
الله أكبر الله أكبر الله أكبر لا إله إلا الله، الله أكبر الله أكبر ولله الحمد
"الله ډېر لوی دی، الله ډېر لوی دی، الله ډېر لوی دی، نشته د عبادت وړ معبود مګر یوازې الله، الله ډېر لوی دی، الله ډېر لوی دی او ټولې ستاینې یوازې الله لره دي."
درانه اسلامي امت ته، د الله سبحانه وتعالی د سپېڅلي کور حاجیانو ته، د دعوت پتمنو لېږدونکو ته، د پاڼې محترمو مېلمنو ته...
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته...
الله سبحانه وتعالی مو عبادتونه قبول کړه، او اختر مو په خیر او برکتونو ډک کړه... الله سبحانه وتعالی دې د حاجیانو حج قبول کړي، او رحمن او رحیم الله دې دا حج مبرور، هڅه یې مشکوره او ګناهونه یې بښل شوي وګرځوي...
وروڼو! که چېرې الله سبحانه وتعالی اختر د خوښۍ وسیله او د مسلمانانو په زړونو کې د سرور او نېکمرغۍ د ننوتلو سبب نه وای ګرځولی، او دا یې د صله رحمۍ او په امت کې د مبارکۍ او سلام خپرولو فرصت نه وای کړی... او که چېرې د الله سبحانه وتعالی لخوا د دې امت لپاره د عزت او برلاسۍ (تمکین) وعده نه وای چې نږدې ده:
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ
"الله له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او نېک اعمال یې ترسره کړي، وعده کړې ده چې په ځمکه کې به یې خامخا خلیفه ګان (واکمن) ګرځوي، لکه څنګه چې یې له هغو څخه وړاندې خلک خلیفه ګان ګرځولي وو، او د دوی لپاره به هغه دین چې ورته خوښ کړی یې دی، په کلکه مستقر کړي." (سورت النور [۲۴]: ۵۵)
... او که چېرې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت د بېرته راستنېدو زیری نه وای لکه څنګه چې فرمایي:
ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ
"بیا به د نبوت پر تګلاره خلافت وي." (مسند احمد)
... او که چېرې داسې مخلص او صادق ګوند (حزب) نه وای چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم لپاره شپه او ورځ کار کوي، الله ته تضرع او زارۍ کوي چې د خلافت په تاسیس او د اسلام او مسلمانانو د عزت په بېرته راګرځولو سره د دوی پر لاس سوبه او نصرت نصیب کړي...
که دا هر څه نه وای، نو پر مخونو به موسکا نه ښکارېده؛ ځکه په زړه کې ټپ دی او په ستوني کې غوټه، دا ځکه چې له مخکې، شا، ښي او کیڼ اړخ څخه مسلمانان په مآسیو او ناخوالو کې راګیر دي... نږدې یوه پېړۍ کېږي چې خلافت نشته، نو مسلمانان تیت او پرک شول، پر دوی داسې ظالم "رویبضه" (پست او بې کفایته) حکام واکمن شول چې نه له الله، نه له رسول او نه له مومنانو حیا کوي؛ پر دې سربېره د مستعمرګرو کافرانو او د هغوی د متحدینو تېری پر خاوره او ولسونو روان دی، ګواکې د مسلمانانو خاورې زموږ د وینو توئولو او د حرمتونو د پښو لاندې کولو ډګر ګرځېدلی دی...
که د لمر له خاته پیل وکړې، نو له اندونیزیا څخه د تیمور بېلېدل به ووینې، په خپله لاره کې به برما ووینې؛ او ته څه خبر یې چې په برما کې څه روان دي! هلته د مسلمانانو حال زړه دردوي، دا د بودایانو د هغو جنایتونو او وحشتونو له امله دي چې د ځنګل ځناور یې هم له کولو ډډه کوي... بیا د بنګله دېش مآسۍ او تر هغه وروسته کشمیر او هلته د هند جنایتونه وینې... ورپسې پاکستان او د هغه مآسۍ او پر وزیرستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه... بیا افغانستان او د امریکا او NATO لخوا د هغه اشغال، چېرته چې نږدې هره ورځ وحشي قتل عامونه روان دي... که شمال ته لاړ شې، چیچنیا او قفقاز او بیا "قرم" وینې چې د روسیې په جنایتکارو او په وینو لړلو لاسونو کې کړېږي... که له هغه ځایه ختیځ ته "ختیځ ترکستان" ته لاړ شې، نو چین به ووینې چې پر هغوی ډول ډول تېري کوي... که د مدیترانې بحیرې ته راښکته شې، قبرس به ووینې چې یوناني قبرسیان ورباندې واکمن دي، وروسته له هغه چې له خپلې مورنۍ خاورې (ترکیې) څخه بېل کړل شو...
