Home About Articles Ask the Sheikh
فکر

د حزب التحریر د امیر جلیل عالم عطاء بن خلیل ابو الرشته له خوا د ۱۴۴۳ هـ ق کال (۲۰۲۲م) د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د خپلو پاڼو لیدونکو ته د مبارکۍ پیغام

July 08, 2022
2228

الحمد لله او پر رسول الله، د هغه پر کورنۍ او اصحابو او د هغه چا پر حال چې د ده لاروي یې کړې وي، درود او سلام، او له هغه وروسته:

هغه اسلامي امت ته چې الله سبحانه وتعالی پرې پیرزوېنه کړې او په اړه یې فرمایلي:

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ

"تاسو غوره امت یاست چې د خلکو (لارښوونې) لپاره راایستل شوي یاست، په نېکۍ امر کوئ او له بدۍ منع کوئ او پر الله ایمان لرئ." (سورت آل عمران: ۱۱۰)...

هغه پاکو او پرهیزګاره دعوتګرانو ته چې موږ د چا پاکي نه بیانوو مګر الله پرې پوه دی، هغه کسان چې غوره خبرې کوي او نېک عملونه ترسره کوي، او الله سبحانه وتعالی د داسې صفتونو لرونکي کسان ستایلي دي:

وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِين

"او د هغه چا په پرتله د چا خبره غوره ده چې د الله لوري ته بلنه ورکوي او صالح عمل کوي او وايي چې زه له مسلمانانو څخه یم." (سورت فصلت: ۳۳)...

د پاڼې درنو لیدونکو ته چې په رښتیني ډول ورته راځي او د هغه خیر په لټه کې دي چې دا پاڼه یې وړاندې کوي، الله دې ورته خیر ورکړي...

دغو ټولو ته د لوی اختر مبارکي وایم او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې د حاجیانو حج قبول کړي، حج یې مبرور، هڅه یې مشکوره او ګناهونه یې ورته بښل شوي وګرځوي، او هغه چا ته چې سږ کال یې حج نه دی کړی، الله سبحانه وتعالی ورته توفیق ورکړي چې راتلونکی کال په خیر او نېکۍ سره حج وکړي، او الله سبحانه وتعالی د صالحانو مل دی.

همدارنګه له هغه سبحانه وتعالی څخه غواړم چې دا اختر د مسلمانانو لپاره د خیر او برکت پیل وي، ترڅو راتلونکی اختر په داسې حال کې راشي چې موږ د خلافت راشده تر سیوري لاندې یو، د لا إله إلا الله محمد رسول الله تر بیرغ لاندې:

وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ

"او په هغه ورځ به مؤمنان د الله په نصرت سره خوشحاله شي. هغه چې د هر چا وغواړي نصرت کوي او هغه ډېر غالب او مهربان دی." (سورت روم: ۴-۵)

په پای کې تاسو ته سلام وړاندې کوم او درته د خیر دعا کوم، الله مو طاعتونه قبول کړه.

وَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ

"او د عمل کوونکو بدله څومره ښه ده!" (سورت زمر: ۷۴)

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

ستاسو ورور
د ۱۴۴۳هـ ق کال د ذوالحجې ۱۰مه عطاء بن خلیل ابو الرشته
د ۲۰۲۲/۰۷/۰۹م کال سره سم د حزب التحریر امیر

Share Article

Share this article with your network