله، والصلوة والسلام علی رسول الله وعلی آله وصحبه ومن والاه، او وروسته...

ای مسلمانانو... ای د دعوت درنو وړونکو... ای لیدونکو...

ای اورېدونکو... ای هر هغه څوک چې بیداره زړه لرئ او په پوره پاملرنې سره غوږ ږدئ...

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته...

زه تاسو وروڼو ته په دې مبارکه شپه کې د دوو سترو چارو زیری درکوم:

لومړی: د مبارکې روژې میاشتې رارسېدل:

نن شپه، چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د می د ۲۷مې نیټې د شنبې شپه ده، د مبارکې روژې د میاشتې له کتنې وروسته په ځینو اسلامي هېوادونو کې د میاشتې لیدل په شرعي ډول ثابت شول؛ له همدې امله سبا شنبه د مبارکې روژې د میاشتې لومړۍ ورځ ده...

امام بخاري په خپل صحیح کې د محمد بن زیاد له لارې روایت کړی چې هغه وویل: ما له ابو هریره رضي الله عنه څخه واورېدل چې ویل یې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل (یا ابوالقاسم صلی الله علیه وسلم وفرمایل):

صوموا لِرُؤيتِهِ وأَفْطِرُوا لرؤيتِهِ فإنْ غُـبِّيَ عليكم فأَكْمِلُوا عِدَّةَ شعبانَ ثلاثين

"د میاشتې په لیدو روژه ونیسئ او د میاشتې په لیدو روژه ماته کړئ، که (اسمان) درباندې تند او غبار و، نو د شعبان میاشت دېرش ورځې پوره کړئ." (بخاري)

الله سبحانه وتعالی دا مبارکه میاشت د ځان لپاره ځانګړې کړې ده او په هغې کې چې چاته وغواړي بې له حسابه بدله ورکوي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په متفق علیه قدسي حدیث کې فرمایلي:

كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ لَهُ إِلَّا الصَّوْمَ، فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ

"د ادم د زوی هر عمل د ده لپاره دی مګر روژه، ځکه هغه زما لپاره ده او زه یې بدله ورکوم."

دا هغه میاشت ده چې د اسلام په تاریخ کې ورباندې شاهدي ورکړل شوې، په دې میاشت کې قرآن کریم نازل شوی:

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ

"د روژې میاشت هغه ده چې په هغې کې قرآن نازل شوی، چې د خلکو لپاره هدایت دی او په هغې کې د هدایت او حق او باطل د جلا کولو څرګندې نښې دي." (سورت البقره [۲]: ۱۸۵)

په دې میاشت کې به مسلمانانو په نېکو کارونو کې یو له بل سره سیالي کوله، ځکه چې اجرونه او نېکۍ پکې څو چنده کیږي او د خپلې رښتینې روژې او اخلاص له امله به یې له الله څخه د ګناهونو د بښنې هیله کوله. په صحیح بخاري کې له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم ﷺ وفرمایل:

مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ، وَمَنْ قَامَ لَيْلَةَ القَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ

"چا چې د روژې میاشت په ایمان او ثواب غوښتلو سره ونیوله، د هغه پخواني ګناهونه بښل کیږي او چا چې د قدر شپه په ایمان او ثواب غوښتلو سره په عبادت تیره کړه، د هغه پخواني ګناهونه بښل کیږي."

د مسلمانانو خلیفه او والیانو به د هیوادونو او خلکو امنیت ساته او نړۍ ته به یې د دعوت او جهاد له لارې اسلام رساوه. د مسلمانانو خلیفه به پر دوی د الله په شریعت حکم کاوه او له دوی سره یوځای به یې د الله په لاره کې جهاد کاوه؛ نو لښکرو به یې دښتې او بېدیاوې لاندې کولې او کښتیو به یې د سمندرونو څپې ماتولې ترڅو د الله کلمه لوړه کړي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې عدالت خپور کړي. لښکرو به یې د سمندر اوبو ته غږ کاوه: "که موږ پوهېدلی چې تر ستا آخوا هم کوم هېواد شته، نو د اسلام د بیرغ لوړولو لپاره به پکې ورګډ شوي وو." او خلیفه به یې ورېځو ته غږ کاوه: "هر چېرې چې غواړې وورېږه، ځکه ستا اوبه به د الله په امر د مسلمانانو خاورې ته ورسیږي." مسلمانان به د خپل خلیفه تر شا ولاړ وو، که به یې نېکي کوله ملاتړ به یې کاوه او که به یې بد يې کول نو حساب به یې ورسره کاوه؛ خلیفه او ولس دواړه د الله د شریعت پر وړاندې برابر وو. امت، دولت او ټولنه د اسلام په واسطه او د اسلام لپاره خوځېدل. روژه به یې په خندا او زیری لرونکو څېرو لمانځله او په خپګان او بېرته لیدو ته په تلوسه به یې رخصتوله، ترڅو په دواړو جهانونو کې بریا او لوی فوز ترلاسه کړي.

موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې دا میاشت د ټولو مسلمانانو لپاره خیر او برکت وګرځوي، او راتلونکې روژه په داسې حال کې راشي چې راشده خلافت تاسیس شوی وي، خلیفه پخپله د میاشتې لیدل څاري او اعلان یې ترې کیږي؛ بیا نو دا میاشت د سوبې، جهاد، برکت او پر بندګانو د رحمت میاشت وګرځي. هغه وخت به روژه د خلافت تر سیوري لاندې وي، خپل نور او رڼا به بېرته ومومي، د عبادت او جهاد میاشت به شي او خپل دواړه تکبیرونه به بېرته ترلاسه کړي: د مؤذن تکبیر چې د روژه لرونکي د روژه ماتي اعلان کوي، او د مجاهد تکبیر چې د خپلې بریا اعلان پرې کوي؛ او بېشکه دا کار د الله په امر نږدې دی:

إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا

"بېشکه الله خپل امر پوره کوونکی دی، یقیناً الله د هر څه لپاره یوه اندازه ټاکلې ده." (سورت الطلاق [۶۵]: ۳)

او دویم چاره چې تاسو ته یې زیری درکوم، په دې مبارکه شپه کې د "الواقیه" شبکې پیل دی... نن په حزب التحریر کې د رسنیو ونې ثمره ورکړه؛ یوه روښانه، پاکه او مبارکه ثمره، چې سترګې پرې یخیږي او زړونو ته شفا بښي... داسې ثمره چې لیدونکي له خطاګانو، دوکو او بې لارۍ څخه ساتي، په حق غږ پورته کوي او باطل له منځه وړي... داسې ثمره چې سترګې یې ویني او بصیرتونه پرې روښانه کیږي... داسې ثمره چې خپلوانو او هر هغه چا ته خیر رسوي چې بیدار زړه لري او په پوره پاملرنې غوږ ږدي... داسې ثمره چې نوم یې "واقیه" (ساتونکې) ده او مسمی یې هم "واقية" ده، او څومره ښه نوم او مسمی! دا لاره روښانه کوي او د حق په هغه کلمه چې بیانوي یې، سمه لار ښيي:

قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ

"ووایه دا زما لاره ده، زه او زما پیروان خلک په بصیرت سره د الله لور ته رابولو او پاکي ده الله لره او زه له مشرکانو څخه نه یم." (سورت یوسف [۱۲]: ۱۰۸)

په پای کې، زه د الله په نوم د سترګو تور "الواقیه" پرانیزم، ترڅو له خپلو دوو خویندو "الإذاعة" (راډیو) او "الراية" (جریده) سره یوځای شي او په ګډه په غږیزه، چاپي او ویډیويي بڼه پاکه کلمه بیان کړي، بصیرتونه روښانه کړي، زړونه را ژوندي کړي او د نړۍ ګوټ ګوټ ته خیر ورسوي:

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ

"ایا تا ونه لیدل چې الله څنګه مثال بیان کړ، پاکه کلمه د یوې پاکې ونې په څېر ده چې بیخ یې په ځمکه کې ټینګ دی او څانګې یې په اسمان کې دي." (سورت ابراهیم [۱۴]: ۲۴)

زموږ د دعوې پای دا ده چې ټولې ستاینې د نړیوالو پالونکي الله لره دي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته د حزب التحریر امیر

د شنبې شپه، د ۱۴۳۸ هـ ق کال د روژې لومړۍ نېټه د ۲۰۱۷/۰۵/۲۷ م کال سره سمون خوري

Share Article

Share this article with your network