خو که سویل ته لاړ شې او د بحر غاړې ته ورسېږې، نو د مسلمانانو د خاورو زړه، مبارکه ځمکه "فلسطین" د لومړۍ قبلې ځای به ووینې؛ هلته به ووینې چې یهودو هغه غصب کړې او جنایتونه پکې کوي، او د هغې د جومات فریاد به واورې چې له ژور ټپ څخه نالېږي... بیا شام، او ته څه خبر یې چې شام څه دی! هلته یوازې د شام د طاغوت لخوا وینې نه بهېږي، بلکې د مسلمانانو ترمنځ په خپل منځي جګړو کې هم وینې بهېږي، چې د دې وژنې او وینې توئولو اور مستعمرګر کافران او د هغوی خاین لاسپوڅي د خپلو توغندیو او الوتکو په واسطه له بحرونو او بحیرې، بلکې د خلیج په خاوره کې له خپلو اډو څخه بلوي... بیا عراق چې په مآسیو او مصیبتونو کې د شام خور ده... که سویل ته یمن ته لاړ شې چې یو وخت "سعد (نېکمرغه)" و، نو اوس به یې "حزین (غمجن)" ووینې چې خپل منځي جګړې یې ځپي او مستعمرګر کافر هېوادونه یې اور ته تېل پاشي، ترڅو هغه زموږ د سرونو او وینو پر سر د خپلو سیالیو په ډګر بدل کړي...
خو که د لمر لوېدو لور ته لاړ شې، لیبیا به ووینې چې مسلمانان پکې یو له بل سره جنګېږي... مصر او د مصر پوځ به ووینې چې یو وخت یې ځمکه له صلیبیانو او تاتاریانو پاکه کړې وه، خو اوس حکامو په کورنیو مسایلو بوخت ساتلی، ترڅو د فلسطین غصب کوونکو یهودو په وړاندې چې ورته ډېر نږدې دي، هیڅ غبرګون ونه ښيي... بیا که مرکزي افریقا ته سر ورښکاره کړې، نو وبه ګورې چې هلته مسلمانانو ته دومره زیانونه، د پاکو وینو توئیدنه او د حرمتونو سپکاوی رسېدلی چې بیان یې ناشونی دی... بیا یې ګاونډی سوډان، چې سویل یې له شمال څخه بېل کړل شو او ټپ یې لا هم وینې څڅوي... بیا سومالیا چې له کلونو راهیسې له سخت درد او ناوړه خپلمنځي جګړو څخه نالېږي...
دا هر څه د مسلمانانو په هېوادونو کې د مستعمرګر کافرانو او د هغوی د ظالمو لاسپوڅو حکامو د تېري له امله دي... مګر په کفرستان کې د مسلمانانو مآسۍ خو بیخي بې شمېره دي؛ هغه ملتونه غواړي مسلمانان له خپل هویت څخه وباسي، ان د ښځو پر حجاب یې محدودیتونه لګولي، د اذان د غږ خاموشولو لپاره پوره هڅې کوي، او په خپلو ټولنو او لارو کوڅو کې د مسلمانانو پر وړاندې کرکه خپروي...
دا مآسۍ د خلافت له نشتون راهیسې یو په بل پسې راځي، داسې انبار شوي مصیبتونه دي چې هوښیار انسان هم ورته حیرانېږي...
وروڼو! هغه څه چې مې په پیل کې د "که نه وای (لولا)" په کلمه ویلي وو، تکراروم او دا ورزیاتوم: د الله سبحانه وتعالی په دې ایتونو کې فکر کول پکار دي:
فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا * إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا
"نو بېشکه چې له سختۍ سره اساني ده * بېشکه له سختۍ سره اساني ده." (سورت الشرح [۹۴]: ۵-۶)
حَتَّى إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا جَاءَهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّيَ مَنْ نَشَاءُ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ
"تر دې چې کله پیغمبران ناهیلي شول او دا ګومان وشو چې له هغوی سره درواغ ویل شوي دي، زموږ مرسته ورته ورسېده، نو هر څوک چې مو غوښتل وژغورل شول او زموږ عذاب له مجرمو خلکو څخه نه ګرځول کېږي." (سورت یوسف [۱۲]: ۱۱۰)
... او همدارنګه د مدینې د خلکو (د الله او د هغه د رسول د انصارو) په راتګ کې فکر کول پکار دي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په ډېرو سختو شرایطو کې راغلل؛ له هغه کال څخه چې د غم کال (عام الحزن) و، چېرته چې ام المؤمنین خدیجه رضي الله عنها وفات شوه، بیا ابوطالب وفات شو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملاتړی و، او تر هغه وروسته د طایف د خلکو هغه سخت غبرګون چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په وینو لړلی کړ... په دغو سختو کلونو کې انصار راغلل، لومړۍ او دویمه بیعت وشو، بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم هجرت او د دولت تاسیس وشو...
په دې تدبر کې له درد وروسته هیله ده، له غم وروسته د خوښۍ زیری دی، له سختۍ وروسته اساني ده، او له اوږده شقاوت وروسته راحت دی چې نږدې شوی دی... بیا خیر او نصرت دی... خیر او نصرت... خیر او نصرت:
وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ
"او په هغه ورځ به مومنان خوشاله شي * د الله په مرسته؛ هغه له چا سره چې وغواړي مرسته کوي او هغه غالب او مهربان دی." (سورت الروم [۳۰]: ۴-۵)
په پای کې، تاسو ته سلامونه وړاندې کوم، ستاسو لپاره د خیر دعا کوم، الله سبحانه وتعالی مو طاعات قبول کړه او خپل نعمتونه او برکتونه مو په برخه کړه...
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته.
د نېکمرغه لوی اختر شپه، ۱۴۳۵ هـ ق
ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشته